دويمه برخه:

دناصح په شعرونوکې دپښتو او پښتون د کلماتو ذکر :

           پښتانه د آریایي توکم یوه مشهوره څانګه ده، چې د ریګوید په سندروکې د (پکهت = پښت) په نامه یاد شوي دي. ټول په یوه شریکه پېوسته ځمکه کې اوسېږي. ټول په یوه ژبه (پښتو) غږیږي اود یوه دین (اسلام) تابع دي.

         دوی هوښیار، ځیرک او په آزادۍ مېن خلک دي. د پښتو په کلمه کې ددوی ټول کلتور او تهذیب پروت دی. پښتو که له یوې خوا دپښتون اولس د ژبې نوم دی، نو له بلې خوا د پت او عزت، ښېګڼې او ښه خوی، تورې، مېړانې، ننګ او غېرت وفا او حیاء نوم هم دی.


دمطلب ادامه
+ليكل شوى لخوا د خموش په 90/10/29 او كړۍ 8:45 |

سریزه:

 

د سپېڅلي او مهربان الله په تلپاتې نامه؛

الله تعالی پرما ستر احسان وکړ چې په پوره بریا سره مې د پوهنتون دغه څلورکلن ښوونیز پړاو په سرلوړۍ او بشپړ بریالتوب سره پای ته ورساوه. د لوړو زده کړو وزارت د اصولو له مخې هر زده کړیال او زده کړیاله د خپل څلورکلن ښوونیز بهیر له پای ته رسولو سره اړ دی ترڅو یو پایلیک (مونوګراف) چمتو او د څانګې د استاذانو پروړاندې ترې دفاع وکړي، ځکه چې له دې پرته زده کړیال فارغ التحصیل نه شمېرل کېږي او حتی دیپلوم هم نه ورکول کېږي.


دمطلب ادامه
+ليكل شوى لخوا د خموش په 90/10/29 او كړۍ 8:43 |
۲ـ د جمال خان( زماني) د شعرونو محتوا :

 دويمه برخه:

د ښاغلي جمال زماني د اشعارو جونګ د مضمون په لحاظ اکثریت شعرونه یې عشقي بڼه لري ، خو ځینې ټولنیز مسایل، سیاسي ، وطني او یوه مرثیه ) ویرنه  (هم تر سترګو کیږي ، مرثیه) هغه نظم چې د مړو په ویر، ماتم ، غم او ستاینه کې ویل شوی وي مرثیه یې بولي (، چې دکلام نمونه یې په لاندې ډول ده :


دمطلب ادامه
+ليكل شوى لخوا د خموش په 90/10/29 او كړۍ 8:38 |
څېړونكى:محمد ابراهعيم عظيمي

سریزه:

له نېکه مرغه مونږ په پښتو ژبه کې په سلګونو غښتلي او منلي شاعران لرو، چې د دغو شاعرانو څخه ځینې د ټولنې وتلې څیرې او ځینې په ټولنه کې معرفي څیرې نه دي، چې یو له هغو څخه زمونږ د هېواد د پښتو ژبې ځوان شاعر جمال خان زماني دی .جمال خان زماني په ډیره لږ موده کې ،دومره پښتو شعرونه )غزلې( پنځولې دي، چې انسان د تعجب احساس کوي . خو د جمال خان زماني شاعري )غزل سراي( د پښتو ژبې معاصرې دورې محاورې ته نیژدې ساده ، روانه ، فصیح او واضح ده


دمطلب ادامه
+ليكل شوى لخوا د خموش په 90/10/29 او كړۍ 8:36 |
ادبي ټوټه:

دويمه برخه:

د ادبي ټوټې اصطلاحي پېژندنه

لکه څرنګه، چې په عامه توګه ټولنیز علوم او په ځانګړې توګه د ادب ډېری ډولونه او څانګې داسې جامع او بشپړې پېژندنې او تعریفونه نه لري، چې هرچېرې او هر وخت د ټولو له خوا په یوه خوله ومنل شي. دغسې ادبي ټوټه هم ځانګړی تعریف نه لري، خو ادبپوهانو یې د پېژندنې لپاره یو لړ توضیحي، توصیفي او تشریحي څرګندونې کړې، چې ځینې یې دلته را اخلو.


دمطلب ادامه
+ليكل شوى لخوا د خموش په 90/10/29 او كړۍ 8:26 |
ليكونكې : شازيه افغان

سريزه

ادب هغه هنر دی، چې تل د بدلون او اوښتون په حال کې دی. که موږ د پښتو ادب لرغونو، کلاسيکو او بيا اوسنيو ادبياتو ته وګورو، ډېر لوى لوى تغييرات او بدلونونه به مو ترسترګوشي. کېداى شي دغه تغييرات د جولې (شکل) له مخې وي او ياهم د مفهوم او محتوا له اړخه. ادبيات هم د نورو هنرونو لکه موسيقۍ، نقاشۍ، انځورګرۍ او مجسمه جوړونې د هنر په څېرد ټولو ملتونو او قومونو ترمنځ له زيات اهميت او ارزښت څخه برخمن دي. که ووايو، چې له نورو هنرونو يې اغېز، اهميت او جامعيت زيات دى، مبالغه به نه وي. ځکه چې دا هنر د انسان له روح، طبيعت او تجسم سره سروکار لري


دمطلب ادامه
+ليكل شوى لخوا د خموش په 90/10/29 او كړۍ 8:23 |
څېړنه اولیکنه: پوهنمل نظیفه اخلاص   

مونږ دامنو چ
ې پير روښان يو سياسي ،ادبي او مذهبي مشر او د يوه ملي غورځنګ پر مخ  بيوونكی او د ادبي مكتب بنسټ ايښودونكی و. څرنګه چې هر ملي نهضت د مختلفو عواملو زيږنده ده نو كله چې مونږ په پير روښان او د ده په غورځنګ څه ويل غواړو نو د دغو پوښتنو سره مخامخ كيږو چې بايزيد په څه راز محيط او ماحول كې ژوند كاوه او هغه عوامل چې دی يې ميدان ته راوست او دده د تحريك موجب شو څه شی وه زه غواړم په دغه مقاله كې د اجتماعي ،اقتصادي او سياسي عواملو په رڼا كې د پير روښان غورځنګ په لنډ ډول وڅيړم.


دمطلب ادامه
+ليكل شوى لخوا د خموش په 90/10/27 او كړۍ 19:14 |

څېړنه : پوهنمل نفس ګل

 

        لنډيز:

        په دغې مقاله كې مې د خوشحال د انفراديت د څرنګوالي تر څنګ د خوشحال بابا له نظره ګلونه هم تر بحث لاندې نيولي دي، مانا دا چې ما اصلي موضوع په دغه ليكنه كې د خوشحال د ستر ادبي مكتب څخه د يو صنف د ښايست موضوع غوره كړې، چې هغه د خوشحال په اشعارو كې د ګلونو د استعمال اړخونه دي، لومړى مې هغه بيتونه را اخيستې دي چې نوي كال پورې اړه لري، ځكه ټولو شاعرانو د نوې كال ستاينه كې د ګلونو رول او اهميت روښانه كړي دي، نو خوشحال بابا هم دغه كاركړى، بيا مې د خوشحال بابا هغو اشعارو ته هم په كې كتنه كړې ده، چې خوشحال بابا په كې د ګلونو انواع او ډولونه تشرېح كړي دي، همدا شان مې هغه بيتونه هم را اخستي چې خوشحال بابا ګلونه د نورو څيزونو سره تشبه كړي دي.: په وروستۍ برخه كې د مقالې پايله او بيا اخځليكونه راغلي دي.


دمطلب ادامه
+ليكل شوى لخوا د خموش په 90/10/27 او كړۍ 19:11 |
محقق: پوهنيار هوسى نوري يوسفزى
 

       اوس مهال انسان او انسانيت پورې اړوندې پيښې، په ځانګړې توګه د انسان د حقوقو او آزادۍ مساله د هر زړه سواند انسان د پام وړ موضوع ده، اما دا په دې مانا نه ده چې تر دې دمه دغه مساله د پام وړ نه وه، البته چې وه، د تاريخ په اوږدو كې داسې د انساني فطرت لرونكي انسانان موندلاى شو، چې په يوه نه يو ډول يې انساني ارزښتونو ته پام شوى دى، خو ځوان قشر ته لازمه ده، چې دغه فرهنګي ذخيره او شمتني اوسنيو  ځوانانو ته د روزنې او عبرت په خاطر څرګند كړي، نو ما هم د همدغو لاملونو په اساس د پير محمد كاكړ او يونس خيبري په شعرونو كې د انساني ارزښتونو د څېړلو او د هغو د بربنډولو موضوع په خپله مقاله كې راونغړله.


دمطلب ادامه
+ليكل شوى لخوا د خموش په 90/10/27 او كړۍ 18:58 |
څېړونکی: پوهندوی جمشېد رشیدي 

        د موضوع لنډيز:

       بديع د يو علم په حيث د عباسيانو په لومړنيو وختونو پورې تړاو لري. دا چې نوموړى علم د عربۍ په واسطه فارسي، پښتو او نورو ژبو ته راغلى دى نو ځكه يې اكثره ګړنې (اصطلاحګانې) هم عربي دي. د ادبي فنونو راغونډونه او كتابي بڼه وركولو كار د لومړي ځل لپاره عبدالله بن معتز عباسي په كال (284) كې كړى دى چې په( 296 ) هجري كې مړ دى نوموړی د لومړي ځل لپاره د پخوانيو شاعرانو په كلام او همدارنګه په قرآن او حديثو كې اوولس ډوله صنعتونه راوويستل او دې كتاب ته يې (البديع) نوم كيښود.


دمطلب ادامه
+ليكل شوى لخوا د خموش په 90/10/27 او كړۍ 18:54 |

څېړونكى: پوهنمل جمشېد رشيدي

          غزل يو زوړ او كلاسيك فورم دى، د شعر دغه زوړ قالب د اكبر زمينداوري (788) هـ ق له زمانې تر اوسه پورې په ډېره ښه توګه پرمخ بيول شوى دى، كه څه هم غزل زوړ قالب دى خو تر دې دورانه يې هم خپل ښايست او ارزښت له لاسه نه دى وركړى، بلكې نورهم د هغې ښايست او ارزښت زيات شوى دى، اوس د غزل پر دې تعريفونو چې له ښځو سره شوخي او مركه يا د ښځو د ښكلا او جالبيت په باب خبرې دي، يو لړ نور نظريات هم ور زيات شوي دي، مثلاٌ په معاصر غزل كې كيداى شي ځينې داسې مطالب  چې په نوي عصر او معاصره زمانه پورې اړه لري ځای شي او يو ښه او خوندور شعر ترې جوړ شي


دمطلب ادامه
+ليكل شوى لخوا د خموش په 90/10/27 او كړۍ 18:50 |
څېړونکی: پوهندوی عبدالقاهرساپی
 

        ادبيات چې د ټولنيز نظام هينداره او دعلمي سياسي پوهې لويه منبع ده ،ځكه خو ليكوال د ټولنې د بيداري او د ژوندانه د سطحې د لوړيدا لومړنی خادم او سر لاری پيژندل شوی دی .

       كله چې انسان د مدني او عصري ژوندانه په لور حركت كوي او يا هم د علم او پوهې په ګاڼه سينګاريږي د ادب پوهانو او ليكوالانو د زيار او زحمت ثمره ده ،دا ليكوال دی چې د انسان د معلومات سطحه اوچته بيايي او د بشريت غوښتنه او آرزوګانو پوره كيدا ته خدمتونه كوي،ځكه خو د ليكوال شخصيت او د هغه آثارو ته په درانه نظر كتل كيږي البته كيدای شي چې دا مفكورې په يو جلا بحث كې هم وڅېړو، خو تر كومه ځايه چې ادبياتو پورې اړه لري، وينو چې هر علمي او ادبي پرمختګ د ټولنې سياسي، اجتماعي اوضاع باندې مستقيم اغېز لري او دا پروسه لا تر اوسه هم د پرمختګ پړاوونه وهي.


دمطلب ادامه
+ليكل شوى لخوا د خموش په 90/10/27 او كړۍ 18:46 |
څېړونکی: پوهنمل عبدالقاهرساپی

 

         كله چې په شپاړلسمه پيړۍ كې د پښتنو واكمنۍ د پاني پت جنګ (932 ه) كې پای ته ورسيده او د سوريانو او لوديانو شاهي ړنګه شوه ځكه نو د پښتنو ملي عظمت او خپلواكۍ دا ټول په خطر كې ولويدل خو كه د بشريت تاريخ له يوې خوا د قهر، غضب او تالان ناورين لري مګر له بلې خوا په مظلومو ولسونو كې داسې قهرمانان هم زيږوي چې پايله یې د ملي ميړنو راوتل او د خلكو ډله ايز قيام دى خو دا بايد هيره نكړو چې روښاني جنبش د پښتنو په تاريخ كې لومړنى وروستنى جنبش نه دى بلكه دی مړنى اولس د هيواد ملي ګټو، ننګ او ناموس څخه هر كله په ټينګه دفاع كړيده چې د نړۍ لږ اولسونه يې ځای نيولای شي.


دمطلب ادامه
+ليكل شوى لخوا د خموش په 90/10/27 او كړۍ 18:44 |

خېړونكى: پوهندوى ميراجان غوربندى

 

        لوى او بښونكی خداى د خپل رحماني او رحيمي صفاتو په لرولو سره انسانانو ته ډير نعمتونه وركړي دي، چې انسانان يې د هغو د شمېرلو څخه عاجز دي. يو د هغو نعمتونو څخه د دوى ژبه ده. په قرآن شريف كښې راغلي دي (خلق الانسان علمه البيان) د دې آيت مانا داده چې خداى لومړى انسان پيدا او بيايې د خبرو قدرت وركړ.

        يعنې لوى او لومړى نعمت چې انسان ته وركړاى شوى دى هغه دده ژپه ده. ژبه د غږويا صوتىي سمبولونو داسې يو اكتسابي او قراردادي سيستم دى چې د يوې ټولنې وګړي يې په خپل مينځ كې د پوهولو او راپوهولو لپاره كاروي.



دمطلب ادامه
+ليكل شوى لخوا د خموش په 90/10/27 او كړۍ 18:41 |
څېړونکی :   پوهنمل میراجان غوربندي
 

        د ژبې او ژبپوهنې د مانا او مفهوم په باب د تاريخ په اوږدوكې ډيرو پوهانو ډير څه ويلي او ليكلي دي او لا  اوس هم په دې موضوع باندې محققين او څيړونكي د ډيرو د قيقو مجهزو لابراتوارونو دننه په جديت سره كار كوي.

        جوته ده چې دهمدغې ژبنۍ مسلې تخنيكي تګلاره او بيايې هر اړخيز مفهوم د ټولنو او فرهنګو ارتباط كې په هر اړخيزه توګه ونه څيړل شي ډيره مشكله ده چې د ژبې په باب واقعيتونه په بشپړه توګه وپيژندل شي.


دمطلب ادامه
+ليكل شوى لخوا د خموش په 90/10/27 او كړۍ 18:38 |
څېړونکی: پوهندوی پښتون آقاشېرزاد

 

        د ادب له نوم سره ټول خلك اشنا دي او په همدې خاطر په ادب بحث نه كوو مخامخ ورځو د ادب تاريخ ته ځكه چې د ادب تاريخ په پيژند تعريف كې همدا شان د ليكلو په روش او ميتود كې نه يوازې پښتو كې بلكې په نړيواله كچه اختلاف شته ځكه كه د نړيوال ادب مهم ادبي تاريخونه وكتل شي نو ډيريې يا د تمدن تاريخونه دي يا د انتقادي  مقالو ټولګي دي ځيني يې يوازې هنر څيړي او يو شمير يې بيا يوازې تاريخ دي او ځينې بيا د يوه ولس د ادب د تاريخ په ليكلو كې د ادب د كليمې كلي او عامه معنا په پام كې نيسي


دمطلب ادامه
+ليكل شوى لخوا د خموش په 90/10/27 او كړۍ 18:35 |

څېړونکی: پوهندوی پشتون آقاشېرزاد    


 

        د موضوع لنډيز:

        حميد ماشوخېل او رحمان بابا تقريبآ د يوې زمانې شاعران ګڼل كېږي كه څه هم رحمان بابا دوه يا درې لسېزې له حميد بابا څخه مشر دى خو بيا هم د دولسمې پيړۍ په لومړيو كې سره هم عصره دي نو په همدې لحاٰظ يې په عمومي ډول په اشعارو كې ځينې همرنګى وينو خو كه د شعريت او بديعي ښكلاوو ترمنځ يې لريوالى ګورو هغه د دوى د بديعي لرېوالى لري او يا هم هغه اشعار چې ځينې لفظونه په كې د موضوع په لحاظ لرې وي او د لفظ په لحاظ يو شان وي څېړل شوي


دمطلب ادامه
+ليكل شوى لخوا د خموش په 90/10/27 او كړۍ 18:31 |
څېړونكى: پوهنمل پشتون آقا (شيرزاد)

 

        ويل كېږي چيرې چې ژبه شته هلته ادبي زمينه شته او چيرې چې ادبي زمینه او ادبي پديدې شته نو هلته به خامخا د ادبياتو تاريخ موجود وي. ادبي پديدې كه شفاهي وي يا كتبي دا دادبياتور تاريخ مدارك دي كه څه هم دغه ادبي پديدې د ژبې پواسطه اظهار او رامنځ ته كېږي. خو د ادب تاريخ د ژبې تاريخ نه دی، كه څه هم د ژبې سره ښكاره سرو كار لري. ځكه  تر هغه چې د يوې ژبې ژپوه لخوا ژبه تحليل او تثبيت شوې نه وي تر هغي يې د ادب تاريخ هم نشي ليكل كيداي.


دمطلب ادامه
+ليكل شوى لخوا د خموش په 90/10/27 او كړۍ 18:27 |
  140: هايکو په پښتو ادب کې تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي حبيب الله „ميرخېل„ په 1388لمريز کال دمحترم استاد پوهندوې محمد آقا „شېرزاد„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى. دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹35› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوال د  موضوع مطابق د ادب په باب معلومات، د پښتو ادبياتو په باب معلومات، هايکو څه ډول شعر دى؟ د هايکو ځانګړنې، او په وروستۍ برخه کې يې د هايکو پښتو ادب ته څه ډول راغلى ده، کومې ځانګړنې بايد په پام کې ونيول شي؟ په نوموړو موضوعاتو بشپړ تفصيلي معلومات ورکړى دى.  په پاى کې ليکوال له موضوع څخه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له‹4› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، او د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

141: د ګويټه د آثارو ځانګړتياوې  تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک آغلې ګلالۍ „اندړ„ په 1388 لمريز کال د محترم استاد پوهندوى ميرا جان „غوربندي„تر لارښوونې لاندې ليکلى دى.   دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹47› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوالې د  موضوع سره سم د ګويټه ژوند ليک، د ګويټه زده کړه، د ګويټه زوکړه او مړينه، د ګويټه افکاراو دنده، د ګويټه د آثارو ځانګړتياوې، د ګويټه سبک او ليکلي اثار، ګويټه د پوهانو له نظره او په وروستۍ برخه کې يې د ګويټه د کلام بېلګې راوړي دي.په پاى کې ليکوال له موضوع څخه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له‹9› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، او د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

142: د قاضي سيد فضل غني ژوند او شاعري تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي وارث„شينواري„ په 1388 لمريز کال د محترم استاد پوهنيارهوسا „نوري„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى. دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹54› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوال د موضوع مطابق د قاضي فضل غني ټاټوبى،د سيد فضل غني پېژندنه، د قاضي فضل غني چاپ او ناچاپ شوي آثار،د قاضي سيد فضل غني شعر او شاعري او په وروستۍ برخه کې يې د سيد فضل غنيپه شعري ټولګو يو لنډ نظر اچولى دى.   په پاى کې ليکوال له موضوع څخه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له‹6› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، او د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

  143: د محمد عيسى جانان د اشعارو خصوصيات   تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک آغلې زرمينې په 1388 لمريز کال د محترم استاد پوهندوى پښتون آقا „شېرزاد„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى.                                                                                                                دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹33› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوالې د موضوع سره سم عناوين لکه : د محمد عيسى جانان ژوندليک، ژوند پېښې او په وروستۍ برخه کې د محمد عيسى جانان د اشعارو نمونې د بېلګې په ډول راوړي دي. په پاى کې ليکوالې له موضوع څخه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له‹7› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، او د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

144: د بهائي جان په اشعارو کې د قافيې حرکتونه تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک آغلې فوزيې په 1388 لمريز کال د محترم استاد پوهندوى پښتون آقا „شېرزاد„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى. دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹31› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوالې د موضوع مطابق د لومړي فصل په شرح کې د بهائي جان زوکړه، زده کړه او د بهائي جان د کورنۍ شجره . په دوهم فصل کې يې د بهائي جان په اشعارو کې د قافيې حرکتونه په ګوته کړي دي. په پاى کې ليکوالې له موضوع څخه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له‹7› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، او د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

145: په ادبي ژبه د بهاوالدين مجروح فلسفي او رواني نظريات   تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي شېر حسن „حيدري„ په 1388 لمريز کال د محترم استاد عبدالقدير „خموش„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى.    دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹31› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوال د  موضوع سره سم د بهاوالدين مجروح ژوندليک، د بهاوالدين مجروح نثري بېلګې، چې د بهاوالدين مجروح په نثري بېلګو کې يې د ليکوال فلسفي او رواني نظريات په ډاګه کړي دي.  په پاى کې ليکوال له موضوع څخه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له‹6› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، او د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

146: په ولسي ادب کې د پسول او ګاڼې رنګين ياد تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک آغلې خديجې په 1388 لمريز کال د محترم استاد پوهنمل نظيفه „ اخلاص„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى.    دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹40› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوالې د موضوع مطابق د ادب په باب معلومات، ولسي ادب څه شى دى؟ او وروسته يې په ولسي ادب کې د پسول او ګاڼ په رنګين ياد بشپړ تفصيلي معلومات ورکړي دي.                                                                                                         په پاى کې ليکوالې له موضوع څخه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له‹7› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، او د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

147: د امان الله ساهو ژوند او آثار تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي ناصر خان په 1388لمريز کال د محترم استاد پوهندوى پښتون آقا „شېرزاد„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى.  دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹38› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوال د موضوع مطابق د امان الله ساهو ټاټوبى، د ټاټوبي جغرافيائي موقعيت، د امان الله ساهو ژوندليک، ادبي هڅې، د امان الله ساهو شعري بېلګې او په وروستۍ برخه کې يې د امان الله ساهو د آثارو په باب معلومات ورکړى دى. په پاى کې ليکوال له موضوع څخه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له‹6› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، او د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

148: ډرامه د پښتو ادب په بهير کې تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک آغلې مريم په 1388 لمريز کال د محترم استاد عبدالقدير „خموش„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى. دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹38› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوالې د موضوع سره سم د ادب په باب معلومات، د پښتو ادب په باب معلومات، ډرامه څه شى دى؟ ډرامه ليکل کوم شرايط لري؟لومړني ډرامه ليکونکي څوک دي؟ او په وروستۍ برخه کې يې ډرامه د پښتو ادب په بهير کې څېړلې ده. په پاى کې ليکوالې له موضوع څخه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له‹5› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، او د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

149: د کنړ ولايت ولسي شاعران تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک آغلې سيلۍ په 1388لمريز کال د محترم استاد پوهندوى پښتون آقا „شېرزاد„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى. دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹40› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوالې د موضوع سره سم د کنړ ولايت لنډه پېژندنه،د کنړ ولايت جغرافيائي موقعيت ، په بله برخه کې يې د کنړ ولايت ولسي شاعران معرفي او د اشعارو بېلګې يې هم ذکر کړي دي.    په پاى کې ليکوالې له موضوع څخه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له‹6› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، او د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

150: د خوشال د طب نامې د لغاتو شننه تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي نور احمد په 1388 لمريز کال د محترم استاد پوهندوى پښتون آقا „شېرزاد„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى.                                                                                            دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹38› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوال د موضوع سره سم د خوشال خان خټک د طب نامې د لغاتو په شننه لاس پورې کړى دى، او هر لغت يې په تفصيلي بڼه واضح کړى دى.  په پاى کې ليکوال د موضوع څخه يوه لنډه پايله هم راوړې ده،خو د موضوع په اړوند اخځليکونه د پاى ليک په پاى کې درج شوي نه دي.

  151: د ډاکټر زيور ژوند ليک او څېړنيزې ادبي هڅې تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي دلاور په 1388 لمريز کال د محترم استاد پوهندوى پښتون آقا „شېرزاد„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى.   دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹40› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوال د موضوع سره سم د ډاکټر زيور ژوندليک، د ډاکټر زيور ادبي هڅې او د ډاکټر زيور څېړنې يې په تفصيلي بڼه راوړي دي. په پاى کې ليکوال له موضوع څخه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له‹6› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، او د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

152: د غلام جيلاني جلالي آثار تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک آغلې شريفې په 1388لمريز کال د محترم استاد پوهندوى پښتون آقا „شېرزاد„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى.   دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹35› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوالې د   موضوع مطابق د غلام جيلاني جلالي ژوندليک، ادبي هڅې او د غلام جيلاني جلالي د آثارو په باب يې معلومات ورکړى دى.  په پاى کې ليکوالې له موضوع څخه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له‹5› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، او د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

153: د يونس خيبري په ديوان کې معما  تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک آغلې پري تاج په 1388 لمريز کال د محترم استاد پوهندوى محمد آقا „شېرزاد„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى.                                                                                           دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹40› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوالې د  موضوع سره سم د يونس خيبري لنډه پيژندنه، د يونس خيبري ادبي هڅې، د يونس خيبري آثار او په بله برخه کې يې د يونس خيبري په ديوان کې معما په ګوته کړې ده. په پاى کې ليکوالې له موضوع څخه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له‹4› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، او د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي

154: د حافظ الپوري ژوند او فن تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي دلاور په 1388 لمريز کال د محترم استاد پوهندوى پښتون آقا „شېرزاد„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى. دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹34› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوال د  موضوع مطابق د حافظ الپوري ژوندليک، د حافظ الپوري ادبي هڅې، د حافظ الپوري ليکنې او په وروستۍ برخه کې يې د حافظ الپوري د اشعارو نمونه راوړې ده.                                                                                                   په پاى کې ليکوال له موضوع څخه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له‹5› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، او د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

155: د پښتو ايډيمونو (اصطلاحاتو) سپړنه تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک آغلې زهرې په 1388 لمريز کال د محترم استاد پوهندوى محمد آقا „شېرزاد„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى. دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹48› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوالې د موضوع سره سم د پښتو اصطلاحاتو په سپړنه لاس پورې کړى دى اود هرې اصطلاح د استعمال ځاى يې واضح کړى دى.

156: د عبدالخالق „اخلاص„ ادبي هڅې  تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي باز محمد په 1388 لمريز کال د محترم استاد پوهندوى ميراجان „غوربندي„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى. دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹36› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوال د موضوع سره سم په ترتيب د عبدالخالق اخلاص ژوندليک،ادبي هڅې او په وروستۍ برخه کې يې د عبدالخالق اخلاص ليکلي آثارو په هکله معلومات ورکړى دى.  په پاى کې ليکوال له موضوع څخه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له‹6› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، او د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

157: د خوشال خان خټک په باب د علي محمد منګل ليکنې او د هغو تحليل او تفسير تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي حضرت الله په 1388 لمريز کال د محترم استاد عبدالقدير „خموش„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى.  دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹35› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوال د موضوع سره سم د خوشال خان خټک ژوند ليک، د خوشال خان خټک د ژوند لوړې او ژورې، د خوشال خان خټک د نسب يادونه، د خوشال خان خټک د قام يادونه، د خوشال خان خټک ولسي قبيله او په وروستۍ برخه کې يې د هندي کلمو راتګ پښتو ژبې ته موضوع باندې بشپړه رڼا اچولې ده.  په پاى کې ليکوال له موضوع څخه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له‹5› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، او د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

158: د هيواد په انځوريځو رسنيو کې پښتو ادبي خپرونې تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي علم الدين په 1388 لمريز کال د محترم استاد عبدالقدير „خموش„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى. دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹48› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوال د  موضوع سره سم لومړى د پښتو ادب په باب معلومات او وروسته يې د هيواد په انځوريزو رسنيو کې د پښتو په ادبي خپرونو بحث کړى دى په پاى کى ليکوال د موضوع څخه يوه لنډه پايله هم راوړې ده.           

159: دخوشال فرهنګ د رباعياتو او قطعاتو شننه    تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي عبدالسلام په 1388 لمريز کال د محترم استاد پوهندوى عبدالقاهر خان „ساپي„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى.                                                                                          دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹54› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوال د  خوشال خان خټک ژوندليک، د خوشال خان د ژوند لوړې ژورې، د خوشال خان د نسب يادونه، د خوشال خټک قام،د خوشال خټک قبيله او په وروستۍ برخه کې يې د خوشال فرهنګ د رباعياتو او قطعاتو په شننه لاس پورې کړى دى.  په پاى کې ليکوال له موضوع څخه يوه لنډه نتيجه ګيري هم کړېده، خو د موضوع په اړوند اخځليکونه د پاى ليک په پاى کې درج شوي نه دي.

160: د غوث الدين نورزي ژوند او فن    تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي شفيع الله په 1388 لمريز کال د محترم استاد پوهندوى عبدالقاهر خان „ساپي„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى.  دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹34› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوال د  موضوع سره سم لومړى د غوث الدين نورزي ژوندليک، ټاټوبى، د غوث الدين نورزي د ټاټوبي جغرافيائي موقعيت، د غوث الدين نورزي ادبي هڅې او وروسته يې د غوث الدين نورزي آثاراو ادبي هڅو په باب بشپړ معلومات ورکړى دى.   په پاى کې ليکوال له موضوع څخه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له‹6› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، او د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.  

161: د شکرالله قلندري ژوند او فن تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي اباسين په 1388 لمريز کال د محترم استاد عبدالقدير „خموش„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى. دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹42› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوال د موضوع مطابق د شکرالله قلندري ټاټوبى، د شکرالله قلندري ژوندليک، د شکرالله قلندري شاعري او په وروستۍ برخه کې يې د شکرالله قلندري د کلام بېلګې لکه د شکرالله قلندري حمديه کلام او نور... په باب معلومات ورکړى دى. په پاى کې ليکوال له موضوع څخه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له‹5› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، او د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

162: د دستارنامې او فضل نامې د لغتونو شننه تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي پروېز „حبيبي„ په 1388 لمريز کال  د محترم استاد پوهندوى پښتون آقا „شېرزاد„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى.  دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹46› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوال د موضوع سره سم د دستار نامې او فضل نامې د لغتونو په شننه لاس پورې کړى او په تفصيلي بڼه يې شنلي دي. په پاى کې ليکوال له موضوع څخه يوه لنډه نتيجه ګيري هم کړېده، خو د موضوع په اړوند اخځليکونه د پايليک په پاى کې درج شوي نه دي.

163: د محمد سالم اقدام ژوند او فن تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي محب الله په 1388  لمريز کال  د محترم استاد پوهندوى پښتون آقا „شېرزاد„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى.                                                                                                        دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹38› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوال د   موضوع سره سم د محمد سالم اقدام ټاټوبى، د محمد سالم اقدام د ټاټوبي جغرافيائي موقعيت،د محمد سالم اقدام ژوندليک، د محمد سالم ادبي هڅې، د محمد سالم اقدام شاعري يې پخپله موضوع کې ځاى په ځاى کړې ده.  په پاى کې ليکوال له موضوع څخه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له‹5› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، او د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

  164: د محمد طاهر فرهاد ژوند لو فن تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي عبدالطيف په 1388 لمريز کال  د محترم استاد پوهندوى محمد آقا „شېرزاد„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى.  دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹38› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوال د   موضوع سره سم د محمد طاهر فرهاد ټاټوبى، د محمد طاهر فرهاد د ټاټوبي جغرافيائي موقعيت، د محمد طاهر ژوندليک، ادبي هڅې، د محمد طاهر شاعرۍ په باب يې بشپړ معلومات ورکړى دى.   په پاى کې ليکوال له موضوع څخه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له‹6› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، او د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

165: د پير محمد کاروان ژوند ليک او اثار تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي محمد فريد په 1388 لمريز کال د محترم استاد پوهندوى عبدالقاهر خان „ساپي„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى.                                                                                           دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹35› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوال د  موضوع مطابق د پير محمد کاروان ټاټوبى، د پير محمد کاروان ژوندليک، ادبي هڅې او په وروستۍ برخه کې يې د پير محمد کاروان آثارو په باب معلومات ورکړى دى. په پاى کې ليکوال له موضوع څخه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له‹6› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، او د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

166: د بازنامې د لغتونو شننه تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي نور احمد „ايمل„ په 1388 لمريز کال  د محترم استاد پوهندوى پښتون آقا „شېرزاد„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى. دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹46› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوال د  موضوع مطابق د بازنامې د لغتونو په شننه لاس پورې کړى دى.  په پاى کې ليکوال له موضوع څخه يوه لنډه نتيجه ګيري هم کړېده، خو د موضوع په اړوند اخځليکونه د پايليک په پاى کې درج شوي نه دي. 

پایله:

لکه څرنګه چې د دې رسالې نوم د ښوونې او روزنې پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو څانګې د لیکل شویو منوګرافونو معرفي ده، نو په دې کوچنۍ رساله کې هم د ۱۳۸۳ هجری لمریز کال څخه تر ۱۳۸۸ هجري لمریز کال پورې د پښتو څانګې د محصلینو له لوري لیکل شوي منوګرافونه معرفي شوي دي. که د ښوونې او روزنې پوهنتون بشپړتیايي بهیر ته ځیر شو، نود یاد پوهنتون بېلا بېل پړاونو وهلي دي. یانې د ښوونکو د روزنې عالي موسسه، د ښوونکو د روزنې اکاډمي، د کابل پیداګوژي انستیتیوت، اوبالاخره د ښوونې او روزنې پوهنتون یې اوسنی بشپړتیايي پړاو دی، چې همدا اوس په دې نامه یادیږي. همداراز د دې پوهنتون پښتو څانګې هم بېلابېل پړاونه لیدلي او په دې څانګه کې مختلفو استادانو د چارو بهیر پرمخ وړی دی. ډېرو محصلینو له دې پوهنتون څخه د فراغت ویاړ لرلای دی. خو دا چې لما سره پوره، کره او باوري لاسوندونه نه و، نو یوازې مې د تېرو شااوخوا شپږو کلونو په بهیر کې د لیکل شویو منوګرافونو معرفي کړې ده. دغه لیکل شوي منوګرافونه مې د کلونو په ترتیب سره داسې معرفي کړي دي، چې نوموړې موضوع په کوم کال، د چالخوا، د چا تر لارښوونې لاندې او کوم موضوعات پکې راغلي دي. هر مونو ګراف ځانګړي موضوعات لري او د موضوع په څېړلو کې لا زیاتې هڅې لازمې دي. خو په یوشمېر منوګرافونو کې تکراري مو ضوعات هم راغلي دي. په پای کې زما هیله له ټولو محصلینو څخه دا ده، چې د مبتذلو او تکراري موضوعاتو څخه ډډه وکړي، څو د ژبې او ادب په ډګر کې ابتکاري او نوښتي څېړنې لوستونکو ته وړ اندې کړي.

په درنښت

تهمینه "رحماني"

  اخځلیکونه:   ۱ - خاکسار عبدالحکیم، په افغانستان کې د ښوونکو د ښوونې د لوړو موسسو تاریخچه او د کابل پیداګوژي انستتیوت عمومي کتلاک، دانش خپرنځی، ۱۳۸۹ لمریز کال. ۲ - فضلي فضل الحق د  ښوونې او روزنې پوهنتون په علمي شورا کې د ‌ژبو او اد بیاتو پوهنځي کزارش، انوشه مجله، ۱۳۸۳ لمریز کال لمړۍ ګڼه.                                                          

+ليكل شوى لخوا د خموش په 90/10/08 او كړۍ 19:14 |
  66: د فضل ولي ناګار ژوند او شاعري تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي هدايت الله „حميدي„ په 1386 لمريز کال دمحترم استاد پوهنمل نفس ګل „شريفي„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى.  دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹30› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوال د موضوع مطابق په ترتيب سره د فضل ولي ناګارژوند ليک او شاعري، د فضل ولي ناګارپه اشعارو کې هنري او ادبي اړخ، د فضل ولي ناګار ملي او حماسي اشعار، د فضل ولي ناګار تصوفي اشعار، د فضل ولي ناګار د اشعارو د فورم برخه يې پخپله موضوع کې ځاي په ځاى کړي دي.  په پاى کې ليکوال له موضوع څخه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له ‹5› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، چې د اثر په پاى کې يې د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

67: د شهرت ننګيال ژوند او آثار تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک آغلې فوزيې „جليلي„په 1386 لمريز کال د محترم استاد پوهندوى پښتون آقا „شېرزاد„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى. دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹38› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوالې د موضوع مطابق په ترتيب سره عناوين لکه : د شهرت ننګيال د ژورناليستيکي ژوند هنداره، د شهرت ننګيال د ژورناليستيکي مرکزونو پېژندنه، د شهرت ننګيال چاپ شوي آثار او په وروستۍ برخه کې يې د شهرت ننګيال نثري نمونې راوړي دي.په پاى کې ليکوالې له موضوع څخه يوه لنډه پايله هم راوړې ده. د موضوع په راټولولو کې يې له‹5› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، چې د اثر په پاى کې يې د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

68: د محمد زبير شفيقي ليکوالي تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي عبدالشکور„عزيزي„ په 1386 لمريز کال د محترم استاد پوهنيار الکوزي „تايب„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى.  دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹41› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوال د موضوع مطابق په ترتيب سره د محمد زبيرشفيق ژوند ليک، د محمد زبير شفيق آثار، د محمد زبير شفيق ژباړې او په وروستۍ برخه کې يې د محمد زبير شفيق اشعار يې پخپله موضوع کې ځاى په ځاى کړي دي.                                       په پاى کې ليکوال له موضوع څخه يوه لنډه پايله هم راوړې ده. د موضوع په راټولولو کې يې له ‹6› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، چې د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

69: د نصرالله حافظ ژوند ليک او اشعار تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي محمد قاسم په 1386 لمريز کال د محترم استاد پوهنمل نظيفه „اخلاص„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹37› پاڼو کې ليکل شوى دى. ليکوال د موضوع مطابق په ترتيب سره د نصرالله حافظ ژوند ليک، شعري ځانګړنې، د ليکوال او شاعرانو آندونه، د نصرالله حافظ چاپ او ناچاپ آثار او په پاى کې يې د نصرالله حافظ د پنځونو بېلګې هم پخپله موضوع کې راوړي دي. په پاى کې ليکوال له موضوع څخه يوه لنډه پايله هم راوړې ده. د موضوع په راټولولو کې يې له ‹7› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، چې د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

70: په پښتو ادبياتو کې ناول تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي محمد عابد„عاطفي په 1386 لمريز کال د محترم استاد پوهندوى عبدالقاهر خان „ساپي„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى.  دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹34› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوال د موضوع مطابق په پښتو ادبياتو کې ناول په باب معلومات راوړي او په بله برخه کې يې د بېلګې په ډول ځينې ناولونه هم راوړي دي.  په پاى کې ليکوال له موضوع څخه يوه لنډه نتيجه ګيري کړېده. د اثرد موادو په راټولولو کې يې له ‹7› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، چې په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

  71: د پوهاند رازقي نړيوال ژوند ليک او اثار: تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي محمد جاوېد کليوال „ژمن„ په 1386 لمريز کال د محترم استاد پوهنيار هوسانوري„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى. دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹37› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوال د موضوع مطابق په ترتيب سره د پوهاند رازقي ژوند ليک، د پوهاند زده کړې، د پوهاند دندې، د پوهاند رازقي ادبي او کلتوري فعاليت، د پوهاند رازقي آثار، د لرغوني کابل فرهنګي څېره په وروستۍ برخه کې يې د افغانستان د سيندونو په باب معلومات راغونډ کړي دي. په پاې کې ليکوال له موضوع څخه يوه لنډه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په  راټولولو کې يې له ‹8› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، چې د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

72: د څېړنپوه علي محمد منګل فولکلوري هڅې تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي عبدالاحد „منګل„ په 1386 لمريز کال د محترم استاد پوهنمل نظيفه „اخلاص„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى.                                                                                                  دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹58› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوال د موضوع مطابق په ترتيب سره د پښتني فولکلور شاليد، د علي محمد منګل پېژندنه، د علي محمد منګل زوکړه، زده کړه، د علي محمد منګل رسمي دندې، د منګل علمي چارې، د فولکلور په باب معلومات اود شفاهي او تحريري فولکلوري آثارو په هکله يې بشپړ معلومات راوړي دي. په پاى کې ليکوال له موضوع څخه يوه لنډه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له ‹22› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، چې د اثر په پاى کې يې د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

73: د سرمحقق محمد اکبر معتمد ژوند ليک او آثار تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي محمد خالد په 1386 لمريز کال د محترم استاد پوهنيار غلام محمد تر لارښوونې لاندې ليکلى دى. دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹27› پاڼو کې ليکل شوى دى. ليکوال د موضوع مطابق په ترتيب سره د سرمحقق پېژندنه، د سرمحقق ژوند ليک، د محقق سيمه ئيزماموريتونه، د سرمحقق محمد اکبر معتمد وفات، د سرمحقق آثار، د محقق اشعار، نثري نمونې، د محقق محمد اکبر ليکلي کتابونه، ليکلې مقالې او په وروستۍ برخه کې يې د سرمحقق محمد اکبر د ژباړو په باب بشپړ معلومات ورکړى دى. په پاى کې ليکوال له موضوع څخه يوه لنډه پايله هم راوړې ده. د اثر د موادو په راټولولو کې يې له ‹7› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، چې په پاى کې يې د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

74: د علم ګل سحر ژوند او ليکوالي تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک آغلې خاطرې„شينوارې„ په 1386 لمريز کال د محترم استاد پوهنمل جمشېد „رشيدي„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى.                                                                                                           دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹55› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوالې د موضوع مطابق په ترتيب سره د علم ګل سحر ژوندليک، شاعري، چاپ شوي آثار او په وروستۍ برخه کې يې د علم ګل سحر شعري ټولګو څخه ځينې نمونې راوړي دي. په پاى کې ليکوالې د موضوع څخه پايله هم راوړې ده. د موضوع په راټولولو کې يې له ‹7› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، چې د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

75: په لنډيو کې د ګودر انعکاس تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي عبدالباسط „غياثي„ په 1386 لمريز کال د محترم استاد پوهنيار غلام محمد تر لارښوونې لاندې ليکلى دى. دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹35› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوال د موضوع مطابق په ترتيب سره لنډۍ، د لنډۍ پېژندنه، ګودر، په افريدو کې ګودر، د لنډو معنوي او حماسي انځور او په وروستۍ برخه کې د بېلګې په ډول ځينې لنډۍ هم راوړي دي.                                                                                              په پاى کې ليکوال له موضوع څخه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له ‹5› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، چې د اثر په پاى کې يې د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

76: د سرڅېړونکي د مرستيال نصرالله زرمتي شپږ مقالې تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې  پايليک ښاغلي تاج محمد „رحيمي„ په 1386 لمريز کال د محترم استاد پوهنمل عبدالقدير „خموش„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى.                                                                                                     دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹64› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوال د موضوع مطابق په ترتيب سره د نصرالله زرمتي ژوند ليک، د نصرالله زرمتي شپږ مقالې، د رحمان بابا ژوندليک، د غني خان خيالات او افکارو ته يوه لنډه کتنه او نور اړونده مسايل يې پکې ځاى په ځاى کړي دي.  د موضوع په پاى کې ليکوال يوه لنډه نتيجه ګيري هم راوړي ده. د موضوع په راټولولو کې يې له ‹6› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، چې د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالى د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

77: د سيد جمال الدين افغان نړۍ ليد  تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي نجيب الله امين „امرخېل„ په 1386 لمريز کال د محترم استاد پوهنيار الکوزي „تايب„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى. دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹27› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوال د موضوع مطابق په ترتيب سره د سيد جمال الدين افغان پېژندګلوي، په شرق کې د سياسي ګوندونو په باب د سيد نظريه، د سيد جمال الدين فلسفه، په روسيه کې د سيد ژوند او فعاليت او نورو اړونده موضوعاتو باندې معلومات ورکړى دى. په پاى کې ليکوال له موضوع څخه يوه لنډه پايله هم راوړې ده. د موضوع په راټولولو کې يېله ‹7› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، چې د اثر په پاى کې يې  د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.     

      78: د اشرف خان خټک په اشعارو کې معنوي ښايستونه تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک آغلې مرضيې په 1386 لمريز کال د محترم استاد پوهنيار صحرا „عليزى„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى.  دا مونوګراف د سريزې په شمول په „36„ پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوالې د موضوع مطابق په ترتيب سره د اشرف خان خټک ژوند ليک، د اشرف خان خټک شاعري، د اشرف خان خټک اولادونه، بديع او د بديع تعريف، د بيان تعريف، او په وروستۍ برخه کې يې د اشرف خان خټک په اشعارو کې معنوي ښايستونه په ګوته کړي دي. په پاى کې ليکوالې له موضوع څخه يوه لنډه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له ‹6› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، چې د اثر په پاى کې يې د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

79: پښتانه په هند کې تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي مصطفى په 1386 لمريز کال د محترم استاد پوهندوى پښتون آقا„ شېرزاد„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى. دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹34 پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوال د موضوع مطابق په ترتيب سره: په اسلامي عصر کې هند ته د پښتنو دور، پښتانه ولې او څنګه هندوستان په تلل؟ هندوستاني پښتانه او پښتو ژبه، قطب الدين بختيار کاکى، د لوديانو عروج او نزول او همدا راز ځينې نور هغه مسايل چې د هندي پښتنو پورې اړه لري راوړي دي. په پاى کې ليکوال له موضوع څخه يوه لنډه نتيجه ګيري هم راوړې ده. د موضوع په راټولولو کې يې له ‹5› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، چې د اثر په پاى کې يې د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي. 

