څېړونکی: پوهندوی عبدالقدیرخموش  

  سريزه: 

        دافغان ولس دټولنیز ژوند جوړښت په دوو اساسی ستنو ولاړدئ چه یو یی اسلامیت او بل یی افغانیت دئ .دا دوه بنیادونه دافغانی ټولنې په ملی وحدت ،ځمکنئ بشپړتیا،ملی خپلواکئ ،ملی هویت اودیوه باغیرته ملت په وجودراتلو او ژوندی پاته کیدو کې قاطع او سرنوشت سازه رول لوبولئ دئ او په راتلونکو کې هم دا رول لوبوي . که افغان ولس یو بدن وبولو نو بې له شکه چه اسلامیت او افغانیت یی روح دئ چې بې له روح څخه د ژوندی بدن پایښت نا ممکن دئ . اسلامیت او افغانیت په افغانستان کې لکه دیوې سکې دوه مخونه دی چه یو دبل څخه تفکیک او بیلیدل یی ناشونی دی او وجود اوعدم یی یو دبل سره تړلی دی . دا،چې افغان شاعران د همدې ټاټوبي بچيان دي نو بې له شكه، چې ددوي ژوند هم په همدې دوه اساسي جوړښتونو ولاړ دى. نو ځكه ددوي شعر او شاعري هم د قران پاك نه اغېزمنه ښكاري. دهر شاعر شعر او يا اشعار كه په غور وكتل شي نوګورو،چې يا په مستقيم ډول او يا په كنايه دقران كريم تعليم په كې كتلى شو. اوله بلې خوا ګورو،چې شاعران په شعرونو كې ، د اسلامیت او افغانیت د اصولو په نظرکې نیول دینی ،افغانی او ملی مسوولیت بولي،  چې اوږه ورڅخه خالی کول اونه مراعاتول یی په اشعاروكې دځان لپاره سپكاوى بولي. یو شاعر ، باید د ملی مقدساتو ترجمان وی او خپل رسالت د خپلې ټولنې دمعنوی ارزښتونو په تشریح ،توضیح او وده کې په ډیر اخلاص او انسانی توګه اداکړی . هغه شاعران چې شعرونه یی د اسلامیت سره په تقابل او تضاد کې قرار لری هغوي به عقلی نیمګړتیاوی لری. دیوه افغان ،شعر که هرڅومره دالفاظو ،ادبي معنوي او لفظي ښايستونو په ګاڼه تزیین شوئ وی او دفصاحت او بلاغت اوادبی ښکلاوو ،فنی او تخنیکي له نقطه نظره جالب او جذاب وی ،لاکن د اسلامیت او افغانیت روح او جوهركه په کې نه وی منعکس شوئ ارزښت به یی په هیڅ شمیرل کیږی. نو ځكه ګورو،چې افغان شاعران تل په خپلو اشعاروكې دې مسالې ته اشاره لري او ددوي د اشعارو زړى جوړوي. دهمدې حقيقت په پام كې نيولو سره مې داليكنه پيل كړه تر څو خپله ادعا او دا حقيقت لا ښه روښانه كړم. په درنښت    دلرغونې دورې  دشاعرانو شعرونه :   دلرغونې زمانې څخه راپاتې شعرونه كه په غور وكتل شي نو دا ترې څرګندېږي، چې ددې دورې شاعران هم، د قران له اغېزې بې برخې نه دي. ددوي په اشعارو دقران مستقيم اغيز ليدلى شو. ليكن د يادولو خبره داده، چې له بده مرغه ددې دورې د شاعرانو بشپړ ديوانونه يا ټولګې زموږ تر لاسه نه دي رارسېدلې، چې د هغې له مطالعي موږ هغه ګڼ شمېراشعار را بيل كړو، چې په هغه كې دې د قران اغيز ثابت شي . په هر صورت ددې پاتې يو دوه شعرونو څخه ،چې پټې خزانې په خپله خزانه كې خوندي كړي دي دا ادعا ثابتېدلى شي.   