  80: د وردګو ولايت نوميالي ليکوالان تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي محب الله صميم „وردګ„ په 1386 لمريز کال د محترم استاد پوهنمل عبدالقدير „خموش„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى. دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹40› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوال د موضوع مطابق په ترتيب سره د وردګ ولايت نوميالي ليکوالان معرفي کړي دي لکه: حبيب الله رفيع، عبدالجليل واجدي، محمد زبير شفيقي، شهرت ننګيال، ګلجان ورور وردګ، احسان الله ارينزى، محمد ارسلان سليمي او نور... په پاى کې ليکوال له موضوع څخه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له ‹8› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، چې د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

81: د محمد آصف صميم ژوند او ليکوالي تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک آغلې ملکې „مشتري„ په 1386 لمريز کال د محترم استاد پوهنيار صحرا „عليزى„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى.     دا مونوګراف د سريزې په شمول په‹34› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوالې د موضوع مطابق په ترتيب سره د محمد آصف صميم ژوند ليک، ژورناليستيکي او مطبوعاتي هڅې، د محمد آصف صميم آثار، د محمد آصف د نثرونو بېلګې او په وروستۍ برخه کې يې د محمد آصف صميم د نثر ځانګړنې په ډاګه کړي دي. په په پاى کې ليکوالې له موضوع څخه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له ‹6› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، چې د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

  82: د پېچ د درې پښتني دودونه  ترپورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي سيد منيرالدين„ساپي„ په 1386 لمريز کال د محترم استاد پوهنيارالکوزي„ تايب„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى.                                                                                                         دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹35› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوال د موضوع مطابق په ترتيب سره د پېچ د درې ځينې دودونه لکه : د کوژدې دود،د واده دود، د نکريزو شپه، د ناوې جوړول، نکاح او نور .... راوړي دي.  په پاى کې ليکوال له موضوع څخه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له ‹8› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، چې د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

83: د احمد شاه بابا په ديوان کې معنوي صنايع تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي محمد وصيل „وردګ„ په 1386 لمريز کال د محترم استاد پوهنيار صحرا „عليزى„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى. دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹39› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوال د  موضوع مطابق په ترتيب سره د احمد شاه بابا پېژندنه، د احمد شاه بابا شاعري، د احمد شاه بابا سبک او ادبي نظريات او په وروستۍ برخه کې يې د احمد شاه بابا په ديوان کې معنوي صنايع په ګوته کړي دي. په پاى کې ليکوال له موضوع څخه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له ‹8› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، چې د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

84: د رحمت شاه سايل په اشعارو کې معنوي او لفظي ښايستونه  تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي محمد شفيق „هيواد پال„  په 1386 لمريز کال د محترم استاد پوهنمل محمد آقا „شېرزاد„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى.  دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹40› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوال د موضوع  مطابق په ترتيب سره د رحمت شاه سايل پېژندنه، شعري ځانګړنې، ادبي نظريات او په وروستۍ برخه کې يې د رحمت شاه سايل په اشعارو کې لفظي او معنوي ښايستونه په ګوته کړي دي.                                                                                    په پاى کې ليکوال له موضوع څخه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له ‹5› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، چې د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

85: د پير محمد کاروان په اشعارو کې بديعي ښکلاوې تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک آغلې عاقلې „سادات„ په  1386 لمريز کال د محترم استاد پوهنمل محمد آقا „شېرزاد„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى. دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹35› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوالې د موضوع  مطابق په ترتيب سره د پير محمد کاروان ژوند ليک، ادبي نظريات، شعري ځانګړنې او په پاى کې يې د پير محمد کاروان په اشعارو کې بديعي ښکلاوې په ګوته کړي دي. په پاى کې ليکوالې له موضوع څخه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له ‹5› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، چې د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي. 86

: د پښتو ژبې د هنري نثر پيل او پايښت تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي عبدالسلام „شيراني„ په1386 لمريز کال د محترم استاد پوهندوى عبدالقاهر خان „ساپي„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى. دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹30› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوال د موضوع  مطابق په ترتيب سره د پښتو ژبې په هکله معلومات او وروسته د پښتو ژبې د هنري نثر پيل او پايښت باندې يې بشپړه رڼا اچولې ده.  په پاى کې ليکوال له موضوع څخه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له ‹5› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، چې د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

87: د کاظم خان شيدا په اشعارو کې مؤکده تشبه او د هغې ډولونه تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي صداقت الله „ ريښتينمل„ په1386 لمريز کال د محترم استاد پوهنيار صحرا „عليزى„  تر لارښوونې لاندې ليکلى دى. دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹38› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوال د موضوع  مطابق په ترتيب سره د کاظم خان شيدا ژوند ليک، شعري ځانګړنې ، د بيان په هکله معلومات او وروسته يې د کاظم خان شيدا په اشعارو کې مؤکده تشبه او د هغې ډولونه په ګوته کړي دي. په پاى کې ليکوال له موضوع څخه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له ‹6› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، چې د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

  88: د سليمان لايق ژوند ليک او آثار تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي بهرام الدين„غفاري„ په 1386 لمريز کال د محترم استاد پوهنمل نفس ګل „شريفي„ ترلارښوونې لاندې ليکلى دى.                                                                                                    دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹40› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوال د  موضوع  مطابق په ترتيب سره د سليمان لايق ژوند ليک، زده کړه، ادبي نظريه  شعري ځانګړتياوې او په وروستۍ برخه کې يې د سليمان لايق د اشعارو نمونې هم راوړي دي. په پاى کې ليکوال له موضوع څخه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له ‹6› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، چې د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.                                                                                                  

   89: د حميد بابا په اشعارو کې د تجنيس ډولونه تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک آغلې ذکيه „ ابراهيمي „ په 1386 لمريز کال د محترم استاد پوهنيار صحرا „عليزى„  ترلارښوونې لاندې ليکلى دى.                                                                                                   دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹37› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوالې د موضوع  مطابق په ترتيب سره د حميد بابا ژوند ليک، سبک، شعري ځانګړتياوې، پيروان او په وروستۍ برخه کې يې د حميد بابا په اشعارو کې د تجنيس ډولونه په ګوته کړي دي.  په پاى کې ليکوالې له موضوع څخه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له ‹6› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، چې د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

  90: د عبدالله بختاني خدمتګاره ژوندليک او آثار  تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک آغلې سيما په   1386 لمريز کال د محترم استاد پوهنيار صحرا „عليزى„  ترلارښوونې لاندې ليکلى دى. دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹37› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوالې د  موضوع  مطابق د عبدالله بختاني ژوند ليک، ادبي هڅې او د عبدالله بختاني د آثارو معرفي يې په تفصيلي بڼه راوړي دي.   په پاى کې ليکوالې له موضوع څخه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له ‹5› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، چې د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي. 

91: د پښتو په کلاسيک ادب کې د ويرنو انعکاس تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي محمد ګل „ احمدي„ په1386 لمريز کال د محترم استاد پوهنمل نظيفه „اخلاص„ ترلارښوونې لاندې ليکلى دى.  دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹40› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوال د  موضوع  مطابق د پښتو په کلاسيک ادب کې د ويرنو انعکاس په ډېر ښه ډول انځور کړى دى، د رامنځته کېدو علتونه، د استعمال ځاى، ويرنه څه ته وايي؟ او په وروستۍ برخه کې يې څو ويرنې د بېلګې په ډول راوړي دي.  په پاى کې ليکوال له موضوع څخه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له ‹5› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، چې د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.                                

    92: د سروکو پيدايښت او پايښت تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي غلام سخي„حسن زي„ په1386 لمريز کال د محترم استاد پوهنمل جمشېد „رشيدي„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى.  دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹40› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوال د  موضوع  مطابق د سروکو په باب معلومات لکه: سروکې څه ته وايي؟ د سروکو توپير د ځينو نورو قالبونو سره، په پښتو کې سروکې او په وروستۍ برخه کې يې څو سروکې د بېلګې په ډول راوړي دي. په پاى کې ليکوال له موضوع څخه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له ‹7› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، چې د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

  93: د پښتني جرګو پيدايښت او پايښت تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي دينارګل امين„ سهاند„ په  1386 لمريز کال د محترم استاد پوهنيار غلام محمد تر لارښوونې لاندې ليکلى دى.                                                                                              دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹42› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوال د موضوع  مطابق د پښتني جرګو اصل او ريښه، په پښتنو کې جرګې، د جرګې قوانين اود لومړۍ جرګې څخه راپدېخوا يې دټولو جرګو په باب بشپړ معلومات ورکړى دى. په پاى کې ليکوال له موضوع څخه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له ‹8› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، چې د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

94: د شينوارو د هسکې مېنې د ولسوالۍ ولسي شاعران  تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي محمد افضل خان مياخېل „شينواري„  په1386 لمريز کال د محترم استاد پوهنمل جمشېد „رشيدي„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى. دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹42› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوال د موضوع  مطابق لومړى د شينوارو د سيمې جغرافيائ موقعيت او وروسته يې په ترتيب سره د شينوارو د هسکې مېنې د ولسوالئ ولسي شاعران معرفي کړي دي.   په پاى کې ليکوال له موضوع څخه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له ‹8› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، چې د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

  95: سيمه ئيزې لوبې تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي رفيع الله „صديقي „ په 1386 لمريز کال د محترم استاد پوهنيار عبدالرقيب „قديري„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى. دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹38› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوال موضوع  مطابق ټولې هغه سيمه ئيزې لوبې چې په مروجې دي په تفصيلي بڼه راوړي دي.      په پاى کې ليکوال له موضوع څخه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له ‹10› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، چې د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.                          

     96: پښتو ترانې تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک آغلې پلوشې „غني„ په 1386 لمريز کال د محترم استاد پوهنيارالکوزي„ تايب„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى. دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹30› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوالې د موضوع مطابق د پښتو ترانې په ترتيب سره راوړي دي او د منځته راتګ په باب يې بشپړ معلومات ورکړى دى. په پاى کې ليکوالې له موضوع څخه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له ‹8› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، چې د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.                                                                                                                                                                                                                           97: د شرر„ ساپي „ ژوند او شاعري تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي محمد قسيم „کشاف„ په 1386 لمريز کال د محترم استاد پوهنيارالکوزي„ تايب„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى.  دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹38› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوال د موضوع مطابق په ترتيب سره د شرر ساپي زوکړه، زده کړه، ژوند ليک، ادبي هڅې، ليکل شوي آثار او په وروستۍ برخه کې يې د شرر ساپي د اشعارو څو بېلګې هم راوړي دي.      په پاى کې ليکوال له موضوع څخه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له ‹5› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، چې د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.                  

                  98: د جرګې او مرکې توپير تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي صفت الله „پيارو خېل„ په 1387 لمريز کال دمحترم استاد پوهنمل نفس ګل „شريفي„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى.    دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹45› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوال د  موضوع مطابق په ترتيب سره جرګه او مرکه، د جرګې او مرکې ارزښت، د جرګې او مرکې د ارزښت يادونه، د جرګې او مرکې توپير، د جرګې ډولونه، د مرکې ډولونه يې په تفصيلي بڼه څېړلي دي. په پاى کې ليکوال له موضوع څخه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له ‹5› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، چې د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

99: په پښتو کې لنډه کيسه تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي عبدالرزاق په 1387 لمريز کال دمحترم استاد پوهندوې پښتون آقا „شېرزاد„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى. دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹36› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوال د موضوع مطابق د لنډې کيسې تعريفونه، د لنډې کيسې جوړښت، د لنډې کيسې ارزښت، د لنډې کيسې پيلامه او په وروستى برخه کې يې د لنډې کيسې او ناول تر منځه توپير په ډاګه کړى دى.  په پاى کې ليکوال له موضوع څخه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له ‹10› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، چې د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

100: د کاتب پاڅون د طنز ليکنې ځانګړنې  تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک آغلې آمنې „اکا„ په 1387 لمريز کال دمحترم استاد پوهندوې محمد آقا „شېرزاد„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى.                                                                                                             دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹53› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوالې د موضوع مطابق د طنز په باب د پوهانو څرګندونې، د طنز ډولونه، د کاتب پاڅون د طنز ليکنې ځانګړنې او د کاتب پاڅون د طنز بېلګې يې په ترتيب سره راوړي دي. په په پاى کې ليکوالې له موضوع څخه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له ‹17› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، چې د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

101: د محمد موسى شفيق ژوند ، شاعري او ليکوالي تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي ذاهدالله „جواد„ په 1387 لمريز کال دمحترم استاد پوهندوې پښتون آقا „شېرزاد„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى.                                                                                      دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹38› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوال د موضوع مطابق د محمد موسى شفيق ټاټوبى، د محمد موسى شفيق د ټاټوبي جغرافيائ موقعيت، د محمد موسى شفيق ژوندليک، شاعري، او په وروستۍ برخه کې يې د محمد موسى شفيق د اشعارو بېلګې هم راوړي دي.  په په پاى کې ليکوال له موضوع څخه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له ‹5› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، چې د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

102: د عبدالواجد واجد مقالې  تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي محمد عباس فدائي  „ستانکزي„ په1387 لمريز کال دمحترم استاد پوهندوې عبدالقاهر خان „ساپي„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى.  دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹56› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوال د موضوع مطابق د عبدالواجد واجد پېژندنه، د عبدالواجد واجد ژوند ليک، ادبي هڅې، د عبدالواجد واجد شپږمقالې يې په تفصيلي بڼه څېړلي دي. عبدالواجد واجد په شپږو مختلفو موضوعاتو مقالې ليکلي دي، چې ليکوال په نوموړو شپږو مقالو خپل د ليسانس د دورې پايليک بشپړ کړى دى.                                                                                                                        په پاى کې ليکوال له موضوع څخه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له ‹6› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، او د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

  103: ادبيات د اسلام له نظره  تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي اسدالله„کاڼي„ په 1387 لمريز کال دمحترم استاد پوهنيار الکوزي „تايب„ ترلارښوونې لاندې ليکلى دى.                                                                                                                           دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹57› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوال د موضوع مطابق ادبيات د اسلام له نظره، د ادب لغوي مانا، د ادب اصطلاحي مانا،د اسلام د لفظ مانا، د اسلام ګټې، د اسلام تړاو د ادبياتو سره او په وروستۍ برخه کې يې د پيغمبر (ص) پر ادبياتو بحث کړى دى. په پاى کې ليکوال له موضوع څخه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له ‹7› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، او د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

104: د پښتو لنډۍ د محتوا له پلوه تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک آغلې رازقې په1387 لمريز کال دمحترم استاد پوهندوې عبدالقاهر خان „ساپي„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى.  دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹30› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوالې د  موضوع مطابق لنډۍ، د لنډۍ ادبي او معنوي وېش،د ستاينې لنډۍ،د غم او اندوه لنډۍ،عشقي لنډۍ، حماسي لنډۍ، تاريخي لنډۍ، اجتماعي لنډيو په باب يې بشپړ معلومات ورکړي او په وروستۍ برخه کې يې د بېلګې په ډول څو لنډۍ راوړي دي.  په پاى کې ليکوالې له موضوع څخه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له ‹5› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، او د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

105: د خوشال فرهنګ تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي عزت الله „سهاند„ په 1387 لمريز کال دمحترم استاد پوهندوې محمد آقا „شېرزاد„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى.  دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹56› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوال د موضوع مطابق د خوشال فرهنګ د لغاتو په څېړنه لاس پورې کړى دى، او په واضحه بڼه يې څېړلي دي.  په پاى کې ليکوال له موضوع څخه نتيجه ګيري هم کړېده، خو د موضوع په اړوند اخځليکونه د پاى ليک په پاى کې درج شوي نه دي.

106: د خوشال خان خټک او رحمان بابا په اشعارو کې پرتليزه مطالعه تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک آغلې نظيفه ډيوې „خلازائي„ په 1387لمريز کال د محترم استاد پوهنيار صحرا „عليزى„  ترلارښوونې لاندې ليکلى دى.                                                                                                دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹40› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوالې د موضوع مطابق لومړى د خوشال خان خټک لنډه پېژندنه، د خوشال خټک شاعري، د خوشال خټک د اشعارو سبک، د خوشال خټک آثار او وروسته يې د رحمان بابا لنډه پېژندنه، د رحمان بابا شاعري، د رحمان بابا د اشعارو سبک او د رحمان بابا د آثارو په هکله يې بشپړ معلومات ورکړى دى.  په پاى کې ليکوالې له موضوع څخه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له ‹8› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، او د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

107: د عاشق الله فرياد ژوند ليک او آثار تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک آغلې سامعې „ثناء„ په 1387 لمريز کال دمحترم استاد پوهندوې پښتون آقا „شېرزاد„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى. دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹42› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوالې د موضوع سره سم د عاشق الله فرياد ژوندليک، د عاشق الله فرياد چاپ او ناچاپ آثار، د عاشق الله فرياد د شعر خصوصيات، د عاشق الله فرياد د کلام بېلګې په نظمي او نثري برخو کې لکه غزل، داستان،چاربيتې او نور... يې په تفصيلي بڼه څېړلي دي.په پاى کې ليکوالې له موضوع څخه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له ‹5› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، او د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي. 

108: د ويښ زلميانو جميعت او د هغوي ادبي فعاليتونه  تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي محمد خالد ګلزار „وردګ„ په 1387 لمريز کال دمحترم استاد پوهندوې پښتون آقا „شېرزاد„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى.  دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹43› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوال د موضوع سره سم د ويښ زلميانوجميعت، لومړۍ مرامنامه، موسسين، په پښتو ادب کې د ويښ زلميانوغورځنګ او د ويښ زلميانو په جميعت کې ګډون کوونکي لکه: ګل پاچا الفت،عبدالرؤف بينوا، قيام الدين خادم، صديق الله ريښتين او نور...  يې په لنډ ډول معرفي کړي دي.  په پاى کې ليکوال له موضوع څخه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له‹6› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، او د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

109: د پښتو ډرامې پيلامه او جوړښت تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي محمد داؤد „ستانکزي„ په 1387 لمريز کال دمحترم استاد پوهندوې پښتون آقا „شېرزاد„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى.  دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹34› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوال د موضوع سره سم د ډرامې لغوي او اصطلاحي پېژندنه، د ډرامې ډولونه، د استاد حبيب الله رفيع له نظره ډرامه، په پښتونخوا کې ډرامه او د ډرامې په باب يې مختلف معلوماتونه راوړي دي. په پاى کې ليکوال له موضوع څخه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له‹6› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، او د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

  110: په پښتو ژبه د عربي ژبې اغېز  تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي حبيب الله „شينواري„ په  1387 لمريز کال دمحترم استاد پوهندوې محمد آقا „شېرزاد„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى.                                                                                                         دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹39› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوال د موضوع سره سم د پښتو ژبې اصل او ريښه، د عربي ژبې ريښه، عربي ژبه، ګړدودونه، ليکدود او په وروستۍ برخه کې يې په پښتو ژبه د عربي ژبې د اغېزو په هکله بشپړ معلومات ورکړى دى.  په پاى کې ليکوال له موضوع څخه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له‹8› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، او د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

111: د محمد حسن حقيار ليکوالي او شاعري تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک آغلې ريتا„ صالحي„ په 1387 لمريز کال دمحترم استاد پوهندوې پښتون آقا „شېرزاد„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى.  دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹47› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوالې د موضوع مطابق د محمد حسن حقيار د زېږېدو ځاى جغرافيائي موقعيت، د محمد حسن حقيارزوکړه ، د حقيارزده کړه، د حقيار هجرت، د محمد حسن حقياردندې، د محمد حسن حقيارشاعرى ته يوه لنډه کتنه، د محمد حسن حقيارد شاعرۍ څرنګوالى په وروستۍ برخه کې يې د محمد حسن حقيارد منظوم کلام نمونه هم راوړې ده.                                                                                       په پاى کې ليکوالې له موضوع څخه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له‹5› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، او د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

112: د کاظم خان شيدا او علي خان مامنزي په اشعارو کې خط او خال ته ځيرنه تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي شفيق الله„ګړنګ„ په 1387 لمريز کال دمحترم استاد پوهندوې پښتون آقا „شېرزاد„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى.                                                                                           دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹56› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوال د موضوع سره سم د علي خان اشنغري ژوند پيښې، د کاظم خان شيدا ژوند پيښې او ژوندليک، د علي خان او کاظم خان شيدا د سبک نږديوالى او په وروستۍ برخه کې يې د هندي سبک ځانګړنې راوړي دي.  په پاى کې ليکوال له موضوع څخه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له‹6› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، او د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

113: د خان آباد د خلکو د واده سندرې                         تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک آغلې رابعې „اقتاش„ په 1387 لمريز کال د محترم استاد پوهنيار غلام محمد تر لارښوونې لاندې ليکلى دى. دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹46› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوالې د موضوع سره سم د کندز ولايت پېژندنه، د خان آباد د نحرونو ستاينه په يو شعر کې، د پښتو شفاهي ادبيات، د پښتو شفاهي سندرو(د منظوم ادب ډولونه) يې په تفصيلي بڼه راوړي دي.  په پاى کې ليکوالې له موضوع څخه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له‹5› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، او د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي. 

  114: د پښتو ژبې د معياري کېدو اړتيا   تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي محمد حبيب رشيدي „هوتک„ په1387 لمريز کال د محترم استاد پوهنمل عبدالقدير „خموش„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى. دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹41› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوال د موضوع مطابق موضوعات لکه: ژبه، د ژبې مبداء،معياري پښتو، د پښتو ليکدود د پرون او نن په اساس، د پښتو سوچه توب پرپيچومو، د مجهولې (ى) لانجه، د(و) لانجه، د (په ) او (پر) استعمال، او په وروستۍ برخه کې يې د (له) او (د) د استعمال په باب بشپړ معلومات ورکړى دى. په پاى کې ليکوال له موضوع څخه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له‹41› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، او د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

115: د خوست ولايت ولسي شاعران   تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي ميرزا ګل „ساپي„ په 1387 لمريز کال د محترم استاد پوهنيار الکوزي „تايب„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى. دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹25› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوال د موضوع سره سم موضوعات لکه : د خوست فرهنګي تالار کې د مېرزا ګل شعر، د خوست ولايت ولسي شاعران ، د خوست ولايت د ولسي شاعرانو څخه عبدالله، د عبدالله د ژوند خوږې او ترخې خاطرې، د خوست ولايت ولسي شاعرانو څخه سيد احمد ګيله مند او د سيد احمد ګيله مند د شعر نمونه يې پخپله موضوع کې راوړي ده. په پاى کې ليکوال له موضوع څخه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له‹4› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، او د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

116: د محمد زرين انځور مقالې تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي عبدالقدوس عمري „وردګ„ په 1387 لمريز کال د محترم استاد پوهنيار غلام محمد تر لارښوونې لاندې ليکلى دى.  دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹65› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوال د موضوع مطابق د محمد زرين انځور پېژندنه، د محمد زرين انځور مقالې، په معاصرشعرکې د ښکلا نوي اړخونه، پر پښتو شعر د هندي ادبي مکتب اغېز او په وروستۍ برخه کې د ننګيال سيورى د ننګيال په هيواد کې تر عنوان لاندې موضوع تر بحث لاندې نيولې ده.  په پاى کې ليکوال له موضوع څخه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له‹6› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، او د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

117: د علامه اقبال لاهوري ژوند ليک، آثار او ليکنې تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي رحمت الله „کاکړ„ په 1387 لمريز کال د محترم استاد پوهندوى ميرا جان „غوربندي„تر لارښوونې لاندې ليکلى دى     دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹36› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوال د موضوع سره سم د علامه اقبال لاهوري ژوند ليک، د اقبال لاهوري زده کړه، د علامه آثار،د علامه اقبال لاهوري منظوم آثار، د اقبال لاهوري منثورآثار، د علامه اقبال شعر او شاعري، د افغانستان په لور د علامه اقبال لاهوري سفر او په وروستۍ برخه کې يې د علامه اقبال لاهوري مړينې په باب بشپړ معلومات ورکړى دى.   په پاى کې ليکوال له موضوع څخه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له‹9› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، او د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

118: د سعدالدين شپون ژوند ليک او آثار تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک آغلې هوا „ترک„ په 1387 لمريز کال د محترم استاد پوهندوى ميرا جان „غوربندي„تر لارښوونې لاندې ليکلى دى.   دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹31› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوالې د موضوع سره سم د سعدالدين شپوه پېژندنه، د سعدالدين شپون سفر امريکا ته، د شپون ژوند په پېښور کې، د سعدالدين شپون خپل نظر او عمل او په وروستۍ برخه کې يې د سعدالدين شپون د اثارو په باب بشپړ معلومات ورکړى دى.  په پاى کې ليکوالې له موضوع څخه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له‹7› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، او د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

  119: د نواب محبت خان په ديوان کې مقيده او مؤصله قافيه  تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک آغلې ناهيدې„نوري„ په 1387 لمريز کال د محترم استاد پوهندوى جمشېد „رشيدي„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى.   دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹63› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوالې د موضوع مطابق د نواب محبت خان ژوند ليک، د نواب زده کړه، د نواب آثار، د قافيې په باب معلومات، آزاد شعر، دور، رديف، دقافيې کلمې، د قافيې آوازونه او په وروستې برخه کې يې د نواب محبت خان په ديوان کې مقيده او مؤصله قافيه په ګوته کړېده. په پاى کې ليکوالې له موضوع څخه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له‹7› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، او د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

120: د الفت د اشعارو ټولنيز اړخ تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي عبدالقدير „نيازي„ په 1387 لمريز کال د محترم استاد پوهندوى محمود „ساپي„ تر لارښوونې لآندې ليکلى دى.                                                                                                           دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹55› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوال د موضوع مطابق د الفت ژوند ليک، د الفت ليکوالي،ليکوال د نورو له نظره، د الفت د آثارو ځانګړنې، د الفت صاحب د آثارو معرفي او په وروستۍ برخه کې يې د الفت په اشعارو کې ټولنيز اړخ په واضحه بڼه څېړلى دى.  په پاى کې ليکوال له موضوع څخه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له‹4› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، او د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

121: د عزيز نسين د طنز ليکنو ځانګړنې تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي محمد طاهر „احمدزي„ په 1387 لمريز کال د محترم استاد پوهندوى ميرا جان „غوربندي„تر لارښوونې لاندې ليکلى دى.                                                                                            دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹50› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوال د موضوع مطابق د عزيز نسين ژوند ليک، د نسين آثار، د عزيز نسين طنزي بېلګه، دنسين شعري بېلګه، د طنز لغوي او اصطلاحي پېژندنه، د طنز ليکنې موخه او په وروستۍ برخه کې يې د طنز په ډولونو بحث کړى دى. په پاى کې ليکوال له موضوع څخه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له‹13› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، او د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

122: د استاد سعدالدين شپون لنډ ژوند ليک او مقالې تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي محمد ايوب „اميرزي„ په 1387 لمريز کال د محترم استاد پوهنيارهوسا „نوري„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى. دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹42› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوال د موضوع مطابق د سعدالدين شپون ژوندليک،د شپون دندې او سفرونه، د شپون آثار، د هنر ماهيت،د پښتو معاصر شعر ته يوه لنډه کتنه او په وروستۍ برخه کې يې د اجتماع عالم او علمي ميتود په هکله معلومات ورکړى دى. په پاى کې ليکوال له موضوع څخه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له‹7› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، او د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

123: د رومانتيزم نړيوال ادبي ښوونځي ځانګړنې  تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک آغلې پښتنې „عاطفي„ په 1387 لمريز کال د محترم استاد پوهندوى ميرا جان „غوربندي„تر لارښوونې لاندې ليکلى دى.  دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹27› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوالې د موضوع سره سم د رومانتيزم نړيوال ادبي ښوونځى، د رومانتيزم ادبي ښوونځي پيدايښت او پايښت،د رومانتيزم ادبي ښوونځي ځانګړنې او په وروستۍ برخه کې يې د رومانتيزم نړيوال ادبي ښوونځي د بنسټ ايښودونکو په باب بشپړ معلومات ورکړى دى. په پاى کې ليکوالې له موضوع څخه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له‹7› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، او د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي. 

124: د لرغوني او منځنۍ دورې په پرمختيائي خوځښت کې د ښځو ونډه تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک آغلې انيسې „حنيفي„ په1387 لمريز کال دمحترم استاد پوهندوې پښتون آقا „شېرزاد„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى.                                                                                                    دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹34› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوالې د موضوع مطابق لومړى د لرغوني او منځنۍ دورې په پرمختيائي خوځښت کې د ښځو پر ونډه رڼا اچولې ، او وروسته يې هغه مېرمنې چې پدې خوځښت کې يې لوى لاس درلود راپېژندلي دي لکه: زرغونه کاکړه، رابعه، مېرمن نېکبخته، شهزادګلۍ، توتيا خټکه، حليمه حافظه، مېرمن نازو آنا، بي بي زينب، رابيه، خروټې او نور...                                                                                  په پاى کې ليکوالې له موضوع څخه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له‹5› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، او د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

125: د تګاب ولسوالۍ ولسي شاعران   تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي فريدالله„همت„ په  1387 لمريز کال د محترم استاد پوهنيار الکوزي „تايب„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى.  دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹29› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوال د   موضوع مطابق په ترتيب سره د تګاب ولسوالۍ لنډه پېژندنه، ولسي ادب، د تګاب ولسوالۍ ولسي شاعران لکه: استاد عبدالقدوس، لونګ سيرت، ملا ثناګل، الحاج مولانا محب الله فاني ، نصرالله حامد، جمال الدين سنګيار او ځينې نور شاعران يې په بشپړ ډول معرفي کړي دي.    په پاى کې ليکوال له موضوع څخه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له‹7› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، او د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

126: د بغلان ولايت د نوي ښار ولسي شاعران تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي عبدالبشير „اخند زاده„ په 1387 لمريز کال د محترم استاد پوهنمل نظيفه „ اخلاص„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى.                                                                             دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹41› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوال د  موضوع مطابق لومړى د بغلان ولايت جغرافيائي موقعيت او وروسته يې د بغلان ولايت د نوي ښار ولسي شاعران لکه: محمد ګل فقيري،محمد وسيم مومند، قاري خوشال، احسان الله دروېش، جمعه خان توصيفي، عبدالکريم جاوېد، محمد کريم اديب او ځينې نور شاعران يې معرفي کړي دي.  په پاى کې ليکوال له موضوع څخه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له‹5› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، او د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

127: د خوشال رباعيات د محتوا له مخې تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي سيد مشتبى „نايل„ په 1387 لمريز کال د محترم استاد پوهنمل نظيفه „ اخلاص„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى.                                                                                                           دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹44› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوال د  موضوع سره سم د خوشال خټک ژوندليک، دخوشال خټک آثار، د خوشال خټک سبک او د سبک ځانګړنې، د خوشال خټک اشعارد شکل او محتوا له مخې، رباعي د شکل له مخې، د خوشال خان خټک د رباعي ځانګړنې او په ورستۍ برخه کې يې  رباعيات د محتوا له مخې واضح کړي دي.  په پاى کې ليکوال له موضوع څخه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له‹13› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، او د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي. 

  128: د کاظم خان شيدا په اشعارو کې تصوفي افکار  تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي فضل الرحيم „شهاب„ په1387 لمريز کال د محترم استاد پوهنيار الکوزي „تايب„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى.  دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹34› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوال د موضوع مطابق په ترتيب سره د کاظم خان شيدا لنډه پېژندنه، د تصوف لغوي او اصطلاحي مانا، د تصوف حقيقت، د زوى اړيکې د مرشد سره او په وروستۍ برخه کې يې د کاظم خان شيدا په اشعارو کې د تصوف رنګ په ډاګه کړى دى.   په پاى کې ليکوال له موضوع څخه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له‹7› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، او د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

129: د قاموس ليکنې هدف او اړتياوې تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک آغلې پروين„ساپۍ„ په 1387 لمريز کال د محترم استاد پوهندوى ميرا جان „غوربندي„تر لارښوونې لاندې ليکلى دى. دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹30› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوالې د موضوع سره سم په ترتيب سره لومړى د قاموس په اړه معلومات او وروسته يې د قاموس ليکنې هدف او اړتياوې په ګوته کړي دي. ليکوال د موضوع په باب بشپړ معلومات ورکړى دى.  په پاى کې ليکوالې له موضوع څخه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له‹5› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، او د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

130: د حبيب الله رفيع اوه (7) مقالې تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي شېر محمد „ستانکزي„ په 1387 لمريز کال دمحترم استاد پوهندوې پښتون آقا „شېرزاد„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى.  دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹45› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوال د موضوع مطابق لومړى د حبيب الله رفېع لنډه پېژندنه، دحبيب الله رفېع ليکنې او په بله برخه کې يې د حبيب الله رفې د اوه مقالو په باب بشپړ معلومات راوړي دي.په پاى کې ليکوال له موضوع څخه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له‹8› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، او د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي. 
131: د پښتو په ولسي ادبياتو کې د سروکو ونډه  تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک آغلې نجيبې په 1387 لمريز کال دمحترم استاد پوهندوې محمد آقا „شېرزاد„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى.    دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹37› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوالې د   موضوع مطابق لومړى د پښتو ولسي ادبياتو په باب معلومات راوړى او وروسته يې د پښتو په ولسي ادبياتو کې د سروکو د ونډې په باب بشپړ تفصيلي معلومات ورکړى دى.                                                                                              په پاى کې ليکوالې له موضوع څخه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له‹5› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، او د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

132:  خوشال دخپل شعر په هنداره کې تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي پاچا خان „شاکر„ په 1388 لمريز کال د محترم استاد پوهندوى قاهرخان „ساپي„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى.                                                                                            دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹55› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوال د موضوع سره سم دخوشال خان خټک ژوندليک، ادبي کارونه، د اشعارو ځانګړنې ا و په وروستۍ برخه کې يې د خوشال خان د اشعارو په واسطه يې د خوشال په باب معلومات ورکړى، داچې خوشال خټک په مختلفو برخو کې اشعار ويلي د خپل ژوند هره برخه يې په اشعارو کې انځور کړې ده، نو ليکوال هم د خوشال خان خټک دا ډول اشعار پخپله موضوع کې داخل کړي او څېړلي يې دي.  په پاى کې ليکوال له موضوع څخه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له‹7› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، او د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

133: د سر محقق عبدالله بختاني خدمتګاره پينځه مقالې تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي محمد معروف„سهاند„ په 1388 لمريز کال د محترم استاد پوهنيارهوسا „نوري„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى.  دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹48› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوال د موضوع مطابق لومړى د سرمحقق عبدالله بختاني ژوندليک، ادبي هڅې، ليکل شوي آثار او وروسته يې د عبدالله بختاني پينځه مقالو په باب چې په پينځو مختلفو موضوعاتو ليکل شوي دي بشپړ معلومات راوړى دى. په پاى کې ليکوال له موضوع څخه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له‹6› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، او د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

134: د غوربند د درې دودونه تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي مسجد محمد„صالحي„ په 1388 لمريز کال د محترم استاد پوهندوى قاهرخان „ساپي„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى.                                                                                                    دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹40› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوال د موضوع مطابق لومړى د غوربند د سيمې پېژندنه،جغرافيائي موقعيت او وروسته  يې د غوربند د درې پښتني دودونه په تفصيلي بڼه شرح کړي دي لکه: د واده دود، د جرګې دود، د مرکې دود، د مړينې دود او ځينې نور پښتني دودونه . په پاى کې ليکوال له موضوع څخه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له‹6› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، او د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

135: د پښتو په معاصر شعر کې نوي مفاهيم او انځورونه تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي عبدالجبار„څپاند„ په 1388لمريز کال دمحترم استاد پوهندوې محمد آقا „شېرزاد„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى.                                                                                             دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹35› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوال د موضوع سره سم لومړى د پښتو شعراو د پښتو معاصر شعر په باب معلومات ورکړي او وروسته يې د پښتو معاصر شعر کې نوي مفاهيم او انځورونه يعنې دا چې د له پخوا څخه د پښتو شعر څومره بدلون موندلى په ګوته کړي دي.  په پاى کې ليکوال له موضوع څخه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له‹8› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، او د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

136: په متلونو کې د ټولنيزو مسايلو انځور تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي عنايت الله په 1388 لمريز کال د محترم استاد پوهندوى ميرا جان „غوربندي„تر لارښوونې لاندې ليکلى دى. دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹40› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوال د موضوع سره سم عناوين لکه : متل څه شى دى؟ د متل مختلف تعريفونه، د متل ډولونه، متل د شکل له پلوه، منظوم متلونه، منظوم ډوله مسجع متلونه يې په بشپړ ډول شرح کړي دي، او په وروستۍ برخه کې يېد بېلګې په ډول څو متلونه هم راوړي دي.په پاى کې ليکوال له موضوع څخه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له‹10› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، او د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

137: په پښتو شفاهي ادب کې د هلمند د تاريخي ځايونو انځور  تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک آغلې عزيزې په 1388 لمريزکال د محترم استاد پوهنيار صحرا „عليزى„  ترلارښوونې لاندې ليکلى دى. دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹40› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوالې د موضوع مطابق عناوين لکه: د هلمند ولايت مانا څه ده؟ د هلمند ولايت جغرافيائي موقعيت، د هلمند ولايت اداري تشکيلات، د هلمند په ولايت کې مېشت قومونه، د بوست تاريخي ولايت ، د ساروان کلا، بولان او په وروستۍ برخه کې يې د هلمند سيند په باب معلومات ورکړي دي.  په پاى کې ليکوال له موضوع څخه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له‹14› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، او د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.    

138: د هند تاريخ په پښتو ژباړه  تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي عنايت الرحمان په 1388کال د محترم استاد پوهندوى عبدالقدير „خموش„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى.                                                                                                  ليکوال ياده شوى موضوع (د هند تاريخ) د ارنسټ کمبريج ليکنه پښتو ژبې ته راژباړلې ده، او دا ژباړه يې په ‹80› پاڼو کې بشپړه کړېده. په نوموړې موضوع کې د هنر او هنرمند  او د هند تاريخ په مختلفو هيوادونو کې  عناوينو په پام کې نيولو سره کار شوى دى . ليکوال د هند تاريخ (لومړى ټوک) درې لومړي څپرکي په بشپړ ډول پښتو ژبې ته راژباړلي دي.

139: افغان ادبي بهير تاريخي او ادبي هڅې  تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي احمد جاوېد په 1388 لمريز کال د محترم استاد عبدالقدير „خموش„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى.    دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹40› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوال د موضوع سره سم د افغان ادبي بهير لنډه معرفي، بنسټ ايښودونکي، ادبي کارونه او په وروستۍ برخه کې يې د افغان ادبي بهير تاريخي او ادبي هڅو په باب بشپړ معلومات راوړى دى. په پاى کې ليکوال له موضوع څخه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له‹5› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، او د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

+ليكل شوى لخوا د خموش په 90/10/08 او كړۍ 19:13 |

سريزه

کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون په 1382 لمريز کال پخپل تعليمي نصاب او درسي پروګرام بيا کتنه وکړه او ددې پوهنتون په پنځه ګونو پوهنځيو : (علوم اجتماعي،علوم طبيعي، تربيت بدني ، داخل خدمت روښان، ژبو او ادبياتو ) کې يې  د لومړيو ټولګيو څخه ټولې چارې د کريدت په سيستم تنظيم کړې. وروسته يي داخل خدمت روښان پوهنځي محصلين نورو اړوندو پوهنځيو ته ولېږل شول. په ياده شوې نامه پوهنځى له منځه ولاړ او دوه نور پوهنځي( تعليمات مسلکي او تعليمات اختصاصي ) يو پر بل پسې د پوهنتون په چوکاټ کې تاسيس شول. د تعليمي پلان په اساس „مونوګراف„ د يو مستقل مضمون په حيث په شپږم، اوم او اتم سمستر کې د (7) کريديتونو په شمېر په پام کې ونيول شو. ددې کرېديتونو اخيستل د هر محصل لپاره لازمي کرېدېتونه دي، حتى تر دې کوم محصل چې مونوګراف بشپړ نه کړي فارغ التحصيل نه ګڼل کيږي. په همدې منظور مې يو څو موضوعات د ځان سره لست او د پښتو څانګې امريت ته مې د يوې د ليکلو غوښتنليک وړاندې کړ. د څانګې غبرګون زما د غوښتنليک په اړوند دا شو چې دا سرليکونه تکراري دي او د مخکې فارغ محصلانو له خوا پرې کار شوى دى. داسې کوم مستقل اثر يا د ليکل شوو مونوګرافونو کوم لست هم په څانګه کې شتون نه لاره چې د هغه په کتنه موږ ته تکراري سرليکونه معلوم شوي واى. د شته ستونزې له امله دې ته اړه شوم چې د ښوونې او روزنې پوهنتون ژبو او ادبياتو پوهنځي د فارغانو ليکل شوي مونوګرافونه يو پر بل پسې معرفي کړم. کله چې مې کتابتون او محصلانو مديريت ته مراجعه وکړه دا کار راته ډېر ستونزمن وبرېښېده ، او زما مخې ته يې دوه ستونزې راولاړې کړې: يوه دا چې په هېواد کې د خپل منځي جګړو او ناتار له امله ډېرۍ ليکنې او آثار له خاورو سره خاورې شوي او له منځه تللي وو. دويمه دا چې د ښوونې او روزنې پوهنتون ژبو او ادبياتو پوهنځي په پنځو څانګو: ( پښتو، دري، انګليسي، عربي او روسي) کې په سلګونو تنه فارغ التحصيلان درلودل، نو په دومره لنډ او تنګ وخت کې ددې کار کېدون هم زما په وس کې نه ؤ نو مې دا لازمه وګڼله چې يوازې د پښتو څانګې د فارغ التحصيلانو مونوګرافونه هغه هم له 1383لمريز کال څخه راپدېخوا معرفي کړم، څو مې پدې لاره کې يو نيمګړى خدمت کړى وي. ما پخپله دې ليکنه کې لومړى د ښوونې او روزنې پوهنتون د بشپړتيائي پړاو يوه لنډه تاريخچه راوړې ، بيا مې د تسلسل په پام کې نيولوسره د 1383 کال نه تر1388 کال پورې په پښتو څانګه کې (166) مونوګرافونه يو پر بل پسې معرفي کړي دي. زما دغه معرفي او ليکنه به کره او بشپړه نه وي، خو بيا هم يوه نيمګړې کلي کيداى شي چې په يادو کلونو کې د ليکل شويو مونوګرافونو ور د محصلانو پر مخ پرانيزي. خداى (ج) دې وکړي چې زما دغه ليکنه د محصلانو ، لوستونکو او مينه والو لپاره د ګټې اخيستنې وړ وګرځي.                                             په درنښت  

                                     تهمينه  "رحماني" 

د ښوونې او روزنې پوهنتون لنډه تاريخچه

د نړۍ په هر ګوټ کې د ښوونکو د عالي زده کړو موسسې شته، خو په هر ځاى کې يې نومونه سره توپير لري. په ايران کې د ( دانش سراى تربيه معلم) په عربي هيوادونو کې (جامعه التربيه المعلم) په غربي هيوادونو کې د (کالج ټيچرز) او د ټيچرز يونيورسټي  او په زياترو شرقي هيوادو کې د پيداګوژي د انستيتوت په نامه نومول شوي دي. که پخپل هېواد افغانستان کې د ښوونکو د روزنې موسسو مخينې ته پاملرنه وکړو نو دا په ګوته کولاى شو چې د ښوونکو د روزنې اساس د اعليحضرت حبيب الله خان په وخت کې ايښودل شوى دى، په دا وروسته وختونو کې يې خپل انکشافي سير طى کړى او د دغو موسسو شمېر يو په بل پسې زيات شوي دي. په کابل کې د ښوونکو د روزنې اکادمي( اکادمي تربيه معلم )په 1343لمريز کال تاسيس شوه. دغې اکادمي له خپل پيل نه يعنې 1343کال څخه تر 1360لمريز کال پورې د ليسانس او فوق ليسانس په سويه ښوونکي روزل . په 1358لمريز کال کې په همدې اکادمۍ کې د ماسترۍ پروګرام هم په بعضې رشتو کې پيل شو او دې پروګرام تر 1365لمريز کال پورې دوام درلود او د ماستر په سويه يې ځينې ښوونکي فارغ کړل. څرنګه چې په هېواد کې د ښوونځيو شمېر مخ په زياتېدو ؤ نو په نوموړو ښوونځيو کې د تدريس لپاره مسلکي ، اختصاصي او پيداګوژيک کادرونو ته زياته اړتيا ليدل کېده نو په همدې منظور يې په 1361 لمريز کال د ښوونې او روزنې وزارت په چوکاټ کې د کابل د پيداګوژي انستيتوت تاسيس او اکادمي تربيه معلم چې لومړنى مقر يې د کابل په نوي ښار کې ؤ ددې انستيتوت سره يو ځاى شوه. دا مهال کابل پيداګوژي انستيتوت د سيد جمال الدين افغان د ښوونکو د روزنې عالي موسسې سره يو ځاى خپل فعاليت پيل کړى ؤ. په 1362 لمريز کال کابل پيداګوژي انستيتوت چې د ليسانس په سويه يې ښوونکي روزل د سيد جمال الدين افغان د ښوونکو د روزنې عالي موسسې څخه جدا شو او د اکادمي تربيه معلم سره يو ځاى دارالامان ته انتقال شو. دا مهال په دې انستيتوت کې ډېرو شوروي متخصصينو هم د استاد په حيث دنده اجراء کوله او په ځينو څانګو کې يې دماسترۍ پروګرام هم دوام درلود.           د روښان د ښوونکو د روزنې عالي موسسه چې په 1334 لمريز کال تاسيس شوى وه د کابل پيداګوژي انستيتوت يو پوهنځي (پوهنځى داخل خدمت روښان) وګرځېد او د ليسانس په سويه يې ښوونکي وروزل. همدا مهال د بدني روزنې پوهنځى هم کابل پيداګوژي انستيتوت پورې مربوط شو ، چې درې پوهنځي (طبيعي علوم، اجتماعي علوم، ژبو او ادبيات) په دارالامان او دوه نور بدني روزنې، داخل خدمت روښان) پخپلو پخوانيو مقرونو کې خپل فعاليت کاوه. د کابل پيداګوژي انستيتوت له 1361 لمريز کال نه تر 1370 لمريز کال پورې له څلورو زرو څخه زيات ښوونکي د ليسانس په سويه ټولنې ته وړاندې کړي دي. د ليسانس ښوونکو تر څنګ يې له 1361 کال نه تر 1368 لمريز کال پورې د کيميا، بيولوژي، رياضي، فزيک، اجتماعيات(تاريخ اوجغرافيه ) په څانګو کې د ماستر په سويه ښوونکي روزلي دي چې د ماسترۍ پروګرام يې ټول د داخل خدمت په ډول ووپه 1372 لمريز کال کې د افغانستان د جمهور رئيس په هدايت د عظمى صدارت په حکم او د لوړو زده کړو او پوهنې وزيرانو په موافقه ټول تخنيکونه او مسلکي لېسې د لوړو زده کړو وزارت څخه د خپل ټول پرسونل او امکاناتو سره بيل او د پوهنې په وزارت پورې وتړل شو او په مقابل کې يې د کابل پيداګوژي انستيتوت او د ولاياتو د پيداګوژي انستيتونه له پوهنې وزارت نه بېل او د لوړو زده کړو په وزارت پورې مربوط شول، چې ددغو لوړو تحصيلي موسساتو علمي رتبې او نورې چارې د اکادميکو چارو د سمون د لوى رياست له خوا پر يو ډول اجرا او وڅېړل شي .   له همدې امله د لوړو او مسلکي زده کړو وزارت نوم هم بدل شو او د لوړو زده کړو په نامه ونومول شو. په 1381 لمريز کال کابل پيداګوژي انستيتوت  کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون په نامه ونومول شو . اوسمهال ښوونې او روزنې پوهنتون يو عمومي رياست ، درې معاوينيتونه: علمي معاونيت، محصلانو معاونيت، اداري معاونيت، او شپږ پوهنځي :(ژبو او ادبياتو پوهنځى، طبيعي علومو پوهنځى، اجتماعي علومو پوهنځى، بدني روزنې پوهنځى، اختصاصي علومو پوهنځى، مسلکي علومو پوهنځى) لري. ژبو او ادبياتو پوهنځي رئيس همدا مهال پوهندوى جمشېد رشيدي دى، چې د ادبياتو پوهنځى پنځه ديپارتمنتونه لري: ( پښتو، دري، انګليسي، روسي، عربي ).                      -   پښتو څانګه چې مشر يې محترم استاد محمود„ساپي„ دى ، په نوموړې څانګه کې 13 استادان موجود دي . -   دري څانګه 16 تنه استادان لري ، او مشر يې پوهنوال عبدالحکيم „خاکسار„ دى.                                                                         -             انګليسي څانګه 14 استادان لري ، او مشر يې نور محمد„ احمدزى„ دى . -            روسي څانګه 16 تنه استادان لري، او مشر يې پوهندوى محمد علي اريائي دى. -            عربي څانګه 6 تنه استادان لري، او مشر يې پوهنمل طاهر„ نسيم „دى.    د طبيعي علومو څانګه چې رئيس يې پوهاند غلام سنائي دى او نوموړې څانګه پنځه ديپارتمنتونه لري :( کمپيوټر، رياضي، فزيک، بيالوژي، کيميا).  د کمپيوټر ډيپارټمنټ آمر پوهنيار صديق،د رياضي ډيپارټمنټ آمر عبدالباقي حميدي، د فزيک ډيپارټمنټ آمر حاجي محمد ياسين، د بيالوژي ډيپارټمنټ آمر پوهاند حليم خان او د کيميا  ډيپارټمنټ آمر پوهندوى عبدالستار اکرمي دى. د اجتماعي علومو څانګه چې رئيس يې پوهنمل لطف الله حقپرست دى او  څلور ډيپارټمنټونه لري: (تاريخ ، جغرافيه ، ثقافت، ټولنپوهنه).                       د تاريخ ډيپارټمنټ آمر عوض جمال، د جغرافيه ډيپارټمنټ آمر قدير رويان ، د ثقافت ډيپارټمنټ آمر صالح محمد اخترخېل او د ټولنپوهنې ډيپارټمنټ آمر محمد علي اخلاقي دى. د اختصاصي علومو رئيس پوهندوى محمد علم بيان دى . پخوا نوموړې څانګې نور ډيپارټمنټونه درلودل ، خو اوسمهال د يو آمريت لاندې کار کوي. د مسلکي علومو رئيس مير عبدالله بېغش دى نوموړې څانګه دوه نور  ډيپارټمنټونه لري چې د روانشناسۍ او تعليم و تربيه په نامه سره ياديږي . د روانشناسۍ ډيپارټمنټ آمر شمس غزنوي او د تعليم وتربيه ډيپارټمنټ آمر پوهنيار عبدالواسع عظيمي دى. د تربيت بدني رئيس عبدالقادر„غفوري„ دى او نوموړې څانګه درې نور ډيپارټمنټونه هم لري:                                                                    سپورت هاى اجتماعي: چې آمر يې پوهاند دوکتور صفت الله „سيدالي„ دى.   سپورت هاى انفرادي : چې آمر يې پوهنمل غوث زلمى دى.                             -  سپورت هاى مضامين تيوريکي : چې آمر يې پوهندوى غلام سخي „محمدي„ دى.  [1]  

      ۱: د خوشال خان د ژوند بېلا بېل پړاوونه تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک آغلې ليلما په 1383لمريزکال د محترم استاد پوهيالي غلام محمد تر لارښوونې لاندې ليکلى دى. دا مونوګراف د سريزې په شمول په (44)پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوالې د موضوع مطابق د خوشال خان خټک د ژوند بېلا بېل پړاوونه تشرېح کړي دي، لکه: د ماشومتوب پړاو، دځوانۍ پړاو، د بنديتوب دوره، د خوشال خان خټک ژوند او د هغه د کورنۍ په هکله معلومات وړاندې کړي دي.  په پاى کې ليکوالې له موضوع څخه يوه لنډه نتيجه ګيري هم کړېده، او د موضوع په راټولولو کې يې له ‹8›اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده. د اثر په پاى کې يې دغه ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

2: د ننګرهار د خوګياڼيو د خلکو ځينې دودونه تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي سيد همايون „شېرزاد„ په 1383کال د محترم استاد پوهنمل پښتون آقا „شېرزاد„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى.     دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹29› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوال د موضوع مطابق د ننګرهار د خوګياڼيو ځينې دودونه په تفصيل سره راوړي دي، لکه: فولکلور، جرګه، مرکه، ننواتې،بدرګه، برمته، دود، توغ، چيغه،مېلې، کوژده واده...او نور.                                                                                                                په پاى کې ليکوال له موضوع څخه يوه لنډه نتيجه ګيري هم کړېده،او د موضوع په راټولولو کې يې له ‹6› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده. د اثر په پاى کې يې دغه ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

3: د امېد کږوال د اشعارو شننه تر پورته سرليک لاندې د ليسانس دورې پايليک ښاغلي احسان الله „سباوون„ په  1383لمريز کال د محترم استاد پوهنيار پښتون آقا „شېرزاد„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى. دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹41› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوال د موضوع مطابق لومړى شاعر معرفي کړۍ وروسته يې د شاعر اشعار شنلي دي  او په اشعارو يې تفصيلي شرح ورکړېده. په پاى کې ليکوال له موضوع څخه يوه لنډه نتيجه ګيري هم کړېده،او د موضوع په راټولولو کې يې له ‹10›اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده. د اثر په پاي کې يې دغه ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

4: د ملنګ جان د حماسي او ملي شعرونو شننه تر پورته سرليک لاندې د ليسانس  دورې پايليک ښاغلي سردار نظيف مل په 1383لمريز کال د محترم استاد پوهنيار محمد آقا„شېرزاد„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى. دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹34› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوال د موضوع مطابق لومړى شاعر معرفي کړى، وروسته يې د ملنګ جان د ژوند ځينې پېښې، هنري خدمتونه،آثار،د ملنګ جان د شعرونو ژبني خصوصيات او د شعرونو ځانګړتياوې يې په تفصيلي بڼه څېړلي دي.                                         په پاى کې ليکوال له موضوع څخه يوه لنډه نتيجه ګيري هم کړېده،او د موضوع په راټولولو کې يې له ‹7› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده. د اثر په پاى کې يې دغه ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

5: د پښتو ژبې د نوو چاپ شوو کتابونو شننه له (1381-1383) تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي بيت الرحمان په 1383 لمريز کال د محترم استاد پوهيالۍ صحرا „عليزى„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى.     دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹35› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوال د موضوع مطابق د پښتو ژبې نوي چاپ شوي کتابونه معرفي کړي دي . لکه: پښتانه په هند کې، د پوستکي ناروغي، پاڼه ورژېده، د باد په کنډوالو، د دوستۍ لار، وييزه زېرمه، د هيلو کاروان او ځينې نور اثار شنلي دي.                               په پاي کې ليکوال له موضوع څخه يوه لنډه نتيجه ګيري هم کړېده، او د موضوع په راټولولو کې يې له ‹10› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده. د اثر په پاى کې يې نوموړي اخځليکونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.           

      6: د لغمان ولايت ځينې معاصر شاعران تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي محمد ناصر„محبت„په 1383لمريز کال د محترم استاد پوهيالۍ هوسا „نوري„ تر لارښوونې لاندې  ليکلى دى. دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹40› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوال د موضوع مطابق لومړى د لغمان ولايت په لنډه پېژندنه لاس پورې کړى دى.او وروسته يې د لغمان ولايت معاصر شاعران په لنډه توګه معرفي کړي دي.         په پاى کې ليکوال له موضوع څخه يوه لنډه نتيجه ګيري هم کړېده، او د موضوع په راټولولو کې يې له‹5› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده. د اثر په پاې کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

7: د لغمان ولايت د الينګار ولسوالۍ ځينې دودونه تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک آغلې سارا په 1383لمريزکال د محترم استاد پوهندوى محمود „ساپي„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى.               دا مونوګراف د سريزې په شمول ‹41› پاڼو کې ليکل شوى دى. ليکوالې د موضوع مطابق لومړى د لغمان ولايت پېژندنه، د الينګار ولسوالۍ پېژندنه او وروسته يې د الينګار ولسوالۍ ځينې دودونه شرح کړي دي.                              په پاى کې ليکوالې د موضوع څخه يوه لنډه نتيجه ګيري هم کړېده، او د موضوع په راټولولوکې يې له ‹5› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده. د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

8: په پښتو ژبه کې ليکل شوي ګرامرونه تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک آغلې نور جهان په 1383  لمريز کال د محترم استاد پوهنمل ميرا جان „غوربندي„ ترلارښوونې لاندې ليکلى دى.       دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹35› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوالې د موضوع مطابق په پښتو ژبه کې ليکل شوي ګرامرونه په ترتيب سره معرفي کړي دي. په پاي کې ليکوالې له موضوع څخه يوه لنډه نتيجه ګيري هم کړېده، خو د موضوع په اړوند اخځليکونه د پاى ليک کې درج شوي نه دي.

9: د غني خان د شعر عمده ځانګړنې تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک آغلې سومن په 1383لمريز کال د محترم استاد پوهنيار ميرا جان „غوربندي„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى. دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹38‹ پاڼو کې ليکل شوى دى. ليکوال د موضوع مطابق لومړى د غني خان لنډه پېژندنه او وروسته يې د غني خان د اشعارو عمده ځانګړنې بيان کړي دي.  په پاى کې ليکوال له موضوع څخه يوه لنډه نتيجه ګيري هم کړېده.د موضوع په راټولولو کې يې له ‹5› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ،چې د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

10: د ګل پاچا الفت په اشعارو کې معنوي ښايستونه تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي ثناءالله „عمرزوى„ په   1384لمريز کال د محترم استاد پوهنيار صحرا „عليزى„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى.  دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹65› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوال د موضوع مطا بق لومړى د ګل پاچا الفت ژوند ليک، آثار، شاعري او وروسته يې د ګل پاچا الفت په اشعارو کې بديعي ښکلاوې څېړلي دي.                                 په پاى کې ليکوال له موضوع څخه يوه لنډه نتيجه ګيري هم کړېده، او د موضوع په راټولولو کې يې له ‹7› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده . د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

11: د لغمان ولايت د ولسي شاعرانو لنډه پېژندنه او د کلام بېلګې يې تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي اسدالله „ الکوزي „په 1384 لمريز کال د محترم استاد پوهندوى محمود „ساپي„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى.    دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹59› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوال د موضوع مطابق د لغمان ولايت لنډه پېژندنه او وروسته يې د شاعرانو په معرفي پيل کړى لکه: د عبدالقدير وطنوال لنډه پېژندنه، د محمد عالم حيران لنډه پېژندنه، د محمد عارف ګاډيوان لنډه پېژندنه، د غلام جيلاني اشکار لنډه پېژندنه، د محمدآجان ملنګ لنډه پېژندنه او د محمد اسماعيل لنډه پېژندنه يې پخپله ليکنه کې ځاى په ځاى کړې ده.                                                                                              په پاى کې ليکوال له موضوع څخه يوه لنډه نتيجه ګيري هم کړېده، او د موضوع په راټولولو کې يې له ‹11›اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده. د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

12: په پښتو متلونو کې لفظي او معنوي صنايع تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي محمد نسيم „احمدزي„ په 1384لمريز کال د محترم استاد پوهنيارعبدالقدير „خموش„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى.   دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹40› پاڼو کې ليکل شوى دى. ليکوال د موضوع مطابق لومړى د متل په هکله معلومات، متل څه ته وايي؟ په ژبه کې د متل د پيدايښت لارې، د متل ډولونه، ګړني اصطلاحات،د متل او اصطلاح توپير او لدې وروسته يې په متلونو کې د معنوي صنايع ډولونه او د لفظي صنايع ډولونه په ګوته کړي دي.  په پاى کې ليکوال له موضوع څخه يوه لنډه نتيجه ګيري هم کړېده،او د موضوع په راټولولو کې يې له ‹12›اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، چې د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

13: خراساني، عراقي، هندي سبکونه او ځانګړنې يې تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي توريالي „هيروون„ په 1384لمريز کال د محترم استاد پوهندوى محمود „ساپي„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى.                                                                                                    دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹40› پاڼو کې ليکل شوى دى. ليکوال د موضوع مطابق لومړى د سبک پ باب معلومات لکه سبک څه ته وايي؟، د سبک تعريف او پېژندنه د سبک تقسيمات، سبک ولې تغير خوري؟ او وروسته يې د خراساني سبک او ځانګړتياووپه باب معلومات،عراقي سبک او ځانګړتياووپه باب معلومات، هندي سبک او ځانګړتياوو په باب بشپړ معلومات ورکړى دى.            په پاى کې ليکوال له موضوع څخه يوه لنډه پايله هم راوړې ده. د موضوع په راټولولو کې يې له ‹7›اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، او د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

14: حميد بابا په اشعارو کې د قافيې عيبونه تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک آغلې برېښنا „ساپۍ„ په 1384  لمريز کال د محترم استاد پوهنمل محمد آقا „شېرزاد„ تر لارښوونې لاندې ليکلى  دى.    دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹48› پاڼو کې ليکل شوى دى. ليکوالې د موضوع مطابق لومړى د حميد بابا ژوند ليک ، د حميد بابا شاعري، دحميد بابا د سبک ځانګړنې او وروسته يې د حميد بابا په اشعارو کې د قافيې عيبونه په ګوته کړي دي.  په پاى کې ليکوالې له موضوع څخه يوه لنډه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له ‹4› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده ، چې نوموړي ماخذونه يې د ليکوالۍ د اصولو سره سم د اثر په پاى کې معرفي کړي دي.

15: په پښتو ژبه کې مستعار لغتونه تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي زاهدالله „شينواري„ په  1384لمريز کال د محترم استاد پوهنمل ميرا جان „غوربندي„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى.                                                                                           دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹38› پاڼو کې ليکل شوى دى. ليکوال د موضوع مطابق اصلي لغتونه، دري مستعار لغتونه، عربي مستعار لغتونه، ترکي مستعار لغتونه، هندي مستعار لغتونه، انګليسي مستعار لغتونه، اردو مستعار لغتونه او ايټالوي مستعار لغتونه په ترتيب سره راوړي دې.                                                     په پاى کې ليکوال له موضوع څخه يوه لنډه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له ‹6› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، او د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

16: د رحمان بابا د اشعارو ټولنيز اړخ تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک آغلې خديجې „صديقي„ په  1384 لمريز کال د محترم استاد پوهندوى محمود „ساپي„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى.  دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹37› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوالې د موضوع مطابق لومړى د عبدالرحمان بابا لنډه پېژندنه، استوګنځى، خپل خپلوان، د رحمان بابا ادبي شهرت او مقبوليت، د رحمان بابا مړينه او مزار، د رحمان بابا ديوان اود رحمان بابا ټولنيز اشعار يې په ترتيب سره معرفي کړي دي. په پاى کې ليکوالې له موضوع څخه يوه لنډه پايله هم راوړې ده. د موضوع په   راټولولو کې له ‹7› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده ، او د اثر په وروستۍ برخه کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

  17: په پښتو ژبه کې مترادف لغتونه تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي سيد مختار „سادات„  په 1384لمريز کال د محترم استاد پوهنمل ميرا جان „غودبندي„ ترلارښوونې لاندې ليکلى دى.                                                                                         دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹41› پانو کې بشپړ شوى دى. ليکوال د موضوع مطابق لومړى د لغتونو پيدايښت او جوړښت، ساده لغتونه، مرکب لغتونه  وروسته يې دهمانيزم يا مترادف لغتونواو ډېر مانيز لغتونو په باب بشپړ معلومات ورکړى دى .  په پاې کې ليکوال له موضوع څخه يوه لنډه پايله هم راوړې ده. د موضوع په راټولولو کې يې له ‹13›اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، او د اثر په وروستۍ برخه کې يې د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

18: د فعل جوړښت تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي نور احمد„عبدالرحيم زي„ په 1384 لمريز کال د محترم استاد پوهنمل ميراجان „غوربندي„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى. دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹77› پانو کې ليکل شوى دى. ليکوال  د موضوع مطابق په ترتيب سره فعل د کلام د جز په توګه،  فعل د جوړښت او ساختمان په لحاظ، ترکيبي مرکب فعل، کومکي فعل، فعل او مصدر، د فعل اصل او ريښه او د افعالو په ډولونويې بشپړ معلومات ورکړى دى.  په پاى کې ليکوال له موضوع څخه يوه لنډه پايله هم راوړې ده. د موضوع په راټولولو کې يې له ‹5› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، چې د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

19: د خوشال خان او اقبال په اشعاروکې مشترکې خواوې تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک آغلې شريفې „ساپۍ„ په 1384 لمريز کال د محترم استاد پوهنمل پښتون آقا„شېرزاد„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى.   دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹27› پاڼو کې ليکل شوى دى. ليکوالې د موضوع مطابق په ترتيب سره د خوشال او اقبال ه معرفي، د خوشال خان خټک او د اقبال لاهوري د مشترکو افکارو شرح يې بيان کړېده.                                  په پاى کې ليکوالې له موضوع څخه يوه لنډه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له ‹7› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، چې د اثر په وروستۍ برخه کې يې د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

20: د رحمان بابا په اشعارو کې د قافيې عيبونه تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي عبدالغني „لايقيار„ په 1384 لمريز کال د محترم استاد پوهنمل محمد آقا „شېرزاد„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى. دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹54› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوال د موضوع سره سم لومړى د رحمان بابا ژوند ليک، شاعري، د سبک ځانګړنې او وروسته يې د رحمان بابا په اشعارو کې د قافيې عيبونه په ګوته کړي دي.           په پاى کې ليکوال له موضوع څخه يوه لنډه پايله هم راوړې ده. د موضوع په راټولولو کې يې له ‹8› اخځليکونوڅخه ګټه اخيستې ده ، چې دليکوالۍ د اصولو مطابق يې د اثر په پاى کې معرفي کړي دي.

  21: خوشال خان د څېړونکو له نظره تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي الله محمد „حکيمي„ په 1384 لمريز کال د محترم استاد پوهنمل نظيفه „اخلاص„ تر لارښـوونې لاندې ليکلى دى.  دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹35› پاڼو کې ليکل شوى دى. ليکوال د موضوع سره سم لومړى د خوشال خټک ژوند ليک او وروسته يې د داخلي پوهانو له نظره شرح کړى دى. په پاى کې ليکوال له موضوع څخه يوه لنډه پايله هم راوړې ده.   د موضوع په راټولولو کې يې له ‹34› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، چې د ليکوالى د اصولو مطابق يې د اثر په پاى کې نوموړي ماخذونه معرفي کړي دي.

22: د رحمان بابا په اشعارو کې تلمېح تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک آغلې خالدې „صديقي„په 1384 لمريز کال د محترم استاد پوهنمل هوسا„نوري„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى. دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹56› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوالې د موضوع سره سم لومړى د رحمان بابا ژوند ليک، د رحمان بابا سبک، د رحمان بابا شهرت او مقبوليت، په پښتو ادب کې د تلمېح ارزښت، د تلمېح توپير د کنايې او کيسې سره او وروسته يې د رحمان بابا په اشعارو کې تلمېح په ګوته کړېده.   په پاې کې ليکوالې له موضوع څخه يوه لنډه پايله هم راوړې ده. د موضوع په راټولولو کې يې له ‹11› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، چې د اثر په پاى کې يې د ليکوالۍ د اصولو مطابق معرفي کړي دي.

23:  د حميد بابا په اشعارو کې مؤکده تشبه تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي نصير احمد „طاهري„ په 1384 لمريز کال د محترم استاد پوهنمل محمد آقا „شېرزاد„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى.  دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹48› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوال د موضوع مطابق لومړى د حميد بابا لنډه معرفي، دحميد بابا سبک، د حميد بابا شهرت او وروسته يې د حميد بابا په اشعارو کې مؤکده تشبه، د مؤکدې تشبه ډولونه په ګوته کړي دي. په پاى کې يې له موضوع څخه يوه لنډه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له ‹7› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، چې د اثر په پاى کې يې د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

24:  د پښتو ادب ځينو شاعرانو مصوره بيوګرافي تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک آغلې فريبا „صديقي„ په 1384 لمريز کال  د محترم استاد پوهنمل پښتون آقا „شېرزاد„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى. د امونوګراف د سريزې په شمول په ‹65› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوالې د موضوع مطابق لومړى د پښتو په ادب رڼا اچولې او وروسته يې د پښتو ادب ځينو شاعرانو مصوره معرفي کړېده. په پاى کې ليکوالې له موضوع څخه يوه لنډه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له ‹9› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، چې د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

25: په پښتو ژبه کې آزاد شعر تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي سيد عبدالله په 1384 لمريز کال د محترم استاد پوهنيار عبدالقدير „خموش„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى.  دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹35› پاڼو کې ليکل شوى دى. ليکوال د موضوع سره سم لومړى د پښتو ژبې په باب معلومات ورکړى،او وروسته يې د آزاد شعراوپه پښتو ژبه کې آزاد شعر څېړلى دى. په پاى کې ليکوال له موضوع څخه يوه لنډه پايله هم راوړې ده. د موضوع په راټولولو کې يې له ‹4› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، چې د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

26: د خوست ولايت د هندوانو دودونه او رواجونه تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک آغلې پلوشې „شهيدزى„په 1385 لمريز کال د محترم استاد پوهنيار هوسا „نوري„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى. دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹29› پاڼو کې ليکل شوى دى. ليکوالې د موضوع مطابق په ترتيب سره د نجلۍ انتخاب، مرکه لېږل، ولور، موتګ، تمبول، د نومونوايښودل، فاتحه اخيستل او ځينې نور دودونه يې په تفصيلي بڼه شرح کړي دي. په پاى کې ليکوالې له موضوع څخه يوه لنډه پايله هم راوړې ده.   د موضوع په راټولولو کې يې له ‹4› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، چې د اثر په پاى کې يې د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

27: د احمد شاه بابا په ديوان کې تلمېح تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک آغلې ليلما „افضلي„ په 1385 لمريز کال د محترم استاد پوهندوى پښتون آقا „شېرزاد„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى. دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹33› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوالې  موضوع سره سم لومړى د احمد شاه بابا پېژندنه،د کابل ازادي او فتح، د احمد شاه بابا شعر او شاعري، د احمدشاه بابا شعري ځانګړتياوې، تلمېح څه ته وايي؟ او وروسته يې د احمد شاه بابا په ديوان کې تشبه په ګوته ګړېده. په پاى کې ليکوالې له موضوع څخه يوه لنډه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له ‹7› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، چې د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو مطابق معرفي کړي دي.

28: د خوشال په اشعارو کې د ښځې انځور تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک آغلې سيده سارا „بنوري„ په 1385لمريز کال د محترم استاد پوهنمل محمد آقا „شېرزاد„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى.  دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹53› پاڼو کې ليکل شوى دى. ليکوالې د موضوع مطابق لومړى د خوشال خان خټک ژوند ليک، خوشال خټک د مغلو طرفدارى،د خوشال خټک مخالفت د مغلو سره، د خوشال خټک آثار، د خوشال خټک د آثارو مختلف اړخونه، د خوشال خټک سبک، د خوشال خټک د سبک پيروان او وروسته يې د خوشال خټک په اشعارو کې د ښځې انځور راوړى دى.  په پاې کې ليکوالې له موضوع څخه يوه لنډه پايله هم راوړې ده. د موضوع په راټولولو کې يې له ‹12› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، چې د اثر په پاې کې يې د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

  29: د ملنګ جان په اشعارو کې بديعي ښکلاوې تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک آغلې جميلې„حبيبي„ په 1385 لمريز کال د محترم استاد پوهنمل محمد آقا „شېرزاد„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى.   دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹35› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوالې د موضوع مطابق لومړى د ملنګ جان لنډه پېژندنه او وروسته يې د ملنګ جان په اشعارو کې بديعي ښکلاوې په ګوته کړي دي. په پاى کې ليکوالې له موضوع څخه يوه لنډه نتيجه ګيري هم کړې ده. د موضوع په راټولولو کې يې له‹5› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، چې د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

30: د حميد مومند په اشعارو کې تلمېح تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک آغلې پلوشې اميري„امانزى„ په 1385 لمريز کال د محترم استاد پوهنمل الکوزي „تايب„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى.    دا مونوګراف دسريزې په شمول په ‹40› پاڼو کې ليکل شوى دى. ليکوالې د موضوع مطابق لومړى د حميد مومند لنډه پېژندنه، د اشعارو سبک، شعري ځانګړنې او وروسته يې د حميد مومند په اشعارو کې تلمېح په ګوته کړېده . په پاې کې ليکوالې له موضوع څخه يوه لنډه پايله هم راوړې ده. د موضوع په راټولولو کې يې له ‹5› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، چې د اثرپه پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

31: د عبدالباري جهاني په اشعارو کې بديعي ښکلاوې تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي محمد قابل „همدرد„ په 1385 لمريز کال د محترم استاد پوهندوى عبدالقاهر خان „ساپي„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى.   دا مونوګراف د سريزې په شمول پ ‹45› پاڼو کې ليکل شوى دى. ليکوال د موضوع مطابق لومړى د عبدالباري جهاني ژوند ليک، د عبدالباري جهاني د اشعارو ځانګړتياوې او وروسته يې د عبدالباري جهاني په اشعارو کې بديعي ښکلاوې په ګوته کړي دي. په پاى کې ليکوال له موضوع څخه يوه لنډه پايله هم راوړې ده. د موضوع په راټولولو کې يې له ‹4› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، چې د اثر په پاى کې يې د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

32: د شمس الدين کاکړ په اشعارو کې بديعي ښکلاوې تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک آغلې شافعې„ کاموي „ په 1385 لمريز کال د محترم استاد پوهنمل هوسا „نوري„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى.   دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹43› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوالې د موضوع مطابق لومړى د شمس الين کاکړ ژوند ليک، د اشعارو سبک او وروسته يې د شمس الين کاکړ په اشعاروکې بديعي ښکلاوې په ګوته کړي دي. په پاى کې ليکوالې د موضوع څخه يوه لنډه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له ‹6› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، چې د اثر په پاې کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

33: د عبدالقادر خان خټک په اشعارو کې لفظي او معنوي ښايستونه تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک آغلې نسرين„روشنا„ په 1385  لمريز کال د محترم استاد پوهنمل جمشېد „رشيدي„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹48› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوالې د موضوع مطابق لومړى د عبدالقادر خان خټک لنډه پېژندنه، د اشعارو سبک، شعري ځانګړتياوې او وروسته يې د عبدالقادر خان خټک په ديوان کې لفظي او معنوي ښايستونه په ګوته کړي دي په پاى کې ليکوالې له موضوع څخه يوه لنډه پايله هم راوړې ده. د موضوع په راټولولو کې يې له ‹5› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، چې د اثر په پاى کې يې د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

  34: د نور محمد لاهو ژوند ليک او شاعري تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي فضل الين „شهاب„ په 1385لمريز کال د محترم استاد پوهنمل پښتون آقا „شېرزاد„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى. دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹44› پاڼو کې ليکل شوى دى. ليکوال د موضوع مطابق لومړى د نور محمد لاهو ژوند ليک  وروسته يې د نورمحمد لاهو سبک، شعري ځانګړتياوې او د شاعرۍ په باب معلومات ورکړى دى.              په پاى کې ليکوال له موضوع څخه يوه لنډه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له ‹6› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده ، چې د ليکوالۍ د اصولو سره سم يې د اثر په پاى کې معرفي کړي دي.

35: د حميد بابا په اشعارو کې د ماهيت په لحاظ تشبه تر پورته سر ليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي رفيع الله „ستانکزي„ په 1385 لمريز کال د محترم استاد پوهنمل جمشېد „رشيدي„ تر لارښوونې لاندې „دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹50› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوال د موضوع مطابق لومړى د حميد بابا ژوند ليک، د حميد بابا سبک،د حميد بابا د سبک ځانګړنې، د حميد بابا شاعري، په پښتو کې د هندي سبک پلويان شاعران او وروسته يې د حميد بابا په اشعارو کې د ماهيت په لحاظ تشبه په ګوته کړې ده.  په پاى کې ليکوال له موضوع څخه يوه لنډه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له ‹13› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، چې د اثر په پاى کې يې د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

36: په پښتو ادبياتو کې د افسانو ارزښت تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي سمېع الله „جلالزي په 1385 لمريز کال د محترم استاد پوهنمل جمشېد „رشيدي„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى.                                                                                          دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹45› پاڼو کې ليکل شوى دى. ليکوال د موضوع مطابق په ترتيب سره لاندې عناوين راوړي دي:                            افسانه څه ته وايي؟،د کيسې تاريخي جاج، د افسانې په اړه د پوهانو نظرونه، پښتو افسانه ، د ژوو کيسې او نور...                                                                په پاى کې ليکوال له موضوع څخه يوه لنډه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له ‹7› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، چې د اثر په پاى کې يې د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

37: د رحمان بابا په اشعارو کې د تصوف رنګ تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک آغلې تورپيکۍ„مومند„ په 1385 لمريز کال د محترم استاد پوهنمل جمشېد „رشيدي„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى.            دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹47› پاڼو کې ليکل شوى دى. ليکوالې د موضوع مطابق لومړى د رحمان بابا پېژندنه، د رحمان بابا زده کړې، تصوف او مذهب، د رحمان بابا شاعري، د رحمان بابا په اشعارو کې اجتماعي اړخ، رحمان بابا د شاعرانو له نظره او وروسته يې د رحمان بابا په اشعارو کې د تصوف رنګ ښوولى دى.    په پاى کې ليکوالې له موضوع څخه يوه لنډه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له ‹9› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، چې د اثر په پاى کې يې د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

38: د رحمان بابا په اشعارو کې معنوي ښايستونه تر پورته لاندې د ليسانس د دورې پايليک آغلې نظيفې په 1385 لمريز کال د محترم استاد پوهنمل جمشېد „رشيدي„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى.              دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹37› پاڼو کې ليکل شوى دى. ليکوالې د موضوع مطابق په تر تيب سره لومړى د رحمان بابا ژوند ليک، د رحمان بابا سبک، د رحمان بابا شاعري او وروسته يې د رحمان بابا په اشعارو کې معنوي ښکلاوې لکه: عکس او تبديل،تلمېح، حسن تعليل او داسې نور...   معرفي کړي دي. په پاى کې ليکوالې له موضوع څخه يوه لنډه پايله هم راوړې ده. د موضوع په راټولولو کې يې له ‹6› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده،چې د اثر په پاې کې يې د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.


39: د حمزه بابا په اشعارو کې معنوي ښکلاوې تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي شاه محمود „شينواري„ په 1385 لمريز کال د محترم استاد پوهنيار عبدالقدير „خموش„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى. دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹38› پاڼو کې ليکل شوى دى. ليکوال د موضوع مطابق په ترتيب سره لومړى د حمزه بابا ژوند ليک، شاعري، د حمزه بابا شعري ځانګړنې او وروسته يې د حمزه بابا په اشعارو کې معنوي ښکلاوې په ګوته کړي دي. په پاى کې ليکوال له موضوع څخه يوه لنډه نتيجه ګيري هم راوړې ده. د موضوع په راټولولو کې يې له ‹7› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، چې د اثر په پاى کې يې د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

40: د يونس په اشعارو کې معنوي ښايستونه تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي عبدالوکيل „امرخېل„ په 1385 لمريز کال د محترم استاد پوهنيار صحرا „عليزۍ„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى. دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹41› پاڼو کې ليکل شوى دى. ليکوال د موضوع مطابق په ترتيب سره لومړى د يونس خيبري ژوندليک، د يونس خيبري شاعري، د خيبري آثار او وروسته يې د يونس خيبري په اشعارو کې معنوي ښايستونه په ګوته کړي دي.  په پاى کې ليکوال له موضوع څخه يوه لنډه پايله هم راوړې ده. د موضوع په راټولولو کې يې له ‹7› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، چې د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

41: د وردګو ولايت د خلکو فولکلوري سندرې تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي محمد اسماعيل „پاڅون„ په1385 لمريز کال د محترم استاد پوهنمل عبدالقدير „خموش„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى.                                                                                        دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹38› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوال د موضوع مطابق په ترتيب سره د وردګو خلکو فولکلوري سندرې معرفي کړيدي. په پاى کې ليکوال له موضوع څخه يوه لنډه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له ‹8› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، چې د اثر په پاى کې يې د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

42: د استاد قيام الدين خادم ژوند ليک ، آثار او ليکنې تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک آغلې جميلې په 1385لمريز کال د محترم استاد پوهنمل ميراجان„غوربندي„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى.  دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹35› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوالې د موضوع مطابق په ترتيب سره لومړى د قيام الدين خادم ژوندليک، د قيام الدين خادم آثار، د قيام الدين خادم د شعر او نثر سبک، قيام الدين خادم د بهرنيو او افغاني پوهانو له نظره او وروسته يې د قيام الدين خادم ټولنيز افکار بيان کړي دي. په پاى کې ليکوالې له موضوع څخه يوه لنډه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له ‹8› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، چې د اثر په پاى کې يې د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

43: په پکتيا کې د ځاځيو دودونه تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک آغلې کريمې„احمد خېل„ په 1385 لمريز کال د محترم استاد پوهنيار نفس ګل „شريفي„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى. دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹40› پاڼو کې ليکل شوى دى. ليکوالې د موضوع مطابق د ځاځيو دودونه لکه: د واده دودونه، د جرګې دود، ځينې فولکلوري دودونه يې په تفصيلي بڼه راوړي دي.  په پاى کې ليکوالې له موضوع څخه يوه لنډه پايله هم راوړې ده. د موضوع په راټولولو کې يې له ‹7› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، چې د اثر په پاى کې يې د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

  44: د احمدشاه بابا په اشعاروکې تصوفي او حماسي رنګ تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي رحيم الله„وردګ„ په 1385 لمريز کال د محترم استاد پوهنمل پښتون آقا „شېرزاد„ ترلارښوونې لاندې ليکلى دى.                                                                                           دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹30› پاڼو کې ليکل شوى دى. ليکوال د موضوع مطابق په ترتيب سره لومړى د احمدشاه بابا ژوندليک، د احمدشاه بابا شخصيت او بڼه، د احمدشاه بابا سبک، د احمدشاه بابا فتوحات او وروسته يې د احمدشاه بابا د تصوفي او حماسي اشعارو په شرح لاس پورې کړى دى. په پاى کې ليکوال له موضوع څخه يوه لنډه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له ‹8› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده ، چې د ليکوالۍ د اصولو سره سم يې د اثر په پاى کې معرفي کړي دي.

45: د خاطر افريدي په اشعارو کې معنوي ښايستونه تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي جمشېد „عظيمي „ په 1385لمريز کال د محترم استاد پوهنمل عبدالقدير „خموش„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى.   دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹36› پاڼو کې ليکل شوى دى. ليکوال د موضوع مطابق په ترتيب سره لومړى د خاطر افريدي ژوندليک،دخاطر شاعري، د خاطر د شاعرۍ بېلابېل اړخونه، د خاطر افريدي شاعري د شکل له مخې، د خاطر اشعارو محتوا، د بدېع علم او وروسته يې د خاطر افريدي په اشعارو کې يې معنوي ښکلاوې په ګوته کړي دي.  په پاى کې ليکوال له موضوع څخه يوه لنډه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له ‹5› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده،چې د اثر په پاى کې يې د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

46: د محمود طرزي ژوند ليک، آثار او ژورناليستيکي هڅې تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي شهاب الدين „تره خېل„ په 1385 لمريز کال د محترم استاد پوهندوى ميراجان „غوربندي„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى.       دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹32› پاڼو کې ليکل شوى دى. ليکوال د موضوع مطابق لومړى د محمود طرزي ژوندليک او آثار وروسته يې د محمود طرزي ژورناليستيکي هڅې او د کلام بېلګې وړاندې کړي دي. په پاى کې ليکوال له موضوع څخه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له ‹6› اخځليکونوڅخه ګټه اخيستې ده، چې د ليکوالۍ د اصولو سره يې سم معرفي کړي دي.

47: د دريا خان ژوند او مبارزه تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک آغلې نجلا په 1385 لمريز کال د محترم استاد پوهنمل محمد آقا „شېرزاد„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى.          دا مونوګراف د سريزې پ شمول په ‹30› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوالې د موضوع مطابق لومړى د درياخان ژوند ليک، د دريا خان مبارزه او وروسته يې د دريا خان مهمې جګړې لکه د خيبر جګړه او نور... راوړي دي.                       په پاى کې ليکوالې د موضوع څخه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له ‹6› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، چې د اثر په پاى کې يې د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

48: د وردګو ولايت د چک ولسوالۍ ولسي شاعران تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي نعمت الله„وردګ„ په 1385لمريز کال د محترم استاد پوهنمل عبدالقدير „خموش„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى.                                                                                                   دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹38› پاڼو کې ليکل شوى دى. ليکوال د موضوع مطابق د وردګو ولايت لنډه پېژندنه، د چک ولسوالۍ لنډه پېژندنه او وروسته يې د وردګو ولايت د چک ولسوالۍ ولسي شاعران معرفي کړي دي.      په پاى کې ليکوال له موضوع څخه يوه لنډه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له ‹5› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، چې د اثر په پاى کې يې د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

49: د ننګرهار ولايت د سرخرود د سيمې د پښتنو دودونه   تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک آغلې عفيفې „لنګر„ په 1385 لمريز کال د محترم استاد پوهنمل جمشېد „رشيدي„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى. دا مونوګراف د سريزې په شمول په „33„ پاڼو کې ليکل شوى دى. ليکوالې د موضوع  مطابق لومړى د ننګرهار ولايت جغرافيائ موقعيت، د سرخرود د سيمې جغرافيائ موقعيت او وروسته يې د سرخرود د سيمې ځينې دودونه لکه: خېښي، کوژده،خوږه کاسه، پلونيول، راشه درشه، برخه وړل، ولور، واده او ځينې نور دودونه معرفي کړي دي. په پاى کې ليکوالې له موضوع څخه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له ‹6› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده،چې د اثر په پاى کې يې د ليکوالۍ د اصولو سره سم يې معرفي کړي دي.

50: د محمد خالد محبوب جبارخېل ژوند او شاعري   تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي وحيدالله په 1385 لمريز کال د محترم استاد پوهنيار صحرا „عليزى„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى.           دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹38› پاڼو کې ليکل شوى دى. ليکوال د موضوع مطابق لومړى د محمد خالد محبوب ژوندليک، زده کړه، د محمد خالد محبوب شعر او شاعري، د محمد خالد محبوب د شعر شکل او محتوا وروسته يې د محمد خالد محبوب د آثارو پېژندنه او د محمد خالد محبوب چاپ او ناچاپ آثار راوړي دي. په پاې کې ليکوال له موضوع څخه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له ‹19› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده،چې د اثر په پاى کې يې د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

51: په ننګرهار کې د شينوارو دودونه تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک آغلې شکريه ساد„ شينوارې„ په 1385 لمريز کال د محترم استاد پوهندوى محمود „ساپي„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى.                                                                                                      دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹48› پاڼو کې ليکل شوى دى. ليکوالې د موضوع مطابق لومړى د ننګرهار ولايت لنډه پېژندنه، جغرافيائ موقعيت، د ننګرهار ولايت اداري تشکيلات، د شينوارو نسب، شجره، د شينواروتاريخچه، د هسکې مېنې ولسوالۍ او ځينې نور اړونده مسايل راوړي دي.  په پاى کې ليکوالې له موضوع څخه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له‹14› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده،چې د اثر په پاى کې يې د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

52: د نذير احمد سهار ژوند ليک او آثار تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي شېر محمد په 1385  لمريز کال د محترم استاد پوهنيار غلام محمد تر لارښوونې لاندې ليکلى دى. دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹30› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوال د موضوع مطابق لومړى د نذير احمد سهار ژوندليک ، وروسته يې د نذير احمد سهار ژورناليستيکي کارونه او نورې مهمې دندې شرح کړي دي.  په پاى کې ليکوال له موضوع څخه يوه لنډه نتيجه ګيري هم کړيده. د موضوع په راټولولو کې يې له ‹8› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، چې د اثر په پاى کې يې د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

53: د پغمان شاعران تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي کريم الله په 1385 لمريز کال د محترم استاد پوهنمل عبدالقدير „خموش„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى.                                                                                             دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹42› پاڼو کې ليکل شوى دى. ليکوال د موضوع مطابق د پغمان مختلف شاعران لکه: احمد شاه زغم، امرالله صابري، جمعه ګل،شېر ولي سبا، عبدالجواد، محمد داؤد کمال او نور...يې معرفي کړي ، او په ترتيب سره يې د ټولو شعري بېلګې هم راوړي دي. په پاې کې ليکوال له موضوع څخه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له ‹5› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، چې د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

54: د وردګو د خلکو فولکلوريکي سندرې تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي محمد اسماعيل „پاڅون„ په 1385 لمريز کال د محترم استاد پوهنمل عبدالقدير„خموش„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى. دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹42› پاڼو کې ليکل شوى دى. ليکوال د موضوع مطابق لومړى د وردګو ولايت جغرافيائ موقعيت او وروسته يې د هغوى په فولکلوري سندرو رڼا اچولى ده. په پاى کې ليکوال له موضوع څخه يوه لنډه پايله هم راوړې ده. د موضوع په راټولولو کې يې له ‹8› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده،چې د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

55: اجمل خټک او دده آثار تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک آغلې زرمينې په 1385 لمريز کال د محترم استاد پوهنمل محمد آقا „شېرزاد„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى.     دا مونوګراف د سريزې په شمول په‹34›پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوالې د موضوع مطابق د اجمل خټک ژوند ليک،د خټک زوکړه ،زده کړه ، د اجمل خټک شاعري، اجمل خټک د يو اديب شخص په توګه، د اجمل خټک د اثارو معرفي يې په تفصيلي بڼه راوړي دي. په پاى کې ليکوالې له موضوع څخه يوه لنډه پايله هم راوړې ده، د موضوع په راټولولو کې يې له ‹12› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، چې د اثر په پاى کې يې  د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

56: د ملنګ جان په اشعارو کې فولکلوريکې عنعنې تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک آغلې مؤمنې „درانۍ„په 1385 لمريز کال د محترم استاد پوهنمل محمد آقا „شېرزاد„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى.                                                                                                           دا مونوګراف د سريزې په شمول په  ‹48› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوالې د موضوع مطابق په ترتيب سره د ملنګ جان ژوندليک، ملنګ جان د يو ملي او عوامي شاعر په توګه، د ملنګ جان په اشعارو کې فولکلوريکې عنعنې لکه : د سفر تللو، د نذر ورکولو ، جرګه ، اتڼ او داسې نورې عنعنې يې په تفصيلي بڼه راوړي دي. په پاى کې ليکوالې له موضوع څخه يوه لنډه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له ‹7› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، چې په پاى کې يې د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

57: د قاري برکت الله سليم ژوند او شاعري ترپورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک آغلې مرضېې ‹الکوزى› په 1385 لمريز کال د محترم استاد پوهنمل محمد آقا „شېرزاد„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى. دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹35› پاڼو کې ليکل شوى دى.ليکوالې د موضوع مطابق په ترتيب سره د قاري برکت الله سليم زوکړه، زده کړه، د قاري صاحب د ژوند مهمې پېښې، مختلف اشعار، د قاري برکت الله سليم رسمي او غير رسمي دندې، د قاري صاحب سبک او د شعر محتوا يې په تفصيلي بڼه ذکرکړې ده.                                                                                                   په پاى کې ليکوالې له موضوع څخه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له ‹5› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، چې د اثر په پاى کې يې د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

58: د غزني ولايت زيارتونه تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک آغلې عارفې „افضلي„ په 1385 لمريز کال د محترم استاد پوهنمل محمد آقا „شېرزاد„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى.                                                                                                         دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹25› پاڼو کې ليکل شوى دى. ليکوالې د موضوع مطابق په ترتيب سره لومړى د غزني ولايت پېژندنه او وروسته يې د غزني ولايت د زيارتونو په باب بشپړ معلومات ورکړى دى. په پاى کې ليکوالې له موضوع څخه يوه لنډه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له ‹6› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، چې د اثر په پاى کې يې د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

  59: په خيرالبيان کې د مياپيرروښان تصوفي افکار تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي ګل احمد „ نديم „ په 1385 لمريز کال د محترم استاد پوهيالى الکوزى „تايب„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى.                                                                                                                دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹37› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوال د موضوع مطابق په ترتيب سره د ميا پير روښان پېژندنه، د پيرروښان طريقت او تبليغ، د پير روښان تاليفات اود خيرالبيان معرفي، تصوف او منشاء، د ميا پير روښان عقيده او پيروان، په خيرالبيان کې د روښان تصوفي افکار او په پاى کې يې د ميا پير روښان د نثر نمونه هم راوړې ده. د اثر په وروستۍ برخه کې يې له موضوع څخه يوه لنډه پايله هم راوړې ده. د موضوع په راټولولو کې يې له ‹6› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده،چې په اخر کې يي د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

60: په پروان کې د بګرام دودونه تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک آغلې روحينا„اکبرزى„ په 1385 لمريز کال د محترم استاد پوهنيار الکوزي„ تايب „ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى.  دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹46› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوالې د موضوع مطابق په ترتيب سره د پروان ولايت جغرافيائ موقعيت، د پروان ولايت نقشه، د پروان ولايت کرنيز حالت، د پروان ولايت اداري تشکيلات، د پروان ولايت مشهور زيارتونه، د پروان ولايت د واده مراسم، په پروان کې مېلمه پالنه او ځينې نور دودونه يې په تفصيلي بڼه ذکر کړي دي. په پاى کې ليکوالې له موضوع څخه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له ‹10› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده،چې په پاى کې يې د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

61: د کندهار د مرکزي سيمو دودونه تر پورته سرليک لاندې د  ليسانس د دورې پايليک ښاغلي ضياء ګل احمد „وزيري„ په 1385 لمريز کال د محترم استاد پوهنمل محمد آقا „ شېرزاد „ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى. دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹40› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوال د موضوع مطابق په ترتيب سره د کندهار پېژندنه، جغرافيائ موقعيت او د کندهار د مرکزي سيمو دودونه يې پخپله موضوع کې راپېژندلي دي. په پاى کې ليکوال له موضوع څخه يوه لنډه پايله هم راوړې ده. د موضوع په راټولولو کې يې له ‹8› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، چې د اثر په پاى کې يې د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

62: د پوهاند علامه عبدالشکور رشاد ژوند او شاعري تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي عبدالستار „مبارز„ په 1385 لمريز کال د محترم استاد پوهنمل جمشېد „رشيدي„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى.   دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹38› پاڼو کې ليکل شوى دى. ليکوال د موضوع مطابق په ترتيب سره لومړى د پوهند علامه عبدالشکور رشاد زوکړه، زره کړه، د علامه ژوندليک، ادبي هڅې او په وروستۍ برخه کې يې د پوهاند عبدالشکور رشاد شعري نمونې ذکر کړي دي. په پاى کې ليکوال له موضوع څخه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له ‹5› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، چې د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

63: د محمد صديق پسرلي ژوند او شاعري تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک آغلې ګلالۍ„پوهيار„ په 1386 لمريز کال د محترم استاد پوهنمل عبدالقدير „خموش„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى.  دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹34› پاڼو کې ليکل شوى دى. ليکوالې د موضوع مطابق په ترتيب سره د محمد صديق پسرلي ژوند پاڼه، تحصيل نامې، د محمد صديق پسرلي چاپ او نا چاپ آثار، د محمد صديق پسرلي منظومې ژباړې يې پخپله موضوع کې ځاى په ځاى کړي دي په پاى کې ليکوالې له موضوع څخه يوه لنډه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له ‹4› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، چې د اثرپه پاى کې يې د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

64: د حمزه بابا په اشعارو کې تصوفي رنګ تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک آغلې ناصحې په 1386 لمريز کال د محترم استاد پوهنيار غلام محمد تر لارښوونې لاندې ليکلى دى. دا مونوګراف دسريزې په شمول په ‹26› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوالې د موضوع سره سم په ترتيب سره لومړى د اسلامي تصوف په هکله معلومات، د شريعت او طريقت په باب معلومات او وروسته يې د حمزه بابا لنډه معرفي ،حمزه بابا د پوهانو له نظره ، د حمزه بابا په اشعارو کې د تصوف رنګ په ډاګه کړى دى. په پاى کې ليکوالې له موضوع څخه نتيجه ګيري هم کړېده. د موضوع په راټولولو کې يې له ‹6› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، چې د اثر په پاى کې يې د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

65: د روم لرغوني ادبيات تر پورته سرليک لاندې د ليسانس د دورې پايليک ښاغلي يما„قيام„ په 1386 لمريز کال د محترم استاد پوهندوى ميراجان „غوربندي„ تر لارښوونې لاندې ليکلى دى.  دا مونوګراف د سريزې په شمول په ‹42› پاڼو کې بشپړ شوى دى. ليکوال د موضوع مطابق په ترتيب سره موضوعات لکه : لرغونى روم د بشري تمدن ځانګو، کلاسيزم او رومانتيزم، لرغونى روم په ادبياتو کې، د لرغوني روم ادبياتو ته يوه لنډه کتنه او په وروستۍ برخه کې يې د لرغوني روم شاعرانو او ليکوالانو لنډه معرفي هم راوړې ده. په پاى کې ليکوال له موضوع څخه نتيجه ګيري کړې ده. د موضوع په راټولولو کې  يې له ‹7› اخځليکونو څخه ګټه اخيستې ده، چې د اثر په پاى کې يې نوموړي ماخذونه د ليکوالۍ د اصولو سره سم معرفي کړي دي.

+ليكل شوى لخوا د خموش په 90/10/08 او كړۍ 19:10 |

استاد نفس ګل شریفي په ۱۳۳۷کال کې دلغمان ولایت د عمرزایو په سيمه کې د خیراباد په کلي کې زېږدلی ،لومړنۍ او ثانوی زده کړې یې کابل دعایشه دراني په لېسه کې پای ته رسولي اوپه ۱۳۶۴کال دکابل پوهنتون ژبواوادبیاتو پوهنځي پښتوڅانګې څخه فارغه شوي او بیا دپیداګوژي په انستیتیوت کې داستاد په توګه مقرره شوېده.په ۱۳۶۷کال يې دماسترۍ زده كړې ترسره كړې  او ترنن پورې دکابل ښوونې اوروزنې په پوهنتون کې داستادۍ دنده پرمخ بیایي،استاد زموږ د ځوان نسل د روزنې له پاره دیادونې وړهلې ځلې کړي دي.او ډېر زیات لکچرنوټونه یې هم دمحصلینو له پاره لیکلي دي.اوس به داستاد علمي رتبو له پاره لیکل شوي اثار په لنډه توګه معرفي کړو.