دبېلګې په توګه موږد شیخ متي بابا یادونه کولی شو. شیخ متي د پټې خزانې په حواله یو لوی زاهد او عابد او پرخاوند مین سړی و"1" د ددې جملې څخه ښکاری کله، چې سړی زاهد او پرهیږګار وی نو خامخا د هغه اعمال کردار او ویناوې د ایاتو او احادیثو په بنا وی نو ددغوقراینو په اساس دا حکم کولی شو، چې ووایو دمتي بابا په اشعاروکې د قران اغیزې به موجود و. په بله وینا کله چې دمتي بابا هغه مناجات، چې تر موږ رارسېدلی لولو او غور ورباندې کوو نو له دې هم موږ دا ثابتولی شو چې بابا له قران او احادیثو خبر سړی دی او وینا یې له همدې اصل څخه رنګ او خوند اخلي. ښاغلی هيواد مل په خپل اثر ادبیاتو تاریخ په (۵۹)پاڼه کې د متي بابا په هکله لیکي:متي په زهد تقوی او د عرفان مدارجو په طی کولو سره دومره مشهوراو محبوب شو،چې دخلکومرجع و او دیوه ډېر ستر روحانی شخصیت په توګه یې دشیخ متی په نامه شهرت درلود "2" همداشان علامه عبدالحي حبیبی د ادبياتو تاريخ دویم ټوک  په ۹۳ مخ کې د متي بابا د عرفان او تصوف په اړه ليكلي :(( شیخ متي دپښتو ژبې یو خورا لوی او عرفاني شاعر دی، چې ده په غونډان* کښې یو کتاب هم کښلی و چې نوم یې و دخدای مینه )) له همدغه بيانه ښکاري، چې شيخ متی، په پښتو ادب کې لومړنی شاعر دی، چې تصوفي افکار يې، په منسجمه توګه دیوه کتاب په بڼه صوفیانو ته په یادګار پرېښي وو د پټې خزانې د لیکوال په وینا ( دشیخ متي علیه الرحمه د خدای مینه  به دده پر هدیره پروت و،او وګړیو به هغه پاړکی ږغول او هر چا ته به يې ویل نوبه یې ژړل،هغه وقت چې مغول راغلل هغه کتاب یې واخیست، او وروسته نسوه څرګند چې څه سو؟)"3"   له دې ویناوو څخه دې پایلې ته رسېږو چې دصوفی او عارف سړی شعر به حتمی له قران شریف څخه اغیزمن وی او د "خدای مینه اثر" یې ددې خبرې ګواده. هغه مناجات چې پټې خزانی نقل کړی یو څو بیته یې په دې توګه دي:   نه هسك نه مځكه وه تورتم و                               تياره خپره وه ټول عدم و نه دا ابليس نه يې ادم و                                       ستا دجمال سوچه پرتم و چې سوښكاره ښكلې دنيا شوه د پنځ په لوري يې رڼا سوه د پښتو ادب په لرغوني شاعری کې د شيخ متي څخه وروسته يو بل متصوف شاعر شيخ عيسی مشواڼي ( د ژوند زمانه يې 950-هه-ق شاخوا ) دى که څه هم پټې خزانې د ده يوازې درې محدود بيتونه تر موږ رارسولي دي ليكن له همدې بيتونو څخه د مشواڼي صوفيانه مقام پيژندلای شو. ښاغلى هيواد مل په خپل اثر دادبياتو تاريخ كې دده په هكله ليكي، چې د مشواڼي او حضرت خواجه عبدالله انصاري د مناجاتو فکر نژدي والی لري."4" دلته دى،چې ويلى شو مشواڼى هم يو صوفي او عارف شاعر په توګه پاتې شوى دى. ځكه هغه څوك، چې د انصاري غوندي صوفي او عارف شاعرسره يې شعرونه نژدېوالى ولري نو خامخا به دى هم صوفي عارف او زاهد وي او د قران او احاديثو په رڼا كې به يې شعر ويلى وي.مشهور متل دى،چې وايي: دچا سره چې اوسې په خوی به دهغو سې. دایې هم هغه څو بیتونه: په خپله کار کړې پخبل انکار کړې کله باداریم کله مې خوار کړې ته خو قادر يـــــــــــــــې په صفتونو کله مې نور کړې، کله مې نار کړې عيسی حـــــــــــيران دی په دې شيونو کله مې يــــار کړې، کله اغيار کړې "5" له عيسی مشواڼي وروسته د پښتو ادب په لرغونې ادب كې بل عارف او متصوف شاعر شيخ علي سرور لودی دى. محمد هوتک په پټه خزانه کې د ده يوه عارفانه غزل را اخيستي ده ، چې پيل يې دى:   محبت پياله مې نوش کړه په مجاز کې د حق نور وينــــــم په سترګو داياز کې درست وط‌ن راته دریاب شو بی دیدنه دید مې نه شی مګر خدای می سبب ساز کې"6"  له همدغو دوبيتونو څخه هم د سرورلودي د صوفيانه مقام لوړ مدارج څرګنديږي  دهمدې عصر يو بل متصوف شاعر شيخ بستان بړيڅ دی، چې د هغه پر عرفاني شعر او د هغه پر تصوفي ارزښتونو زموږ ځينو ادبپوهانو ليکنې هم کړي دي.