۱- دهجري په دیوان کې ويي پانګه ،اصطلاحات اومتلونه

استاد نفس ګل شریفي په ۱۳۶۹لمریزکال د کابل پوهنتون دژبواو ادبیاتو پوهنځي پښتو څانګې ماستري پروګرام په بریالیتوب پای ته ورساوه او په همدې کال یې داستاد مجاور احمدرزیار ترلارښوونې لاندې دماستري تېزس ((دهجري په دیوان کې ویي پانګه ،اصطلاحات او متلونه))ترسلیک لاندې په(۸۶) مخونو کې بشپړ کړی دی اوپه همدې تېزس یې دپوهنیاري علمي رتبه ترلاسه کړې ده.دا اثر سریزه او مخکنۍ خبرې هم لري.چې دموضوع په اړوند په کې بیان شوی دی،ترسریزې وروسته دهجري یوڅه ژوندلیک او د شعر څونمونې راوړل شوي دي. بیاوروسته په خپله دهجري په دیوان کې ويي پانګه، اصطلاحات او متلونه هریو راټول شوي او هرې برخې ته تفصل ورکړل شوی چې هره یوه برخه په کې ښه واضح شوي او بیان یې ډېر ښکلی دی.

په پای کې دموضوع په اړوند په زړه پورې پایله چې وړاندیزونه هم ورسره مل دی شته،د موضوع څېړونکی په خپل دې اثر کې (۱۰) ماخذونو څخه ګټه اخیستې ده.

۳- دخوشال خان په اشعارو کې دتاریخي پېښوانعکاس:

داد استاد نفس ګل شریفي یوبل علمي او تحقیقي اثر دی چې په ۱۳۸۴لمریز کال یې د پوهنمل علمي رتبې ته دکابل ښوونې او روزنې پوهنتون  ژبواوادبیاتو پوهنځي استا پوهندوی محمود ساپي تر لارښوونې لاندې په(۹۵) مخونو کې بشپړ کړی دی.په دې اثر لارښود استاد تقریظ هم لیکلی دی.اثرمخکنۍ خبرې او سریزه هم لري چې دموضوع په اړوند په کې خبرې شوې دي.بیا وروسته په اصلي موضوع دخوشال خان ژوند لیک اودهغه چې دهرشي په هکله شعرونه ویلي لکه:دیوسف قصه دخوشال خان په اشعارو کې ،له بنګښو سره جنګ دځان په هکله چې هم څه ویلي او څه پيغام چې درلوده په شعرونو کې یې بیان کړی دی.او نور ډېرداسې موضوعات یې د شعر په ژبه بیان کړي دي.په پای کې دموضوع په اړوند يوڅه په زړه پورې پایله هم لیکلي چې وړاندیزونه ورسره مله دي.دموضوع څېړونکي په خپل دې اثر کې(۱۹)معتبرو ماخذونو څخه ګټه اخیستې ده.

+ليكل شوى لخوا د خموش په 90/10/07 او كړۍ 19:12 |

استاد نظیفه اخلاص په ۱۳۴۱ لمریزکال په کابل کې زېږېدلې.لومړنۍ او ثانوي زده کړې یې د(عایشې درانی)په لېسه کې سرته رسولې او په ۱۳۶۱ کال کابل پوهنتون ژبواوادبیاتو پوهنځي پښتوڅاګې څخه فارغه اوپه ۱۳۶۲کال دکابل پيداګوژي انستیتیوت کې د استاد په حیث دنده اشغال کړې او تر اوسه پورې داستاد په توګه په یاد پوهنتون کې دنده ترسره کوی.استاد نظيفه اخلاص په ۱۳۸۸ لمریز کال کابل پوهنتون ژبواوادبیاتو پوهنځي پښتوڅانګې ماستري پروګرام په بریالیتوب پای ته ورساوه.استاد یوشمېر لیکنې لري چې په ځینو خپرونو کې خبرې شوې دي ځینې اثار یې دعلمي ترفېع په منظور هم لیکلي دي چې دلته به یې په لنډ ډول یادونه وشي.

۱- په کوزه پښتونخوا کې دپښتو ادبي ټولنو تاریخي بهیر

دا داستاد نظیفې اخلاص یوعلمي اوتحقیقی اثر دی چې په ۱۳۸۸لمریز کال یې دکابل پوهنتون ژبواوادبیاتوپوهنځي پښتوڅانګې ماستري پروګرام په په پاي كې يې  د پوهنوال محمدصابرخویشکي تر لارښوونې لاندې په (۹۴)مخونو کې بشپړ کړی دی اثرسریزه او مخکینۍ خبرې اواصلي موضوع لري.تر سریزې وروسته په خپله ادبي ټولنه تعریف شوې او ټولنې په هکله په کې معلومات وړکړل شوي بیا وروسته هغه خلکو چې ادبي ټولنې جوړې کړې دهغوی کلونه،دهغوی سیمې چې دغه ټولنې په کې جوړې شوي په تفصیل سره بیان شوي  لکه:داټک پښتوادبي ټولنې،دپېښور پښتوادبي ټولنې،دچارسدې پښتوټولنې ، ددیرپښتوادبي تولنې،دکراچۍ ادبي ټولنې اوداسې نورې ټولنې په کې په تفصیل سره معرفي شوې دي.

په پای کې دموضوع په اړوند پایله چې وړاندیزونه هم ورسره مل دي لري څېړونکې په خپل دې اثر کې د(۱۷)معتبرو ماخذونو څخه استفاده کړې ده.

۲- د افغانستان مشهورې پښتنې شاعرانې

دا داستاد نظیفه اخلاص یوبل علمي او تحقیقي اثر دی چې په ۱۳۸۳لمریزکال یې د پوهنمل علمی رتبې ته دکابل ښوونې اوروزنې پوهنتون استاد پوهندوی محمود ساپي تر لارښوونې لاندې په(۵۳)مخونو کې بشپړ کړی د ی.اثر سریزه اومخکنۍ خبر هم لري چې دموضوع په اړوند په کې بیان شوی دی،بیاورسته په افغانستان کې چې دکوم وخت نه پښتنو ښځو  شاعري پيل کړي بیان  شوى بیا وروسته هرې دورې ښځینه شاعران. لکه:

۱- د ویدي او اوستاعصر ښځینه شاعرانې ۲- دلرغونې دورې پښتني شاعرانې ۳- دکلاسیکې دورې پښتني شاعرانې ۴- دهوتکیانواو ابدالیانوپه دوره کې پښتني شاعرانې ۵- دمعاصرې دورې مشهورې پښتني شاعرانې.دټولودورو ښځینه شاعرانو یوڅه ژوند لیک او داشعارو یوه بېلګه راوړي دي.

دا اثر په پای کې پایله اومناقشه هم لري چې وړاندیزونه هم ورسره مل دي.څېړونکي په دې موضوع کې(۲۰)معتبروماخزونو څخه استفاده کړېده.

۳- پښتوادب کې دنوي او آزادشعر دپيدایښت او پایښت څېړنه

داد استاد نظیفه اخلاص یوعلمي اوتحقیقي اثر دی چې ۱۳۸۸لمریز کال یې پوهندوی علمي رتبې ته دکابل پوهنتون ژبواوادبیاتو پوهنځي استاد پوهاندمحمدصابرخویشکي تر لارښوونې لاندې به(۱۳۰)مخونو کې بشپړکړی دی.دغه اثر مخکینۍ خبرې او سریزهم لري او بیا د ازادشعر دپيدایښت او پایښت په هکله پوره تفصیل ورکړل شوی دی او وروسته ((پښتو ادب کې دنوی اوازادشعر دپیدایښت اوپایښت څېړنه))پیل کړې دهروسته د هغو پښتانو شاعرانو چې په پښتوادب کې يې ازادشعرونه ویلي دي یوڅه لنډ ژوندلیک او دهغوی د ازادو شعرونو بېلګې راوړل شوي اوبیا ورباندې په تفصیل سره خبرې شوي لکه: سلیمالایق،سلماشاهین،عبدالروف بېنوا،سیدبهاوالدین مجروح،عبدالباري جهاني،اسحاق ننګیال ،پروین فیضي زاده ملال،عارف خزان،احمدتکل،راج ولي شاه خټک اوداسې نور

اثر په زړه پورې پایله لري چې وړاندیزونه هم ورسره مل دي.څیړونکي پدې موضوع کې د(۳۸)ماخذونو څخه ګټه اخیستې ده.

+ليكل شوى لخوا د خموش په 90/10/07 او كړۍ 19:11 |

استاد پښتون اقا شېرزاد په ۱۳۴۵لمریزکال دننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ د هاشم خېلو په کلي کې زېږېدلی دی.لومړنۍ زده کړې یې دننګرهار د میاعمر لومړني ښوونځي کې ثانوي زده کړې یې دجلال اباد ښاردننګرهار په  لېسه کې او کابل کې بشپړې کړې دي. په ۱۳۶۲لمریز کال کې دکانکور ازموینې تېرولو څخه وروسته د کابل پيداګوژي انستیتیوت پښتوڅانګه کې شامل شو او په ۱۳۷۵لمریز کال کې فارغ او په همدغه انستیتیوت چې اوس د ښوونې او روزنې پوهنتون په نامه یادېږي د استاد په حیث مقرر شو.

همداشان د استادۍ ترڅنګ یې ژورنالستیکي دندې (دکلید اخبار مسول مدیر،دکلید مجلې مرستیال او دکلید مجلې دخبریال )هم سرته رسولي دي.

استاد يو شمېرتحقیقي مجلو ته هم لیکني كړي دي چې له هغو څخه د هیله مجله،ګوریت مجله،کلید مجله،کابل مجله،كندها رپوهنتون مجله ... يادوليى شو.

اوس به داستاد علمي رتبوله پاره لیکل شوي اثار په لنډه توګه معرفي کړو.

 

 

۱- ګل پاچا الفت د یو مبتکرلیکوال په توګه:

استاد پښتون اقا شېرزاد په ۱۳۷۹ لمریز کال  د پوهاند صابرخویشکي تر لارښوونې لاندې ((ګل پاچا الفت دمبتکر لیکوال په توګه)) تر سرلیک لاندې تحقیقي اثر په (۷۰)مخونو کې بشپړ کړی او په همدې اثر یې پوهنیاري علمي رتبه ترلاسه کړه.اثرمخکینۍ خبرې او سریزه هم لري او له دې  وروسته دموضوع په اړوند مکمل تفصیل وړکړل شوی او په دې اثر کې په خپله د ګل پاچا الفت د ژوند پېښو لیکوالۍ او شاعرۍ باندې رڼا اچول شوې ده.په موضوعاتو څېړنیز کار شوی په پای کې په زړه پورې پایله چې وړاندیزونه هم ورسره مله دي.

څیړونکي په دې موضوع په لیکلوکې د(۱۰)ماخذونو څخه استفاده کړې ده.

۲- د لرغونې دورې د اشعاروسبکي ځانګړنې:

دا داستاد پښتون اقاشېرزاد یوبل علمي اوتحقیقي اثر دی چې په ۱۳۸۲ لمریز کال د کابل پوهنتون د ژبواوادبیاتو پوهنځي پښتوڅانګې استاد پوهاند صابر خویشکي ترلارښوونې لاندې په (۸۰)مخونو کې پشپړکړي او په همدې اثرکې دپوهنملي علمي رتبه ترلاسه کړې په دې اثر لارښود استاد تقریظ هم لیکلي دی.

اثرمخکینۍ خبرې اوسریزې هم لري چې د موضوع په اړوند بیان په کې شوی تر سریزې وروسته بیا د لرغونې دورې بشپړ خصوصیات په کې تشرېح شوی او دهغوی سبکي ځانکړنې په کې ښودل شوي دي.

په پای کې دموضوع په اړوند په زړه پورې پایله چې وړاندیزونه هم ورسره مل دي  شتون لري. څېړونکی په خپل دې اثر کې د(۱۰) ماخذونو څخه ګټه اخیستې ده

۳- د داستاني ژانرونو د لیکلو لارې:

دا داستاد پښتون اقاشېرزاد یو بل علمي اوتحقیقي اثر دی چې په ۱۳۸۶ لمریز کال د کابل د ښوونې اوروزنې پوهنتون ژبو اوادبیاتو پوهنځي پښتوڅانګې استاد پوهندوی محمودساپي ترلارښوونې لاندې په (۹۰)مخونو کې بشپړ کړی او په همدې اثر یې پوهندوی علمي رتبه تر لاسه کړې .په دې اثر لارښود استاد تقریظ هم لیکلی دی.اثرمخکې خبرې او سریزه هم لري چې دموضوع په اړوند یو څه تفصیل  په کې ورکړل شوي.تر سریزې وروسته ناول،لنډه کیسه،ادبي ټوټې او نور هنري قالبونه په کې معرفي شوي دي د یوداستاني ژانر د اډانې بشپړ تصویر په کې ګښل شوى.

په پای کې دموضوع په اړوند په زړه پورې پایله چې وړاندیزونه هم ورسره مله دي،لیکل شوی.

څېړونکي په خپل دې اثرکې(۱۵)معتبرو ماخذونو څخه ګټه اخیستې ده چې لیکنې ته یې اعتبار ورکړی دی.

۴- خوشال پېژندنه

دا داستاد پښتون اقا شېرزاد یوبل علمي اوتحقیقي اثر دی چې په ۱۳۸۹لمریز کال کې لیکل شوی دی دغه اثرتالیفي اثر دی چې په دې اثر کې دخوشال خان د ژوند،مبارزو،جنګو، شاعرۍ اونورو برخو سپړنه ده په تالیفي ډول تصنیف شوی او تدریسي بڼه لري چې د پوهنوالۍ علمي رتبې له پاره لیکل شوی.اثرمخکینۍ خبرې او سریزه هم لري چې د موضوع په اړوند په کې بیان شوی،اثر په پای کې په زړه پورې پایله چې وړاندیزونه هم ورسره مل دی لري.څیړونکی په خپل دې اثر کې د(۴۰) معتبرو ماخذونو څخه ګټه اخیستې ده.

 

+ليكل شوى لخوا د خموش په 90/10/07 او كړۍ 18:52 |

استاد عبدالقاهر ساپی د عبدالله خان زوی په ۱۳۳۴لمریز کال د لغمان ولایت په مرکز د موسی خېلو په کلي کې زېږېدلی دی.عبدالقاهر ساپی په اوه کلنۍ کې د خپل ولایت د لمبراول په ښوونځي کې شامل شوی او ابتدایي زده کړو څخه وروسته ددې ولایت د روښان په لېسه کې يې زده کړه کړې ده؛خو د ځینو کورنیو ستونزو له کبله د ننګرهار ولایت ته کډه شوی او ددې ولایت (ننګرهارلېسې) د دولسم ټولګي څخه فارغ شوی په ۱۳۵۴ کال کابل پوهنتون ادبیاتو اوبشري علومو پوهنځي کې شامل او ۱۳۵۸ لمریز کال كې ددې پوهنځي د پښتو څانګې څخه د لیسانس په سويه فارغ اود همدې كال په ورستیو کې دننګرهار پوهنتون  په علمي کادر کې منل شوى دى.

دكورنيو جګړو په وخت،  په پېښور کې د افغان پوهنتون سره یې همکاري درلوده خو دننګرهار پوهنتون تدریسي چارې یې هم پرمخ بېولې شاوخوا اته کاله کېږي چې د کابل ښوونې او روزنې په پوهنتون کې د استاد په حیث دنده اجراکوي ،استاد د ماسترۍ تېزس(په بي بي سي رادیوکې پښتو تعلمي خپرونې) ترسرليك لاندې بشپړکړی او دماسترۍ سند یې د کابل پوهنتون ژبو اوادبیاتو پوهنځي څخه په ۱۳۸۸ لمریزکال کې اخیستی دی.نوموړي دخپل کار په موده کې ځینې علمي اثاراومقالې هم لیکلي دي.دده دڅېړنې لومړنی کار د لېسانس دورې پايليك دی چې(دخوشال خان خټک جهانبیني) تر سرلیک لاندې یې لیکلی او دفاع کړی دی.د تحقیقي او څیړنیزو مقالو په لړکې یې لاندې مقالې په علمي او اکاډمیکو موسسو او پوهنتونونو کې نشرشوي دي.

۱- دلنډې کیسې ځانګړنې.

۲- ملاارزاني د لیکوالو له نظره.

۳- سفرنامه او راپورتاژ.

۴- ساقي نامه په پښتو اودري ادبیاتو کې.

۵- په تذکرة الاولیاء کې د لرغونتوب نښې.

۶- په روښاني نهضت کې دمېرمنو ونډه.

۷- د توحیدترنګ موضوعي شننه.

همدارنګه هغه اثار یې چې دعلمي رتبو له پاره لیکلي دادي.

۱- پښتولرغوني منثور متون:

داد استاد عبدالقاهر ساپي یوعلمي او تحقیقي اثر دی چې په ۱۳۷۰لمریز کال كې يې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استاد پوهندوی محمود ساپي تر لاښوونې لاندې په (۱۱۰)مخونو کې پشپړکړی په دې اثر لارښود استاد تقریظ هم لیکلی او په همدې اثر یې پوهنیارۍ علمي رتبه ترلاسه کړې ده.

اثرمخکنې خبرې او سریزه هم لري او دسریزې په برخه کې د موضوع په اړوند بیان شوی دی.په دې اثر کې دمتن څېړنې ځینې اصول اولارښوونې په ګوته شوې  دغه اثردلرغونې دورې د متونو په اړوند تدریسي موضوعات لري. دغه اثر په پای کې پایله او وړاندیزونه هم لري چې موضوع ته یې لا اعتبار ورکړی دی.

څېړونکي پخپل دې اثر کې(۳۰)معتبروماخذونو څخه ګټه اخیستې ده.

۲- پښتوادبیاتو په تاریخ کې دروښانیانو ادبي نهضت:

دا داستاد عبدالقاهر ساپي یوبل علمي اوتحقیقي اثر دی چې په۱۳۸۷لمریزکال د کابل ښوونې اوروزنې پوهنتون استاد پوهندوی محمود ساپي ترلارښوونې لاندې یې په (۱۶۵)مخونو کې پشپړ کړی اوپه  همدې اثر یې پوهنملي علمي رتبه ترلاسه کړې ده.

اثرمخکینۍ خبرې او سریزه هم لري چې په سریزه کې دموضوع په هکله خبرې شوي دي، تر سریزې وروسته په خپله اصلي موضوع په لاندې توګه كار شوى دي.

الف: پښتوادبیاتو تاریخ ته یوه کتنه

ب: د روښانیانو عصر

ج: د روښانیانوادبي نهضت

د: د روښانیانواثار،جنګونه،او مړینه

هـ: د بایزید روښان پیروان(ملاارزاني)،(میرزاخان انصاري)،(دولت لواڼی)،(کریمداد اوبنګښ)،(واصل روښان)..........

و: د روښان ځینې نور پیروان

ز: په روښاني تحریک کې ښځو ونډه

د اثر په پای کې پایله چې وړاندیزونه هم ورسره مل دي شته،څیړونکی پخپل دې اثر کې د(۴۸)معتبروماخذونو څخه ګټه اخیستې ده.

۳- لنډه کیسه دپښتوادب په لره او بره پښتونخواکې:

د استاد عبدالقاهر خان ساپي یوبل علمي او تحقیقي اثردی چې په ۱۳۸۲ لمریز کال د کابل ښوونې اوروزنې پوهنتون استاد پوهندوی محمود ساپي تر لاښوونې لاندې په(۱۶۰)مخونو کې بشپړ کړی دی په دې اثر لارښوداستاد تقریظ هم لیکلی دی او په همدې اثر یې پوهندوی علمي رتبه ترلاسه کړې ده.

اثرمخکنۍ خبرې اوسریزه هم لري د سریزې په برخه کې دموضوع په هکله خبرې شوې دي.

د سریزې وروسته دغه لاندې موضوعات څېړل شوي دي:

۱- پښتو ادب ته عمومي کتنه

۲- پښتوادب عمومي ژانرونه

۳- لنډه کیسه په لره او بره پښتونخوا کې

الف: په بره پښتونخواکې                     ب: په ښکته پښتونخواکې

داثر پایلې څخه وروسته وړاندیزونه هم لري.

څیړونکی په خپل دې اثر کې(۵۰)معتبروماخذونو څخه ګټه اخیستې ده.

۴- د پښتومعاصرې دورې منتخب منظوم متون:

د استاد عبدالقاهر ساپي پوهنوال علمي رتبې ته کاندید یو تالیفي کتاب دی استاد په دغه اثر د پوهنوالي علمي رتبې په خاطر کار کوي چې لا بشپړ نه دى.

+ليكل شوى لخوا د خموش په 90/10/07 او كړۍ 18:51 |
دپښتواودرى ژبوترمنځ ځينې ګرامري توپيرونه:

په افغانستان كې پښتواودرى ژبې د هيواد رسمي ژبې دي اواكثريت   افغانان په پښتو او دري ژبوګړيږي. پښتوژبه نسبت درى ژبې ته په ګرامري لحاظ دېره غني ده اوهمدا ډول په افغانستان كې پښتوژبه له هرې معلومې ژبې نه متفاوت اوبډاى ژبه ده. كومې ژبې چې دويونكوشمېريې په يوهيواد كښې زيات وي، نوهغه ژبه ياژبې دهماغه هيوادملي ژبې ګڼل كيږي. په افغانستان كې دپښتوژبې دويونكوشمېرپه سلوكې شپېتوته رسيږي اوهمدغه وجه ده، چې له پخوانيوزمانوڅخه پښتو ژبه ددې هيواد دملي اورسمي ژبې په نامه پېژندل شوې ده. په كال (۱۲۴۷) دافغانستان د اساسي قانون په (۳۰) ماده كې هم دپښتو دغه تاريخي حيثيت په رسمي توګه ومنل شو اوپه كال(۱۳۴۳) كې دلويې جرګې له خواهم تصويب شو. دنړۍ نوميالي ختيځ پوهان هم دغه حقيقت مني اوپښتودافغانستان دملي ژبې په نامه يادوي لكه دشوروي اتحاديو نوميالى ختيځ پوه (ښاغلى اسلانوف) په خپله اوږده څېړنه كښې چې دپښتوپه باب يې كړې وه (پښتوژبه يې دافغانستان دملي ژبې په نامه بللې ده) ښاغلي اسلانوف په مسكوكې دپښتوژبې يومشهوراستاد اوپوهاند دى، چې له ډېرو پخواكالونوراهيسې دپښتواو پښتنوپه باب په علمي پلټنو اوڅېړنو بوخت دى.(۳۸-۲۳مخ* خوددې سره سره د درى ژبې لهجه عامه ده اواكثريت افغانان په درى ژبه ګړيږي او دافغانستان په ګوټ ګوټ ( كابل ښار) كې له دې عام فهمه لهجې څخه كاراخلي. هغه داچې كله دوه نابلده افغانان سره مخامخ شي نوطبعاَ په پيل كې په درى ژبه په ګړېدوپيل كوي. خوله حقيقته څخه سترګې نشوپټولى چې دپښتو ژبې لمن پراخه ده، چې د دې توپيربه په لنډاوپه ساده ډول سره دګرامرپه برخه كې دپښتواو درى ژبوترمنځ وڅېړو: 1.         دالفبا توپېرونه: څرنګه چې دپښتوژبې دالفباتوري  (۴۰) دي اوپه دغو(۴۰) توروكې (۲۲) توري دپښتو او درى ژبو ترمنځ شريك دي، كوم توپېر، چې پكې ليدل كيږي هغه دادى، چې دپښټوژبې خاص دالفباتوري دا دي(ټ، ځ، څ، ډ، ړ، ږ، ښ، ڼ) چې داتوري يوازې په پښتوژبه كې كارول كيږي لكه:ټاټوبى، ځان، څـــــادر، مــــــنډه، بــــــڼ، لومړى،ږيره،ښاروالي او داسې نور. (  ۲۳-۳مخ*  دپښتوخاص توري په درى ژبه كې نشته اونه يې داستعمال امكان شته. همداډول د درى ژبې الفباتوري(۳۴) دي او د درى خاص توري دادي ( پ، چ، ژ، ګ) او ددې څلورو تورو استعمال په پښتوليكنه كې ترډېره حده داستعمال وړ دي لكه: پښتو، چنار، ژړاه، ګړندى، چاپېريال او داسې نور له دې څخه معلوميږي، چې په پښتو ژبه كې هر ډول دمستعارولغاتو دقبلولو اوداستعمال امكان شته. 2.          دنومونو ترمنځ توپيرونه: الف- نـــــوم: نوم هغه كلمه ده، چې يې دزمانې له لرتباط څخه دراز راز څېړنيزواو پديدو څرګندونه كوي لكه: مړى،تيږه،لرګى،ښايست،روغ، ونه، مور او داسې نور.(۳۴-۳۹مخ*  په پښتوژبه كې دمؤنث اومذكرنومونو دپېژندلولپاره دوه لارې موجودې دي. يوه لاره يې دمونث او مذكر لپاره د جلا جلا نومونو اېښودل دي چې په لفظ كې سره ارتباط نه لري لكه: پېغله، نجلۍ، ځلمى، پلار، مور، خور، ورور، هلك ... او دوهمه لاره داده، چې مؤنث نوم ديوې قاعدې سره سم له مذكرڅخه جوړشوي وي اوپه لفظ كې يوتربله اړيكې لري او دې ډول مؤنث ته قانوني مؤنث وايي  لكه:   پښتــــــوبرخـــــــــه درى برخـــــــــــــــه مذكر مؤنث مذكر مؤنث ښوونكى ښوونكې معلم معلم زده كوونكى زده كوونكې شاګرد شاګرد ځوان ځوانه جوان جوان ماشوم ماشومه طفل طفل ليكن په دري ژبه كې سره له دې چې دا ډول نومونه شته دي لكه: مادر، پسر، جوان، برادر، خواهر اوداسې نور خوپه پښتوژبه كې دپېغلې او ځلمي له نومونوڅخه څرګنديږي، چې مؤنث جلا اومذكرجلا اوپه درى ژبه كې دجوان دنوم څخه دامعلومه نه شوه، چې دجوان څخه يې مطلب نجلۍ ده اوكه هلك. درى ژبه په ځينې مواردوكې دمؤنث اومذكر دنومونودپېژندلو لپاره داسې كومه خاصه قاعده نه ده وضعه كړې،چې مذكراومؤنث نومونه په لفظي لحاظ ارتباط ولري يا دورستاړي په مرسته مذكرپه مؤنث واوړي. لكه څرنګه، چې پورته يې يادونه وشوه په پښتوكې هغه مذكرنومونه، چې په آخركې يې نرمه(ى) راغلې وي، كه چېرې په اول اومنځ كې يې دروندخج نه وي راغلى دمذكر(ى) په زوركۍ واله (ۍ) بدليږي اوكه چېرې په اول كې يې دروندخج راغلى وي نودآخر(ى) په اوږده يا(ې) بدلېږي اومؤنث ورنه جوړېږي، خوپه درى ژبه كې داسې كومه علامه نشته، چې مذكراومؤنث په ساده ډول سره معلوم كړي، چې له دې مثالونوڅخه به يې څرنګوالى په ډاګه شي:     پښتــــــوبرخـــــــــه درى برخـــــــــــــــه مذكر مؤنث مذكر مؤنث كابلى كابلۍ كابلى كابلى ليونى ليونۍ ديوانه ديوانه تږى تږې تشنه تشنه ملګرى ملګرې رفيق رفيق كندهارى كندهارۍ كندهارى كندهارى       په مفرد اوجمع نومونوكې توپير:   په پښتوكې دمؤنث اومذكرلپاره ځينې نښې اوعلامې ښـــــــــــځيـــــنه ( مؤنث) نـــــــــــارينـــه ( مذكر) مثالونه دښځينه نوم  نښې مثالونه دنارينه نوم نښې اسپه، لښته څرګنده (ه) ۱ لرګى، منګى نرمه (ى) ۱ لښتۍ، خولۍ زوركۍ واله (ۍ) ۲ تالو، بانو څرګند (واو) ۲ ژړا، خندا الف ( ا) ۳ تره، وراره كوچنۍ( ه) ۳ ښارو، زانګو اوږد ( واو) ۴ پلو، كنډو نرم (واو) ۴ بياتي، ښادي څرګنده ( ي) ۵ ميز، لاس چې په آخركې اصلي توري وي اوسماعي مونث نه وي ۵ ادې، ناوې اوږده ( ې) ۶     ۶ په پښتو او درى ژبوكې دجمع اومفرد نومونولپاره ځينې نښې اوعلامې شته، چې دانښې اوعلامې په پښتوكې دښځې لپاره جلا او نارينه لپاره يوډول نښې او علامې ښكاره شوې دي اوكارول كيږي. په پښتوژبه كې دمذكردجمع علايم دادي( ي، ګان، يان، نان، نه) اودمؤنث جمع نومونه لپاره( اي، ې، ګانې، وې) نښې شته اوپه درى ژبه كې دمذكراومؤنث دجمع نومونولپاره نښې اوعلايم په يو ډول دي، چې هغه عبارت ( آن، ګان، يان، وان، ها) دي اوپه نومونو كې يې داډول استعمالو:   پښتــــــوبرخـــــــــه درى برخـــــــــــــــه مذكر جمع مؤنث جمع جمع مذكر جمع مؤنث ساده ګان ساده ګانې ساده ها ساده ها آشنايان آشنايانې آشنايان آشنايان پښتانه پښتنې پشتون ها پشتون ها چرګان چرګانې خروس ها ماكيانها موچيان موچيانې موچي ها موچي ها ليكونكي ليكونكې نويسنده ګان نويسنده ګان دوبيان دوبيانې دوبى ها دوبى ها   په پورته درى لغاتونوكې شك شته هغه داچې مذكر اومؤنث نه دي په ډاګه.، خود جملې په كارولوسره او ياداشارې په مرسته كيداى شي، چې مطلب حاصل شي. په درى ژبه كې ترډېره حده دعربي ژبې لغات په مستعار ډول داخل شوي دي، خوددې استعمال په ځينوځايونوكې كاملاْ غلط دى دمثال په ډول دمذكرنومونودجمع كولولپاره لكه:   مفـــــــــــــــــــــــرد جمـــــــــــــــــــــــــع فيل افيال تـــوپ اتواپ تركـــمـن تراكمه برهمــــن براهمه   ځكه، چې په درى كې دمذكردجمع كولولپاره له (ها) څخه بايد كارواخلو لكه توپها، افغانها، فيل ها اوداسې نور. كومه دتانيث نښه،چې له عربي څخه پښتو او درى ژبوته په مستعارډول راغلې ده، په درى ژبه كې يې دمؤنث نومونولپاره كارول كاملاَغلط دي لكه: معلم، معلمه ،كاتب، كاتبه ،طبيب، طبيبه ،  اوداسې نور.   3.         دجنس نوم: چې په يوه نه شميريدونكي څيز اړه لري ، لكه غنم، تيل، اوبه اوداسې نور.( ۵۷-۳۹مخ*. په درى ژبه كې دجنس نومونو دجمع كولولپاره يوه نښه ټاكل شوې ده، چې هغه عبارت له (ها) څخه ده (۴۰-۳۸مخ په پښتوژبه كې دجنس دجمع كولولپاره كومه خاصه نښه نشته لكه په لاندې مثالونوكې پښتــــــوبرخـــــــــه درى برخـــــــــــــــه مفرد جمع مفرد جمع عنم عنم ګندم ګندمها سابه سابه سبزي سبزيها ميوه مېوې ميوه ميوه ها   ځينوژبپوهانودجنسيت دجمع ښودلولپاره دداسې نښونه هم كاراخيستى دى لكه:  سبزيجات، ميوه جات، كارخانه جات، فابريكه جات... نو څرنګه چې وويل شول ، دداسې نښو استعمالول په درى ژبه كې غلط كاردى اوكه چېرې استعمال شوي وي نوهغه به ډېراستثنايي حالت وي. 4.         صـــــفـــــــــت: صفت هغه كلمې ته وايي، چې ديونوم  حالت  ، كيفيت او څرنګوالى معلوموي يابيانوي. په پښتو ژبه كې صفت ترخپل موصوف دمخه راځي او دغه تركيب ته توصيفي تركيب وايي. په درى ژبه كۍ بيادصفت استعمال تل له موصوف وروسته واقع كيږي، خودضرورت په لحاظ كله كله په ځينوشعرونوكې له موصوف نه مخكې واقع كيږي لكه ابرقدرت، سرخ كوتل اوداسې نور همداډول په پښتو ژبه كې صفت دخپل موصوف تابع وي او د دواړو ترمنځ مطابقت لازمي دى، يانې كه موصوف جمع وي نوصفت هم دجمع په شكل راځي اوكه موصوف مفرد وي صفت هم دمفردپه شكل راځي همداډول په مفرداوجمع كې لكه:   پښتــــــوبرخـــــــــه درى برخـــــــــــــــه مذكر مؤنث مذكر مؤنث غټ غټه بزرگ بزرګ ښكلى ښكلې زيبا زيبا ټيټ ټيټه كوتاه كوتا روغ روغه جور جور تور توره سياه سياه   په پورته صفاتوكې روغ دمذكرلپاره استعماليږي اوروغه دمؤنث لپاره خوپه درى ژبه كې دمؤنث اومذكرلپاره يوډول صفت استعماليږي، همداډول دصفت موقعيت په درى او پښتو جملو كې په لاندې ډول دى:   دصفت موقعيت پښتوبرخــــــــــــــــــــه درى برخه ښكلې نجلــــــــــــــــۍ دخترقشنګ باادب زده كوونكــــى شاگردباادب ســــــــــــــره مڼــــــه سيب سرخ تكړه ځــــــــــــــــوان پسرباغيرت توره نجلــــــــــــــۍ دخترسياه   5.         دمضاف اومضاف اليه په برخه كې: په پښتوژبه كې مضاف اليه دمضاف څخه دمخه راځي لكه: د:وردګو مڼې، دقندهارانار، دزروګوتمۍ، اوداسې نور. مګرپه درى ژبه كې اول مضاف اوبيامضاف اليه راځي لكه : سيب كابل، انارقندهار، انگشترطلا اوداسې نور. كه چېرې په پښتوژبه كې مضاف اليه د(مې، يې، دې) ضماير واقع شي بيا د درى په څېر واقع كيږي او داضافت (د) ورسره نه راځي لكه: كتاب مې، كتاب دې، كتاب يې.   6.          نومځــــــــــړي ( ضمير): ضميرهغه کلمه ده چې دنوم پرځاى دتكرارد لرې کولود پاره راځي.اويا نومځړى هغه ويي دى چې ديوه څيزنوم ښكارندويي كوي(۴۱-۱۱۵مخ*  په پښتوژبه کې دضميرډولونه خورا زيات دي لکه: شخصي ضميرو نه  ، اشاري ضميرونه، استفهامي ضميرونه، مبهم ضميرونه، ربطي ضميرونه، چې هريو ډول يې ځانته نحوي حالتونه لري. په دې برخه کې مونږ يواځې په شخصې او اشاري ضميرونو ګړيږو.   ٨ – ځانګړي ( شخصي ضميرونه ) شخصي ضميرونه : هغه دي چې په ټاکلي شخص ( متکلم ، مخاطب او غايب ) باندې دلالت کوي ( زه ، ته ، مونږ ، تاسې ، دوي ، دا ، دى ) او په دري ژبه کې د شخصي ضميرونو لپاره شپږ ضميرونه ( من ، تو ، شما ، او ، ايشان ،ما ) موجود دي لکه څرنګه چې جوته شوه په پښتو ضميرونو کې د مذکر او مؤنث غايب لپاره ( دى ، دا ) ضميرونه شته دي چې جنسيت يې له ورايه ښکاري يانې د (دى) ضمير مذکر او د (دا ) ضمير مؤنث لپاره استعماليږي ، خو په دري ژبه کې د مذکر او مؤنث لپاره يواځې د (او ) ضمير څخه کار اخلي او په جمله کې د استعمال وړ دى.   ځانګړي (شخصي ) ضميرونه په دوه ډوله دي: الف - خپلواک منفصل شخصي ضميرونه . ب   - ناخپلواک منفصل شخصي ضميرونه .   الف - خپلواک منفصل شخصي ضميرونه: خپلواک منفصل شخصي ضميرونه په جمله کې د استعمال له مخې دا لاندې نحوي حالتونه لري . ١- فـــاعلـي حالت . ٢- مفعولي حـالت . ٣- اضافي حــالت . ٤- ارتباطي حالت .   ١- فاعلي حالت : فاعلي حالت که چېرې په جمله کې خپلواک منفصل شخصي ضمير د فعل د فاعل په حيث واقع شي او تعلق يې مستقيما د فعل سره وي نو ددې ضميرونو دغه حالت ته فاعلي حالت وايي ، چې دا حالتونه به په دري او پښتو جملو کې په يو څه توپير سره ووينو .                                          فاعلي حالت     پښتو                                                                     دري    زه ځم .                                                                     من ميروم .    دا ځي .                                                                   او ميرود .    دى ځي .                                                                 او ميرود .    دې ډوډۍ پخه کړه .                                          او نان پخته کرد.    دوي لاره جوړه کړه .                                          اينها راه را جور نمودن.    هغو خپل کار وکړ.                                             آنها کار خود را کردن .   په پورته جملو کې ليدل کيږي چې په دري جملو کې د ( او ، او ، او ) فاعل څخه دا معلومه نه ده چې کوم فاعل مؤنث دى او کوم مذکر دى  او په پښتو ژبه کې دې ( دى او دا ) له فاعل څخه څرګنديږي چه (دا ) مؤنث او ( دى ) مذکر ضميرونه دي .   ٢ – مفعولي حالت : که چيري په جمله کې خپلواک منفصل شخصي ضمير د فعل د مفعول په حيث راغلى وي او د فعل اغيزه مستقيما بې له واسطې د بلې کلمې څخه په ده باندې واقع شوې وې نو د ضميرونو دغه حالت ته مفعولي حالت وايي :   مفعولي حالت                                       پښتو                                                                     دري متــــــکلــــم –            احمد زه وپېژندلم .                              احمد مرا شناخت . مخـــــاطــب –            احمد ته وپېژندلې                              احمد شما را شناخت. مذکر غايب –           ما دى وليد .                                           من او را ديدم . مؤنث غايب –           ما دا وليدله .                                         من او را ديدم .     په پورته پښتو او دري جملو کې يو څه توپير ليدل کيږي هغه دا چې په پښتو جملو کې د مؤنث او مذکر غايب ضميرونه ( دى او دا ) دي همدا ډول له ( وليده او وليدله ) فعل څخه هم معلوميږي چې ما ښځه وليده  او که نارينه ، خو په دري کې بيا داسې نه ده د مؤنث او مذکر د پېژندلګوۍ لپاره کومه خاصه نښه نه ده استعمال شوې .   مفعولي حالت پښتو جمع                                                            دري جمع  متـــکلــــــم –              احمد مونږ وپېژندلو .                                احمد ما را شناخت . مخـــاطــــب –              احمد تاسو وپېژندلئ .                              احمد شما را شناخت. مذکر غايب –              ما دوي وليدل .                                            من آنها را ديدم . مـــــــــؤنــــث –              ما دوي وليدلې .                                         من ايشان را ديدم .   په پښتو جملو کې د ضمير او فعل څخه معلوميږي چې جمع مذکر ته ( دوي وليدل ) او مؤنث ته ( دوي وليدلې ) استعمال شوى .   ٣- ارتباطي حالت : د پښتو ژبې په ګرامري  قاعدو کې داسې ويل شوي چې که چيرې ضمير په يوه جمله کې د ځينو سرينو او يا پسينو په راوړلو سره فاعل يا مفعول واقع شي نو ويلى شو چې نوموړى ضمير په جمله کې ارتباطي حالت لري ، او مثالونه يې په پښتو او دري ژبو کې داسې دي ، چې په لاندې ډول ښودل شوي دي .                                                                              ارتباطي حالت                            پښتو برخه                                                              دري برخه                          له هغې نه قلم واخله .                                    از او قلم را بګير .                          هغه ته قلم ورکړه .                                          براى او قلم بدهيد .                         ددغو کار ولې نه کوې                                 چرا کار اينها را انجام نميدهيد.                         له هغو پوښتنه وکړه .                                    از آنها بپرس .   په دري جملو کې که چيرې مرجع نه وي ذکر شوې جمله عام  فهمه نه راځي لکه په تېرو جملو کې او نان پخته کرد او که چيرې مرجع ورسره ذکر شي لکه او زن نان پخته کرد. يا اين زن نان پخته کرد. نو په دې صورت کې به جمله عام فهمه وي ، خو د ګرامري څېړنو له مخې ويل شوي چې د اشاري ضميرونو سره که چيرې مرجع نه وي ذکر شوې نو اشاري ضميرونه بلل کيږي لکه په پورته مثالونو کې ، او که چيرې مرجع ورسره ذکر شوې وي نو بيا اشاري صفت ورته ويل کيږي لکه دغې ښځې ډوډۍ پخه کړه. او يا داسې ،چې او زن نان را پخته کرد .   غونډله ( جمله )   الف – غونډله (جمله ): جمله په دوه ډوله ده يوه نيمګړې ، او بله پوره جمله که د يوې خبرې څخه مخاطب ته پوره مطلب ونه رسي هغه خبره نيمګړې ده لکه : د احمد تره ، سره زر ... او کومه خبره چې بل ترې پوره مطلب واخلي پوره جمله بلل کيږي لکه : د احمد تره راغلى دى . دا خبره سره زر ده ... يانې که چيرې دوه يا زياتې کلمې چې پوره مفهوم افاده کړي يا يوه کلمه چې دوې اساسي برخې ( مبتدا او خبر ) ولري جمله بلل کيږي په پښتو کې د مانا او جوړښت له مخې د جملې مشهور ډولونه دادي . ١- خبريه جمله ٢- امريه جمله ٣- استفهاميه جمله ٤ – بيانيه جمله ٥ – مفرده او مرکبه جمله ٦ – فعليه جمله ٧- اسميه جمله ٨- ندايه جمله   ١ – خبريه جمله : هغې جملې ته وايي چې د يو شي د حالت او کيفيت څخه حکايت کوي او په جمله کې مبتدا او خبر دواړه موجود وي چې اوس به د مبتدا او د خبر موقعيت او د هغو څرنګوالى په پښتو او دري جملو کې په ګوته کړ و.                                 خبري جملې پښتو برخه                                                      دري برخه                                            پروين لاړه.                                                  پروين رفت.                                            احمد ولاړ.                                                   احمد رفت.                                            شريف او کريم راغلل.                             شريف و کريم امدن.                                                   نسرين او شريفه راغلې.                         نسرين و شريفه امدن.                                            دا ويده ده.                                                   او خواب است.                                            دى ويده دى.                                              او خواب است.   په پورته جملو کې ليدل کيږي چې د پښتو او دري جملو تر منځ توپير شته هغه دا چې په پښتو جملو کې مبتدا د خبر سره سمون لري لکه پروين لاړه او يا لکه احمد لاړ  ، چې د مذکر اومؤنث لپاره جلا جلا خبرې ذکر شوې دي او په دري جملو کې بيا داسې نه ده خبر د مبتدا سره هيڅ مطابقت نه کوي لکه رفت ، رفت او يا لکه امدن ، امدن چې ايا دلته يې مطلب د چا څخه دى؟  له مؤنث جمع څخه دى او يا له مذکر جمع څخه دى ، او د (او) ضمير په برخه کې هم همدا ډول په لاندې جملو کې بيا هم توپيرونه ليدل کيږي .   نسرين در امتحان نهايى به درجه عالى کامياب شد .   احمد در امتحان نهايى به درجه عالى کامياب شد.( ۵۶-۴۲مخ*   په پورته جملو کې د ( شد ، شد ) په برخه کې د دواړو جملو تر منځ توپير نشته خو په پښتو کې په داسې جملو کې د مفرد او جمع ، مذکر او مؤنث لپاره توپير ليدل کيږي .   زرمينه په کلنۍ ازموينه کې په لوړه درجه بريالۍ شوه.   زلمى په کلنۍ ازموينه کې په لوړه درجه بريالى شو .   په پورته لومړۍ جمله کې چې مبتدا ( زرمينه ) مفرد مؤنث ده  نو فعل ( شوه ) هم د مفرد مؤنث په ډول راغلې ده ، او په دوهمه جمله کې مبتدا ( زلمى ) مفرد مذکر دى فعل ( شو) هم د مفرد مذکر لپاره راغلى دى .   ٢- بيانيه جمله : بيانيه جمله هغه جمله ده چې حال بيانوي .   پښتو برخه                                                                 دري برخه پرون احمد ته ياد کړې .                               ديروز احمد ياد شما کرد . پرون احمد ته ياده کړې .                               ديروز احمد ياد شما کرد . دا مې پېژني .                                                     او ( مؤنث) مرا ميشناسد.  دى مې پيژني .                                                  او ( مذکر ) مرا ميشناسد .   په پورته دري  جملو کې د شما ، شما ضميرونو څخه معلومه نده چې مطلب يې له مخاطب مفرد څخه دى او که له جمع څخه دى او په پښتو کې د (ته ) ضمير مفرد دى همدا ډول لکه : اورا ميشناسد ، او را ميشناسد هم معلوم نده چې ما څوک پېژنې خو په پښتو کې بيا داسې نه ده ځکه چې له ( دا ) څخه يې مطلب مؤنث دى او ( دى ) څخه يې مطلب مذکر دى همدا ډول په دري کې بيا هم داسې جملې شته دي .   ( خواهر مريم بسيار مقبول است ، برادر مريم بسيار مقبول است )   په پورته جملو کې بسيار ، بسيار يو ډول قيد دى او مقبول ، مقبول هم يو ډول صفت استعمال شوى او ( است ، است ) هم خو همدا جملې بيا په پښتو کې داسې دي چې په قيد کې جلا جلا او په صفت کې جلا جلا توپير ونه شته لکه :   ( د مريم خور ډېره ښکلې ده ، د مريم ورور ډېر ښکلى دى )   په پورته جملو کې ليدل کيږي چې د قيد په برخه ( ډېر او ډېره ) کې توپير شته همدا ډول ښکلى او ښکلې کې هم توپير شته هغه دا چې که چيرې مبتدا جمع يا مفرد وي او يا مبتدا مؤنث يا مذکر  وي په دې صورت کې  د جملې خبر دې د مبتدا سره مطابقت بايد ولري چې داسې ځانګړتياوې يوازې په پښتو جملو کې ليدل کيږي .   ٣ – استفهاميه جمله : استفهاميه جمله هغه جمله ده چې مطلب يې په کې د يو شي په اړه پوښتل وي لکه :   دغه هلک د چا زوى دى ؟                                دا انجلى د چا لور ده ؟                 آيا تا دى خبر کړى چې زه ځم ؟                        آيا تا دا خبره کړې چې زه ځم ؟                                   دا ټول ځونان دى ؟                                                 دا ټولې پېغلې دي؟   په پورته استفهامي جملو کې يو ډول فعلونه استعمال شوي ، چې دى مذکر لپاره لکه : دى د چا زوى دى ؟ ، دى مو خبر کړ ؟ او دا ټول ځوانان دي ؟ همدا ډول د مؤنث لپاره جلا ضميرونه او فعلونه کارول شوي دي ( دا انجلۍ د چا لور ده ؟ د امو خبره کړيده ؟ د اټولې نجونې دي ؟ ) چې هر فعل د نومونو تابع دى چې همدا جملې بيا په دري جملو کې داسې کارول شوي دي .      اين پسر کى است ؟                       اين دختر کى است ؟ او را خبر کرديد ؟                            او را خبر کرديد ؟                         آيا اين همه جوانان هستند ؟     ايا اين همه جوانان هستند ؟   په پورته دري جملو کې ليدل کيږي چې پسر او دختيرونو کې .   ٤- امريه جمله : امريه جمله هغه جمله ده چې مطلب پکښې د يوه کار غوښتل وي چې دا بيا هم په دري او پښتو جملو کې داسې در نومونه مخکې له شخصي ضميرو څخه راغلى دى په پښتو کې بيا لومړي شخصي ضميورنه او وروسته بيا نومونه استعمال شوى البته په استفهامي ضمي. مذکر : کريمه ته و لاړ شه.             مؤنث : شريفې ته ولاړه شه.                                  ته به بيا ما ياد کړې.                        ته به بيا ما ياده کړې.                                  ته دى خبر کړه.                                     ته دا خبره کړه.   په پورته لومړيو جملو کې ليدل کيږي چې متکلم او مخاطب دواړه مذکر دي او په دويمه برخه کې بيا متکلم او مخاطب دواړه مؤنث دي او کله چې کريم ته خطاب شوى نو کريم په کريمه ! بدل شوى يانې د نوم په تلفظ کې بدلون راغلى او شريفه چې مؤنث نوم دى کله چې خطاب ورته شوى نو شريفه په شريفې! بدله شوې ځکه ، چې پښتو امريه حالت کې نوم تغير مومي خو په دري کې بيا داسې کوم بدلون په نوم کې نه راځي همدا ډول په دويمې اودرېيمې جملو کې ( مابه ياد کړې ، ما به ياده کړې ) مطلب واضح دى چې متکلم او مخاطب  مذکر جلا ، جلا او مؤنث جلا ، جلا دي. خو داسې توپيرونه په دري کې نه تر سترګو ګيږي لاندې مثالونه وګورئ.                 مذکر : احمد ! شما برويد                 مؤنث : مريم ! شما برويد . شما مرا ياد نمايد .                              شما مرا ياد نمايد .    شما او را خبر کنيد                               شما او را خبر کنيد .       په پورته جملو کې د مخاطب په ضمايرو کې هيڅ توپير ندى راغلى همدا ډول په فعلونو کې هم مؤنث او د مذکر لپاره يو ډول فعل استعمال شوى. که څه هم مخکې ويل شوي چې هره ژبه تر يوې اندازې پورې ځانته مخصوص ادات او علايم لري لکه د پښتو ژبې بعضې خصوصيات چې هغه په نورو ژبو کې ډېر کم ليدل کيږي لکه: ١- د ( را ، در ، ور ) په برخه کې ليدل کيږي چې دري وړې وړې کلمې دي  هره يوه په خپل ځان کې د فعل مرجع او تخصص واضع کوي چې ددغو په مقابل کې په نورو جملو کې يوه ناروغه جمله استعما ليږي . اوس که مونږ ددې درې واړو کلمو خواص د دري ژبې سره مقايسه کړو بده به نه وي ، دا درې واړه کلمې پخپله اداکې د فعل مرجع ( يانې متکلم ، مخاطب ، غايب ) چې د بل ضمير تفسير کوي او له هغه څخه ښکارندوي کوي لکه :   پښتو برخه                                            دري برخه                          الف – راغورځول.                             بطرف خود انداختن .           ب –  در غورځول.                               به توانداختن .            ج -   ورغورځول .                                به او انداختن .   لکه څرنګه چې ليدل کيږي په دري برخه کې يواځې ( انداختن ) هيڅ د فعل مرجع نه شي کيداى تر څو چې ( به من ، به تو ، يا به او ) ورسره مل نشي . بل لکه په حاضره امريه جملو کې لکه :   پښتو برخه                                                               دري برخه راوړه                                                                          به من بيار دروړه                                                                         به خود ببر                                            وروړه                                                                         به او ببر   لکه څرنګه چې بيا هم ليدل کيږي په دري امريه جملو کې ( بيار ، ببر ، به او ببر ) سره اصلي مرجع نده معلومه تر څو چې ( بمن ، به تو ، يا به او ) ورسره مل نشي او که چيرې ووايو چې ببر مخاطب په شک کيږي چې د ځان لپاره يې ويسم او که د بل لپاره ، خو په پښتو جملو کې په ډاګه ښکاري چې راوړه ، دروړه ، او داسې نور چې هر يو يې ځان ته د مرجع ښکارندوي کوي لکه :   پښتو برخه                                                               دري برخه                                          راځم                                                                              ميا يم         درځم                                                                             نزد شما ميا يم                                                 ورځم                                                                             نزد او ميروم .    په دري برخه کې يو اځې له ميا يم  يا ميروم څخه مقصد پوره نه څرګنديږي که چيرې نور ضماير ورسره مل نشي . مګر د پښتودغه د فصاحت څخه ډکې کلمې د هر فعل په يو ځاى کېدو سره خبره دومره واضع کوي چې نور تفصيل ته يې هيڅ اړ تيا نشته همدا ډول ( راشه ) چې يوه ځانته ما نا ورکوي يا ( نزد من بيا ) چې بيا هم جلا مانا ورکوي دلته د يوه بل ټکي ښودل هم لازمي شوه هغه دا چې که چيرې ددې دريو کليمو سره ( شه ) يو ځاى شي لکه ( راشه ، ورشه ، درشه ) نو د مفرد فعل صورت ښکاره کوي او که چيرې ( ځ ) ورسره مل شي نو د استمراري صورت پيدا کوي چې مثالونه يې پورته وښودل شول. بله دا چې که دغه ( را ، در ، ور ) که چيرې د خپل دويمې کلمې څخه بېل شي نو په دي صورت کې هر يوه کلمه بې مانا پاتې کيږي يا يې مانا په ځينو الفاظو کې معکوسه کيږي لکه د ( راتلل ) څخه چې ( را ) کلمه بې له شي د ( آمدن ) په ځاى ترې ( رفتن ) مانا ورکوي او که د (راځه ) څخه د ( را ) کلمه بيله شي همداسې معکوسه مانا ورکوي يا کله ، ورکول که چيرې له دې څخه ( ور ) جلا شي نو په د صورت کې کول يا کردن مانا ورکوي . ٢- په پښتو جملو کې بيا هم ( وهل ، ويشتل ) فعلونه شته دي چې هر يو يې جلا ، جلا ما نا او ځاى لري هغه دا چې  وهل په هغه صورت کې ويل کيږي چې په لاس يا په لرګي سره حاضر مهال کې په مخاطب باندې واقع کيږي . په داسې حال کې چې مغلوب يانې د وهلوال د وهونکي له خوا له نيژدې څخه وهل کيږي . او ويشتل هغه دي چې د لرې څخه په تيږه يا په توپ يا د ټوپک په ذريعه يو سړى ويشتل کيږي چې په عربي   کې ورته ( رمى) ويل کيږي اما په دري کې ددې دواړو فعلو لپاره يو ډول د زدن د فعل څخه بل فعل نشته که ناڅاپه څوک ووايي چې (احمد را زدن ) مخاطب ته نه جوتيږي چې احمد په څپېړه ووهل شو او که په ټوپک وويشتل شو تر څو چې شرح ورنکړي شي . خو په پښتو کې سمدلاسه جوتيږي چې متکلم څه  وايي او بل ( احمد ووهل شو ) مخاطب پوهيږي چې احمد په لاس يا په لرګي ووهل شو او که وويل شي چې ( احمد وويشتل شو ) نو په دې صورت کې پوهيدل کيږي چې احمد له لري څخه په ټوپ تيږه يا په کوم بل شي وويشتل شو . ٣ – په پښتو کې ( وړل ، بوول ، يا بيول ) فعلونه دي چې دا هم په بيلا بيلو ځايونو کې استعماليږي ، که څه هم ددې دواړو افعالو توپير او تعريف ځينو ابتدايي ليکوالو يوازې ذيروع او بې سا ( بې روح) شيانو سره ښودلى دى مګر دا خبره غلطه ده لکه ، ( وړل ) خاص هغه شي ته راځي چې د وړونکي په وجود باندې باريږي او دده په بدني قوت سره وړل کيږي نو دغه شي عام دي که هغه زيروح وي او که بې سا ( بې روح) وړل ورته ويل کيږي . که چيرې يو سړى ناروغ وي نو په دې صورت کې دغه انتقالول له يو ځاى څخه بل ځاى ته په شا او يا د تذکيرې په مرسته وړل ورته واي اما که دغه سړى د لاس څخه ونول شي او په پښو يې روان کړى نو بيا ورته بول يا بيول ويل کيږي . او دا هغه مهال استعماليږي چې د بيونکې په ذريعه حرکت ورکول کيږي نو دا که د بې روح وي يا بې جان وي په دري ژبه  کې ددې دواړو لپاره (وړل ، بيول ) يو ډول ( بردن ، بردن ) فعل کارول شوى دى ٤- ليدل او کتل : ليدل دا چې په سر سري ډول سره د يو شي په ليدلو سره کارول کيږي لکه ، يو سړى چې په لاره ځې هر څه چې ويني او سترګې يې ورباندې لګيږي ديته ليل وايي . او کتل هغه څه ته وايي چې يو شي ته په ډېر دقت او په غور سره ورته کتل کيږي لکه د يو کتاب مطالعه کول ياد يو دوست لټول نو دغه ډول فعل ته کتل وايي . خو په دري کې بيا داسې نه ده په دري کې د ليدلو او کتلو لپاره يوازې د (ديدن ) فعل کارول     اخځليکونه: ۱- ستانكزي، رفيع الله،۱۳۸۶ لمريزكال، دژباړې فن دخوشال روهي په سريزه، كابل:صميم خپرندويه ټولنه،دالف مخ.  ۲=  يحيي، معروف،۱۳۸۴ لمريز كال، فن ترجمه ،اصول نظري وعلمي ترجمه، ايران: دقم مطبعه،۹-۲۰-۱۱-۱۰-۸-۱۴-۲۲-۲۳-۲۳مخونه.. ۳= علي، جان زاده،۱۳۸۵ لمريز كال ،فن ترجمه از ديدګاه صاحب نظران واستادان ترجمه ايران:جانزاده خپرندويه ټولنه.۳۳-۴۶-۷۹-۸۰مخونه. ۴= كورش، صفوي،۱۳۸۵ لمريزكال ،هفت ګفتار در باره ترجمه،اووم چاپ،ايران :الوان مطبعه،۲۲مخ. ۵= جاويده ،احمدي،۱۳۸۴ لمريزكال ،اصول ترجمه،كابل:دافغانستان د تعاون مركز ،۴-۶-۷-۱-۲۶-۳۱-۳۲-۱۰۵مخونه. ۶= نادر، حقاني،.۱۳۸۶لمريز كال ،نظرها و نظريه هاي ترجمه.ايران:دامير كبير خپرندويه ټولنه.۱۷۱مخ. ۷- بيگدلى، على،(نهضت ترجمه در جهان اسلام)انترنت: www.hawzah.net/per/magazine/mr/005/mr00507.asp  ۸ - محمد، هوتك، 1339 لمريز كال ،پټه خزانه، دوهم چاپ ، د پوهاند علامه حبيبي په سريزه تحشيو او تعليقاتو،  كابل ، ۵۸ _ ۶۰-۱۹۲-۱۹۴ مخونه. ۹ - قصيده برده شريف،انترنت: www.hawzah.net/per/magazine/mr ۱۰-زلمي هيوادمل،۱۳۷۹لمريزكال دپښتو ادبياتو تاريخ،لرغونې اومنځنۍ دورې پاكستان:پېښور،دانش خپرندويه ټولنه،۴۵-۴۶ ۱۱- ميجر راورټي ۱۳۶۷لمريزكال،ګلشن روه،  د پوهاند علامه رشاد په سريزه ، كابل :۵۷-۵۸ -۳۷-۳۸مخونه . ۱۲- ختك، عبدالقادر،۱۳۸۳لمريزكال، ګلدسته دهاشمي محې الدين په اهتمام ،كابل:دافغانستان دعلومو اكادمي، ازادۍ مطبعه ۵۷-۵۹مخونه. ۱۳= هيوز ،پادری ،۱۳۵۶ لمريزکال ،کليدافغانی  دعبدالله خدمتګار په سريزه.کابل:داطلاعاتو او کلتور وزارت.۲۵-۲۴-۵۵مخونه. ۱۴- رفيع، حبيب الله، (تاريخ اعثم كوفي) انترنت: رفيع ويبلاك،http://www.tolafghan.com/habibullahrafi ۱۵- خټك ،راج ولي شاه،۱۹۸۹زېږديزكال ادبي تحريكونه پاكستان: پبليک ارټ پريس ۹۸-۹۹-۱۰۳ مخونه. ۱۶= كټوازى،سحر ګل سحر،ب كال ،پښتوادب پوهنه ، پاكستان:يونيورسټي پبليشرز،۱۵۶-۱۶۶-۱۵۵مخونه. ۱۷- هيوادمل، زلمي، ۱۳۶۲ لمريز كال ،د پښتو د اد بي تاريخ خطي منابع ، كابل:پښتوټولنه،۴۵-۴۷مخونه. ۱۸= حبيبي ،عبدالحي، ب،كال (وسايل وشرايط ترجمه وتاريخچه آن(درباره ترجمه دمقالو ټولګه.دوهم چاپ كابل.دافغانستان د ليكوالو ټولنه ،۷مخ. ۱۹-ډاكټر صالحه، ۱۳۷۹لمريزكال، قرآن كريم كى اردو تراجم پېښور: پبليک ارټ پريس ۱۷۹مخ . ۲۰ – بريښ١٣٦٠ لمريزکال)پښتونننی ادب(  دافغان ياد ، دغلام محي الدين افغان دشپيتم تلين په  وياړدليکوالودمقالومجموعه  ، کابل: پوهنتون ،  دژبواوادبياتوپوهنځي ، ٨٠ -۸۱-۸۲مخونه . ۲۱ – هيوادمل زلمي پښتوچاپي اثارپه دووتيروپيړيوکې ۱۳۵۹ لمريزكال،كابل:پښتو ټولنه٢٨١ مخ. ۲۲ – هميش خليل ،١٩٥٨زېږديز کال، پښتانه ليکوال ، لومړی چاپ. پيښور:  پبليک ارټ پريس ٤ مخ. ۲۳ – راحت زاخيلي ،١٣٦٣ لمريزکال، ناول دماه رخې ، دپوهنيارلطيف بهاندپه سريزه  اوتدقيق ، دکابل پوهنتون دفرهنګي شوراخپرونه ، دکابل پوهنتون  چاپخونه ، د( يج ، يد) مخونه. ۲۴- سحر، علم ګل ، (په ادبياتو کې د ناول ونډه)انترنت:د داستانونو ويبسايت، http://dastanona.com/pashto/larshod/full.php?id=2864 ۲۵- رفيع، حبيب الله،د لنډې كيسې تاريخ انترنت:دمينې پلوشې ويبلاګ http://samiamini.blogfa.com/8708.aspx ۲۶-  ستانكزى ،عيسى ۱۳۸۳،لمريزكال (راديويي ډرامه - ژباړه، ليږدونه او اقتباس)داستانونو مجله دوهمه دوره درېيمه ګڼه ب مطبعه ۳۸مخ. ۲۷-عميد،حسن،  ۱۳۸۱ لمريز كال ،فرهنګ فارسي عميد ،ايران:تهران،داميركبير خپرندويه ټولنه. ۳۸۷مخ. ۲۸- (پردي لغتونه) انترنت: دبي بي سي دژورناليزم پوهنځى، BBCPashto.com ۲۹= هاله ،حبيب الرحمن ،۱۳۷۳ لمريز كال ،اساسات ترجمه كابل:خاور خپرندويه ټولنه،۴۵مخ. ۳۰- صالح، صالح محمد،۱۳۸۳ لمريزكال، پښتو او د ژباړې اړتيا. كندهار:بينوا فرهنګي ټولنه،۶۹ مخ. ۳۱= صلح جو ،علي ،۱۳۸۵ لمريزكال ،ګفتمان وترجمه،څلورم چاپ،ايران،نشرمركز.مطبعه.۳۷مخ. ۳۲-ريشتين، صديق الله،۱۳۸۲ لمريزكال ژب ښودنه. پاكستان:پښور،الازهرخپرندويه ټولنه ۹۹ -۹۸مخونه ۳۳- هاشمي،سيد محي الدين،۱۳۸۳كال، دليكوالى فن،دوهم چاپ پاكستان:پېښور.دانش خپرندويه ټولنه ،۱۲۰-۱۲۵مخونه. ۳۴= ګيوي ،حسن احمدي ،۱۳۸۳لمريزكال ،ازفن نګارش تا هنر نويسنده ګي.څلورم چاپ،ايران:مهارت مطبعه.۲۳۹-۵۲-۲۴۰-۲۳۹مخونه. ۳۵= حجازي ،مسكين،۱۳۸۶لمريز كال ،دژورناليزم ژبه،ژباړن:اميرجان وحيد احمدزي،ننګرهار:جلال كوټ. مومند خپرندويه ټولنه.۳۷-۳۵-۱۲۲مخونه. ۳۶- محمدي محمود، ۱۳۸۴لمريز كال، علي ترجمه ورهنماي زبان عمومي ، ايران:تهران،پيام نورپوهنتون ادنا خپرندويه ټولنه.۱۲۲ مخ. ۳۷-ناضميان ،رضا،۱۳۸۱لمريزكال، روشهايي در ترجمه ازعربي به فارسي..ايران:تهران،دفرهنګ او اسلامي ارشاداتو وزارت.۴۵مخ. ۳۸- دوست، دوست محمد ،۱۳۴۷لمريز كال ،دافغانستان ملي ژبې او ادبيات ،كابل:پښتو ټولنه،۲۳مخ. ۳۹- خويشكى ،صابرشاه،۱۳۸۶ لمريزكال،پښتوغږپوهنه او وييپوهنه دوهم چاپ.كابل:صميم ادبي ټولنه.۳۴-۵۷مخونه. ۴۰- ارزلي، حسن،۱۳۷۰لمريزكال، دستورزبان فارسي ايران:اميركبيرخپرندويه ټولنه.۲۸مخ. ۴۱- زيار، مجاوراحمد،۱۳۸۴ لمريزكال، پښتو پښتويه پاكستان:پېښور،دانش خپرندويه تولنه.۱۱۵ مخ. ۴۲-  مولانا، پروين،۱۳۷۰لمر يزكال، دستورزبان فارسي نو ،ايران : تهران ،دافشار خپرندويه ټولنه ۵۶مخ.      

+ليكل شوى لخوا د خموش په 90/10/04 او كړۍ 18:34 |

 دژباړې اساسات:

 ۱- ژباړونكى بايد دكومې موضوع له ژباړې څخه مخكې ، هغه موضوع، څوځلې ولولي تر څو چې دمتن يا ليكنې په محتوا او دليكوال پر اصلي مقصد ښه پو شى 

۲-كه چيرته  ژباړونكى د ليكنې دلوستلو په وخت كې له كومې داسې مبهمې جملې ،لغت او يا اصطلاح سره مخ شو چې دى پرې نه پوهېده ، بايد له ځانه سره يې ياداشت كړي ، وروسته دې هغه پېچلې او مبهمه جملې سره تجزيه او لنډې كړي تر څو ځان د جملو اصلي مانا وو ته ورسوي .۳- دلغاتو دماناوو دپيدا كولو لپاره بايد قاموسونه، دعباراتو او اصطلاحاتو دپيدا كولو لپاره داصطلاحاتو قاموسونه  او دنومونو ،تاريخونو او نورو حقايقودپوهېدو لپاره مراجعوي اثارو ته مخه وشي.

۴- ژباړن بايد دليكنې دلغاتو لپاره هماغه ماناوې پيدا كړي چې په ليكنه كې ورته اړتيا ليدل كېږي نه داچې له قاموسه يې چې هره مانا متن ته خوښه شوه هماغه راواخلي  او په ليكنه كې يې وكاروي. يوه كلمه يا لغت  كيداى شي څو ماناوې ولري. دسم انتخاب لپاره دا ټكى بايد په پام كې ولرو : كه زموږ ژباړه له پښتو نه انګليسي  ته وي نو بايد له پښتو په انګليسي قاموس نه استفاده وشي او كه ژباړه له انګليسي نه پښتو ته وي نو بيا بايد له انګليسي په پښتو او يا انګليسي په انګليسي قاموس وكتل شي كه چېرته په قاموسونو كې هم ورته دضرورت وړ مانا پيدا نشوه نو بايد دمتن دقراينو په پام كې نيولو سره ورته مانا وټاكو .31-5)مخ(

۵- وروسته له دې چې لغاتو ته مو دقيقه مانا وې پيدا كړې،نو جمله په جمله او يا پراګراف په پراګراف دموضوع په ژباړه پيل كوو . په دې مرحله كې بايد پاملرنه وشي، چې دجملو يا پراګرافونو ترمنځ رابطې په سمه توګه وساتل شي . دپراګراف په پراګراف ژباړې لپاره بايد:

الف: پراګرافونه بايد دقيق ولوستل شي تر څو په ماناوو يې په سمه توګه پوه شوو.

ب: وروسته بايد دپراګرافونو جملې په لنډو جملو واړول شي تر څو څه را نه مبهم تېر نشي.

ج: په درېيم پړاو كې بايد هره جمله په خپلو اجزاوو وويشل شي.

د: دپراګراف اصلي مطلب يا د پراګراف په سر كې وي او يا په پاى كې. ددغه اصل مطلب په پام كې نيولو  او دګرامري دستورونو په رڼا كې په ژباړه لاس پورې كړئ.

۶- دپرمختللو هيوادونو دعلمي او تخنيكي اثارو دژباړې په وخت كې كېداى شي له داسې لغاتو او اصطلاحاتو سره مخ شو، چې دهغه معادل په خپله ژبه كې ونلرو نو لازمه ده هغه لغات كټ مټ راواخيستل شي اوبيا په خپل رسم الخط  وليكل شي او يا په دواړو بڼو دمبدا او مقصد په ژبو وليكل شي.

۷- كله داسې هم پېښېږي، چې په قاموسونو كې دمتن مطابق دلغت سم ځواب نه تر لاسه كېږي نو په دې صورت كې بايد تر ټولو نژدې مانا لغت ته غوره شي او دمانا تر څنګ اصلي لغت په خپله بڼه هم راوړل شي تر څو لوستونكى له ابهامه خلاص كړي 32-5)مخ(

 

دژبې په لحاظ دژباړې ويش:

ژباړه د ژبې په لحاظ دوه ډوله لري يو ډول ته يې شفاهي او بل ډول ته يې كتبي ژباړه وايي.كتبي ژباړه هغې ژباړې ته وايي چې يوه موضوع دمبدا له ژبې دكاغذ له مخې را واخيستل شي او دمقصد په ژبه يې هم د كاغذ پر مخ راواړوي. ليكن شفاهي ژباړه لكه څنګه چې له نامه نه يې معلومېږي ژباړه په شفاهي توګه ترسره كېږي.په شفاهي ژباړه كې مركه، وينا، ديالوګ او همداشان نورې شفاهي خبرې راتلى شي.

ليكن كتبي ژباړه بيا په دوه ډوله ترسره كېږي چې يوه ډول ته يې ازاده ژباړه او بل ډول ته يې تحت اللفظي ژباړه وايي.

 

دكتبي ژباړې ډولونه:

لكه څنګه چې وويل شول كتبي ژباړه د شكل له پلوه په دوه ډ وله ده چې يوه ته يې ازاده ژباړه او بل ډول ته يې تحت اللفظي يا ټكى په ټكى ژباړه وايي چې په لاندې توګه به يې در وپيژنم:

۱- تحت اللفظي يا ټكي په ټكي ژباړه:

دژباړې دغه ډول دتاريخ په اوږدو كې ډېر پلويان لرل او ترهغه ځايه چې په معتبرو اخځليكونو كې راغلي لومړنيو ژباړونكو هم په همدې اساس ژباړه كوله لكه د انجيل ژباړه د تورات ژباړه او همداسې نورو ديني او مذهبي كتابونو ژباړه. خو ورو ورو دغې ژباړې خپل پلويان وبايلل او نن د نړۍ په سطح دېره كم ارزښته ژباړه بلل كېږي دا ځكه چې ټكى په ټكي ژباړه په اكثرو ځايونو كې ګنګه او بې خونده راځي او هم يې ارتباطي ارزښت كم وي.55-32)مخ(

دغه ډول ژباړې ډېر وخت د مبدا د ژبې ګرامري جوړښت ته تابع وي.

د تحت اللفظي يا ټكي په تكي ژباړې زيانونه:

لكه څنګه چې په مخكيني بحث كې مو اشاره لرله د ټكي په ټكي ژباړه كې  ژباړن تر ډېره ځايه د مبدا د ژبې تر اغيزې لاندې وي نو ځكه يې ژباړه هغه خوند نه لري چې طمعه ترې كېږي او هم د مقصد د ژبې ګرامري جوړښت ته لويه صدمه ور اړوي او  همدا شان د تكي په ټكي ژباړې بل زيان دادى چې په دې ډول ژباړه كې ژباړن د مبدا د ژبې لغاتو ته په پاملرنه دمقصد په ژبه كټ مټ لغات را اخلي او په وچ زور يې په ليكنه كې ځايوي چې په دې توګه د مقصد په ژبه ليكنه ترډېره ځايه بې مفهومه كوي.دا ځكه چې ژباړن پرته له دې چې د متن محتوا ته فكر وكړي او د ليكنې مفهوم او مقصد وژباړې دمتن لغات ژباړي 14-2)مخ(

د تحت اللفظي ژباړې د كارونې ځايونه:

د هغو زيانونو چې يادونه يې وشوه سره سره  او په هغه صورت كې چې ژباړن د مبدا د ژبې په ګرامري جوړښت پوه وي او د مقصد په ژبه هم دمقصد د ژبې ګرامري جوړښت په پام كې ونيسي نو په لاندې مواردو كې توصيه كېږي:

۱- د رسمي او تحصيلي اسنادو د ژباړې په وخت كې.

 

۲- د ديني متونو د ژباړې په وخت كې.

۳- د اداري ليكونواو خبري متونو په وخت كې.

 

۲- ازاده ژباړه:

په دې ډول ژباړه كې ژباړن يوازې د محتوا او مفهموم په اړولو مكلف دى يعني  ژباړن كولاى شي چې جملې او عبارات په خپله خوښه وروسته وړاندې كړي او هم په دې ډول ژباړه كې ژباړن كولاى شي د مولف له ليكنې په مقصد ژبه كې يا څه كم او يا څه ورزيات كړي.كله داسې هم كيداي شي چې ژباړه د مولف له ليكنې نه په اقتباس  د اصل متن نه څو برابره اوږده ليكنه وكړي يا داچې په ازاده ژباړه كې ژباړن ځان د ژباړې رښتينيتوب ته ډيره پاملرنه نه لري بلكه د وينا د اصالت په پام كې نيولو سره په خپله سليقه او خوښه په هغه كې دخل او تصرف كوي239-33)مخ(

په دې برخه كې يو شمير دژباړې د فن خاوندان پيشنهاد لري چې ژباړن بايد د دې ډول ژباړې په پيل كې دا ټكى حتمي ذكر كړي چې دا ليكنه ژباړه او اقتباس دى ليكن يو شمير نور بيا د ازادې ژباړې ذكر كافي بولي ځكه اصل مطلب د لومړني او اصلي ليكوال د فكر زيږنده ده نه د ژباړن د فكر . په دې ډول ژباړه كې  يوازې د مولف مقصد او دليكنې اصلې مانا په پام كې نيول كېږي نه د هغه دمتن الفاظ اوژباړن د هغې محتوا په رڼا كې  مطالب توضيح كوي. د لفظ د استعمال قيد دمبدا نه مقصد ته نه دى مهم مانا داچې د لفظ په انتخاب او كارونه كې ژباړن خلاص لاس لري.

د ژباړې دغه ډول بېشميره مخالفان او پلويان لري خو د مخالفانو شميره يې تر موافقانو ډېره ده لكه چې وايي: په ازاده ژباړه كې ژباړن ډېر داسې څه ليكي چې د مبدا په ژبه كې  نه وي يانې ډېر اضافي اطلاعات  په مقصد ژبه كې ځايوي حتي دا چې حقايق  هم په داسې ژباړه كې كله كله تحريفوي.

له بله پلوه ددې ژباړې پلويان بيا وايي :داچې ژباړه د كلام تفسير دى نو دا ډول ژباړه جايزه ده.

د ازادې ژباړې د كارونې ځايونه:

ازاده ژباړه تر ډېره حده په تياترونو كې داستعمال موارد لري او هم په شعر او كله كله ادبي متونو كې كارول كېږي.

تفسيري ژباړه:

دا ژباړه د ازادې ژباړې يوه برخه ده او اكثراً د قرآن كريم دآياتو په تفسير اوپه نورو ديني كتابونو كې د استعمال ځاي لري او عموما په احاديثو متكي وي.23-22-2)مخونه(

تلخيصي ژباړه:

دا هم د ازادې ژباړې يو ډول دى او په دې ډول ژباړه كې ژباړن هڅه كوي چې پرته له ژباړې يو شمير اضافات دمبدا له ژبې حذف كړي تر څو د مولف د اثر لنډېز دمقصد په ژبه راولي.يعني كيداي شي ديوه مولف پينځه سوه پاڼېز اثر په سلو پاڼو كې لنډ كړي دا ډول ژباړه نن ورځ له دې كبله چې خلك ډېر مصروفيتونه لري ډېره خوښوي كه څه هم يو شمير دفن خاوندان دا ډوله ژباړه دقيقه او سمه نه بولي خو سره له هغې يې هم دژباړې په ډولونو كې لاره پرانيستلۍ ده 23-2)مخ (

 

دشفاهي ژباړې ډولونه:

شفاهي ژباړه معمولا په دوه توګه ترسره كېږي (وينا،مركه) .

۱- دوينا ژباړه: دوينا ژباړه بشپړ دقت،تمرين، او فصاحت ته اړتيا لري او اصولاَ په درې ډوله ترسره كيداى شي.

الف: ژباړه د وياند د ليكنې له مخې: په هغه صورت كې چې د وينا وال وينا وړاندې ژباړن ترلاسه كړې وي نو هغه به خامخا دا وينا له وړاندې ژباړي او د ويناد دوينا وروسته به يې حاضرينو ته وراوروي.

ب:پراګراف په پراګراف ژباړه: پراګراف په پراګراف ژباړې په دې توګه تر سره كېږي چې وينا وال يو پراګراف وايي او ژباړن يې پسې ژباړي او دا روال د وينا تر پايه غزېږي.

ج: په يوه وخت ژباړه: له ټولو نه ستونزمنه ژباړه په يوه وخت يا د وينا وال سره جوخت په جوخت ژباړه ده، ځكه ژباړن پرته له دې چې د فكر كولو وخت نه لري، دقاموسونو،او نورو معلوماتو امكانات هم ورسره نه وي.ځكه په دې ډول وختونو كې يو يا څو ژباړن ، د كنفرانس په تالار ، يا هغه ته خوا كې په يوه كوټه كې ناست وي دوينا وال وينا دغوږيو له لارې اوري او بلا فاصله دهغې په ژباړه لاس پورې كوي.

۲- دمركې ژباړه :په دې ډول ژباړه كې ژباړن د كليمې په كليمې اويا عبارت په عبارت  ژباړلو فرصت نه لري.ځكه ژباړن په ياداشت نيولو بوخت كېږي او د مركې مزى يې له لاسه وزي. نو ژباړن ته په كار ده چې دياداشت نيولو په وخت كې له خورا دقت او ځراكت څخه ګټه پورته كړي.لازم توكي ياداشت كړي او بيا له هغو نه په استفادې سره دمركه كوونكي خبري وژباړي.

داچې د مركه كونكو تر منځ د خبرو طرز او سرعت سره توپير لري نو په كار ده چې ژباړن په تيز يا ژر ليكلو ځان عادت كړي تر څو له وياندو سره يو ځاي پر مخ لاړ شي.

له بلې خواژباړن بايد وړاندې له دې چې مركه وكړي له هغو اشخاصو چې ورو غږېږي وغواړي چې په جګ اواز خبرې وكړي تر څو ژباړه په سمه توګه تر سره شي.

په لنډه توګه بايد ووايم چې د مركې ژباړه ځانته يو شمير اصول لري چې پرته د هغو له پوهيدو دمركې ژباړه نيمګړې وي.دا اصول په لاندې توګه دي:

۱- له دواړو ژبو(مبدا او مقصد) سره بشپړه اشنايي

۲- دمركې له موضوع سره په تخصصي توګه دژباړن اشنايي. د بيلګې په توګه كه د مركې موضوع  تصوف وي نو ژباړن ته په كار ده چې په تصوفي اصطلاحاتوبرلاسى وي

۳- دعمل سرعت اود لوړ ذهني حضور اړتيا.

۴-دبيان او وينا په فن پوهيدل.

۵- دشخصي عقايدو له كارولو څخه ډه ډه.

۶- په ياداشت نيولو كې دقت او هغه هم په دې شرط چې د ژباړن فكر د ويناوال له خبرو وانوړي.

۷- دكليمو او لغاتو په كارونه كې بشپړ دقت په دې ډول چې دوينا وال زده كړې، ټولنيز او سياسي موقعيت په پام كې ونيول شي.(105-5 مخ)

 

  دموضوع په لحاظ دژباړې ويش:

ژباړه د موضوع په لحاظ مختلف ډولونه لري لكه د ديني علومو ژباړه،ادبي متونو ژباړه، دشعر ژباړه، دژورناليستي موادو ژباړه ، دلغت ژباړه او همدا شان د اصطلاح ژباړه چې دا به هم په خپل وار در وپيژنم:

 

۲- ادبي ژباړه:

تر ټولونه ښكلې ژباړه ادبي ژباړه ده ځكه ژباړن كولاى شي تر ټولو ښكلې او مناسبه لغات  د خپل ذوق مطابق وټاكي او په مقصد ژبه كې يې وكاروي په دې ډول ژباړه كې ژباړن د لفظي او معنوي ښايستونو په كارونه كې خلاص لاس لري  خو شرط دا چې دمبدا د ژبې محتوا او مفهوم پكې ورك نكړي  ځكه په هر ډول ژباړه كې ژباړن د امانت دارۍ داصل په رعايتولو مكلف دى په ادبي ژباړه كې له همدې كبله له يوه متن څخه څوډوله ژباړه تر لاسه كېږي داځكه چې هر ژباړونكى يې په خپل فكري طرز ژباړي او خپلې-خپلې موخې ترې ترلاسه كوي اودكره كتونكولپاره دكره كتنې لاره اواروي . 52-35)مخ(

 

د ژورنالستي موادو ژباړه:

1_ په ورځپاڼو كې د مدير يا Sub Editor د ګومارنې پر مهال د هغه د ژباړې وړتيا په پام كې نيول كېږي، يو مهال په رسنيو كې اعلانونه هم ژباړل كېدل؛ نو سب ايډيټر يا مدير بايد په ټاكلي وخت كې د خپل كار د پاى ته رسولو وړتيا ولري؛ ځكه دى په ژباړه كې د وييونو د كارولو پر مهال د فكر وخت نه لري، نوموړى كه سم له لاسه، ګړندۍ او سمه ژباړه ونه كړاى شي؛ نو د اخبار بريالى كاركوونكى نه بلل كېږي. دګړندۍ او سمې ژباړې لپاره اړ دى، چې عمومي معلومات او له بېلابېلو اصطلاحګانو سره بلدتيا ولري.

2_ يو عالم به پر خپل مسلك برلاسى وي؛ خو اړينه نه ده، چې هغه دې يوه ښه ورځپاڼه ليكونكى هم وي، ورځپاڼه ليكونكى بايد له خپل مسلك سره سره په ملي او نړيواله كچه له روانو حالاتو خبر وي. د خبرونو پر شاليد Background د بېلابېلو پېښو په پايلو او لاملونو، د سياسي ګوندونو پر تګلارو، د سياستوالو په اندونو او د هغوى پر سياسي مخينې بايد پوه وي، له دې ټولو سره سره د ژباړې پر مهال بايد پر دواړو ژبو برلاسى هم وي.

3_ د ژورنالستي موادو يا خبرونو د ژباړلو موخه ټكى په ټكي ژباړه نه ده؛ بلكې په لږو ټكو كې د مفهوم بيانول، وضاحت او ځينو موادو ته پر ژباړې سربېره شاليد وركول هم دي؛ نو ددې لپاره د ژباړې پر لارو چارو له پوهېدو سره سره په خبري ارزښتونو پوهېدنه هم اړينه ده.

4_ له بلې ژبې خپلې هغې ته د ژباړې پر مهال د ځينو اصطلاحاتو او ګړنو (محاورو) لپاره وړ ماناوې پيدا كول هم اړين دي؛ نو ژباړن بايد له دې اصولو هم خبر وي43-35)مخ(

له دې څرګندېږي، چې هر لوستى تن برلاسى ژباړن كېداى نه شي او په ځانګړې توګه د ژورنالستي موادو د ژباړې لپاره ځينې لارې چارې هم بايد په پام كې ونيول شي؛ لكه پورته، چې يې يادونه وشوه.

 

د ژباړې ځانګړتياوې:

1_ پر ژبه برلاسى: ژباړن بايد پر دواړو ژبو برلاسى وي، يانې لومړۍ ژبه او دويمنۍ ژبه، كه له دې دواړو په يوه كې هم ستونزه ولري؛ نو كېدونې ده، چې د مفهوم په لېږد كې ترې تېروتنه وشي.

2_ له روانو حالاتو خبرتيا: په ځانګړي ډول د ژورنالستي موادو د ژباړې لپاره د ورځنيو پېښو او د ژوند د ټولو اړخونو او د هغوى د مخينې او شاليد په اړه معلومات درلودل اړين دي.

3_ پر اړوند علم يا هنر باندې برلاسى: د علمي، ادبي، هنري او يا نورو موادو د ژباړې لپاره پر اړوند مسلك باندې پوهېدنه اړينه ده؛ خو د ژورنالستي موادو په ژباړه كې بايد ټول اّرونه او معيارونه (لكه دمخه چې ياد شول) په پام كې ونيول شي كه څه هم يو څوك په هره برخه كې د پوهېدا وړتيا او اړتيا نه لري؛ خو ورځپاڼه ليكونكي په ټوليزه توګه او ژباړن په ځانګړې توګه بايد هغه څوك وي، چې د هر علم پر بنسټونو وپوهېږي.

4_ عمومي معلوماتو درلودل: د ژورنالستي موادو د ژباړې پر مهال د عمومي معلوماتو درلودل ضرور دي؛ ځكه د ژباړې پر مهال د ځينو هېوادو، ښارونو او ځايونو پر نومونو او د پېښو پر شاليد او بېلابېلو اړخونو پوهېدنه اړينه ده.

5_ په لږو ټكو كې د مفهوم د بيانولو وړتيا: د ژورنالستي موادو د ژباړې پر مهال بايد اصلي مفهوم په لږو ټكو كې وويل شي، دلته ټكى پر ټكي ژباړه سمه نه ده د ځينو خبرونو بايد لنډيز وژباړل شي او ځينې يو څه تفصيل ته اړتيا لري، ژباړن بايد دا وړتيا ولري، چې د مطلب په يو ځل لوستو د هغې مفهوم درك او په لنډ ډول يې بيان كړي.

6_ د كاري وړتيا درلودل: په رسنيو كې د ژباړې كار بايد خورا ګړندى پر مخ ولاړ شي؛ ځكه خبري ټولګه يا بوليټن بايد په ټاكلي وخت كې تيار شي ان كله كله يوازې د دقيقو په شمېر وخت وي، چې مطلب پكې بايد وژباړل شي ددې لپاره د وړتيا درلودل ضروري دي.

7_ د ورځپاڼو ليكنې له تخنيكي او مسلكي اصولو سره بلدتيا: كله كله د ورځپاڼې يا رسنيو ادارو ته له بېلابېلو دفترونو كاري راپورونه، اعلاميې او ځينې ليكنې استول كېږي، چې له ژورنالستي پلوه سمې نه وي، ژباړن بايد د ژباړې پر مهال له هغې نه د يوې سمې ژورنالستي ليكنې د جوړولو وړتيا ولري، د بېلګې په توګه كه غواړي له يوې ليكنې خبر جوړ كړي؛ نو عنوان، متن، پاراګرافونه، ژبني اّرونه او د خبر اصلي پوښتنې پكې بايد په پام كې ونيول شي.

8_ د لوستلو او پرې د پوهېدو وړتيا درلودل: د رسنيو په ادارو كې خورا زيات مواد پراته وي، د روځپاڼې كاركوونكى او په تېره ژباړن بايد دا وړتيا ولري، چې ټول تر لاسه شوي مواد تر سترګو تېر كړي، مهم ټكي يې په پام كې ونيسي او بيا يې ژباړې ته مټې رابډ وهي.45-35)مخ(

 

دشعر ژباړه:

دشعر د ژباړې په اړه  دوه نظره وړاندې شوي د يوه نظر پلويان دشعر ژباړه نه مني او دا ناشونی کار بولي خو د دوهم نظر پلويان بيا دا نه مني چې ګواکې شعر نه ژباړل کېږي دوی په دې عقيده دي چې شعر له وړاندې ژباړل شوی، ژباړل کېږی او بيا به هم وژباړل شی او ددې ادعا د ثابتولو لپاره د بی شماره هغو کسانو نومونه او  شعرونه يادوی چې له مبدا نه مقصد ژبې ته ژباړل شوي دي.حقيقت هم همدا دی چې شعر د ژباړې وړ دی.

دشعر ژباړونكى بايدپرته دمقصددژبې دمبدادژبې دتشبيعاتوپه لطافت، داستعاراتو په رمز،دكنايوپه روح،اونورو فنونواوهمداشان د ويونكي په ليكنه او ژبه ښه برلاسى وي،اوبيا په ډېرمهارت دهغه شعر خپلۍژبې ته واړوي.له بلې خوادليكوال اومولف ترمنځ همغږي ، ګډفكر،ګډه عقيده هم د ژباړونكي په كار مثبته اغيزه ښندي او ژباړن هڅوي څو دمولف دمقصد په اړولو كې بريالى شي240-34)مخ(

دا چې شعر څنګه بايد  وژباړل شی ، نو رابه شولاندې ټکوته:

1)         دشعر ژباړونکی بايد يا شاعر وي اويا شعر پيژندونکی؛او هغه هم يو ډېر جديٍ کارپوه يوازې د شعر خوښوونکی نه شي کولای شعر وژباړي.

2)         دشعر ژباړه د ښکلا او امانت دپارادوکس دحل لپاره يوه هڅه ده دا کار يو عجيبه طبيعت لري ، نه دې پرېږدي  چې له موضوع ووزې کله کله داسې هم پېښېږي چې دډېر امنت رعايت دنوي شعر د منځ ته راتګ سبب ګرزي چې په هيڅ ډول د مبدا د ژبې له شعر سره تړاو نه لری.له بلې خوا دا کار ناشونی نه دی خو ډېره تجربه غواړي.

3)         دمحتوا،قالب فرم ،جوړښت اومناسبه ژبې ټاکل دشعر په ژباړلو کې لوړه هڅه ده خو انتظار مه لرﺉ چې په هماغه کچه چې د مبدا په ژبه کې ورته قالب، محتوا،جوړښت او ژبه ټاکل شوې دمقصد په ژبه کې يې هم ورته ومومی.دبيلګې په توګه د يوه عروضی شعر ژباړه په عروضی بڼه کله کله خوږه او زړه ښکونکې نه وي او کله داسې هم پېښېږی چې يوه عبثه هڅه وبلل شي.

4)         دشعر ژباړنکی بايددشعردژباړې په وخت کې له وړاندې ځان ته ژبنی  قالب جوړ نه کړي يوازې بايد د ښکلا او امانت خيال وساتي ځکه که موږ هڅه وکړو چې يوداسې شعر چې دمبدا ژبه يې رسمي او فصيح وي دمقصد په ژبه هم په رسمي او فصيح ژبه وژباړو نو ښه تر ښه او که يو داسې شعر چې په سيمه ايزه ژبه ليکل شوی وي او موږ وغواړو چې هغه ته رسمي ژبه وټاکو نو عبث زيار دی او ښه پايله نه لري.

5)         په شعر كې  كليمه يوازې د مانا د ښندلو دنده نه لري بلكه د ويناطرز ته هم اعتبار وربښي. داچې شعر هنر دى او ماده يې لفظ ،نو د هنر ماده هم موسيقي ده.  نو شعر په همدې اعتبار دكلام موسيقي بللى شو.شاعر الفاظ د خپلې خوښې او سليقې په اساس سره رانغاړي ترڅو له دې ډول نظم او ترتيب څخه هغه زړه ښكونكې نغمه ترلاسه شي چې د شاعر په ذهن كې ده.نو شعر دالفاظو دټاكنو او غوره كولو هنر دى له دوه بيلو اړخونو څخه،يومعنوي اړخ او بل ظاهري يا صوري اړخ.80-79-3) مخونه(

ژباړن ته په كار ده چې همدې ټكي ته په پام، ديوه شعر د ژباړلو په وخت كې د هغه شعر د الفاظو دمعنوي ماناودمندلو ترڅنګ دالفاظو اهنګينې برخې ته هم پام واړوي اوداسې الفاظ ورته وټاكي ترڅو دشعر دمانا تر څنګ دهغه اهنګ ته هم زيان ونه رسېږي.   

 

دديني علومو ژباړه:

دديني متونو ژباړه هم لكه نور علوم تخصص او پوره دقت ته ضرورت لري،ځكه په دې ډول ژباړو كې خبرې د الهي احكامو او نبوي ارشاداتو څخه وي اوژباړن  په لږ غوندې تيروتنه د دنيا او اخرت له اعذابو سره مخ كيداى شي.

مثلا د ژباړلو كتاب كه يوديني اثر وي  او په هغه كې راغلي وي چې څه شيان دالله [ج] په حق كې روا او څه نا روادي ...  .  ژباړن بايد پوه شي چې بديع څه ته وايي،اشاره او كنايه څه شي ته ده،او د ايجاز او اطناب توپير په څه كې دى؟

تر څو ژباړن په پورته يادو شوو توكوپوره برلاسي نه وي نو دهغه ژباړه به نيمګړې وي.

په ديني علوموكې تيروتنه په كراتو  د  رياضي، ادبياتو فلسفې او نورو علومو څخه  زيانمنه ده.

ديادولو ده چې په دې ډول ژباړوكې اكثراً د تحت اللفظي ژباړې كار اخيستل كېږي.

كه چېرې ژباړونكى ديوې خاصي ديني اصطلاح سره مخ كېږي چې دهغې معادل په خپله ژبه يا د مقصد په ژبه كې نه مومي نو دهغې اصطلاح،عبارت او يا جملې تفسير په كار دى.

 

دلغت ژباړه:

په ژباړه کې دلغت ژباړه لومړنی ګام بلل کېږي داځکه چې ژباړن ته په کار دي چې له هرڅه نه دمخه يو متن په پوره غور سرترپايه ولولي اوبيا يې مغلقه،نامانوسه، مړه او پردی لغات چې دی نه پرې پوهېږي له متنه راوباسي اوبيا دهغو د سمو ماناوو دپيدا کولو لپاره قاموسونو ته مخه کړي.

له بلې خوا ديوه متن په ژباړه کې ژباړن ته په کار دي چې کليمې کټ مټ ونه ژباړی ځکه ډېروخت داکار ژباړه نيمګړې کوی مثلا که موږدانګريزی ژبې   to do one’s best اصطلاح كـټ مټ راژباړو نو مانا نه ترې ترلاسه کېږی ځکه ژباړه يوازې  ديوې جملې دلغاتودمانا پيدا کول او يا دهغه دمتردفاتو دپيدا کولو مفهوم نه لری. لغت د فکر او ليکنې واحد نه بلکه د جملې دفکر واحد ګڼل کېږی چې په دواړو ژبو(مبدااو مقصد)کې ځانګړی قالبونه او حالات لری.

دې بلې بيلګې ته ځير شی:

په انګريزۍ کې  Spring پرته له پسرلی څونورې ماناوې هم لري چې داماناوې يې دجملې له مخې پيدا کولاۍ شومثلا:

پسرلی                                               Spring is the first seson of the year.

فنر                                                   The spring of his watch is broken.

چينه                                      He went to fetch watch from the spring.

ټوپ يا حمله   (۱۲۲-۳۶مخ*    The cat got ready to spring on the mouse.

نوځکه ژباړن ته پکاردي چې دژباړې په وخت کې د لغاتو دلغوی مانا وو دلټولو په وخت کې دجملو جوړښت او په هغه کې دلغت دکارونې ځای تسبيت اوبيا يې په ژباړه لاس پورې کړي.