پټې خزانې هم ددې عارف شاعر په هکله کښلي: (نقل کا: شیخ بستان له پلاره ډېر فیض وموند، او په ځوانۍ ولاړ، هندوستان ته، او هلته به ښار په ښار ګرځیدﺉ  او اثار دقدرت به یې تماشا کول، او هغه وخت، چې و‌طن ته راغی، په سنه (۹۹۸) هجري یې د اولیا الله په بیان کتاب د (بستان الاولیا) وکیښ ...)."7" کله چې یو لیکوال په دې ډول کتاب چې د اعلامه حبیبی په حواله(پښتو ادبیاتو تاریخ دویم ټوک) په کې د شاعر دخپلو اشعارو ترڅنګ د نورو شاعرانو اشعار هم راوړل شی او خپله هم روحانی سړی وي نو دده زړه او دماغ به حتمی د الله په نور منور و،او بلاخره دهمدې دورې وروستى صوفي شاعر شيخ محمد صالح الکوزی نوميږي، چې د 1000-هه-ق شاوخوا کې په كندهار کې اوسيده، دی يو متصوف او عارف شاعرو، چې محمد هوتک د ده دوه غزلې پټې خزانې کې د تحفه صالح څخه را اخيستي دي، چې د نمونې په ډول به د ده ديوې غزلې وروستي  دوه بيته راواخلو : که پر تخت مې د سليمان ســــــپور کړې سړيه! عاقبت خــاوروتـــښه عــــــــــــــــمل پيشوا وړم بې له عشقه خوشـــــــــــــــــــحالي پر ما حرامه زه صالح که پـــــــه خوله خوښ په زړه ژړاوړم"8" دلرغونې زمانې څخه وروسته د منځنې دورې په لومړۍ پړاو  يا  د بايزيد روښان په زمانه کې ګورو، چې ادب نوى رنګ اخلي هغه رنګ،چې زموږ ددې ليكنې موخه جوړوي يعني د اسلامي احساساتو څخه ډك ادبيات منځ ته راځي. په دې پړاوكې ګورو، چې بايزيد روښان ديوه اسلامي غورځنګ تهداب ږدي او ګڼ شمېر مريدان مومي .دروښان دمكتب لارويان باديانته اوپه مذهب مين ،دلوړ اسلامي درك خاوندان بلل شوي دي. دې شاعرانو هم د قران او احاديثو نه په اقتباس او الهام شعرونه ويلي او دارنګ په كې دلرغونې زمانې  په نسبت زيات بارز دي. هوكې! كله، چې د روښان پړاو ته رسېږو ګورو،چې نور نو شاعران پرته له قران نه بله خبره نه لري هر څه وايي دقران او عرفاني ليدلوري په اساس يې وايي. داچې قران شريف د يوه كاملا ادبي كتاب په بڼه پر مخاطب د مثبت اثر لرونكي دى نوښايي دهمدې مولفې په لرلو د شاعرانو دپام وړ ګرزيدلى وي او دوي ددې لپاره، چې خپل كلام تلپاتې اوډېر لوستونكي ورته ومومي دقران كريم نه په اقتباس يې لاس پورې كړى دى.      دقران كريم له ځانګړنو څخه يوه ځانګړنه دا ده،چې په كې د تمثيل ميتود كارول شوى.ځكه دا ميتود د مخاطب لپاره د موضوعاتو د عامفهمه كولو لپاره موثر دى.هيره دې نه وي، چې د قران كريم تمثيلونه ځانګړي تمثيلونه دي. دبېلګې په توګه قران كريم غواړې دلوستونكو په ذهن كې د جنت انځور جوړ كړي،نو وايي: "جنات‌ تجري‌ تحتها الانهار "نو په دې ترتيب دانسان ذهن هغې خواته راكاږي چې وكولى شي په خپل ذهن كې د جنت يوذهني انځور جوړ كړي. همداشان كله،چې غواړي خداي پاك راوپيژني نوفرمايي: " اللَّهُ نُورُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ " په دې ترتيب ذهن يوه حقيقي نورانيت ته متمايلوي او وروسته بيا په دې حقيقي نورانيت كې يې  تعريف ځانګړى كېږي او فرمايي:  " مَثَلُ نُورِهِ كَمِشْكَاةٍ فِيهَا مِصْبَاحٌ الْمِصْبَاحُ فِي زُجَاجَةٍ الزُّجَاجَةُ كَأَنَّهَا كَوْكَبٌ دُرِّيٌّ يوقد ...  "او په دې ترتيب هغه مفهوم، چې موږ د محسوس نور څخه په ذهن كې لرو له ذهنه باسي. قسم خوړل هم د قران كريم يو بل ميتود يا روش دى. قران شريف هيڅ اړتيا قسم خوړلو ته نه لري ليكن دا،چې خلك په قسم سره په يوه خبره ښه باور كوي،قران هم همدا كوي او په يوشمير سورو كې  قسم يادوي، چې موږ يې د دوسوروشمس يا ضحي څخه يادونه كولى شو. په هر صورت بيرته راګرزو اصلي خبرې ته اوهغه دا،چې قران زموږ دفرهنګ اوتمدن په ټولو اركانو تاثير ښندلى نو ځكه په شعر هم په ډېره پيمانه تاثير لري. ډېر كم شمير به داسې شاعران وي، چې پښتو ادب كې دنامه خاوندان وي او پر شعر يې د اسماني كلام اثر ونه ليدل شي. دمنځنۍ دورې د روښاني پړاو دشاعرانو شعرونه: ددې پړاو یو دیوان لرونکی صوفی او عارف شاعر میرزاخان انصاري دی،چې د اشعارو په هر بیت کې یې د قران کریم اغیز لیدل کېږی ان تر دی چې په یوشمیرشعرونو کې یې له ایاتو څخه کټ مټ په هماغه عربی لیک دود هم کار اخیستی، چې دا خپله راښیی، انصاری صوفی او عارف تېر شوی. پام وکړي دې بیتونو ته یې: ث ثنا کړه له توحیده                  نن خبر شه له دې خریده شاه تر تانزدې وتا ده                 بل رخ مه درومه بعیده نحن اقرب الیه                          داکلام دی له مجیده"9" اویا: مقصود نه دی له تا لرې              پسې سیل پخپل ګرام کړه نحن اقرب الیه                          ته یې فهم پر پیغام کړه داګمان کړه له زړه لرې              ننداره یې صبح وشام کړه"10" که پورته لومړنیو بیتونو ته ځیر شو نود اقربیت،معبیت او احاطت مساله ترې له ورایه ښکاری.  د اسلامی تصوف په رڼا کې دحق ذات دانسان سره د معیت اقربیت او احاطت اصطلاحات هم کارولی دی یعنی دا چې دانسان سره دحق تعالی معبیت او احاطت ذاتا دی نه علما. دمعبیت اقربیت او احاطت په هکله دقران کلام دی چې وایی: ژباړه: -  هغه ذات دی چې اسمانونه او ځمکه یې په شپږو ورځو کې پیدا کړل او بیا پر عرش باندې یې استوا وکړه. هغه پر هغه څه باندې پوهېږی څه چې  په ځمکه کې ننوځی او څه چې له هغې نه راوځی او څه چې له اسمانه راکوزېږی او څه چې په هغه کې خېژی هغه له تاسې سره دی تاسې چې هر چېرته یی تاسې چې هر کار کوﺉ الله یې وینی. سوره الحدید  ایه ۴ -  موږ انسان پیدا کړی دی او ان دهغه په زړه کې راپیدا کیدونکو وسوسو باندې پوهېږو. اوموږ دهغه له شاه رګ نه هم زیات هغه ته نژدې یو. سوره ق ایت ۱۶ -  په اسمانونو او ځمکه کې چې هر څه دی دالله دی او د الله علم په هر څه چاپیر دی. سوره النسا  ایت ۱۲۶ میرزا خان انصاری همداشان په یوه بل شعر کې هم همدې پورتنۍ مسالې ته اشاره لری او وایی: مولا نه دی له تا لرې                 خپل وجود کې یې تحقیق کړه"11" او یا هم د همدې شعر په لومړیو بیتونو کې د حق او باطل په هکله وایی: عقل نور