 

داصطلاح ژباړه:

اصطلاح ته په انګريزي كې TERM وايي. ددې لفظي مانانومول ده،ليكن په عامه توګه دا اصطلاح ګانې په متفق عليه مانوو كې كارول كېږي. دا رنګه اصطلاح هغې كليمې يا د كليموټولګې ته ويل كېږي،چې له خپلو لغوي ماناووسربيره كومه مناسبه او متفق عليه مانا ادا كړي. لكه:

دحرف  لفظي مانا لورى،خوايا غاړه ده، ليكن په ګرامر كې حرف د كليمې په مانا كارول كېږي .ګويا حرف د ګرامر اصطلاح ده،چې د هغه اصطلاحي مانا كليمه ده.53-35) مخ(

اصطلاح دو ډوله ده لومړي ډول ته يې مفرده او دوهم ډول ته يې مركبه اصطلاح وايي.

مفرده اصطلاح هغې اصطلاح ته وايي چې اصطلاحي لفظ په مفرده توګه كارول شوى وي. يعني يوه لفظي مانالرونكې كليمه وي لكه چوكاټ، تندى...   .

مركبه اصطلاح هغه اصطلاح ده چې دوه يا له دوو څخه له زياتو اصطلاحي لفظونو څخه جوړه شوې وي.لكه: سورپاڅون،زيړژورناليزم،تور تخم او...   .

اوس چې د اصطلاح په تعريف او ډولونو پوه شوو نو رابه شو دې ته چې اصطلاح څنګه وژباړو.داصطلاح په ژباړه كې بايد ډېر غور وشي، ځكه كله كله داسې هم پېښېږي چې يوه مفرده اصطلاح د ژباړې په وخت مركبه بڼه خپلوي لكه د انګريزي د(Inflation)اقتصادي اصطلاح چې مفرده ده خو په پښتو ژبه كې مركبه بڼه خپلوي او ترې ژوړېږي:داسهامو پړسوب.

ژباړن بايد دمبدا د ژبې دګرامري جوړښت تر څنګ دهغې ژبې په اصطلاحاتو هم بشپړ حاكميت ولري.

هر هيواد خپل – خپل   اصطلاحات لري ژباړن ته پكار ده،چې دمبدا دژبې اصطلاحاتو ته په پام كې نيولو سره په ژباړه لاس پورې كړي البته ددې په ياونې سره چې دهرې ژبې دويونكو دمختلفو علومو او فنونو او حتي عامو وګړو تر منځ اصطلاحات فرق سره لري. كيداي شي يوه اصطلاح په طب كې يو ډول تعبير ولري خو په ادبياتو كې بل ډول مانا وښندي. اويا كه د معاشياتو اړوند موادوكې Demandاصطلاح كټ مټ را وژباړو نو (مطالبه) ترې تر لاسه كېږي حال داچې له هغې اصطلاح نه (مطالبه) نه،(غوښتنه)  مراد ده .(۳۵-۳۷مخ*

همداشان بايد ووايم كه چيرې ژباړونكي له يوې داسې اصطلاح سره مخ كېږي چې دهغې بديل په مقصد ژبه كې ولري نو هغه دې په لرلې اصطلاح وژباړي او كه داسې اصطلاح په مقصد ژبه كې ونه لري نو پكار ده چې داصطلاح جوړولو داصولو په رڼا كې دنوې اصطلاح  وضع كول او بيا هغه اصطلاح خپلې ژبې ته رااړول په كار دي.

نوځكه ويلى شو چې د اصطلاحاتو لفظي ژباړه خندونكې ده .اصطلاح بايد په اصطلاح وژباړل شي. ددې لپاره داړوندوعلومو او فنونو له كتابونو ګټه اخيستنه په كار ده.


+ليكل شوى لخوا د خموش په 90/10/04 او كړۍ 18:27 |

د افساني يا نننۍ لنډې كيسې ژباړه:

دافسانې يا لنډې كيسې په تاريخ ښاغلي حبيب الله رفيع په خپله يوه ليكنه)دلنډې كيسې تاريخ) كې  كاږي چې له كومې ورځې چې انسان ژوند پيل كړى له هماغې ورځې نه يې كيسې هم جوړې كړې او د ژوند جالبې پېښې يې د كيسو په بڼه له يوه نه بل ته لېږدولې دي؛ د ليك ترمنځ ته راتګ وروسته د انسان له ژوند سره تړلې داكيسې په څه ناڅه بڼه خوندي شوې او راپاتې شوې دي.

فولكلوري كيسې د بشر ډېرې زړې كيسې دي چې د دوى زاړه اندونه، تحليلونه او نتيجه ګيرۍ موږ ته رارسوي او د بشري راشو درشو زړې لارې راښيي چې اوس هم د نړۍ په زياتو ملتونو كې خوندي دي.

د نننۍ لنډې كيسې يا افسانې فكر هم له همدې كيسو نه رازېږيدلي او د همدې فولكلوري كيسو پر مختللې بڼه ده.

هو! نننۍ لنډه كيسه لومړى په لويديځ كې دود شوه او همهلته د دې كيسې هنري او ادبي اداڼه وټاكله شوه او  فني چوكاټ ورته جوړ شو. خود دې معنى دا نه ده چې په ختيځ كې كيسه نه وه، بلكې په شرق كې هم كيسه ډېره زړه او لرغونې وه، پنچاتنترا يا پنچاكيانه چې د آريايي كيسو مجموعه ده تر دوو زرو كلونو زيات عمر لري، په دې موده كې يې د ژباړو له لارې تر شرق او غربه پورې ټوله دنيا تسخيركړې ده او لومړنۍ پښتو ژباړه يې هم درې سوه كاله عمر لري چې افضل خان خټك په ۱۲۲۸هـ ق كال كړې او بيا يې نورې درې ترجمې هم شوې دي.

د پښتو په ليكلي ادب كې هم له لسمې هجري پېړۍ راپه دېخوا كيسې لرو او د پېښور د اخوند احمد د لنډۍ د اخوند احمد( چې په يوولسمه هجري پېړۍ كې يې ژوند كاوه) لنډې منثورې كيسې چې درې درې نيم سوه كاله پخوا ليكلې شوې د نننۍ كيسه ليكنې په چوكاټ كې ښه مطالعه پرې كېداى شي اوډېرې  هغه باريكۍ په كې شته چې نننۍ كيسه ليكنه يې له موږ څخه غواړي؛ د ده د " ورك زوى څنګه پيدا شو ؟ " كيسه چې د يوسف "ع" د كيسې يوه برخه ده، د داسې كيسو يوه ډېره ښه نمونه ده چې ما په ۱۳۶۴لمريز كال په كتابي بڼه خپره كړې ده.

پر دې سربېره زموږ زياتې اولسي فولكلوري كيسې چې موږ يې ملي كيسې بولو همدلته زموږ خلكو رامنځ ته كړې او د پښتني كلتور زېږنده دي، دا كيسې هم ځانګړى فني جوړښت لري چې د نننۍ لنډې كيسې زياتې منل شوې باريكۍ په كې شته. (۲۵انترنت)

 

هنري ژباړل شوي لومړني اثار

د پښتو لومړني اثار چې ژباړل شوي او د پښتو لـه لومړنيو ژباړو څخه ګڼل كېږي، زيات دي. زيات استادان دغنچهْ روه په وروستيو برخو كې (17) راغلي واړه حكايتونه يادوي، چې مولوي نور محمد نوري افغان په خوږه ژبه، په 1280هـ. ق كال ژباړلي او موضوع يې فولكلور ده.

بل مخكښې يې د هشنغر د تنګي مولوي احمد (1216-1300هـ.ق) يادوي. بله برخه يې د ادمخان او درخانۍ كيسه ده، چې په 1872م. كال، په لاهور كې چاپ شوې، دغه ډول مياحبيب ګل، ميا محمد يوسف، قاضي ميراحمدشاه رضواني، قاضي رحيم الله، عنوان الدين كاكاخېل، غلام محمد پوپلزى، هانري جارج راورټي (1906-1825م) هم يادولاى شو، چې په دې دوران كې د همدغو مخكښانو لـه خوا زيات كتابونه په ساده او روانه پښتو وژباړل شول، دغه ژباړل شوي پښتو كتابونه، د پښتو لـه لومړنيو هنري اثارو څخه ګڼل كېږي، چې اكثره يې د پښتو لومړنۍ بېلګي دي او خپل ځانګړى ارزښت لري.( ۱۵-۹۰مخ)

 

په افغانستان كې دلومړنۍ ډرامې ژباړه

لومړنۍ ډرامه دعبدالحق واله ژباړه او دويمه داستاد بيسد ليكنه او دايركت و . ۱۳۵۴ هـ ل كال زموږ دهيواد په ډرامه كې ترټولو ښه كال و ، چې د ډرامو د كميت او كيفيت له كبله يې ښه كال بللي شو . په ۱۳۵۴كې دمصردسترليكوال توفيق الحكيم د(( دسولې غږ )) او مرحوم منان ملګري دوه بنې نندارې ته وړاندي شوي دي د پنځوس كلونو تر ټولوډيره مشهوره ډرامه چې دليدونكو شمير يې له(۵۱۰۰۰) خورا اوچت و ، د(( ټګ او ټګمار)) ډرامه ده چې مهدي دعاګوي اوحميد جليا په گډه كښلې او مرحوم جليا يې د ډايركت چارې سرته رسولي دي . له دې نه لږ څه وروسته دفرانسې دنامتو ليكوال اوژن يونسكو اثر ((نن شپه پاچا مري )) ژباړه او ډرامه دياونې وړ ده.(۲۶-۴۵مخ)

 

ژباړه؛ په لغت او اصطلاح كي:

الف: ژباړه په لغت كې: ژباړه د عربي ژبې مصدر کلمه ده، چې د تفسير، له يوې ژبي څخه بلې ژبې ته د يو مطلب د انتقالولو، د چا سيرت، اخلاقو او نسب د ذکر کولو په معني او جمع يې ژباړې ده.( ۳۸۷-۲۷مخ(

هغه څوک چې ژباړه کوي د ژباړن او يا هم ژباړونکي په نامه ياديږي.  ژباړه په لغت كې اړولو ته وايي يعنې له يوې ژبې نه بلې ژبي ته دويناوو او مفاهيمو اړولو ته ژباړه وايي نو ځكه ويلاي شو، چې دژباړونكي نوم هم له ژباړې نه تر لاسه شوى او ژباړونكى هغه څوك دى چې ژباړه كوي.

ب: ژباړه په اصطلاح كې: ژباړه په اصطلاح كې دمبدا دژبې لغاتواومفاهيمو ته دمقصد په ژبه کی د دقيقو او نژدې معادلولغاتواو مفاهيمو پيدا كول او لټول دي؛ په دې شرط چې دويونكي اصلي مطلب ته زيان ونه رسېږي او دهغه علم پكې حفظ وي.(۱-۵مخ(

 يا په بله وينا ژباړه هغه فن يا مهارت دى، چې دهغه په واسطه كولاى شو يوه مانا،محتوا،پوهه،معلومات او پيغامونه ديوې ژبې له شكلي چوكاټه وباسو او دبلې ژبې په شكلي چوكاټ كې ځاي كړو.(۵-۲۶مخ

 

 دژباړې اهميت:

نن هغه وخت نه دى، چې زموږ نيكونو او غور نيكونو په كې استوګنه لرله. نن دكمپيوتر او انټرنټ دور دى، دعصري او موډرنې تكنالوژۍ عصر. نو ځكه پكار ده، چې دنړۍ له اوچت او چټك يون سره ځان غاړه غړۍ كړو او هڅه وكړو، چې له دې يون نه په شا پاتې نه شوو.

نننۍ نړۍ پرته له دې چې پرمختللې او لويه نړۍ ده، له دې ټولې لويئ او وسعت سره سره ديوه واړه استوګنځي حيثيت لري. نن كه دنړۍ په ختيځ او يا لويديځ كې كومه څېړنه،اختراع او يا نوى كشف كېږي نو دم ګړۍ يې ټوله سيمه اوري او پرې خبرېږي؛ داچې څنګه دومره په سرعت خپرېږي او تر هر چا رسېږي همدا پوښتنه زموږ دليكنې اصلي برخه ده؛ چې پوهيدل يې پرته له ځنډه شونى برېښي داځكه چې نن هغه عصري تكنالوژي  زموږ ملګريتوب كوي خو شرط يې دا دى چې موږ له خپلې ژبې څخه پرته په بله كومه بين المللي  ژبه هم پوه واوسو او وكولاى شو دهغې مبدا ژبې نه مفاهيم را واخلو او په خپله ژبه يې واړوو او دهيواد د ټول ولس تر غوږه يې ورسوو.

كه په نړې كې داسې څوك نه وي، چې همدا د را اړولو فن يا مهارت يې زده وي نو ناشونى برېښي چې همدا مډرنه تكنالوژي  هم زموږ په درد وخوري. له همدې ځايه دى، چې موږ په ژباړه او دژباړې په اهميت او ضرورت ښه پوهېدلاى شوو(۸-۲مخ(

هغه هېوادونه، چې په ذهني او فكري لحاظ  وروسته پاتې دي او غواړي چې په عقيدوي ، فكري او علمي لحاظ دهغو هېوادونو پيروي وكړي، چې په دغو ساحو كې پرمختللي دي نو ورته لازمه ده چې لومړى دهغو په ژبه ځان پوه كړي او بيا په دې توګه دهغوى عقايد،افكار،خيالات، دعلومو او فنونو په بيلابيلو برخو كې تجربې ،نظريات او اختراع ګانې دخپلو خلكو لپاره پخپله ژبه راواړوي او ځان او ولس پرې پوه كړي.

دژباړې داهميت په هكله يو ځل بيا په دې ټينګار په كار دى، چې كه ژباړه او ژباړن نه واى دنورو قومونو او ملتونو له حالاتو څخه دخبرېدو امكانات به نه وو ځكه پرته له دې، چې ژباړې ته مخه كړو بله لاره نه لرو

نو ويلاى شو چې په يوه ټولنه كې دتجربه لرونكي ژباړونكي موجوديت، چې دمبدا او مقصد په دواړو ژبو برلاسى وي اړين برېښي.

 

دښه ژباړن اوصاف:

لكه څنګه چې يوه ښه ليكوال ځانته خپلې ځانګړنې او اوصاف لري، يوه ښه ژباړونكى هم ديو شمير اوصافو لرونكى دى. تر هغه پورې چې ديوه ژباړن په وجود كې دا اوصاف نه وي او له دې پوهې نه برخمن نه وي  ژباړه نشي كولاى ، هغه اوصاف په لاندې توګه دي:

الف: په مورنۍ ژبه برلاسي.

ب: په بهرنۍ ژبه برلاسي.

ج: ددوو ژبو ترمنځ دګرامري قواعدو دتوپير پيژندنه.( ۵-۲۷-۲۸مخونه(

الف: په مورنۍ ژبه برلاسي: كله چې مورنۍ ژبه يادوو موخه مو يوازې هغه ويناوې ندي چې موږ يې دورځنيو اړتياوو درفع كولو لپاره يو له بل سره وايو يا هغه خبرې اترې ندي چې موږ يې په خپلو كورنيو او چاپيريال كې استعمالوو ځكه عاميانه محاورې يا لهجوي ويناوې هيڅكله په دې مانا نه دي چې موږ پرې ادعا وكړو ،ددې ويناوو په ويلو يا پوهېدلو موږ په مورنۍ ژبه برلاسي يو بلكې هغه وخت موږ دا ادعا كولاى شو، چې دهغې ژبې په ګرامري جوړښت،سبكي ځانګړنو او دورځنيو اړتياوو دپوره كولو نه په لا ډېرو اصطلاحاتو،تركيبونو،لغاتو ،ادبي فنونو او دهماغه ژبې په ژبنيو جوړښتونو پوه وو. ژباړن بايد د مقصد په ژبه لاسبرى وي، يعنې په هغه ژبه چې ژباړه ورباندې كوي.

ډير كسان چې په پښتو ژباړې كوي، په پښتو يې زده كړې نه دي كړي.

دغه ستونزه هغه وخت لا ډېره شوه چې ګڼ افغانان کډوال شول.

د دې شي يوه نتيجه دا راووته چې زموږ اكثره ژباړونكي په خپله مورنۍ ژبه باندې، په هغه ژبه چې ژباړه ورباندې كوي لازم تسلط نه لري او په ژباړه يې د مبدا ژبې يا هغه ژبې چې زده كړه يې ورباندې كړې ده، ډير سيورى غوړيدلى وي. بېلگه يې :

How tall is this tower?

چې ځينې ژباړونكي يې ممكن داسې وژباړي: د دغه برج لوړوالى څومره دى؟

پر دغې ژباړې اصلآ د دري ژبې اغېز پروت دى . ځكه په دري كې د همدې انګليسي جملې روانه ژباړه ممكن داسې وي: ارتفاع اين برج چقدر است؟

حال دا چې د پښتوژبې د خپل جوړښت غوښتنه دا ده چې جمله دا رنګه وژباړل شي:

دغه برج څومره لوړ دى؟

دغه پښتو جمله د جوړښت له پلوه د انګليسي جملې جوړښت ته ډېره ورلنډه ده، پكار خو دا وه چې ژباړونکي د هغې پښتو جوړښت ته په اسانه پام شوي واى مګر دى د يوې بلې ژبې تر اثر لاندې هم دى.

يوه بله بېلگه يې :

Helmand, where British troops are based, is situated in southern Afghanistan

دا جمله ښايي په پښتو نالاسبرى ترجمان داسې وژباړي :

هلمند ، چيرې چې د برتانيا سرتيري ځاى پر ځاى دي، په جنوبي افغانستان کې واقع دى .

دغه ډول ژباړې ته کټ مټ ترجمه ويلى شو ، ښايي پر ژباړونکي يې د اردو ژبې اغيز هم وي . غوره او مناسبه ترجمه يې بايد داسې وي :

هلمند د افغانستان په جنوب کې پروت دى . دغلته برتانوي سرتيري ځاى پر ځاى دي .

په پښتو ژبه باندې نه لاسبري زموږ د ګڼو ژباړو اصلي ستونزه ده.

دغسې ژباړونكي ممكن په دا لاندې جملو كې دواړه ځايه د ( رنينګ) لپاره په پښتو كې همدا د ( منډې) كلمه راوړي:

He is running.

? Who left the water running

دا ځكه چې دى په پښتو برلاسى نه دى.

د ژباړې په وخت ډېر ځله د اصل متن ځينې كلمې غورځي او يا د وضاحت لپاره ځينې كلمې په ژباړه كې اضافه كېږي چې كه ژباړن د مقصد په ژبه مسلط نه وي نو دا كار ورته اسانه نه دى. مثلا :

He has come here for holidays

نابرلاسى ژباړن ممكن وليكي:

هغه دلته د رخصتۍ لپاره راغلى دى.

خو دا جمله په اوسنۍ بڼه كې دا مانا هم لري چې دلته د رخصتۍ د اخيستلو يا تيرولو لپاره راغلى دى.

د پاسنۍ جملې د دقيقې ژباړې لپاره پكار ده چې د (تېرولو) كلمه هم ورزياته كړو.

دغه راز ښه ژباړه ممكن د كلمې كمېدلو ته اړتيا ولري. مثلا:

She is a teacher

چې ښه ژباړه يې داسې ده: هغه ښوونكې ده. د ( يو) ژباړلو ته اړتيا نه شته. ( هغوى ) او ( دي ) يا ( ښوونکي ) مو نه دي ويلي چې گڼ کسان وي ، طبعآ يو کس يادوو او يو ښوونکى يادوو .

په انګليسي ژبه كې د مجهول فعل جملې تر پښتو خورا زياتې دي.

په پښتو ژبه نالاسبرى ژباړن ممكن ټولې انګليسي مجهولې جملې په پښتو كې هم مجهولې كړي چې ضرورت ورته نه شته. مثال:

They will be taken to the lake by drivers

چې په پښتو نالاسبرى ژباړن يې ممكن داسې وژباړي:

دوى به د ډرېورانو په ذريعه جهيل ته يوړل شي.

پاسنۍ انګريزي جمله په ښه پښتو كې داسې ژباړل كېږي:

ډرېوران به دوى جهيل ته بوځي.

د جملو جوړښت طبعآ په هره ژبه كې توپير كوي ځكه خو ژباړن ته په دواړو ژبو برلاسي پكار ده او بلكې د مقصد په ژبه لا ډېر تسلط ته اړتيا لري ځكه دى متن د مقصد په ژبه ليكي.

په دا لاندې عبارت كې د انګليسي د كلمو تر منځ د صفت او موصوف رابطه ده خو په فصيح پښتو كې دغه رابطه بايد د مضاف اومضاف عليه تر منځ جوړه شي:

The Russian president

سمه ژباړه: د روسيې ولسمشر.

ځينې ژباړونكي چې روسي ولسمشر ليكي ، په حقيقت كې د جملې د انګرېزي جوړښت اغيز پرې پروت دى .

د ښې ژباړې د نغري دريمه ستن: ژباړن بايد د ژباړې له موضوع سره بلد وي( ۲۸-  انترنت(

ب:په بهرنۍ ژبه برلاسي(دمبدا ژبه): په بهرنۍ ژبه برلاسي هم ديوه ښه ژباړونكي له اوصافو څخه شميرل كېږي. يو ښه ژباړونكى بايد په يوه بهرنۍ ژبه ښه برلاسى وي. دا برلاسي په دې مانا هم نه دى، چې ژباړن يوازې  دهغې ژبې په محاورې پوه وي، بلكې ژباړن بايد لكه څنګه چې دخپلې مورنۍ ژبې د بنسټيز او ګرامري جوړښت په پوهيدا مكلف دى ، بايد په بهرنۍ ژبه هم ښه برلاسى وي  خو توپير په دې كې دى چې په مورنۍ ژبه برلاسي او دمهارتونو يادول دژوند په اوږدو كې كيداى شي؛ كوم څه چې په يوه بهرنۍ ژبه كې تر ډېره بريده نا شونې برېښي.

له دې امله ويلاي شو، چې ژباړن بايد دبهرنۍ ژبې دښه پوهيدو تر څنګ دهغې ژبې دويونكو په جغرافيا،تاريخ،ادابو،رسمونو يعنې فلكلور او دليكوال په فكري طرز هم ښه پوه وي تر څو دهغې ژبې دعباراتو، اصطلاحاتو،استعارواو تشبيهاتو په واقعي مانا او مغهوم پوه شي.

كه ژباړن په مبدا ژبه ښه پوه نه وي او ټوله تكيه يې په ډكشنرۍ وي، ژباړه به ډېره مشكله شي. مثال:

Doctor and Mrs. Brown went to Kabul.

نابرلاسى ژباړن ممكن دغه جمله داسې وژباړي: ډاكتر او مېرمن براون كابل ته لاړل.

دا ژباړه مو نه پوهوي چې دغه دوه كسه سره څۀ كېږي؟ څرنګه چې په انګليسي كې د مېړۀ كورنى نوم د هغۀ د مېرمنې هم وي نو د جملې سمه ژباړه داسې ده: ډاكتر براون او مېرمن يې كابل ته لاړل.

ځكه كه دوى سره ښځه اومېړۀ نه واى بيا به خامخا د ډاكتر تر كلمې وړاندې  Theراتلى . د دې مثال له راوړلو منظور دا دى چې كه ژباړن په مبدا ژبه باندې لازم تسلط ونه لري نو ډېرې داسې خبرې دي چې په ډكشنري كې يې ځواب نه شي پيدا كولاى.

يو بل مثال:

I wonder where she is

I do not know where she is

كمزورى ژباړن ممكن دواړه جملې هم معنا وبولي او وليكي: زه نه يم پوه چې هغه چېرته ده.

حال داچې په لومړۍ جمله كې د متكلم هيله او ارزو وينواو مناسبه ژباړه يې داسې ده:

چې هغه به چېرته وي.

خو دويمه جمله د يو بل چا د سوال ځواب دى ، د متكلم له شخصي دلچسپۍ سره يې تړاو نشته. نو مناسبه ژباړه يې داده:

زه نه يم خبر چې هغه به چېرته وي. (۲۸- انترنت(

ج: د دوو ژبو (مبدا او مقصد)دګرامري توپيرونو پيژندنه:  هر تمدن په هر وخت او هر محيط كې خپلې ځانګړتياوې لري، چې دجملو اصطلاحاتو او معينو لغاتو په كالبونو كې خپل توپيريز اړخونه ښكاره كوي. دبيلګې په توګه په ژباړه كې لفظاً دبلې ژبې له اصطلاح او لغت نه مانا اخيستل سم كار ندى ځكه چې لغات او اصطلاحات زياتره په جمله كې دموقيعت او حالت له مخې ځانته بيله مانا ايجابوي او په بله ژبه كې ورڅخه دمحاورې له مخې هماغه مانا نه افاده كېږي.مثلا  ټوكې ټكالې  چې دلغاتو په څو مانېزو ماناوو ولاړې دي، چې كله كله په ډېره سختۍ او كله هم هيڅ نه ژباړل كېږي. همدا شان كه د دري (لب دريا) په پښتو د(سيند په شنډو) وژباړو نو ډېره بې خونده او له ورځنۍ محاورې نه لري برېښي-29)35مخ(

يا داچې  دانګرېزي (love)چې د)عشق( مانا ښندي خو (lovely)نشو كولى )عشقي( وژباړو ځكه دا كلمه د )پښتومينه درسره لرم( سره معادله ده.69-30) مخ(

  دا ډول توپيرونه دمورنۍ (مقصد)او بهرنې  (مبدا)ژبې ترمنځ دګرامري جوړښت په نتيجه كې هم رامنځ ته كيداى شي چې مخكې ورته اشاره وشوه. دكلمو ځايونه په جملو كې ، په مركبه او ساده جملو كې ،متلونو او تشبيهاتو كې ليدل كېږي. سره له دې ټولو توپيرونو دا چې ژباړونكى دمطلب روح،كليات او دليكونكي سبك ته ګوري نو هڅه كوي يو مطلب په داسې ډول وژباړي چې دمطلب اصالت له منځه لاړ نشي او د امانت دارۍ اصل رعايت شي.

 

 د ښې ژباړې  اوصاف:

لكه څنګه چې دژباړن لپاره ځانګړنې او اوصاف وضع شوي، د ښى ژباړې لپاره هم اوصاف او ځانګړنې شته، چې په لاندې ډول دي:

۱- د يوې ښې ژباړې صفت دا دى چې اصلي مطلب پكې ټول راشي خو لوستونكى پرې دژباړې ګومان ونكړي بلكې دخپلې ژبې مضمون ورته ښكاره شي.37-31) مخ(

۲-دژباړې ژبه بايد ساده اسانه او روانه وي داسې، چې لوستونكى ترې پوره مطلب په اسانۍ سره واخيستلاى شي دمتن لمن بايد له ابهامه څخه پاكه وي.

۳-دښې ژباړې يوه علمي ځانګړنه دا ده، چې دمانا او محتوا له مخې له اصل سره سمه وي په دې مفهوم چې داصلي مضمون دمطلب كومه برخه له ژباړې پاتې نشي او دليكوال دعلمي امانتدارۍ حق پكې په بشپړه توګه رعايت  شي.54-32)مخ(

۴- ديوې ښې ژباړې تر ټولو مهمه ځانګړنه داده، چې دژبې له محاورې سره برابره وي. له محاورې څخه وتلې ژباړه دادبپوهانو په نظر يو بې ارزښته مال ګڼل كېږي.

۵- ديوې ښې ژباړې لپاره يوه بله ځانګړنه، دنثر ښكلا په نظر كې نيول دي،ژباړن بايد،له كومې ژبې څخه ،چې ژباړه كوي،هڅه وكړي،چې دمتن ښكلاېيزه تومنه زيانمنه نه شي.

+ليكل شوى لخوا د خموش په 90/10/04 او كړۍ 18:24 |
    سريزه:

كه د پښتو ادبياتو تير تاريخ ته يوځغلنده نظر وكړو نو له ورايه ښكاري چې په پښتو ادبياتو كې د لرغونې زمانې څخه دژباړې څرك لګېږي. ددې ادعا د ثابتولو لپاره د ابو هاشم بن ذيد سرواني قصيده چې په لرغونې زمانې پورې تړاو لري  او د عربي ژبې څخه ژباړل شوې يادولى شو.همدا شان په منځنۍ دوره كې هم يو شمير ژباړې په لاس لرو چې را ښايي په پښتو ادبياتو كې ژباړه لرغونى تاريخ لري. خو سره له دې هسې چې ښايي ورته د پام وړ كارنه دى شوي. له بله پلوه معتبره اود اعتماد وړ تحقيق هم په دې لاره كې نه دى تر سره شوى تر څو د هغه په روښنايۍ كې د ژباړې فن ،اصول اويا تيورۍ سره اشنا شو.خورې ورې ليكنې پرې تر سره شوې خو په دې حد نه چې موږ ته د ژباړې كامل اصول را په ګوته كړي. كه څه هم زه ددې څېړنې په ترڅ كې  له دوه داسې اثارو سره مخ شوم چې د ژباړې په اصولو كښل شوي وو،ليكن د لوستونكو تنده نه پرې ماتيده له دې اثارو څخه يو د ښاغلي صالح محمد صالح د پښتو او د ژباړې اړتيا نومى اثر دى چې دتيورى پرځاى په عمومي موضوعاتو څرخي او ډېر كار پر دې شوى تر څو لوستونكي وهڅوي په ژباړه لاس پورې كړې تر دې چې ور وښايي څنګه بايد ژباړه وكړي.    صالح په خپله هم په دي هكله داثر په سريزه كي ليكي( كه څه هم اوسنۍ رساله (كتابګوټى) يوه ځانګړې ليكنه وه، چې په كوټه كې مې د جوړې شوې پښتو نړيوالې څېړنغونډې (سيمينار) لپاره مې ليكلې وه او هغه وخت لنډكۍ وه، خو ملګرو غوښتنه وكړه، چې موضوع نوره هم وغزوم، دا دى ما هم تر خپله وسه پورې خپله ټوله هڅه وكړه او دغه كتابګوټى تاسو ته وړاندې كوم. كه څه هم دغه موضوع زيات كار ته اړتيا لري، خو بيا هم: "اوس خو دا ولوله چې سترګو كې دي". ) په دي اثر كي دغه سرليكونه ترسترگو كيژي: ژباړه او د ژباړې اړتيا. په ټولنيز ډګر كې: په پوهنيز (علمي) ډګر كې: زموږ ژبپوهان ولې داسې دي؟ پښتو نيولوګېزم (لغت جوړونه- ويى رغونه) يوه ستره اړتيا: په فرهنګي ډګر كې: په ادبي ډګر كې په اسلامي ډګر كې په هنري ډګر كې په پښتو خپرونو كې د ژباړې اړتيا ژباړن بايد څوك وي؟ په ژباړه كې ځراكت كمپيوټر او انټرنټ، يوه غوره وسيله صالح د په ټولنيز ډګر كې تر سرليك لاندي ليكي: (ټولنيز ژوند د انساني اړيكو يوه واحد بهير ته اړتيا لري، په يوه ټولنه كې ټول مېشت انسانان يو بل ته لازم او ملزوم دي، چې همدغه اړتوب او يا يو بل ته ضرورت، انساني ټولنه پالي. له وركاوي او ړنګېدو څخه يې ساتي. كله چې موږ د ژبې اړخ ته پام كوو، نو په دې برخه كې كه څوك غواړي، هراړخيزه هڅه پيل كړي، لومړى بايد د نورو ژبو، ملتونو، توكمونو او دودونو لـه څرنګوالي څخه ځان خبر كړي، كه چېرې په يوه ژبه كې د نورو ملتونو، د دودونو، كلتور او پوهنيزو هـڅو په اړه ليكنې او مواد نه وي موجود. نو په دغسې بېخبرۍ كې هر فعاليت، كار و زيار بشپړه پايله نه وركوي. ځكه په داسې بېخبرۍ كې قضاوتونه او اټكلونه ناسم خېژي. په پښتو كې هم بايد د نورو هېوادونو د ټولنيزو اړيكو او ټولنيزو دودونو اړوند كتابونه راوژباړل شي. په دې توګه به هم د نورو هېوادونو لـه ټولنيزو تجربو څخه ګټه اخيستلاى شو، هم به د يوې داسې نوې ټولنې بنسټ ايښوولاى شو، چې د نېكمرغۍ او سعادت لپاره به يې په خپله هڅه كوو. دا چې پښتو دومره وروسته پاتې ده او په نړۍ، يا نورو ملتونو كې دومره مطرح نه ده، وجه يې همدا ده چې ټولنيز اړيكي يې كمزوري دي، تر اوسه د پښتنو د ټولنيزو چارو كوم اړوند كتاب په انګرېزۍ نه دى ژباړل شوى، چې نړۍ يې ولولي او ځان پرې خبر كړي. له همدې كبله زيات پښتوضد او پښتون ضد كسان چې يوه موخه يې د پيسو ګټل وي، د افغاني ټولنې ارزښتونو، دود او روايتونو ته پام نه كوي، راولاړېږي او داسې فلمونه جوړوي، يا داسې مطبوعاتي خپرونې كوي، چې په افغانستان كې نه وېشل كېږي، بلكې بهرنيو هېوادونو ته لېږل كېږي او هلته خپرېږي. دغسې يو فلم په كابل كې د ايينې دفتر له خوا جوړ شوى و، دغه مركز د فرانسويانو له خوا حمايه كېږي، لويه موخه يې همدا ده چې غيردولتي خپرونو ته مالي لګښت وركړي او نورې هنري چارې ترسره كړي....)  همداشان دوهم اثر د ښاغلي رفيع ستانكزي دژباړې فن دى چې اوس اوس چاپ شوى دى . نو ددې اړتيا په پام كې نيولو سره مې دا هوډ وكړ چې دژباړې دشا ليد (پيدا يښت) او همداشان د پايښت (اوسني بهير) تر څنګ دژباړې په اصولو هم يو څه وكاږم. ژباړه له فنونو څخه يو فن بلل كېږي ځكه ژباړن په دې كار كې له  هنره كار اخلي همدا دى چې وايي تاليف له ژباړې اسانه دى داځكه چې په تاليف كې د ليكوال لاس خلاص دى‌، څه چې ليكى ‌،دى به ورته سبك روش او ژبه ټاكى ليكن په ژباړه كې ژباړن اړ دى د ليكوال  هدف او مقصد تعقيب كړي او د مبدا د اثر محتوا د مقصد په ژبه واړوي اودامانت دارۍ په پام كې نيولو سره يې لوستونكو ته په لاس وركړي ، بيشكه چې داكارله هر څه نه ډېر هنريت غواړي. نو ځكه موږ په دې ډېر ټينګار كوو، چې ژباړن بايد له دريو اساسي موضوعاتو سره بشپړ اشنا وي او هغه دادي:

1        دمبدا په ژبه حاكميت

2        دمقصد په ژبه حاكميت

3        ددواړو ژبو ترمنځ په ګرامري توپيرونو لاس برى.

   سره له دې چې دا درې شرطه په ژباړه كې اړين دي خو كافي نه دي ، ژباړن په امانت دارۍ هم مكلف دى چې هغه ته د سبك ساتل هم وايي. دا ځكه چې لوستونكى يوازې دا نه غواړي چې ليكوال څه ويلي بلكه په دې هم غواړي پوه شي، چې څنګه يې ليكلي . داسي اثار شته چې بايد هغه په ازاده ژباړه وژباړل شي په اصطلاح (نقل په مانا)خو داسې كتابونه هم شته چې ليكوال اړ دى عين عبارات او جملې د مقصد په ژبه واړوي(تحت اللفظي ژباړه) او دژباړې ددې دواړو ډولونو تر منځ بشپړ توپير موجود دى ليكن هغه څه چې مهم برېښي دا دى چې ژباړن په كوم خاص مهارت كولاى شي بل فرهنګ د ژباړې په واسط دمقصد دژبې فرهنګ ته وژباړي. كوم اثر چې تاسو يې په لاس كې لرى تريوه بريده ددې تر څنګ چې  د پښتو ادبياتو په تاريخ كې د ژباړې پيدايښت او پايښت در ښودلى شي  دا درښايي چې څنګه په ژباړه لاس پورې كړئ او څنګه ديوه اثر په ژباړه كې برياليتوب تر لاسه كړئ تر څو ستاسو ژباړه لوستونكو ته خوندوره او د پام وړ وګرځي. په دې اثر كې ديادو شوو دو اثارو څخه دلږشانتې استفادې تر څنګ تر ډېره حده د ايران د څېړونكو له اثارو څخه استفاده شوې چې د ښاغلي ډاكټريحى معروف: فن ترجمه،او  علي جانزاده: فن ترجمه،څخه د نمونې په توګه يادونه كولاى شم.  په لنډه توګه بايد ووايو چې ژباړه فن دى او ژباړن فن كار يا هنرمند او ژباړه داسې هيواد ته لكه افغانستان چې درې لسيزو جنګ ځپلى له هر څه نه ډېر اهميت لري. نو پكاره ده چې په ژباړه لاس پورې كړو او له هر څه نه وړاندې دې كار ته اولويت وركړو.

په درنښت

پوهندوی عبدالقدير خموش

تقريظ:

رساله علمي وتحقيقي پوهنمل خموش را كه با عنوان( دژباړې شاليد اوفن)تهيه ونگارش يافته است،مطالعه نمودم. اين رساله كه مطابق به معيار هاي علمي و اكادميك تهيه وترتيب گرديده شامل معلومات مفيد، ارزنده و جامع در مورد پس منظرترجمه در جهان، وبه طور اخص دراد بيات پشتو بوده؛ همچنان به تشريح اصول ترجمه نيز پرداخته شده است.  محقق تلاش نموده تا تاريخ گذشته ترجمه در ادبيات پشتو را در قالب هاي مختلف جستجو نموده و به تشريح آن بپردازد. خموش توانسته است نخستين نظم، داستان، ناول و نخستين نثري هنري را كه از زبان هاي ديگر به ادبيات پشتو ترجمه گرديده شناسايي نمايد. درسراسر رساله،  جملات ساده،روان وعام فهم به كار رفته و تسلسل منطقي درموضوع را نيز مراعات نموده است.اين رساله يعقيناً از اثار مفيد و ارزنده به شمار ميرود وتا جاي كه من از ادبيات پشتو اگاهي دارم اين نخستين اثريست كه در اين مورد نگارش يافته است. بنده زحمات پوهنمل خموش را در تحقيق وتهيه آن ستايش مي كنم وموفقيت  بيشتر استاد را در راه خدمت به فرهنگ و ادب از بارگاه ايزد متعال تمنا دارم.   

        پوهنوال نجيب الله سايس 

   استاد ديپارتمنت دري

         پوهنتون تعليم و تربيه كابل

      ژباړه د تاريخ په اوږدو کي:

  که تاريخ ته وکتل شي نو مهاجرتونو ،لويو سوبو او ورسره ژباړو د مدنيتونو په وده کې ډېر لوی لاس لرلی او دليل يې هم له دې لارو د مدنيتونو تر منځ د تجربو ، افکارو او پوهنو راکړه ورکړه ده . د نړۍ ډېر لوی مدنيتونه د مهاجرتونو يا لويو سوبو په پايله کې رامنځته شوي . له جبل الطارق څخه تر اندونيزيا پور ې د مسلمانانو دسوبو په پايله کې د عباسيانو د لوی اسلامي مدنيت زېږېدل او يا د امريکې د لويې وچې موندل او تر پراخو مهاجرتونو وروسته هلته د يوپرمختللي مدنيت پنځېدل د غوره بېلګو په توګه وړاندې کولای شو . د مهاجرتونواو سوبو تر څنګ ژباړې هم د مدنيتونو ، پوهنو او ژبو په وده کې ډېره ونډه درلودلې ده او په واقعيت کې همدې مهاجرتونو او سوبو د ژباړو لپاره لار اواره کړې ده   (.۱-الف مخ  ژباړه ډېر زوړ تاريخ لري څېړونکوپتيلې ده چې ژباړه د لمړي ځل لپاره ٢٤٠ کاله مخکې له ميلاده د ليويوس آندريکوس ((Livius Andricus )) لخواچې يو رومي شاعر وو ترسره شوه . مخکې له دې ژباړه په شفاهي ډول د دين اومذهب په چوکاټ کې په ځانګړي توګه په يهودي جامعه کې دود وه . روحانيونو به د تورات د پوهاوي لپاره خلک په لويو ميدانونو کې راغونډول ترڅو د خداى د کلام هغه برخې، چې دوي پرې نه پوهيدل ور وسپړي . (۲-۹مخ) په ليکلي توګه ژباړه دوه پيړۍ مخکې له ميلاده اتيا تنو يهودي پوهانو او عالمانو له دي کبله چې په اسکندريه کې ميشت يهودان چې ددې کلتوري مرکز لويه برخه يې جوړوله اوپه يوناني ژبه يې خبرې کولې ترسره شوه . مګر ددې ژباړې څخه تل ديوې تحت الفظي او نيمګړې ژباړې په توګه يادونه شوې . د انجيل ژباړه هم په لاتيني ، سرياني ، قطبي ، او روماني ژبو له دي لږ مخکې پيل شوي وه ، او د هغې زمانې د مسيحي ټولنې د پرمختګ لامل شو. (۳- ۳۲ مخ ) دا ژباړه هم يوه داسې ژباړه ده چې کلمه په کلمه شوې وه . مګر د انجيل لوستونکي چې دديني تعصباتو څخه متاًثير وو د انجيل د لمړي شکل ساتل يې يو سپيڅلى کار بللو . همدغه پيښه لامل شوه چې د ژباړې لپاره آرونه اوقاعدې و ټاکل شي. په منځنيو پيړيوکې په غربى اروپا کې ژباړه د لاتيني ژبې په بحثونو ، مقالو او مذهبي متنو سره وتړل شوه. په نهمه او لسمه پيړۍ کې بغداد د عربى ژبې د کلاسيکو آثارو د ژباړې مرکز ؤ ، او ډلې ډلې پوهان او د فکر خاوندان به شام څخه ددې لپاره چې د سقراط ، افلاطون او بًقراط آثار  وژباړي عراق ته تلل .( ۴-۲۲مخ ) په ١٢ پيړۍ کې تولدورپه اسپانياکې د کلاسيکو آثارو د ښوونې او ژباړې، چې په لاتينې ژ‌به و يو لوي مرکز ؤ . د عباسيانو د واکمنۍ په پېر کې هم ډېر يوناني ، رومي ، هندي او چيني آثار عربي ژبې ته وژباړل شول او د اسلامي مدنيت په وده کې ډېره ګټه ترې واخېستل شوه . يوه مشهوره بېلګه دا ده ، چې کله د عربانو پښه هندوستان ته ورسېده ، نو هلته يې ( صفر) بياموند اود صفر په ورزياتولو سره په شمېر پوهنه کې لوی پرمختګ رامنځته شو . وروسته اروپايانو له صفر سره يوځای د شمېرنې بشپړ سېسټم له عربو څخه اروپا ته يووړ . نوځكه ويلى شو چې دعباسيانو په پير كې ژباړه داسلامي نړۍد علمي ژوندانه د ودې اوپرمختګ سبب شو.(۵-۴ مخ) د صليبي جګړو پر مهال ، چې کابو دوه سوه کاله يې دوام وموند اروپايان له پخوانيو يوناني آثارو سره د عربي ژبې له لارې بلد شول ، هغوی همدا آثار او ورسره ډېر نوي عربي آثار لاتين او بيااروپايي ژبو ته وژباړل ، چې د منځنيو پېړيو له خوب څخه د اروپا په ويښولو کې همدغه ژباړې يو مهم لامل ګڼلی شو .(۵-۶مخ) د رنسانس ( نويتوب ) د پيدايښت سر سم د ټولې اروپا په کلتوري ټولنه کې ژباړه دود شوه . ژباړې د نړۍ د پرمختللېو ژبو لکه انګريزی ، فرانسوي او جرمني په پرمختګ کې ډېره ونډه لرلې ده ، او همدادليل دی ، چې نن په دغو ژبو کې د لاتين ډېر ويي ليدل کيږي . ترکومه ځايه چې د هيومانست جوړښت ( نهضت ) د انسان په ژوند ، توان او شادکامۍ ( برياليتوب ) عقيده درلوده ديادشوي نهضت مخکـښانو لکه پتراک ، بوکاچيو او دانته د حقيقت د پيدا کولو لپاره په لرغوني يونان او روم کې په کلاسيکو آثارو څيړنې او پلټنې پيل کړې ، د دوي څيړنې او مطالعه يوازې په ادبي ډګرکې نه وه بلکه د هنر او معمارۍ اود تيږو توږلو ل يې هم په خپله لمن کې راونغاړل ، د هيومانست نهضت وروسته له دې بيا فرانسې ، ايتاليا او د نولسمې پيړۍ په پاي کې بريتانيا ته هم وغزيد ، حتى د اتم هانري دربار هم د هيومانست د نهضت مرکز و ګرځيد او په انګليسي ژبه د يونان او روم د کلتورونو ګډ آثار منځته راغلل د بيلګې په توګه د پلاتوس (platus)   کميدي ننداره ، ترس او سنګا اثرونه .....له دي کبله ژباړه  دلرغونې نړۍ او د شرقي اروپا د کلتور ترمنځ   د يو پل حيثيت غوره کړى و . اوس مهال هم د زړو (کلاسيکو ) اثرونو ژباړه  د معاصر و ادبياتو په برخه کې ډير زيات رول لري او هر شاعراو ليکوال هڅه کوي چې د يونان او روم د کلاسيکو اثرونو په ژباړه وياړونه ترلاسه کړي سربيره پر دې هم لويو پوهانو لکه  shelly )( champan pope )  ،tler)  ( bu )، او ډيرى نورو د ايلياد په نوم د هومر مهم اثر ژباړلى مګر بيا هم په وروستيوکلونو د ريچارد لاتيور ژباړه چې ايلياد يې دوهم ځلي ژ‌باړلى دى يوه لويه بريا بلل کيږي    (۶-۱۷۱مخ) وروسته هومر ، دانته ، چوسر ، شکسپر او سروانتس ، د رمبو ، بورلر ، پالارمه ، ګارسيالو اثرونه  وژباړل . په اوسنيو ورځو کې جرج لويې ،برخس ، خوليو کرتاسه ، بابلونرودا د لاتينې امريکې په مهمو ژباړنو کې شميرل کيږي ......

په اسلامي نړۍ كې دژباړې غورځنګ:

  داسلام له خپريدو وروسته نه يوازې اسكندريه چې ګڼ شميرنور مراكز داسلام په نوې منځ ته راغلۍ امپراتورۍ كې تاسيس شول. اسلامي علماوو د ژباړې دفن په واسط يوناني علوم په خپله ژبه كې دود كړل. دهجري لومړۍ پيړۍ له پيله او د عباسيانو د لومړني خليفه او په ځانګړي توګه د هارونالرشيد او دده د اولادې په زمانه كې ژباړې تود رنګ خپل كړ.ځانګړي استازي وټاكل شول تر څو ديوناني ژبې ګڼ شمير كتابونه اورسالې ترلاسه كړي نوځكه يې روم،هند مروه او بلخ ته سفرونه پيل كړل. دژباړې مركزونه په دوه لويو او مشهورو ښارونو(جندي شاپور،بغداد) كې جوړ او د يوناني اسنادو په ژباړه بخت شول. په دې دوره كې د ژباړل شوو كتابونو شميره له سلواوړي او ډېره برخه يې له يوناني ژبې ژباړل شوي ددې ژباړل شووكتابونو څخه دافلاطون اته توكه د ادبياتو او فلسفې دي همداشان ۱۹ توكه د ارسطوپه ادبياتو فلسفه اومنطق كې،۴۸ توكه د جالينوس په طب ،نجوم اومنطق كې ژباړل شوي.(۲-۱۱مخ) په اسلامي نړۍ كې د ژباړې غورځنګ دعلمي لاسته راوړنو په لړ كې د علومو او اسلامي فلسفې په برخه كې ښه وده وكړه. او ګڼ شمير لاسته راوړنې يې په برخه شوې.

الف:  دساسانيانو په پير كې ژباړه: دساسانيانو دسلسلې مؤسس اردشير بابکان وروسته له دې نه چې په خپل منځيزو ستونزولاس برى شو يوشمير خلك يې هند ، چین او روم ته واستول ترڅو ټول هغه كتابونه چې په هغو هيوادونو كې موجو دى راټول او يوه يوه نسخه يې له ځانه سره راوړي او همدا شان امر يې وكړ ترڅو ټولې هغه رسالې چې په عراق كې دي هم راټولې كړي په دې ترتيب يې د پخوانيو تمدنونو پاتې شونې راټول كړل. وروسته له اردشیره شاپور دده ځاي ناستي هم دې كار ته ادامه وركړه او امر يې وكړ ټول هغه كتابونه چې دده د پلار په وخت راټول شوي په پهلوي ژبه وژباړي. د انوشیروان په وخت كې هم ډېر شمير كتابونه راټول او وژباړل شوپه دې توګه د ساسانيانوشاهانو دعلم او ترقي د ودې ښه چاپيريال رامنځ ته كړ په دې توګه داسلام له خپريدو سره سم خراسان د پرمختللو علومو مركز ګڼل كيده  په همدې توګه دغې سيمې له اسلام څخه دمخه دژباړې له لارې دهند،روم ، چين، يونان،يهودي اوسرياني علمي اسناد ترلاسه كړل .ددې علم په ځاي پيرښودلو كې د ژباړې دفن څښتنانو داسلام لومړنيو دورو ته لانديني درې ميراثه په ځاي پرېښودل: ۱- اسلامي نړۍ ته دعلم سنت په لاس ورغى ۲-هغه يوناني او سرياني اثار چې  پهلوي ژبې ته ژباړل شوي وو اسلامي دورو ته په ميراث پاتې شول. ۳- د طب،نجوم او تاريخ په اړه يوشمير علوم چې دساسانيانو په دوره كې يې وده كړې وه  داسلامي نړۍ ګوتو ته ورغلل.( ۲-۱۰مخ)

ب:  هند: دوهم مركز چې د اسلامي علومو په وده او پرمختګ كې يې موثره برخه لرله دهند هيواد و. دهند پورې اړوند علمي اثار او اسناد په لاندې توګه اسلامي نړۍ ته انتقال شول. ۱-دهند ډېرشمير اثار له اسلامه وړاندې په پهلوي ژبه وژباړل شول او د جندي شاپور په مركز كې تدريسېدل.لكه كليله ودمنه،چې وروسته له اسلامه دابن مقفع لخوا د عباسي منصور په پير كې عربي ته وژباړل شو. ۲-يوشمير اثار مستقيما دهندي ژباړونكو لخوا چې دعباسيانودربارته يې لاره كړې وه له سانسګريت څخه عربي ژبې ته وژباړل شول. ۳- ابوريحان البيروني هم په خپل سفر كې چې هند ته يې درلود دهغې سيمې علوم او حكمت يې وژباړل. ۴-سوداګرۍ هم اسلامي نړۍ ته د هندي علومو په انتقال كې لوړ لاس درلود.(۷-انترنت)   

  ج) اسکندريه داسكندريې د ژباړې غورځنګ هم په خپل واريو بل پياوړى مركز بللى شو چې اسلامي نړۍ ته يې بيشميره ژباړې  په ميراث پرېښي دي اسكندريه دمقدوني په زمانه كې د تمدنونو زانګو وګرځيده او علماوو وروسته له دې ديونان په ځاي اسكندريې ته مخه كړه.اسكندريه په حقيقت كې د يوناني،مصري،يهودي او بابلي فرهنګونو تقاطع وګرځيده.خوهيره دې نه وي چې داسلام تر راتګه او د مسلمانانو په لاس دمصر تر فتح  پورې هم په اسګندريه كې علمي ژبه او علمي څېړنې ترز يوناني و. داسكندريه په علمي مركزكې يوشميرعالمان لكه ارشميدس،جا لينوس ،اوريبا سيوس فيلون او فلوطين موجود و چې په علم او فلسفه كې يې څېړنې دپام وړ دي. دديني اوفلسفي انديشوترمنځ برخوردونونوي ښوونځي لكه نوافلاطو نيان او نوفيثاغورسيان منځ ته راغلل ا و بيا وروسته دغو ښوو نځيو  اسلامي نړۍ ته مخه او د مطالعې لاندې ونيول شول ليكن كرار كرار اسكندريې خپل رنګ بايلود او دغه علمې مركز انطاكيه ته رانقل شو. ددغه مركز اثارو پر عراق او منځنۍ اسيا تاثير پرېښود او دژباړې له لارې يې دبغداد دژباړې اسلامي غورځنګ ته  لاره پرانيسته  د]حران:  د رُها (ادسا) او نصیبین له علمي كانونونو سربيره د حران علمي كانون هم يو له هغو كانونونو څخه دى چې اسلامي نړۍ ته يې داسكندريه له كانونه وروسته ديونان دفلسفې علم په مثراث پرېښود. حران د صائبينو ځاى و دغې ډلې ځان د ادريس پيغمبر امت بللو اوپه اسلامي نړۍ كې د فيثاغورث دښوونځي خپرونكي بلل شوي. حران ته د يوناني علم لېږد هم د انطاكيه له لارې ترسره شوى .دحران صائبينوعربي ته ديوناني علومو په ژباړه كې دپام وړ ونډه لرله.حران په اسلامي پيركې د عالمانو او فلاسفاوولكه ثابت بن قره او دهغې داولادې په لرلو لوړ شهرت خپل كړى و . (۷-انترنت)

په اسلامي نړۍ كې د ژباړې دغورځنګ منځ ته راتګ:

  دمختلفه كانونونولخوا داسنادو،مداركو،كتابونو او ډول ډول رسالو دراټولولوڅخه وروسته دهغود تدوين كار په عربي ژبه پيل شو.دعباسيانو خليفه منصور په دې لاره كې لومړنى ګام پورته كړ او دستور يې وركړ ترڅو ټول يوناني كتابونه عربي ته راوژباړل شي. دوهم سړى چې په دې  لاره كې يې هڅه د يادولووړبولم هارون الرشيد دى  نوموړي يو شمير عالمانو ته امر وكړ تر څو قسطنطنيه ته لاړ شي او هغه كتابونه چې په اسلامي نړۍ كې نشته د هغو په ژباړه لاس پورې كړي. يوشمير څېړونكي دبيت الحكمه دمركزجوړول هم ده ته نسبت وركوي او داسې انګيري چې دغه مركز ده تاسيس كړ او وروسته بيا د مامون په پير كې يې پراختيا ومونده. د ژباړې د اوج دوره دمامون دخلافت پير ښودل شوى (۳-۴۶مخ)   بله د يادولو وړ خبره   په اسلامي پيركې دژباړې دغورځنګ دچټك يون په برخه كې داده چې د اسلامي نړۍ هر قوم هڅه كوله تربل قوم وړاندې خپل باور اوعقايد د سيمې دوګړوترمنځ پلى كړي همدې سيالۍ دژباړې په چټكتيا كې ونډه لرله. په دې پير كې تر ټولو تكړه ژباړن حنين بن اسحاق و ده ته به چې كوم كتاب د ژباړې لپاره وركړل شونو دكتاب دوزن په اندازه به يې له مامون څخه سره زر ترلاسه كول. حنين د جالينوس ټول اثار ، د ارسطواو بقراط ډېرشمير اثار وژباړل چې دټولوشمير يې ۱۳۰ ته رسيده اودژباړې ډيره برخه يې د فلسفي او طب په برخه كې وه. كندي يو بل له هغو ژباړونكو څخه و چې دتاليف او ژباړې اثار يې له سلو اوړي . همداشان بتاني په رياضياتو او نجوم كې،خوارزمي په رياضياتواوالجبر كې د مشهورو څېړونكو او ژباړونكو څخه شميرل كيږي.(۵-۷مخ)

  په پښتو ادب كې دژباړې پيلامه :

د پښتو ژبې لومړنۍ او څرګنده ژباړه دا بو محمد هاشم سرواني ده چې تر دغې ژباړې وړاندې موږ د پښتو بله ژباړه نه لرو، ښايي تر دې وړاندې به نورې ژباړې هم شوې وي خو څرنګه چې تر موږ نه دي رارسېدلې، نو ځكه د ابوهاشم ژباړه موږ د پښتو ژباړې په تاريخ كې لومړنۍ بللاى شو. ابو محمد هاشم د هلمند په سروان كې په كال 223 هـ ق كې زېږېدلى او په بُست كې يې له علماوو او فصحاوو څخه زده كړې كړې دي او وروسته عراق ته ولاړ او له مشهور عربي عالم او اديب ابن خلاد سره يې وخت تېر كړ او زده كړې يې ځنې وكړې، په كال 294 هـ ق كې له عراق څخه وطن ته راغلى او درې كاله وروسته (297 هـ ق) په بُست كې وفات شو. ابو محمدهاشم د پښتو په ادبي تاريخ كې لومړنى سړى دى چې د يو عرب فكر يې پښتو ته ور انتقال كړى دى. ابو محمد هاشم د خپل استاد ابن خلاد يو عربى شعر په پښتو داسې ژباړلى دى :

ژبه هم ښه وينا كانـــدي چې يې وينه

د خاوند په لاس كــې زر او درهمونه

  ژبــور  ورلـــه ورځـــــي ويـنا يې اوري

د درهم خاوندان تل وي په ويـــــاړونه

  كه درهم يې ځـــنې ورك سو سي نتلى

پر نړۍ يې وي په خــــړو پېــــــژنــدونه

  كه بـــډاى ســوڼي وبولـي خلك وايي

دا وينــا ده رښتــــــــاينــــه له رښتــــونه

  كه بې وزلي ووايي رښـتيـــــا خبــــــــره

نور ووايي دا خو ســـوڼي دي تېــــرونه 

هــو درهـم ښندي هـــــر چا له لويه برخه

د درهــــم د خـــــاوند هــر ځاى پرتمونه 

درهــــــم ژبـــه ده كـــه څـوك ژبور كيږي

ده وسله كه څــوك په كــاندي قتالونه (۸-۵۸ _ ۶۰ مخونه)

د ابو هاشم سرواني تر ژباړې را وروسته موږ بله د پښتو داسې پخه او كره ژباړه نه لرو چې له هرې خوا دې په تول پوره وي او نه تر موږ پورې را رسېدلې ده يا ښايي زما به نه وي تر سترګو شوې، خو سوونه كلونه را وروسته موږ ته د زرغونې كاكړې د "بوستان" د پښتو ژباړې بيلګه د پټې خزانې په بركت را رسيږي چې له بيلګې څخه يې دا اټكل كولاى شو چې ډېره خوندوره او په تول پوره ژباړه ده، هيڅ سكتګي او پېچلتيا نه لري، داسې روانه ده لكه ژباړه چې نه وي، كه چيرې څوك د پښتو ژباړې تاريخ ليكي نو هرو مرو به د زرغونې كاكړې ژباړه د پښتو ژباړې په تاريخ كې دوهمه ژباړه بولي. زرغونه د ملا دين محمد كاكړ لور او د كندهار په پنجوايي كې اوسېدله له پلار څخه يې زده كړې وكړې او د فصاحت احكام يې هم ولوستل، زرغونه كاكړه د سعدالله خان نورزي مېرمن وه چې ډېر توريالي اولادونه ځني پاته شول. زرغونې كاكړې د شيخ مصلح الدين سعدي بوستان نومى كتاب په پښتو نظم ژباړلى دى او نوم يې "بوستان د پښتو" پر ايښى دى او په كال (903 هـ ق) كې يې بشپړ كړى دى.د دغه كتاب يوه نمونه د پټي خزانې ليكوال، په خپله ادبي تذكره كې راوړې ده: (۸- ۱۹۲ ، ۱۹۴ مخونه) د زرغونې كاكړې دا ژباړه ډېره مشهوره ده او ښايي چې دا په ډاګه وويلاى شو چې تر ډېرو غټو ژباړو روانه او خوږه ده، كه موږ د پښتو ادب د كلاسيكي شاعرۍ د ځينو شاعرانو پښتو ژباړو ته وګورو نو دا تر ډيرو هغو خوږه او سليسه ده چې دلته يې پرتله كول د ليكني سره سر نه خوري، او زه به همداسي د نورو پخوانيو ژباړو ، لنډه _ لنډه يادونه وكړم. تر دغي ژباړي را وروسته موږ په زياته پيمانه د اخوند دروېزه ننګرهاري (  1048 هـ ق مړ) او د ده د سبك او دورې د پيروانو زياتي منظومي او منثوري ژباړي ليدلاى شو چي د پښتو ژباړي په تاريخ كي ښايي دغي ادبي او فرهنګي كړۍ تر هر چا زيات پښتو ژباړي ته كار كړي وي، په خپله د دغي علمي، تصوفي او فرهنګي لړۍ موْسس اخوند دروېزه په پښتو زياتي منظومي ژباړي كړي دي چي په ډېره لنډه توګه به يې يوازي د نومونو يادونه وكړو : (1) د قصيدهْ امالي پښتو ژباړه، د دغي ژباړي پيل داسي دى:

په نامه د حق آغاز كــــــــــړم

اوس له دې علم كلامــــــــــه   دى

رحمان رحيم څښتن دى

په ده چار مي سي تمــــــامه

(2) د قصيدهْ برده پښتو ژباړه: قصيده برده په عربي ژبه كې تر ټولو مشهور قصيده ده . په دې قصيده كې د رسول مبارك تعريف شوى او هغه يې په نېكۍ ياد كړى دى. د دې قصيده ويونكى امام شرف الدين محمد بن سعيد بوصيرۍ و. وايي ده به لومړى دپاچاهانوپه ستاينه قصيدې ليكلې خو وروسته يې پام رسول مبارك ته ورواوښت او دده مبارك په ستاينه يې په قصيده ويلو پيل وكړ. ددې قصيدې د ويلو په هكله په كتابونو كې راغلي چې يو وخت دقصيدې ويونكې په يوه سخته ناروغى اخته شو هر څومره درمل يې چې وكړ ګټه يې ونكړه نو له ځانه سره يې پرېكړه وكړه چې د رسول مبارك په ستاينه قصيده ووايي . همداسې يې وكړل او ددې قصيدې دويلو په وخت يې دومره وژړل ترڅو همداسې په ژړا كې ويده شو. وروسته يې په خوب كې وليدل چې رسول مبارك ويني او په ده لاس تيروي كله چې له خوبه پاڅېږي نو دده درد دوا شوى وي. دا قصېده په 60 هجرۍ کې ويل شوې ده. او سره له دې چې دومره کالونه پرې تير شوي دي، خوچې اوس يې هم څوک وائ داسۍ ښکارۍ چې ګواكې اوس اوس ليکل شوې وي  د دغي ژباړي پيل داسي دى  :

په نام د حق به وايم چي د حق له بركــــــــــــــته

په قيامت مي بخره وسي د رسول له شفاعته                                                                                (۹-،انترنت) (3) دربيان عقايد نسفيه، دا هم يوه وړه رساله ده.

(4) خلاصهْ كيدانى، دا د لمانځه په باب د حنفي فقي يوه وړه رساله ده چي اخوند دروېزه  په پښتو اړولې ده، پيل يې داسي دى  :

بسم نام د الله خــــــــــــداى دى كارساز د كُل عالم د بندګانو

  دى رحمان مهربان خداى دى رزق روزى ورســــــــــــــــــــوينه

(5) د لسو فرقو د عقايدو بيا ن  : دا رساله اخوند دروېزه له پارسي څخه په پښتو ژباړلې ده، د تجويد رساله، د دروېزه الفنامه او نور د دې كتاب نوري رسالې دي (۱۰-۴۵-۴۶مخ) دغه راز محمد حليم د عبدالله زوى او د اخوند دروېزه لسمى، د ده د عرفاني اشعارو نمونې د هغه په الفنامه كي ليدل كيږي. د محمد حليم په لاسته راغلي كلام كي ځيني منظومي ترجمې هم سته، ده د سعدي شېرازي يوه غزله هم منظومه كړې ده. دغه راز مصطفى محمد د نور محمد زوى د كريمداد لمسى او د اخوند دروېزه كړوسى دى، دى د پښتو ژبي شاعر او متصوف سړى و، د دولسمي هجري پېړۍ په اوايلو كي ژوندى و.د ده په متفرقو منظوماتو كي د آيآ الكرسي پښتو ترجمه هم ليدله كيږي. همدا ډول تر دې علمي او فرهنګي كورنۍ را وروسته د حضرت خوشحال خان خټك (1022 _ 1100 هـ ق) علمي او ادبي كورنۍ ده چي په معياري ډول يې نثر ليكلو ته مخه كړه او د سجع قانون يې له منځه ايسته كړ، دغي كورنۍ پر نورو فرهنګي خدمتونو سربېره پښتو ژباړي ته هم په معياري ډول كار كړى دى چي هم د كيفيت او هم كميت له مخي پوره حساب پر كېدلاى سي، پخپله حضرت خوشحال خان د نورو منثورو او منظومو كتابو تر څنګ په پښتو ډيري ژباړي كړي دي او د پښتو ژباړي په تله كي ښه پوره وزن لري، د ده تر ټولو مشهوره ژباړه "اخلاقنامه" نومي" چي د اخلاق محسني آزاده او منظومه ژباړه ده، چي لومړي اوولس بابه يې يو سړي او درې وروسته بابه يې بل چا ترجمه كړي دي، د لومړيو اوولسو بابونو په باب د ځينو څېړونكو دا رايه ده چي د دې بابونو ناظم او مترجم به خوشحال خان خټك وي او پاته درې نور بابونه به د ده كوم زوى بشپړ كړي وي، خو د ښاغلي هيوادمل په وينا ځيني نور محقيقين بيا دا خبره ردوي. د اخلاقنامې په باب نوري څېړني ته اړتيا ده. دغه راز د حضرت خوشحال خان عالم او عارف زوى عبدالقادر خان خټك (1063 هـ ق زوكړه) د جامي د يوسف او زلېخا كيسه په ډېره خوږه او زړه وړونكې مثنوي په پښتو ترجمه كړې ده، همدا راز عبدالقادر خان د حضرت محمد ص څلوېشت حديثونه په پښتو نظم ژباړلي دي او قصيدهْ برده چي اخوند دروېزه هم ژباړلې وه، عبدالقادر خان هم په پښتو نظم ترجمه كړې ده. دغه راز عبدالقادر د سعدي ګلستان هم په روانه پښتو د "ګلدسته" په نوم ترجمه كړى دى، ګلستان (د 656 هـ ق تاليف) د پاړسي نثر له شهكارونو څخه شمېرل كيږي، دا كتاب يوه مقدمه او اته بابه لري، ځاى، ځاى نظم هم لري، موْلف يې د پاړسو ژبي مشهور شاعر شيخ شرف الدين بن مصلح الدين عبدالله شيرازي (691 يا 690 هـ ق مړ) دى چي په سعدي سره شهرت لري، ګلدسته عبدالقادر خان خټك (1063 هـ ق زوكړه) د پېښور په نوښار كي پښتو كړې ده (۱۱- ۵۷ _ ۵۸ مخونه) همداشان عبدالقادرخان خټک دسعدي دګلستان په ژباړه او ترجمه کې دسعدي صاحب دنثر ټولې ښېګڼې او ادبي خوندونه په امانت دارۍ سره ساتلي دي،دبېلګې په توګه دفارسي دغه عبارت چې په ګلستان کې راغلی دی: ((ابلهې ديدم خلعت دربر ومرکب تازي در زېر وقصبې مصري برسر- کسي ګفت سعدي! چګونه مېبيني؟ اين زېباي معلم براين حيوان لايعلم؟ ګفتم خط زشت است که به ادب نوشته است )) عبدالقادرخان خټک چې په ژباړه او ترجمه کې دلوی او بر لاس څښتن و، د سعدي دفارسي دغه فصيح نثريې په پښتوداسې ژباړلی او ترجمه کړی دی: ((شيخ وايي يو احمق په ښه تازي آس سور-جامې اغوستې ورېښمينې زرينې په شان شوکت تېرېده  چاورته ووې چې اې سعدي ! څرنګ يې وينې؟ وې ويل څرنګ خط دې ښکلی په اوبو د زرو کښلی ))(۱۲-۵۷مخ) که پورته نثري ټوټې ته ځيرشو ترې جوتيږي چې عبدالقادرخان خټک ديوه رسېدلي ستر پوه او څيړنپوه په شان  دغه ژباړه او ترجمه په ازاد ډول ترسره کړې ده،خودپښتو ژبې رواني او خوږوالی يې په خاص انداز سره بيان او خوندي کړی دی او خپل مطلب يې په ډېرو لنډو کلمو کې ډېر ښه او خوندور ادا او بيان کړی دی. عبدالقادرخان خټک په ډېره  ستره پوهه،ښه ادبي علمي لياقت نثرپه نثر او شعر په شعر ژباړلی او ترجمه کړی دی دنظم په ژباړه اوترجمه کې هم عبدالقادرخان خټک داسې بريالی او برلاسی دی لکه :

زود بيـــني شکــــــــسته پيشــــــــاني

توکـــــه بازي به ســـــــرکنــــــــج با قُچ

ګلدسته :

زر به وينــې ســـرمات ماغـــــزه وتلی

چې له موږ سره ټکر وهي پـرې زغلي

دغه راز د دغي كورنۍ يو بل غړي ګوهرخان خټك (1120 هـ ق) د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد سيرت په پښتو ترجمه كړى دى او يوه مقدمه يې هم پر ليكلې ده. همدا ډول د خوشحال خټك لمسي د اشرف خان زوى او د تاريخ مرصع ليكوال افضل خان خټك هم پښتو ژبي ته يوه خورا ارزښتمنه ژباړه راكړېده، چي نوم يې علم خانه دانش (كليله و دمنه) دى. دا كتاب د پارسي عيار دانش پښتو ترجمه ده، عيار دانش د جلال الدين اكبر ګورګاني (963 _ 1014 هـ ق) مشهور وزير ابوالفضل بن شيخ مبارك بن حضر علامى ناګوري (958 _ 1011 هـ ق) په 996 هـ ق كښلى دى او د كليله و دمنه په نامه ياديږي. د عيار دانش د ترجمې پيل د 1128 هـ ق كال د صفري تر لومړۍ روځي وروسته شوى دى (۱۱ . ۳۷ _ ۳۸ مخونه.) همداشان د علم خانه دانش يا عيار دانش  په هکله  په کليد افغانی کې راغلی: ) دا دابو الفضل دکليله او دمنه (عيادانش) دکتاب ترجمه ده چه يوه قلمی نسخه يې پوهاند حبيبی ليذلې ده. يوه قلمی نسخه يې دلندن په بريتش موزيم کې ده چه دهغې په مقدمه کې افضل خان ليکی چه دغه ترجمه يې د خپل ژوند په درې پنځوسم کال کې کړې ده.) (۱۳-۲۵مخ) خان افضل خان خټك چې دخانۍ او سياست تر څنګ يې لكه خپل نيكه او پلار د ژبې او كلتور خدمت ته هم ملا تړلې وه او پتېيلې يې وه چې مهم كتابونه په پښتو كې وليكي او وژباړي، او ديوه جوړ كړي علمى مركز له لارې  يې دوخت ځينې علما او پوهان هم ګومارلي وو چې په دې برخه كې كاروكړي او لګښتونه يې دده له خوا وركړل شي. په دې لړ كې يې تاريخ مرصع په خپله ليكلى ؤ، منثوره بازنامه يې كښلې وه، عرفانى تفسير يې ژباړلى ؤ ، قلب السير يې دخپل تره ګوهر خان خټك په وسيله ژباړلى ؤ، دخپل نيكه آثار يې را ټول كړي اوخطاطي كړي وو، داختيارات بديعي متن دده په غوښتنه پښتو شوى ؤ چې په دې لړ كې يې د ژباړې له پاره داحمد بن اعثم كوفي تاريخ هم خوښ كړى او دخپل وخت يوه عالم محمد مظفر ته يې سپارلى ؤ چې په پښتو يې واړوي. ابو محمد احمد بن على اعثم كوفي يو عرب مؤرخ ؤ چې ددريمې هجري پېړۍ په اواخرو او دڅلورمې پېړۍ په اوايلو كې يې ژوند كاوه ، دى محدث او دعربي ژبې شاعر هم ؤ چې په ۳۱۴ هـ ق كال وفات شوى دى. ده دالفتوح ابن اعثم كوفي په نامه يو تاريخ كښلى چې داسلام تاريخ دحضرت محمد (ص) له رحلت نه دهارون الرشيد تر خلافته پورې پكې راغلى او دعراق ، فارس، خراسان ، ارمنستان ، اذربايجان  او د منځنۍ  اسيا ځينې نورو هېوادونو د فتوحاتو پېښې يې پكې راوړې او په دې برخه كې يو باوري اثر دى ، ده دا اثر په عربي ژبه كښلى دى. څرنګه چې دې اثر د افغانستان ، ايران، او منځنۍ آسيا د نورو هېوادونو پېښې درلودې او خصوصاً ددې سيمې خلكو ته ډېر مهم ؤ نو يوه هراتي ليكوال محمد بن احمد بن ابوبكر هروي په درى وژباړه چې ژبه يې خوږه ، پخه او روانه وه، دا ژباړه په ۵۹۶ هجري قمري كال وشوه چې ګڼې نسخې يې موجودې دي محمد مظفر دا كتاب په ۱۱۲۶ هجرى سپوږ ميز كال وژباړه نوم يې تاريخ اعثم كوفي پرې كښېښود او په يوه سريزه كې يې دا مطالب په تفصيل وكښل چې يوه برخه يې دا ده : (( سبحان الله و بحمده لمن الملك اليوم لله الواحد القهار* ابتدا په نامه دهغه خداوند چې په دنيا كې يې څوك په غم كړه څوك په انند. درود دى په بهترين خلايق باندې چې محمد دى صلى الله عليه وسلم چې بې له خدايي خداى دهر صفت لايق كړى دى او په آل او يارانو دده چې همه واړه پسوللي دي په پسول درضا ، د تسليم. پس له حمده له دروده دا كتاب چې تاريخ اعثم كوفي باله شي له ديبا چې يې هسې معلومېږي چې اول خواجه احمد بن اعثم  كوفى په عربي ژبه تصنيف كړى ؤ، پس تر هغه محمد بن احمد مستوفى هروي چې تمام له اوله تر آخره مطالعه كړ له ډېرو بهترو فوايدو يې ډك وليده، په سبب دا سانۍ يې په فارسي ژبه ترجمه  كړ. سن هجري پونسو شپږ نوي ؤ، هرګاه چې نسخه د فارسي تر نظر فيض اثر دخان چې عالي شان دى ، لوى قدر، بلند مكان دى، كرم كړونى فيض رسوونى دى، عطا كوونى ، خطا بخشونى دى ، صاحب د تورې هم دقلم دى . حامي ددين دى، په دين محكم دى، سيند د سخادى، كان د احسان دى، بل په خانانو كې غوره خان يعني محمد افضل خان ولد محمد اشرف خان خټك  سلمهماالرحمن ، تېره شوه ، خاطرعاطر ته يې قبوله ډېره شوه ځكه چې مشتمله په لويو – لويو حقايقو وه لكه انواع دعلم د مروت ، دفتوت ، دسخاوت ، دشجاعت ، دحكمت ، دعقيدت، د معرفت ترې حاصلېده، په زبان ګوهر فشان يې تېر شول چې دنيا څو ورځې ژوندون دى، چې مرګ شته ، پېري شته ، نه غم په كار دى نه شاد ماني چې كه دا كتاب له فارسي په پښتو ژبه ترجمه شي يقين چې پښتانه به هم په سبب د خپلې ژبې په دا هو نبره فوايد و چې ذكر شول بلكه نور نور ښه خصلتونه ددين او دنيا ترې واخلي. بل هغه خان چې اسم مبارك يې قلم په زبان  اخيستى دى، ظاهر باطن دا مينه محبت لري چې كه د پښتنو عالمان فاضلان مې جمع كړى، دا همه كتابونه ، څه تفسيرونه يا حديثونه كه څه اصول وي هم څه فروع وي بل كه منقول وي يا څه معقول وي يا څه پندونه يا حكمتونه وغيره ، هر چې ددين فن دى ياعلم د بدن دى په عربى دى كه په فارسي دى په قدر د توان مې ملا دديو په خدمت و تړلى او ديو دپښتو په ترجمه مشغول شوى كوندې ازان لږ ډېر پښتانه ترې مستفيد شي او يو يادګار په جهان كې پاتو شي، حق سبحا نه جل شانه دې داعظيم مطالب په مطابق دخپل خواهش له خيره پوره كا. آمين. اوس چې سن ۱۱۲۶ هجرى زرسل شپږويشت دى ، په دا آوان فرخنده نشان چې پادشاهي د فرخ سپر بهادر ده ، دريم كال د ده د جلوس شوى دى، احقر مقصر محمد مظفر ولد ملا اسمعيل قريشى چې پښت په پښت دعا ګوى او خانه زاد دى په حكم داشارت دهغه صاحب و قبلۀ خدايګاني عالم عامل عادل دى، ظلم جور و جفا دده په وخت لكه عنقا نام لري نښان نه لري. رنګ ، رنګ رعايت په حق درعايا لري، انواع عنايت په حق دخلق الله لري. خويونه يې واړه نېك دي، خصلتونه يې همه بزرګ دي ، بيت: اوصاف به څـــو كښـــــم دهغه خان اوس به دعا كړم تنـګ دى ميدان   څو چې دنيا ده دى پرې مـدام لرې اقبـــال دولت يې همېش غلام لرې آمين په ضمير منير د سخندانو دې روشن وي چې دا قسم كارونه هغه څوك كاندې چې پوه وي په نوع – نوع علمونو باندې ، پس هر څه لوازم ودې خذمت وي كما حقه به په څو سببه را څخه په ځاى نه شي اول دا چې هېڅ علم و ادب نه لرم ، لاس مې دزمانې له روزګاره خالى دى، دريم فكر دخرڅ عيال و اطفال راسره دى اما په اعتماد د اقبال خداوندي او دذره پروري مې  شروع په ترجمه د پښتو كې وكړه ، اميد چې په فضل دحق سبحانه جل شانه په فر دولت دهغه خداوند عن نصره له خيره په اتمام ورسي. انشا ء الله تعالى. )) په دې ترتيب داحمد بن اعثم كوفى تاريخ دهغه له دري ژباړې څخه په خوږه او روانه ژبه ژباړل شوى او له سريزې ښكاري چې افضل خان ژباړن ته مادي امكانات هم برابر كړي او بيا يې تر ژباړې وروسته  متن لوستى ، سم كړى او بيا خطاط ته سپارلى دى. ژباړن د كتاب ژباړه د پښتونخوا په لا چۍ كې كړې چې هلته دافضل خان خټك زوى محمد سعيد خان حاكم ؤ او ده ته يې د كار ټول امكانات برابر  كړي وو، موږ دمحمد مظفر خان نثر په مقدمه كې ولوست  خو په پايزه كې يې خپل مطالب په نظم بيان كړې چې دلته يې دا مطالب تاسو ته دده دنظم دنمونې په توګه هم راوړو:

پــــه مـــــــدد د پـــــاك سبحان

پـــه اقبـــــــــــال دعـــــاليـــشان

  چــــې تــــــــــاريخ اعثـم كـوفي

پــــه پښتو شـــــــــه لـه فارسي 

هــر چې صافه ترجـــــــــــــمه ده

هــغـــــــه خان كـــــړې هـــــمه ده

  عبارت يې (په) ايجــــــــاز وي

مطـــلب واړه پكــــې ســـازوي 

عــــبارت كــه چـېرته خـــام وي

پـــــه كاتـــب يې ناتــــمـــام وي

  دانـــــايــــــان دې عــيب نـه كــا

په اصـــلاح يې دى مــــټ و كا 

داخــــــــــــبره ده تــــمــــامــــــــــه

عــــفو ه ښــــه تــــــر انتـــقــــامه 

كـــه قبول دخان صاحب شـي

مفتـــخـر به يې كاتـــــب شــي

  چــــــې نظــر يې فيض اثر وي

مـــس ته وګـــوري نور زر وي 

دا كتـــــاب چــې تر جــــمه شه

په لاچــــــۍ كــــې تــم همه شه

  پـــــه خدمت د سعيد خـان وم

خـــان وركړى په هـــر شـان وم 

دوى د هـــــــسې ونـــې بـــــردى

شــــيرين ځـــــــــكه سراسـردى 

سعيدخان دې خداى سعيد كا

تــــل دده پـــــــــه مخ دې عيد كا

  ترجــــــمه چــې شــــوه تمــــــــامه

اوس تــــاريــــخ ګوره نيــكنامه

  صــــدرحمــــــــت په هغو باندې

عــربي چــــــــــې فارسي كاندې

  دمــــــصراع تـــــــاريخ يكسو كا

يا چې څوك فـــارسي پښتو كا

  دمحمد مظفر پښتو نثر دوخت ترټولو نثرونو معياري ، روان او پوخ دى او نظم يې هم روان او بې تعقيده دى. دتاريخ اعثم كوفي د پښتو ژباړې قلمي نسخه دملي ارشيف دخطي نسخو په خزانه كې خوندي ده، له يوې زړې نسخې نه چې په زنځيري ليكد ود ده په پوره امانتدارۍ رانقل شوې، ددې نسخې ۳۶۴ مخونه  ارواښاد محمد رفيق قانع رانقل كړې او پاتې مخونه يې له ۳۶۵ مخ نه تر پايه يعنى ۵۵۸ مخ پورې ارواښاد محمد شير ګل ليكلى او په پاى كې ارواښاد علامه حبيبي پرې كښلي: (( نښانى سو، ټول كتاب ۵۵۸ مخه دى)) له دې څخه ښكاري چې داعثم كوفي د تاريخ پښتو نسخه دارواښاد علامه حبيبي په زيار پيدا شوې او هغه وخت د پورتنيو ښاغلو په وسيله نقل شوې .(۱۴-انترنت) کليد افغانی ددې اثر له پايه دا شعر را نقل کړﺉ :

هـــرچه صـــافه ترجمـــه ده هغـــه خان کړې هـــمـــــه وه

  عبارت يـې په ايجــــاز دي مطلب واړه پکې سـاز دي

  که قبول دخان صاحب شي مفتخر به يې کـــــاتب شي

دلته نوموړی ځان کاتب ښودلی دی نه مترجم. له دې نه څرګندېږي چې د کتاب ترجمه په ابتدايي ډول افضل خان کړې ده او محمد مظفر شايد دبعضی اصلاحاتو اوترميماتوسره پاکنويس کړې وي.(۱۳-۲۴ مخ)  همداشان د خوشحال بابا زوی صدرخان خټک د پښتو د اولسي ادب په رڼا کې دوه ملي او عشقي داستانونه او نکلونه ادم  خان  او درخانۍ ، دلی او شهۍ په پښتو خواږه نظم واړول. (۱۵-۸۹مخ) همداشان صدراخان خټك د خسرو اوشيرين نومي فارسي كتاب هم له فارسي نه پښتو ته ژباړلى خو افسوس چې دا كتاب او س په لاس كې نشته.(۱۶-۱۵۶مخ) سكندخان خټك هم په خپل وار په ژباړه لاس پورې كړى خو كوم اثر يې چې د محمد بن احمدالعطارتبريزي رحمت الله عليه (مهرومشتري له دري نه ژباړلى په لاس كې يې نه لرو.(۱۶-۱۶۶مخ) له  بلي خوا مهين  خليل ادبي هڅې هم نه هېرو چې په تذکره ابرار  کې يو شمېر حکايتونه او قصې  پښتو کړې دي. د حکايتي اثارو په لړکې  د رحمت داوي هاندې  هڅې هم د پام وړ دي چې د حکيم نظامي  ګنجوي ليلی ومجنون  قصه يې په پښتو نظم ژباړلې ده             که څه هم رحمت داوي د ديارلسمې پېړۍ په شاوخوا کې دا نکل ژباړلی دی خو بای خان بونيري د دولسمې پېړۍ په شاوخوا کې  د عبدالرحمن جامي د ليلی مجنون قصه په پښتو اړولې وه . له دې سربېره په ورکه خزانه کې هم  د ليلی ومجنون قصه خپره شوې ده  او دا ډاګيزه شوې  چې دغه قصه ؛حافظ نظام؛  په ۱۱۰۰ هجري ق کال په پښتو نظم اړولې  ده . له دې چې راتېر شو  ملا نعمت الله هم د ۱۴ پېړۍ (۱۲۷۵ هجري ق  زوکړه -  ۱۹۲۹ مړ)  په شاوخوا کې د ليلی ومجنون قصه په ډېر خواږه  پښتو نظم ليکلې ده (.۱۵-۹۱مخ)  دغه راز په متفرق ډول هم په يوولسمه او دوولسمه پېړۍ كي د ځينو كسانو له خوا پښتو ژباړي شوي دي چي په هغو كي د مير حسين هروى چي د هرات د توابعو اوسېدونكى و، نوم د يادوني وړ دى چي ځيني رسالې يې پښتو ژبي ته را ژباړلي دي لكه : خلاصآ الاسلام : موْلف امام اسمعيل بن لطف الله باخرزى، ژباړونكى مير حسين هروى، د ژباړي نېټه 1070 هـ ق شاوخوا. نورنامه : ويونكى او مترجم مير حسين هروى، د ويلو كال 1070 هـ ق شاوخوا. دغه راز غلام محمد هم "معراجنامه" په پښتو ژباړلې او د ليكلو كال يې 1115 هـ ق شاوخوا دى، د دې رسالې پيل داسى دى : اويا زره فرښتې وې ترې چــــــــــــــاپېره په خــدمت يې ځان كمتر تر كمتران كه (۱۷- ۴۵-۴۷مخونه) همداشان په منځنۍ دوره كې حميدبابا هم دژباړونكو په كتار كې لوړ مقام لري دى و چې دنيرنګ عشق او قيصه شاه وګدا يې له دري نه پښتو كړه. عبدالحميد بابا د پېښورنه اته ميله لرې دباړې مومندپه ماشوګګرنومي كلي كې زېږېدلى دى. سيد انوارالحق يې دزېږېدو كال د۱۰۷۵-۸۰ هجري ترمنځه ښوولې ده. (۱۶-۱۵۵مخ) نيرنګ عشق د مولانا غنيمت کنجاهي دفارسی منظوم اثر منظومه پښتو ترجمه او د (عزيز اوشاهد قصه) ده. همداشان قصه دشاه وګدا يې له دری نه په پښتو نظم اړولې د دری ژبې ويونکی يې هلال ښوولی دا قصه په ۱۸۷۲ م کې ليکل شوې ده. .(۱۳-۵۵ مخ) په افغانستان کې د امير شيرعلي خان له مهاله د ژباړې نښې راښکاره شوي دي،د۱۲۹۰لمريزكال شاه وخواوكې قاضي عبدالقادر د يو شمېر عسکري نومونو، اصطلاحګانو، اورتبونومونه لهانګليسي ژبې پښتواودري ژبوته ژباړل.  له امير شيرعلي خان وروسته چې کله امير عبدالرحمان خان واک ته ورسېد، د۱۳۰۰لمريزكال په حدودوكې هم ډېرې ژباړې له عربي او انګليسي څخه پښتوژبې ته وشوې.(۱۸-۷ مخ)  د راولپنډۍ د سفر بشپړ راپور په پښتو وژباړل شو، د موعظې او يوسف و زليخا کتاب هم د همدې امير په عصر کې ژباړل شوی دی. ويل کيږي، چې د امير حبيب الله خان په عصر كې سراج الاخبار کې هم پښتو ژباړې خپرې شوې او مولوي صالح محمد پر منظومو قصيدو سربېره د ژباړې له لارې هم ګټور چوپړ کړی، چې د بېلګې په توګه يې د عزيزي تفسير ژباړه، پښتو پښويه په دري ژبه، چې له اردو ژبې څخه ژباړل شوی يادولی شو. کله چې د امان الله خان په وخت کې (مرکه د پښتو) تاسيس شوه، نو د يوې اعلاميې په توګه يې له ټولو پښتنو ليکوالو څخه هيله وکړه، چې له هر فارسي نوم سره دې په هر ځای کې پښتو نوم وليکل شي او بيا دې (مرکه د پښتو) ته ولېږل شي. دغه اعلان ډېر پښتانه ليکوال ژباړې ته وهڅول. لنډه دا چې هر ځای خوره وره ژباړه پيل شوه؛ خو د پښتو ژباړه هڅې هغه مهال ډېرې پياوړې شوې؛ چې د ادبي انجمن په چوکاټ کې د (تاليف او ترجمې) څانګه جوړه شوه، د دغې څانګې غړو له بېلابېلو ژبو څخه پښتو ژبې ته ډېرې ګټورې او هر اړخيزې موضوعګانې وژباړلې، چې د هېواد په ډېرو خپرونو کې خپرې شوې دي. د شلمې پيړۍ له درېمې لسيزې څخه، چې د ژباړې کوم بهير پيل شوی او کومو ليکوالو، شاعرانو او ادبپوهانو پکې خپله ونډه اخيستې ، په لنډ ډول درپېژنو: د انيل ديفو يوازېنی ژوند د محمد هاشم پرديس ، مادي ليمب (د يار توپان) د غلام بريالي، پيترماربوس نيل (دوکتور کلنيک د شپې په تياره کې) د اريزو، نجيب محفوظ (د سعادت قيمت) د عزيزالرحمان سيفي ژباړه، نجيب محفوظ (پټه مينه) د کشکګي ژباړه، چپوفاني پابيتي ( دروح څارونکي) د عزيزالرحمان سيفي، سوپاسان (ړوند) د هاشمي، لوييز السکون (د ميلاد په اختر کې) د واسعى، ولټر (فيلسوف) د محمد ارسلان سليمي، مېرمن مي (له مينې ډکه سينه) د سيفي، صيوفري اف من سته (کوچنۍ شهزادګۍ) د سيفي، سرټامس ميالري (تر مېلمستيا وروسته) د سيفي، جوزف ايډسن (علم او دوست) ګولډ سمت (ګوډ جګړن)، سروالترسکات (زدوکي و ملت)، چارلز ديکنز (د کوچني خوب)، ټامس هاردي (د نسب غرور) د سيفي. د اسيلي برونته (بندي) د بېنوا، موپاسان (ړوند) د حبيبي او، فرانسوګو (فداکاري) د حبيبي ژباړه او نور. د ژباړې دغه ادبي علمي او فرهنګي هڅې له پيل نه بياتر (۱۳هجري) پيړۍ پورې؛ لکه د يوه ځنځير په څېر له يو بل سره پيوند درلود. خو د (۱۱ زيږدې) پيړۍ په وروستيو لسيزو کې دغه ادبي غورځنګ دومره پياوړی شو، چې علمي پانګې يې د شلمې پيړۍ لپاره د يوې نوې ادبي دورې پيلامه شوه، د ادب او هنر هر ژانر (ځېل) او صنف په پښتو ژبه وژباړل شو، پښتو ژبې ته نه يوازې کورنيو؛ بلکې بهرنيو څېړونکو هم پام راواړوه او د ژباړې له لارې يې هغه بېلابېل ځېلونه پښتو ته واړول، چې اړتيايې ليدل کېده. اوسمهال په پښتو ژبه کې د ژباړې برخه ډېره ګړندۍ او چټکه روانه ده، چې د اوسنيو ځوانانو ونډه پكې د ستاينې وړ ده. دقران كريم ژباړه په پښتوژبه كې دقرآن كريم لومړنۍ ژباړه كه څه هم (( تفسير يسير)) دمولوي صاحب مراد علي صاحب زاده رحمه الله ( مړ ۱۲۹۷ هــ ننګرهار كامه) ګڼله كېږي چې لومړى ټوك يې نوموړي په ۱۲۹۱ هــ كې اودوهم ټوك يې په ۱۲۹۶ هــ كې پاى ته رسوي، په داسې حال كې چې د هند د بهوپال په اسلامي رياست كې دقندهار يو ستر عالم اولوى مفتي ( محمد فتح الله قندهاري ) چې ددې ستر اسلامي رياست د دارالافتاء مرستيال هم و په ۱۲۷۸ هـ - ۱۸۶۱ ميلادي كې دشاه عبدالقادر محدث دهلوي د قرآن كريم د اردو ژبې الهام شوې ژباړې پښتوژباړه د بهوپال په سكندري مطبعه كې چاپوي، چې په دې حساب سره د صاحب زاده صاحب د ((تفسير يسير)) دلومړي ټوك دپاى ته رسولو څخه نژدې ۱۳ كاله دمخه دقندهاري مفتي صاحب ژباړه چاپ شوې هم وه اوپه دې توګه هغه بايد دقرآن كريم لومړنى پښتو ژباړن وبلل شي. د قندهاري مفتي صاحب دپښتو ژباړې قلمي نسخه د هند د رام پور ولايت په ( رضا) لائبريرى كې اود حيدرآباد د دكن د ( ادارۀ ادبيات اردو ) په كتابتون كې خوندي دي.( ۱۹- ۱۷۹ مخ ) له دې پرته پښتو ژبه دمولانا الياس پيښوري كوچياني مشهور تفسير ( فخر التفاسير ) اومولانا عبدالحق داربنګوي او مولانا واعظ كاشفي تفسير چې مولانا عبدالله اوعبدالعزيز ژباړلى اوپه ۱۹۳۰ هــ كې دبمبئي په ښاركې چاپ شوى دى .ژباړې لري ، په اوسنيو لسيزو كې د قرآن كريم ټكي په ټكي اوروانه ژباړه باندې ډېرو علماوو كار كړى دى چې دپېښور ارواښاد ډاكټر دين محمد خان اودمولانا جانباز سرفراز خان دواړه ټكي په ټكي او روانه ژباړه ديادونې وړ دي،دغه څېر د مولوي صاحب سلطان عزيز تفسير عزيزالتفاسير چې تر ديارلسو ټوكو پورې يې چاپ اټكل شوى اود ښاغلي مولوي فاروق غلجي ژباړه هم دهېرولو نه ده   دنظم ژباړه په پښتو ژبه کې د ژباړې لومړنۍ څرک کولۍ شو هغه مهال ولګو کوم چې ابو محمد هاشم د زيد سرواني البستي زوي د خپل استاد يو عربي شعر په پښتو نظم وژباړه او دا نظم د پټې خزانې مولف محمد هوتک د شيخ کټه له لرغوني پښتانه څخه رانقل کړي دي. بې ځايه به نه وي تر څو په پښتو ژباړل شوي دغه بيتونه دلته له نظره تيرو کړو: ژبه هـــــم ښـــــه ويـــنا کانــــدي چې وينه  د خــــاوند په لاس کــــې زر او درهمونه   ژبــــور  ورلـــه ورځــــي وينـــــا يې اوري  د درهــم خاوندان تــل وي په ويــــاړونه   که درهم يې ځينې ورک شو پسې نتلي  پر نـــــــړۍ يـــــې وي پـه خــړو پيژندونه   که بـــډاي سوڼي وبولي خلــــــــــق وايي  دا وينا ده ريښتـــــيا ينه له ريښــــــتونه   کـــه بي وزلـــــۍ ووايي ريښتــــــيا خبره  نورو وايي دا خـــو سوڼي دي تيـــــــرونه   هو درهـــم ښندي هـــر چا له لـــويه بــــرخه د درهــم د خــاوند هــــر ځاي پرتمــــــــونه   درهــــم ژبــه ده کــه څــــوک ژبــور کــــيږي   ده وسله که څوک پرې کاندي قتــــالونه (۱۵-۸۹مخ) له همدغه نظم نه موږ د پښتو په ليکلو ادبياتو کې د ژباړې تاريخ پيل کولي شو او د معلومو اسنادو له مخې په پښتو کې لومړنۍ ترجمه شوي نظم دي. د ناول ژباړه (( په اروپا کې ناول د اتلسمې او نولسمې پيړۍ په پيوستون کې سترګې وغړولې او آلماني ليکوالو وده ورکړه چې خصوصاً په دې کې د جرمني د لوى شاعر (( هاينه )) لوى لاس دى. پښتو ته ناول هم لکه  د نورو  نويو ادبي ژانرونو غوندې د شلمې پيړۍ له پيل سره راغلى او دميلمه يعنې د ترجمې په بڼه يې د پښتو ادب په درشل پل ايښى دى. د په لاس کې معلوماتو له مخې د ډپټي نذير احمد (( توبته النصوح )) لومړى ناول دى چې ميا محمد يوسف کاکاخيل په پښتو ژباړلى او په (( ديارلس سوه درويشتم هـ ق - نولس سوه څلورم  ع ))  په څلورسوه اته څلويښت مخونو کې په لويه کچه خپور شوى دى. دا ترجمه پخه او په ادبي ښيګڼو پوره ترجمه ده .)) ( ۲۰-۸۰ مخ)     خو په دې برخه کې دا يادونه ضرورده ، څرنګه چې ميا حسيب ګل په ديارلس سوه پنځم هـ ق کې مړ دى نو خامخا به يې نقش نګين تر مرګه څو کاله  مخکې له اردو څخه را ژباړلى وې چې په دې حساب (( نقش نګين )) په پښتو کې لومړنى ژباړل شوى ناول بريښي . د ميا حسيب ګل د (( نقش نګين )) او د ميا محمد يوسف د تو بته النصوح نه وروسته  راحت زاخيلي ناول د ماه روخې وليکه چې دا په پښتو کې لومړنى ليکل شوى ناول دى او سيد تقويم الحق يې د ليکلو کال (( ديارلس سوه اووه ويشتم هـ ق نولس سوه نهم  ښودلى دى. ))  (۲۱-۲۸۱ مخ) د پښتو د دغه لومړني ناول په باب په افغان ياد کې (( د پښتو د ننني ادب )) ليکوال څرګندونې داسې کړې دي:   (( ورو ورو له دى نوي راغلي ميلمه سره پښتانه ليکوال آشنا شول. د پښتو مبتکر شاعر اوليکوال راحت زاخيلى چې د نوي او زاړه ادب ډيرې کړې سره وصل کړې وې د ناول کړۍ يې هم د پښتو کيسو له اوږده زنځير سره و نښلو له او په پښتو کې يې ناول د ماه رخې يا نتيجه عشق وکيښ.    راحت د دې ناول په پيل کې کښلي: (( دا کتاب فياالواقع صحيح قصه ده مګر د يوې وجهې اصلي نوم پرې نه دی ايښى شوى د حال زمانې سرګذشت دى چشم د يدواقعه ده چې په سنه نولس سوه شپږم _ تر نولس سوه اووم _ نولس سوه اتم _ نولس سوه نهم کې تيره شوې ده )). په دې ډول په پښتوکې ناول له يوې واقعي پيښې نه رانښليدلى دى .په چاپي نسخه کې يې دچاپ کال نشته خودکتاب قداوقواره کړه وړه اودپيښوله کلونونه اټکل کيداى شي چې داناول دې دنولس سوه لسم ،نولس سوه يوولسم کلونوپه شاوخواکې کښل شوي وي اوهمداوخت دې خپورشوى وي . ددې لپاره چې ناول په پښتني ټولنه کې بيخي کوربه ښکاره شي نوځاى په ځاى لنډۍ هم په کې راوړل شوي اوپه دې ډول دپښتوله اولسي ادب سره غوټه شوى دى .)) (۲۰-۸۱-۸۲  مخونه) ددغه ناول دليکلوپه نيټه کې دنوموړي محقق پورتنۍ نيټه دپښتانه ليکوال دمولف هميش خليل دليکل شوې نيټې سره سرخوري اويوازې سيدتقويم الحق کاکاخيل په پښتوچاپي اثاروکې ددغه ناول دليکلونيټه ديارلس سوه اووه ويشتم هجري نولس سوه نهم ميلادي کال ښودلى دى . هميش دراحت زاخيلي دپيژندنې په لړکې ددغه ناول ذکرهم کړى دى اووايي (( په کال نولس سوه لسم ،نولسوه يوولسم کې يې دافغان اخبارسره سره دکتابونوکتابت هم کولوهمدغه موده کې يې دپښتوناول (( نتيجه عشق )) هم ليکلى و. ويلى شي چې د ناول شهرت دافغانستان بادشاه اميرحبيب الله خان پورې هم ورسيدو بادشاه دى کابل ته اوغوښتوولې دى لاړنه شو)) (۲۲-۴ مخ) دراحت صاحب ددغه ناول موضوع چې دپښتولومړنى ليکل شوى ناول دى په عشق ولاړه ده .چاپيريال يې پښتني دى اوکردارونه يې هم پښتانه دي . په ناول کې لنډۍ اودفارسي ژبې شعرونه هم راغلي دي . دغه ناول دراحت زاخيلي دزوکړې دسلمې کليزې په وياړ دکابل پوهنتون دفرهنګي شوراله خوادلطيف بهاند په سريزه اوتدقيق په کال ديارلس سوه دري شپيتم کې ددوهم ځل لپاره چاپ شو. پوهنيارلطيف بهانددخپلې سريزې په يوځاى کې وايي : (( دماه رخې دناول سوژه دليکوال دسترګوليدلى حال دى اوپه مينې کې دلريوالي( بيلتون ) اوپه پاى کې دوصل کيسه راغلې ده چې ديوې پښتنې ټولنې په چاپيريال کې انځورشوې ده )) (۲۳ .( يج ، يد) مخونه) همدارنګه نوموړى دناول دپاى په باب دارنګه ليکلي دي :(( دوروستۍ جملې ليکل(( تمام شد حصه اول )) دامعنى لري چې دې ناول دويمه برخه هم درلوده . دانه ده معلومه چې ليکل شوې ده که نه )) په را وروسته کلونو کې نه يوازې افغان ليکوالو ډير ناولونه ليکلي دي ، بلکې د ناولونو دژباړې بهير هم تر پخوا ګړندی شوی دی . اوس يو شمير تکړه ليکوال يوازې د ناول او لنډې کيسې په برخه کې کار کوي چې کولای شو د استاد سعدالدين شپون ، عبيدالله محک، ايمل پسرلي، نصيراحمد احمدي، عارفې عمرلور، اجمل پسرلي ، رحيم الله بشارت، اسدالله غضنفر،... نومونه ياد کړو. په وروستيو کلونو کې په افغانستان کې د ژباړې په برخه كي بيادغه کتابونه يادولی شو: تور غاټول ژباړه احسان الله ارينزی دمينې افسانه // // // مور اوزوی // // // دخان ګهيځ // يوسف صابر دحجاز کاروان، شاهين،وروستی مورچل، کليسا او اور،دترږمۍ مسافر، محمدبن قاسم، توره ماته شوه ، د يوه غازي داستان ، قيصر او کسرا...د دزبير شفيقي ژباړه. پاڼه وريژيده ، تالنده ، زه بد لمنې نه يم: دصالح محمد صالح ژباړه مرګ له کومه راځي: د چارلس تيښته د محمد هارون شفيقي ژباړه دتقدير لوبه: لعل اقا شيرين شيطان په پريوتو کې ، انتظار: د نذير احمد سهار ژباړه مرغلره: اينجنير محمد نبي لومړنۍ مينه: اسدالله بلهار جلالزی بغاوت:  صديق الله سمسور زه دچا لور نه يم: مبارک شاه داودزی زما دغرونو پناه ياره: ذبيح الله احساس نن شپه اوښکې توی يږي ، له ژيړې کرښې اخوا: سيد نظيم سيدي د مرجانې سلام: شريفه ساپۍ بڼکه ترابي، بې سرپناه ماشوم: اکبر وردګ ۳۹ پوړۍ عصمت څاروان شين سترګې جاسوسه ........ پټه دنده بريالۍ هڅه (۲۴انترنت)

+ليكل شوى لخوا د خموش په 90/10/04 او كړۍ 18:3 |

۱۴ ما د ميوند غزا ليدلې وه دا بازۍ را معلوميدې.