دی په خاطر کښې                     حق باطل تربل تفریق کړه له انصاری پرته ددې پړاو د نورو شاعرانوپه شعرونو کې هم د دین او اسلام تاثیر وینو. له دوی څخه راپاتې شوو کتابونو ته که ځېر شو نو وبه ګورو چې ډېر لږ ادبی مفاهیم به وی چې خپل ښایست یې له قران کریم نه نه وی ترلاسه کړی موږ ګورو چې یو شمیر مفاهیم او مطالب یا په بربنډه توګه یا غیر مستقیم د کنایو او ایهام په واسطه دپروردګار کلام ته په کې اشاره شوې او په دې لړ کې کافی ګڼم، چې ددې پړاو دشاعرانولکه واصل روښانی،ارزانی خیشکی،قدرداد اوداسې نورو یوازې نومونه واخلم. له دې پړاو وروسته د خوشحال خان خټک پړاو پیلېږی او ګورو، چې د خوشحال په كلام كې هم علمې او اخلاقي تعليم ځاى ځاى راغلى دى . په مجازى نظمونو كې هم ده داسې خيالات بيان كړي دي ،چې د سړى پرې د حقيقت ګمان راځي خوشحال خان خټك دراسخې او پخې عقيدې خاوند و. د الله (ج) د عبادت او اطاعت په هكله د اخلاص في العمل قايل و. او د عبادت داعقيده د اسلام مشهوره عقيده ده او د لاندې بيتونو څخه د خوشحال خان د قران كريم باندې د سم پوهيدلواو دده په اشعاروكې د كارونې سم ثبوت دى. مانا داچې كه چېرې دهغه اشعاروته د قران اوحديثو په رڼا كې وكتل شي نو د ډيرو احاديثو او قرانې اياتو سره به سم وي دبېلګې په توګه: الله (ج) د يونس په سوره كې په (۵۰) ايات كې داسې فرمايې : ترجمه : (( پس هر كله چې د دوي اجل راشي نو بيا نه  يوه ګړۍ وروسته كيږي او نه وړاندې كيږي. خوشحال بابا دغه قراني ايات مقصد په يو شعركې داسې بيان كړی دى : زيات وكم به دې يودم د ژوندون نه شي هغه دم چې دې پوره شې د مرګ ژمنه"12" په قران مجيد كې د حرامې ګټې يعنې په ناجايزه او غير شرعي اصولوتر لاسه كړي شويو پيسو، ټكو په لړ كې الله پاك د توبه سورت په (۲۵) ايات شريف كې فرمايې .ترجمه : په ورځ د قيامت به دغه پيسې دوزخ په اور كې سرې كيږي او د دوى تندي ، اړخونه او ملاګانې به ورباندې داغلې شي په دغه پورته ذكرشوي ايات كې هغه پيسې ، ټكي څخه هدف دى كومې چې په غلا ، رشوت ، جوارۍ ، دوكه بازۍ او د اسلامي طريقې نه پرته په بله ناجايزه طريقه تر لاسه شوي وي ، نو خوشحال خان خټك  د دغسې حرامې ګټې په هكله وايې : په زړه يو درم يو داغ دى دوه داغونـــــــه دوه درمه"13" د ريا كارى په هكله الله پاك (ج) په قران مجيد كې د سوره (الما عون په ۳۲) ايات شريف كې فرمايې . ترجمه : (( هغه خلك چې ريا كاردي او د عام استعمال څيزونه منع كوي )) – په دغه قراني آيات كې د هغو خلكو ذكر شوى دى څوك چې هر كار د نمايش او د خپل نوم او ښودنې له پاره كوې يعنې د خداى (ج) رضا او خوښې له پاره يې نه كوي كه يو دولتمند سړى په دې نيت مسجد جوړ كړيٍ چې خلك ورته سخې ووايې او يا په دې نيت حج وكړى چې خلك ورته حاجې ووايې .