ويل كېږي چې يو وخت كې د چا كره ميلمه راغى . دكور څښتن يې له ښځې ډوډۍ وغوښته.له ښځې يې  كاسه واوښته او چپه شوه. ميړه يې چې دا حالت وليد دښځې په وهلو شو چې ولې دې احتياط ونكړ، دومره يې ووهله چې دواړه له حاله ووتل. په پاي كې دكور څښتن له ډېره قهره له كوټې ووت. په دې وخت كې دې ښځې په ميلمه غږ كړ خوار شې دتا له لاسه ټوكه ټوكه شوم او تا را ته كتل دا خو دې كولى شول، سړى مې دې نيولى واى. ميلمه په ځواب كې وويل دا جنګ و كه لوبې. ښځه پرې په قهر شوه او زياته يې كړه خوارشې په دې زړه زه يې مړه كړم او ته يې لوبه بولې.سړي وويل خواره مه شي: ما د ميوند غزا ليدلې وه دا بازۍ را معلوميدې.

ويل كېږي چې دامير شير علي خان د  باچاهۍ په وخت كې دده يو زوى محمد ايوب خان په هرات كې واو بل زوي يې په كابل كې زنداني وو.كله چې انګريزانو كابل ونيوه او شير علي خان يې شهيد كړ، نو د كندهار په لور وخوځيدل د كندهار له نيولو وروسته يې مخه په هرات واخيسته . سردار محمد ايوب خان چې له موضوع خبر شو، خپل ټول عسكر يې د كندهار په لور رهي كړل. دميوند په دښته د ايوب خان او انګريزانو لښكر سره مخ شول، ددوي تر منځ سخته جګړه ونښته او په پايله كې انګريزانو ماته وخوړه. همدې غزا ته خلكو د ميوند د غزا نوم وركړ.په كابل كې امير عبدالرحمن خان پورته شو د انګريزانو حكومت يې ړنګ كړ. او بيا د كندهار په لور رهي شو او كندهار يې هم وليد.

دسردار محمد ايوب خان لښكرې د كندهار لويديځ ته پر څلور پينځه ميله په سر پوزه كې ميشته وې كله چې امير عبدالرحمن خان دحاله خبر شو نو يې ده ته ديوه مشر په حيث ليك ولېږه چې زما تر بيرغ لاندې ولاړ شه. ددوي خبرې درنې شوې، په كندهار كې يې په خپل منځ كې په جګړه لاس پورې كړ. سردار محمد ايوب خان ديوولسو نورو افسرانو سره دجنګ ننداره په دوربين كوله . خو لښكر يې ددې په خاطر چې نه يې غوښتل په خپلو منځو كې سره په جګړه شي، تسليم شول. ده چې دا وضيعت وليد په قهر شو او دوربين يې په ځمكه وويشت . دهمدې جګړو دشدت نه دا متل د خلكو په منځ كې دود شو چې په وړو شخړو كې وايي:ماد ميوند غزا ليدلې ده دابازۍ رامعلومېږي.

۱۵ كرميه چې غم نه وي ته غم راوړې.

 دامتل د فتح خان او كرم خان دنكله راغلى.فتح خان چې له يوه پلوه په ميړانه او غيرت مشهور و، دبله پلوه يو ډير سوله دوسته سړى هم و. ده تر هغه شخړه نه كوله تر څو به چې دمقابل لوري لخوا اوبه ورخړې نشوې.ده به دجنګ دمخه بيا هم كرم خان ور لېږه.كرم خان بيا د سولې نه جنګ ته خوښ  و.

دا به چې هر وار دسولې لپاره ته نو جنګ به يې راوړه.نو پر ده داسې ناره شوه چې : كرميه چې غم نه وي ته غم راوړې.

كه څه هم پښتانه دننګ مېړانې او غيرت پر ځاى تر سرونو تېر دي خو دبلې خوا دوي د سولې لپاره پوره پوره هڅې كوي كله چې كار په سوله تر سره نشي،بيا نو جنګ ته په ورين تندي ښه راغلاست وايي.

هر څوك چې دسولې دمخه شخړه كوي پښتانه هغه ته پړه وايي او هغه كرمى بولي.

۱۶يو بالول يو يې كچكول.

محمود غزنوي چې يو مقتدره امپراتورپه سيمه كې تير شوى او په نني غزني ولايت كې يې داقتدار مركز و، ده يو ورور در لودچې بالول نوميده. د بالول په هكله داسې روايات دي چې دى يو مجذوب ډوله او ډېر زاهد سړى و او د ورور له پاچاهۍ سره يې هيڅ خوا نه لګيده. محمود ډير كوښښ وكړ چې دى ځانته تابع كړي خو وسه يې پرې ونه رسېده.

ويل كېږي يو وخت محمود، بالول را وغوښت او بلنه يې وركړه چې راشه او په حكومت كې كار وكړه ، بالول ورته په ځواب كې وويل چې داخرت ځواب نشم ويلى . غزنوي وويل،چې داخرت حساب څه دى؟ بالول وويل: دهر شي بيله بيله پوښتنه كېږي، او ورځ دقيامت ډيره سخته ده. ځكه به د تبۍ په شان توده وي اود سړى سره به حساب كېږي. بالول يوه تبۍ راواخيسته او وريې ترې لاندې بل كړ. تبۍ سره شوه ، بالول پرې ودريد او غږ يې كړه: يو بالول يو يې كچكول. او له تبۍ كوز شو او ويې ويل  چې زما حساب خلاص شو . او سلطان محمود ته يې وويل،چې اوس وار دتا دى ته راځه او دټول ملك حساب تير كړه. محمود يې له سرته رسولو عاجز شو او بالول يې خپلې مخې ته پرېښود.

 

۱۷لمره ستا ايمان ماته په غزني كې معلوم شو.

ويل كېږي له نن څخه ډير كلونه وړاندې د غزني تاريخي ولايت چې يو غرنى ولايت دى او دمحمود غزنوي په نامه ډېر شهرت لري، دنوروز په نه نيمه ورځ كې تر واورو لاندې شو.له غزني څخه يو سړى ملتان ته چې په پاكستان كې يوه ډيره توده سيمه ده راغى . دغزني ديخې هوا په مقابل كې دملتان سره ګرمي دده لپاره تر دوزخه نه وه كمه.كله چې تودوخې ډېر پسې واخيست نو مخ يې اسمان په لور كړ او ويې ويل: لمره ستا ايمان ماته په غزني كې معلوم شو.

۱۸ داكبر پاچا لټان دي.

سلطان جلال الدين اكبر چې د مغلو د سلسلې څلورم پاچا ښودل شوى وايي، چې اكبر پاچا دخپل ملك دلټانو دپاره يو لوى ځاى جوړ كړى و، چې دهرې خوانه به ورته لټان راتلل او هلته به پراته وو . كار روزګار به يې نه كولو او مفته ډوډۍ به يې خوړله. نورو خلكو چې دا حال ليده نو ددوي به هم زړه له كاره سوړ شو. اخر دا چې ددې سيمې خلك ټول لټان شول. داسيمه دومره لټانو ونيوله چې نور به بيا دلټ او سم فرق نه كېده. نو پاچاپه هغه كلا كې يو ډېر غټ اور بل كړ او اعلان يې وكړ، چې هر څوك كه دې اورته ټينګ شول مفته ډوډۍ به وركوي او كه وتښتيدل نو هغه بايلوده او ځي دې.نتيجه دا شوه چې په هغه كې چې لږ غوندې غيرت هم و وتښتيد او هغه چې رښتيا لټان وو پاتې شول او وسوځيدل . نو په دې ډول پاچا ځان له لټانو خلاص كړ. خو كيسه يې دمتل په شان دخلكو تر منځ پاتې شوه. اوس هغه څوك چې لټي كوي نو ورته وايي چې داكبرپاچا لټانو غوندې يې.

۱۹ دامعامله داسې سمه پرې كړه څنګه چې د ګډورې پتون سم په مړوند باندې پرې كېږي.

وايي چې دحضرت عمر فاروق رضي الله عنه په وخت كې د مدينې په ښار كې ديوې ښځې او سړي ترمنځ دكومې معاملې په سرجګړه وشوه. ښځه چې ګرمه وه او په دې پوه شوه چې اوس به دا سړى خپله عريضه عمر فاروق(رض) ته وړاندې كوي او دشاهدانو په تيرولو به ما ملامته وي نو يو ګډ پسه يې واخيست او د عمر فاروق (رض) كورته يې ولېږه تر څو پريكړه ددې په طرف فيصله كړي .كله چې دعوي پيل شوه نو ښځې وليدل چې ټولې پريكړې دسړي په نفع  وړاندي ځي نو يې حضرت ته وويل: دامعامله داسې سمه پرې كړه څنګه چې د ګډورې پتون (دپسه ورون)سم په مړوند باندې پرې كېږي.

خو حضرت د شريعت مطابق دښځې خلاف خپله پرېكړه وكړه او حاضرو خلكو ته يې وويل : با خبر ! دحكومت په چارو كې هيڅ وخت تحفې او ډالۍ مه اخلئ  دې ښځې چې نن په ګډورې (پسه) مثال وړاندې كولو دي ماته يو پسه راليږلى و او نن يې غوښتل د هغې په زريعه دهغه بل حق لاندې كړي.او له ما يې دا طمه وه چې زه به حق ترپښو لاندې كړم. وروسته له دغې پېښې  دې وينا دمتل ځاى ونيو.

 ۲۰وسله هغه وسله ده چې په لاس درغله.

 بير بيل ته شاجهان پاچا وويل چې وسله كومه ښه وسله ده؟هغه ورته په ځواب كې وويل،چې په لاس درغله.سبا ته شاه جهان دبيربل پسې يو فيل را خوشى كړ،چې لږ يې په عذاب كړي. فيل د بيربل پسې ورځغاستل او بيربل هم ترې په تېښته وو، تر څو چې په يوه ډيران ور برابر شول په ډيران كې يو كوچنى كوكرى پروت و . بيربل دا كوكرى را واخيست او د فيل په تندي يې وويشت ،كوكرى په كړنجاري شو او فيل لكۍ په سر را واړوله او وتښتيد. شاه جهان چې دا حالت وليد نو پر بيربل يې افرين ووايه او له هماغې ورځې دده وينا په زړونو خوږه ولګيده او په پښتنو كې يې دمتل بڼه خپله كړه.

۲۱ نوشيروان مړ نه دى چې نوم يې نيك پاتې دى.

وايي چې نوشيروان دخپلې پاچاهۍ تخت ته يو مزى تېركړى و .په ميدان كې يې ورته يو لرګې چې ګونګري پورې تړل شوي وودرولى و .په رعيت كې به يې چې چا ته كومه ستونزه پيداشوه، نو مزى به يې وښوراوه دلته به ګونګرو كړنګار پيل كړ او پاچابه پوشو چې كوم څوك شكايت لري.خپل نوكران به يې وروليږل او نوموړى سړى به يې راوست  او هغه به خپله خبره پاچا ته ورسوله.يوه ورځ يوه پمن خره ځان دلرګي پورې ژر ژر مښلو .پاچا چې غږ واوريد نو امر يې وكړ چې ورشى او سړى راولى. خوكله چې نوكر لاړل څوك يې ونه ليدل بيرته راغلل او ويې ويل چې صاحب څوك نه وو . په دې وخت كې خره بيا ځان په لرګي وموښلو او شرنګار پورته شو .پاچا بيا نوكر ورولېږل خو يوازې راوګرځيدل . دا كار څو ځله تكرار شو. په څو وم ځل نوكر چې لاړل ويليدل چې يو پمن خر ځان په لرګي موښي. را غلل او دا حال يې پاچا ته بيان كړ.پاچاه امر وكړ چې ورشى او هغه خر راولى كله يې چې خر راوست ويې ليدل چې خر پمن دى نو امر يې وكړ چې ورشى او خاوند يې راولى دخره خاوند حاضر شو او له ده نه پاچاوپوښتل چې ولې نې دا خر خوشي كړى سړي په ځواب كې وويل چې خر مې پمن شوى بار نشي وړاى نو ځكه مې خوشي كړ. پاچاه امر وكړ چې خر بوځه او درملنه يې وكړه او زياته يې كړه چې دا عدالت ندى چې تر څو جوړ و ستا و چې ناروغه شو ايله يې كړې.

يو بل روايت هم داسې راغلى چې نوشيروان غوښتل ځانته يوه ماڼۍ جوړه كړي. خو دده دځمكې څنګ كې د يوې كوڼډې كور وو. نوشيروان وغوښتل چې دې ښځې ته يوبل كور وركړي او دا ځاى ترې وګرزوي تر څو دده ماڼۍ سمه راشي. خو ښځې ورسره ونه منله. نو نوشيروان خپله ماڼۍ كږه ودانه كړه. نو كله به چې څوك ورغلل دا انتفاد يې پرې كاوه چې ماڼۍ ښه ماڼۍ ده خو چې كږه نه واي.ده به په ځواب كې ويل چې كږه ښه ده نه دا چې دكونډې كور مې په زور اخيستى واى.دهمدي عدالت په وجه ده چې نن يې هم مړ نه بولي او  په هر ه برخه كې دده د عدالت مثال راوړي.

۲۲    ايلم غټ دى كه دوه سرى.

په باجوړو كې دوه غرونه دي چې يو يې ايلم او بل يې دوه سرى نومېږي.د دواړو غرونو تر څنګ دوه بيلې بيلې قبيلې پرتې دي.

پخوا يو شمير خلك ځيليان ،سادګان او لانجمن وو او په نه څه به يې سره جنګ كاوه . په دې دواړو قبيلو كې هم داسې لانجمن خلك اوسېدل. دوي به هر لوري دا دعوه كوله چې زموږ دكلي غر لوړ دى.د دغو دعواوپه پايله كې ددواړوخواوو ترمنځ سخته جګړه ونښته او ډير شمير خلك له دواړو خواوو نه مړه شول. ددې پېښې په هكله يوه داسې فولكلوريكه كيسه هم ده  چې يوه ورځ يوه ښوونكي په ټولګي كې درس وركاوه چې د ايلم او دوه سري خبره را پورته شوه .استاد چې د ايلم د قبيلې اوسيدونكى و ، ويې ويل چې ايلم غټ دى .زده كونكى چې د دوه سري و نو دا ادعا يې وكړه چې دوسرى عټ دى. استاد ته چې ډېر قهر ورغلى و، نو زده كونكي ته يې وويل : كه مور دې هم پرې كينوې لوړ به يې نه كړې . دغره په سردا اختلاف تر اوسه هم ددوي تر منځ يادېږي .او نور پښتانه يې د لانجمن او ځيليانو په وړاندې استعمالوي.                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                  

۲۳ اور پوه شه زاخيل پوه شه.

وايي چې له نن څخه په لسګونه  كاله وړاندې په زاخيلو كې اور لګيدلى و، دنورو كليو خلك دمرستې لپاره راغلل چې له زاخيلو سره اور مړ كړي. زاخيلوالو به دا خلك هر يو ځانته را كشول چې ددوي دكور اور مړ كړي. په دې كې دكلي خلك سره په جنګ شول او په كاڼو يې سره ويشتل پيل كړل.له دغو كاڼو يو نيم د مرستندويه خلكو په سرونو هم ولګيدل . په دې وخت كې دمرستندويه خلكو له ډلې يوه تن غږ وكړ ، راځى چې ځو اور پوه شه زاخيل پوه شه.

۲۴ ښامار مومن خان مړ كړ، توره په كې هر څوك سره كوي چې ما مړ كړ.

په پورته متل كې دمومن خان او شيرينۍ مشهورې كيسې ته اشاره شوې ده،هغه داچې كله مومن خان هندوستان ته په سفر ځي، ديوه زرګر په دوكان كې ناست وي، ويني چې يوې ښځې ځان جوړ كړى او په اوښ باندې سپره ده او اوښ يوه سړي له غاړې نيولى او كشوي يې !مومن خان له زرګر څخه يوښـتنه وكړه چې دا څه نقل دى؟ زرګر ورته وويل:  هلته په غره كې يو ښامار دى چې هره ورځ يوه ښځه او يو اوښ له ډوډۍ سره بار پاچا ورلېږي! او كه يې ور ونه لېږي نو ټول ښار به تباه كړي!او نن دپاچا دلور نوبت دى،لنډه دا چې مومن خان هم داوښ پسې ور روان شو، كله چې غره ته ورسېد نو ښځې ته يې وويل: زه ستا كمك ته راغلى يم. يوه ګړۍ وروسته چې ښامار راغى، نو ښځه يې ګوښه كړه، توره يې اوږده په خپلو تلو پورې وتړله او ستوني ستغ پريوت او پښې يې په هوا ونيولې، ښامار چې راورسيد پر مومن خان يې حمله وكړه،مومن خان خپلې پښې دښامار په خوله كې وركړې خو ښامار تيراوه او په توره څيرې كېده،تر نيمايي چې څيرې شو ،ښامار مړ شو. مومن ورڅخه بيرته ژوندى را ووت، او ښځې ته يې غږ كړ چې راشه . ښځه چې راغله مار لكه غونډۍ پروت و، وروسته مومن خان له ښامار څخه يوه نرۍ تسمه سر تر پايه ويسته او په جيب كې يې واچوله. ښځې ته يې وويل چې په اوښ سپره شه او كراره كراره راځه، كه چېرې چا دعوه وكړه چې مار ما وژلى نو ته ورته ووايه چې ښامار هغه چا وژلى چې پوره تسمه يې ورسره ده. خلك چې دښامار له مړينې خبر شول هر يوه منډې كړه او دښامار په وينو يې خپله توره سره كړه ګواكې چې ښامار ما وژلى.

خو پاچا ډېر خوشحاله شو او غوښتل يې چې خلكو ته انعام وركړي نو لور يې پرې نارې كړې: ښامار هغه چا وژلى چې په جيب كې دښامار پوره تسمه لري په دې ترتيب مومن وپيزندل شو .   

 ۲۵ غرونه چا سوري كړل او شيرينه به څوك وړي.

په دې متل كې هم د دوو مينو دمينې قصه ده دهغه مين چې دشيرينو په مينه كې يې په ډيره مېړانه دغره كيندلو ته ملا وتړله او هغه لوى غر يې په پوره حوصله سورى كړ دا هغه په شيرينو مين فرهاد دى.فرهاد دشيرينو دپلار دشرط دپوره كولو په خاطر دغره كيندلو ته وهڅول شو او ده هم دا درانده كار ته په ډېره ميړانه ملا وتړله . خو دشيرينو پلار كله چې وليدل ،فرهاد دشرط ګټلو ته نژدې شوى له ده سره يې غلطي وكړه او د قاصد ې په لاس يې غلط احوال وروليږه چې ګواكې شيرينو مړه شوې دفرهاد چې په قاصدې پوره باور وو ددې خبر په اوريدو يې دلاس ترښځ چې دغره دسوري كولو په خاطر يې ترې كار اخيست په خپل سر ګذار كړ او دشيرينو په هجر كې مړ شو. نو ددي كيسې په بنياد دا متل دخلكو تر منځ پاتې شو چې غرونه چا سوري كړل او شيرينو به څوك وړي.

 

 

۲۶ حجره يې شته طالب يې نشته.

ددي متل په هكله هم داسې ويل كيږي چې دا متل د طالب جان او ګلبشرې دمينې دكيسې پوري تړاو لري .خو ددې متل په اړه كيسه له دې ځايه پيليږي: ... طالب جان په حجره كې پاتې شو خپل سبق وايي هغه ښځه چې دطالب جان د ډوډۍ لپاره مقرره وه لټي يې كوله. نو بي بي ورته په قهر شوه. سپكه يې كړه او ددې پر ځاي يې بله مينځه ورته ودروله. نو ددې وروسته دغه اولي مينځې قسم واخيست ،چې ولاكه مو پرېږدم چې هې چم چې وي چې زه ستاسې سره بيل نكړم ....

يوه شپه دغه دوهمه مينځه ناجوړه وه ډوډۍ يې نه شواي وړلى په دوهمه شپه ګلبشره مجبوره شوه چې ډوډۍ د اولينۍ مينځې په لاس وروليږي. ددې مينځې خو لا له اوله ورته زړه ډك و نو كله يې چې ډوډۍ وروړه او طالب جان ځنې پوښتنه وكړه چې بي بي څنګه وه مينځې ورته وويل: او خواركيه هغه ولاكه په تاكې رى وهي هغه شل نور ياران لري .

مينځه چې كله بي بي ته راغله هغې ترې وپوښتل چې طالب جان څنګه او هغې په ډېره مكارګۍ ورته وويل: خواره مشې ولاكه په تاكې رى وهي كله چې زه ورغلم درې نورې ښځې ورته ناستې وې او په ميدان ورته كوټه نكل پراته وو .

لنډه داچې طالب جان د مينځې په وينا باور وكړ او دګلبشرې سره خوابدى شو او پريكړه يې وكړه چې نور به حجره او سبق پرېږدي او همداسې يې وكړل او ترينه رهي شو.وروسته نو هغه مينځه راغله او بي بي ته يې وويل چې طالب جان نشته او جحره يې تشه ده .ډيره پريشانه شوه چې څه چل را وشو تو ټكرى يې په سر كړ او پټه راووته كله چې حجرې ته راغله ګوري چې حجره كې څوك نشته. نو  يې نارې كړې:

 

         حجره يې شته طالب يې نشته        

     زه پر حجره يې لكه مار وغزيدمه

ددې لنډۍ لومړۍ مسرې دپښتنو تر منځ د متل بڼه خپله كړه او لكه لنډۍ غوندې يې په مناسب حال او وخت كې ويل كېږي

۲۷( چې په تمه د سپرو شي هغه پاتې په ميرو شي )

همداسې مو چې وويل هر متل ځانته حقيقي مانا لري او هم دپيښو او واقعاتو منعكس كونكى دي . دامتل هم ځانته ځانګړې كيسه لري.او هغه داسې ده چې په يوه زمانه كې يو لټ سړى په يوه اوږده  سفر روان شو، دلارې په اوږدو كې په يوه سپيره بيديا واوښت چې هلته نه ونې وې او نه ودانۍ، ستړيا هم پسې اخيستى و  نو په دې تمه چې ګواكى كوم سپور پيدا شي او دى هم ورسره سپور كړي . شپې – شپې پرې تيرې شوې خو هيڅوك په دې لاره رانغلل . دلټ سړي كوم خواړه چې ورسره وو هم خلاص شول له تندې او لوږې له لاسه دمرګ كومې ته ورسيد نور نو په ده كې دا توان هم نه وو چې مزل وكړي . په ډير ه ناهيلۍ دمرګ كومې ته ورغى. خو وړاندې ترمرګه يې  خپله ټوله كيسه  او وصيت په يوه غټه ډبره وليكه وصيت يې په دې دول و چې : كله چې مړ شوم دلارې په څنګ كې مې خښ كړئ او دا ډبره مې دقبر شناخته كړئ ، ځكه تر څو بل څوك داسي غلطي او لټي ونه كوي.

دده په نصيحتونو كې داهم وو: چې په تمه دسپرو شي هغه پاتې په ميرو شي

داكيسه دمتل په ډول پاتې شوه چې پښتانه يې اوس دلټو او بې ارادې كسانواو دهغه چا لپاره استعمالوي چې په خپله كار نه كوي او دبل لاس ته ګوري.

دې ته ورته نور متلونه هم شته چې په دې ډول دي:

-چې پردي كورته يې تمه شي،يومن غوښه يې كمه شي

-چې څوك پرديو شړمبو ته شيره كوي وچه به يې خوري.

۲۸(مه كوه په چا چې وبه شي په تا.)

يا – (خپل عمل دلارې مل دى.)

اويا (كويي چې باسي په خپله به په كې لوېږي)

ددې متل په باب داسي يوه فلكلوريكه كيسه ده چې وايي: په يوه وخت كې يو تركاڼ او ملا سره ګاونډيان وو . د بده بخته د ملا ور دژمي په سړه هوا كې وران شو نو خپل زوي يې خپل تركاڼ ملګري ته واستاوه چې تركاڼ راولي او ور ورته جوړ كړي خو تركاڼ د ده د وره جوړيدو ته رانغى او ملا ته يې پلمه وكړه ملا ته چې ډير قهر ورغلى و له ځانه سره يې وروسته له ډيره سوچه داسې پريكړه وكړه چې خامخا به ملا ته جزا وركوي . نو دهغې ورځې په سبا د سيمې پاچا ته ورغى او د ده دليدلو غوښتنه يې وكړه . پاچا ته چې خبر ورسيد چې ملا دڅه ويلو لپاره ده ته راغلى نو ځانته يې را وباله. ملا چې كله پاچا ته ورسيد سلام او درناوى يې وكړ نو ويې ويل: ښاغليه پرون شپه مې ستاسو خداى بښلى  پلار په خوب ليده چې راته وايي ورشه زوى ته مې ووايه ، دلته چې زه يم جومات نشته يو تركاڼ را وليږه چې دلرګيو يو جومات را ته جوړ كړي.

پاچا دملا خبره واوريده او دده نه يې وپوښتل دا څنګه امكان لري چې زه تركاڼ اسمان ته ور ولېږم ؟ ملا دستي ورغبرګه كړه ماته يې دا چل هم را ښودلى . پلار دې وويل چې دلرګيو يو غټ انبار جوړكړى او تركاڼ پرې سپور كړي او لرګو ته اور ورته كړى دى به ماته راورسيږي.

پاچاه قانع شو امر يې وكړ چې لرګي راغونډكړي لرګي راغونډ شول او پاچا دملا په مشوره هماغه تركاڼ دتكړه تركان په نامه را وغوښت اوپه لرګو يې سپور كړ،او لرګو ته يې اور ورته كړ. تركان چې دملا له چله وختي خبر شوى و دهمدې را ټول شوو لرګو لاندې يې ځانته يوه كويي ايستلې وه داور په لګېدو سمدستي دلرګو لاندې ته يې ځان ورساوه او په كويي كې پټ شو.كله چې اور خلاص او خلك خپاره شول نو دشپې په تياره كې له كويي را ووت .

تركاڼ هم په دې فكرډوب شو چې څنګه خپل وارله ملا واخلي. له څو ورځو سوچه وروسته پاچا ته ورغى، سلام او درناوى يې وكړ په ده يې دده دپلار سلامونه هم وويل او زياته يې كړه چې ښاغلي ته مې جومات جوړ كړ خو له تانه يې غوښتنه داوه چې ملا ورولېږې خو دا يې ماته هم وويل چې هغه ملا چې زه په خوب ليدلى وم هماغه به رالېږې ځكه زه دبل چا پسي لمونځ نكوم . پاچا ومنله خو دا يې ترې وپوښتل چې دى څنګه ور ولېږم ؟ تركان ورته وويل : همداسې چې زه دې ورلېږلى وم، همداسې دى هم ورولېږه . پاچا ومنله او امر يې وكړ چې لرګي راغونډ كړي ،لرګي را ټول شول او پاچا ملا راوغوښت او د تركاڼ نكل يې ورته وكړ ،ملا چې كيسه واوريده هك پك پاتې شو پرته له منلو يې بله لاره نه ليده ، له پاچا سره روان شو هغه ميدان ته چې پكې اور بل شوى و . ملا په اور پورته شو او خپل ناوړه عمل او بد نيت يې ورورسيد،او داور په لمبو كې وسوځيد.

په دې هكله يو شمير نور متلونه هم شته چې ديو څو څخه يې يادونه كوو:

چې بد كوې بد به مومې.

چې بد ګرزې بد به پرزې.

چې بد غواړې په بدو به واوړې.

چې دبل مور بوروې خپله به دې هم بوره شي.

له ازاره چا بازار ندى موندلى.

جزا دعمل حق ده.

كاسه په كاسه ده كرده په كرده ده.  

۲۹ (ترڅو چې ريښتيا راځي دروغو به كلي وران كړي وي)

وايي يو وخت يو غريب سړى دغريبۍ پسې له كوره ووت كلي په كلي وګرځيد تر څو په يوه كلي كې، يوه بډاى سړي په مزدورۍ ومانه خو غريب سړي يو شرط درلود او هغه داچې ده په كال كې يو ځل دروغ ويل له بډاى سړي څخه يې غوښتنه داوه چې دي په دې يو ځل دروغو له دندې ونباسي. بډاى ورسره داشرط هم ومانه . كال لا پوره شوى نه وو چې غريب سړي خپل كالي راغونډكړل او دتلو په قصد شو . مالك يې ترينه دتلو علت وپوښت . غريب سړي ورته وويل چې زه دا نشم ليدلى چې تا دې ښځه ووژني او زه ورته وګورم نو ځكه مخكې له دې پېښې څخه زه دا كور پرېږدم او ځم .مالك يې ترې ددې كار په باب معلومات وغوښتل هغه ورته وويل نور نه پوهېږم ، خو دومره درته وايم چې نن شپه دې وژني. ځانته بيدار ووسه. مزدور رهي شو او بډاى يې په همدې سوچونو كې پريښود.مزدور وړاندې له دې چې بډاى كورته راشي دهغې ښځې ته ورغى او ورته يې وويل چې دعا راكړه چې زه ځم او داكار پرېږدم دبډاى ښځې هم دعلت پوښتنه وكړه، هغه ورته وويل : دتا ميړه غواړي بله ښځه وكړي او په تا بنه راولي، زه دا كار نشم ليدلى چې په تا بيا هغه باداري وكړي او له تانه كنيزه جوړه كړي . ښځه هم په سوچو كې شوه او دغريب سړي نه د مرستي غوښتونكې شوه. غريب سړي ورته وويل : سمه ده ! پس ته نن شپه يو چاړه درسره واخله او كله دې چې ميړه بيده شوه له ږيرې نه يې يو څو تاره پرې كړه چې په كوډګرو يې وګرځوم او كوډې پرې وكړم .

شپه راغله دواړه سره اماده وو ښځې ويښته غوښتل او چاړه يې ورسره پټه كړي وه او ميړه هم دمړينې له ډاره له څانه سره چاړه اېښې وه . دواړه پرېوتل ميړه ځان بيده واچاوه تر څو وګوري چې ښځه يې څه كوي . ښځه كله چې ډاډه شوه ميړه يې خوب وړى ،چاړه يې را واخيسته او ميړه ته ورلنډه شوه ميړه يې چې دښځې په لاس كې چاړه وليده وار يې ګړندى كړ او ميرمن يې څو چاړې ووهله او مړه يې كړه . كله چې سهار شو نو غريب سړي منډې كړې د نجلۍ كورنۍ يې ددې په مړينه خبر كړل . چې ميړه يې په ډيره ناځوانى مړه كړه . دښځې خپل ورغلل او بډاى يې مړ كړ په دې وخت كې غريب سړي بيا منډ ې كړې او دبډاى خپل يې خبر كړل دهغه خپل راغلل او دهغې دښځې خپل يې ووژل . په همدې جريان كې غريب سړى په يوه لوړ كمر كښيناست او لاسونه يې سره وپړكوال او نارې يې كړې : وا وا څه ښكلې ميله ده.

په همدې  يوه دروغ دوه كلې له بيخه ووتل .

خو كله چې بيا دا دروغ د نوموړي سړي له خولې ووتل نو دا پيښه په متل واوښته چې ددروغو چل او فريب په وخت كې يې خلك استعمالوي.

 

۳۰ څڅوبى به حال وايي.

يوه سړي خپل دښمن په يوه ځاي كې راګير كړ، خو هغه دم باران وريده نو مجبوره شو چې يوې سمڅې ته يې  كړي.دم په دم باران ډيريده او تردې چې سمڅه هم وڅڅيده،په دې وخت كې نوموړي خپل دښمن ته كړل چې زه خو دې اوس وژنم څوك به دې حال ووايي. سړي ورته كړه چې دغه څڅوبۍ به مې حال ووايي.

سړى مړ شو،خو قاتل چا ونه پېژانده. ډېره موده پس باران دى، قاتل او ښځه يې سره خوا په خوا ناست دي او بنډاركوي.چې ناڅاپه كوټه په څڅيدا شوه . سړي بېخوده خوله پرانيسته او ښځې ته يې كړه چې څو كاله وړاندې همداسې باران وو او پلانكۍ سمڅه راباندې څڅيده  چې ما هغه پلانى مړ كړ.داچې دښځي په زړه كې خبره نه ساتل كېږي همدا چې كلي ته ورسيده نو دكلي له ښځو سره يې دا كيسه شريكه كړه.په دي ترتيب ټول كلى خبر شو چې دپلانكۍ ميړه هغه پلانكى وژلى دى. قاتل وپيژندل شو او سرګذشت يې د متل په بڼه تر موږ ه را ورسيد او خلك يې هله استعمالوي چې څوك وغواړي رښتيا پټ كړي نو خلك ورته وايي چې څڅوبى به حال وايي.يعني يوه ورځ به رښتيا په خپله معلوم شي.

۳۱ باران په تيرا وشو خره يې دلړه موړې يووړل.

لړه موړه په لغمان كې ديوه كلي نوم دى، چې يو وخت يې خلك دخوارۍ او مزدورۍ په خاطر له خپلو خرو سره دپېښور باړې ته تللي وو. دباړې په خوړ كې پستې شګې پرتې وې، ددوبي ګرمي وه دغو مزدورانو په دې شګو كې واړول او خره يې هم ټينګ په ميخ تبيلو پوري وتړل او په خپله بيده شول. له دغه ځايه د تيرا سيمه ډېره لرې پرته ده.په تيرا باندې سخت باران شوى و، چې ددوي له سترګو پناه و،يو څه وخت وروسته ليونى سيلاب راغى خلكو په منډه ځانونه خلاص كړل خو خره پاتې شول او سيلاب لاهو كړل او په سيند يې ورګډ كړل له هماغې پېښې وروسته دخلكو تر منځ دا كيسه دود شوه چې باران په تيرا وشو خره يې دلړه موړې يووړل.او دا كيسه په متل واوښته او اوس يې هم خلك په خپلو كيسو كې يادوي.

۳۲دوست ته دومره قوت مه وركوه چې برابري در سره وكړي.

په تيره زمانه كې يو ډير تكړه يهلوان و چې دپهلوانۍ شپيته هنره يې پوره زده كړي وو.ده يو شاګرد در لود چې د ورځې به يې يو هنر ور ښوده ،نه پنځوس هنره يې په نه پنځوس ورځو كې زده كړل او ډير تكړه پهلوان شو .

يوه ورځ يې د پاچا په وړاندې وويل چې دپاچا اوچت والى په ما په دې دى چې دى مې استاد دى كه نه نو زه پرې غښتلى يم . پاچا ته دا خبره ښه ښكاره نه شوه خلك يې را وغوښتل او دا دواړه پهلوانان شاګرد او استاد يې سره په پهلواني واچول. استاد چې وليد ه چې شاګرد يې واقعآ په زوركې ترې غښتلى دى نو د شپيتم هنر نه يې كار واخيست او شاګرد يې پر ځمكه وويشت . پاچاه امر وكړ چې پهلوان ته دې انعام وركړي او شاګرد يې ملامته كړو چې د استاد سره دومره شوخي په كار نده .

شاګرد وويل چې، استاد زه په زور نه يم را څملولاى زه يې په يوه هنر چې نه يې وو راښوولى څملولم.استاد ورته وويل چې، ما هم داهنر د همدې ورځې لپاره ساتلى و چې كه كله كوم نمك حرام شاګرد لكه تا پيدا شي نو دا هنر به ما پرې غالبه كړي.

۳۳ اوبه چې له سره واوړي څه يو ګز او څه سل ګزه.

وايي چې يوه ورځ يو سړى د لامبو په وخت كې اوبو ډوب كړ خلكو يې په ژغورنه لاس پورې كړ او څو تنو لامبو زنو ځانونه پسې په اوبو كې خوشي كړل. وړاندې له دې چې ډوب شوى سړى له اوبو را وباسي نو د پېښې دليدونكو تر منځ شور ماشور جوړ شو چا ويل چې په يو ګز اوبو كې ډوب شوى او چا ويل په دوه درې ګزه اوبو كې. په دې وخت كې يوه دريم ګڼي پر دوى غږ كړ، چې داڅه شور ماشور مو پيل كړى سړى ډوب دى څه په يوه ګز او بو كې او څه په سل ګزو او بو كې.

۳۴- كه ته كافر يې خو زما ځيګر يې.

په پخوا زمانو كې به كافران او مسلمانان ګډواوسيدل او يو پر بل به يې كار نه وو. هر يو به په خپله خوارۍ پسې سهار دوخته وتل او بيګاه به راتلل. يوه مسلمانه نجلۍ دبوټي پسې غره ته تللې وه . په غره كې په يوه كافر واوښته،هغه وتښتوله او په زور يې ورسره واده وكړ . او يو زوي يې وشو.پاتې دې نه وي چې په نجلۍ يې پيرې درولې وې او ددې دتېښتې لارې يې تړلې وې. دنجلۍ كورنۍ هم د دې په لټه ځانونه ستړي كړي وو تر هغه چې يې په موندلو بريالي شول.د نجلۍ په كور كې دالله (ج) قدرت دى په همدې ورځ څوك نه وو د نجلۍ ورونو پر ې غږ كړه چې ماشوم پرېږده ځه چې تښتو . نجلۍ يې له ورونو سره رهي شوه او ماشوم يې په زانګو كې همداسې بيده پرېښود.څو قدمه يې چې واخيستل و يې  غوښتل چې بيرته راوګرزي، خو ورونو يې پرېنښوده چې ګواكې دا ماشوم كافر دى. نجلۍ څو قدمه نوره هم لاړه خو يو ځل يې را ودانګل او تر ماشوم يې لاسونه چاپير كړل او ويې ويل كه كافر هم دى زما ځيګر دى.له همدې پيښې څخه وروسته هم دا وينا په متل واوښته او د اولاد دګرانښت په هكله يې ميندې په خپلو منځو كې سره وايي.

 ۳۵ چې غاښونه و نو نينې نه وې چې نينې شته نو اوس غاښونه نشته.

پخوا به په اكثره هيوادونو كې قحطي ګډه شوه. خلك به يې له سختې لوږې سره مخ كړل.په يوه وطن كې يو سړى و، چې هغه هم دقحطۍ له وجې ډير ځورېده. دچا كره به چې دغنمو څه دانې وې هغه به يې نينې كولې او خوړلې به يې. خو دې سړي دا غنم هم نه لرل، چې نينې يې كړي .دالله پاك نظام دى څه موده وروسته چې سړى هم دګور غاړې ته لنډ شوى و، له وطنه قحطي ټوله شوه او پريماني راغله، د دې سړي يو لمسى وو يو ورځ يې ورته دغنمو نينې راوړې، چې ويې خوري. خو دا چې د بوډا غاښونه نه وو نو خپل لمسي ته يې كړه: چې غاښونه وو، نو نينې نه وې، چې نينې شته نو اوس غاښونه نشته.

۳۶ څه توره تېره وه څه انا ورسته وه.

وايي چې يو ساده او كم عقله سړي يوه توره پيدا كړې وه او ډېرورته خوشاله و. هر كله به يې له خدايه دا سوال و چې كوم چا سره،يې دښمني شي چې خپله توره وازمايي. ډېره موده تېره شوه. خو دچا سره يې دښمني و نشوه.زړه يې ډير تنګ شو.ده په كور كې يوه زړه نيا در لوده چې په سترګو او پښو ډېره ضعيفه وه نو له ځانه سره يې كړه چې دا توره به په خپله نيا ازمايي. يوه ورځ كورته راغى او نيا ته يې پلمې شروع كړې، كله په يوه پلمه كله په بله پلمه يې خپله نيا وځوروله. كله  يې چې نيا ډيره عصبي كړه او هغې هم ورسره خبره اوږده كړه نو ده ترپ كړل خپله توره يې را واخيسته او نيا يې پرې حلاله كړه. په دې وخت كې دسيمې خلك را ټول شول او له ساده سړي نه يې دمړينې علت وپوښت. ساده سړي په ځواب كې وويل چې زما خو دا قصد نه و چې نيا مړه كړم خو څه وكړم څه توره تيره وه او څه نيا ورسته وه،ځكه مړه شوه.

 

 

 

 

 

 

اخځليكونه:

- احمد زي،محمد نسيم،په پښتو متلونو كې لفظي او معنوي ښايستونه،دليسانس ددورې پايلپك .كابل:دښوونې او روزنې پوهنتون،۱۳۸۴،لمريز كال..

- خاورې، غوټۍ،دپښتو شفاهي ادبيات، كابل: پښتو ټولنه،۱۳۶۶،لمريزكال.

--ځلاند،ابواخير،دمتلونوقصې،پاكستان،كوټه: دپښتو اكاډمي ،۱۹۷۵،ميلادي كال .

  - داوي،رحمت،دليلي او مجنون قصه، كابل: دعلومو اكاډمي،۱۳۶۰ لمريز كال.

- رفيع،حبيب الله، دخلكو سندرې،كابل:دولتي مطبعه،۱۳۴۹،لمريز كال

- ژواك،محمد دين،په اهتمام پښتو متلونه، كابل:پښتو ټولنه،۱۳۴۴لمريز كال.

شينوارى،محمدموسى،دمتلونوقصې،دوهمه برخه پاكستان پېښور محكمه ثقافت صوبه سرحد ،۱۹۹۵ميلادي كال.

-نصرلله،دزيري كلنۍ،دذكرياملاتړپه اهتمام ،كابل : پښتو ټولنه،۱۳۵۷،لمريزكال.

   -ولي،ولي محمد،دمتلونوقصې، پاكستان، لاهور : ب ، مطبعه،۱۹۸۶،ميلادي كال.

- هوسۍ،درحمن بابا په ديوان كې دمتل او اصطلاح څېړنه،  دليسانس دورې پايليك،كابل:پيداګوژي انستيتوت ، ۱۳۷۳لمريزكال

-ياسيني،مولوي عبدالشكور،ولسي پانګه، پاكستان ، پېښور: دساپي دپښتوڅېړنو او پراختيا مركز،۱۳۸۲لمريز كال،

 

+ليكل شوى لخوا د خموش په 90/10/04 او كړۍ 16:35 |


Powered By
BLOGFA.COM