او يا په دې نيت عبادت او رياضت وكړى چې په دنيا كې ورته متقي او نيك سړى ووايې ، نو خداى پاك دغسې مسجد جوړول ، حج كول او د ريا نه ډك عبادت هيڅكله هم نه خوښوى . خوشحال بابا هم داسي عا بدينو ته ګوته نيولې ده او ورته ښكاره يې ويلې دي، چې كه په اخلاص يوه سجده وكړې نوهغه د ريا د سل زره سجدونه غوره ده . لكه چې وايې : يوه ســـــــــــجده په اخــــــــــــــلاص ښه ده نـــــه ســـــــــــــــــــــــــــــل زره پـــــه ريا "14"     تــــر عاصـــي نـــه لا بتر هغـــــــه عابد دى چې په خـــــپل طـــاعت به عجب يا به نازكه د قران مجيد په يو بل ايات كې الله پاك فرمايې : ((وان ليس للانسان الاما سعى)) (سوره نجم ايات ۲۹) ، ترجمه : انسان هغه څه مومې د څه زيار يا طلب چې كوي . په دې ايات مبارك كې الله پاك  خپل مخلوق ته دا خبره په ډيرواضح ډول سره كړې و چې تاسو د كوم نيك او روا مرام طلبګارشي نو هم هغه به تر لاسه كړي نو خوشحال بابا ددغه ايات مفهوم په يو شعر كې داسې رانغښتى دى. لكه چې وايې : كه كوشش كه په اخلاص زه يې ضامن يم كه كامران په خپـــــــــل مراد نه شي سړى     كامرانى د پاره طلب او كوشش كوي ، نو زه ورته دا ضمانت وركوم چې دی به الله (ج) په فضل او كرم په خپل مطلوبه مراد كې كامراني مومې كه د خان د دې شعر او د قران كريم د دې ايات  مبارك نتيجه واخستل شي ، نو د مفهوم او معنا تر مخه به د خوشحال بابا دا شعر د دغه ايات قراني يوه ښه ژباړه څرګند يداى شي .    تر دې ځايه خو په خوشحال خټك مو بحث وغزاوه اوس به راشوحميد ته، چې ده څه ويلي او كړي دي.   د حميد بابا له ديوان نه په اسانه معلوميږي ، چې هغه د قران او حديثو او فقهې ډيره ژوره مطالعه لرله،نوځكه يې په يوشمېر اشعارو كې د قران پاك د ايا تو مكمله ژباړه كړې او په  يوشمېر اشعاروكې يې احاديث بيان كړي دي ، د بېلګې په توګه داشعر وګورئ : اول ولوله آيــــــــت د لن تنا هله لاف د محبت كړه د اشنا"15"  د دې شعر په دويمه مسره كې د اشنا نه مراد حضرت محمد (ص) دى او په اولنۍ مسره كې (لن تنا) د څلورمې پارى لومړى ايات ته اشاره ده ايات داسي دى ((لن تنا لوالبر حتیٰ تنفقو ا مما تحبون ...) .     ترجمه : حقيقي نيكى ته تر هغې نه شئ رسيدلى تر كومه چې خپل خوږ څيز د الله په لار كې ور نه كړي) مطلب دا، چې يو مسلمان حضرت محمد (ص) سره د مينې او محبت دعوى تر هغې پورې نشي كولاى تر كومه د خپل مال ، ځان او اولاد او هر محبوب څيز قرباني ور نه كړي. هم دغه شان په يو بل شعر كې د قران پاك د دې ايات ترجمه كړي ده . (( وهدينه النجدين )) ترجمه : موږ دوه لاري ښودلې دى د قران پاك په دې ايات مبارك كې الله پاك خپلو بندګانو ته فرمايې : ما تاسو ته دوه لاري ښودلې دي، چې يوه په كې د جنت ده او بله د دوزخ اوس خوښه د انسان ده ، چې په كومه لاره تګ كوې حميد بابا دامضمون داسي بيان كړى دى : وړاندې ستا رضا نيكي كړئ كه بدى كړئ دغه لاره د جنــــــــــــــــــــــت دا د جحيم  په يو بل شعر كې وايې : نـــــه زمـــــا ده نه دا ستــــا ده دا دنــــــيا پاتــــې شوې لــــه هر چــــا ده دا دنــــــيا"16"      په دې شعر كې حميد بابا د دې دنيا د فنا كيدو ذكر كوي او وايې، چې دا دنيا يو عارضى دنيا ده ، دلته كه انسان ته د ژوند واړه خوشالۍ او نعمتونه محيا شي خو بيا هم داسي يوه ورځ به راشي، چې د هغه انسان د مرګ ورځ به وى او هغه واړه نعمتونه به ترې پاتې شي ـ حميد بابا په دې شعر كې د سوره رحمن يو مكمل ايات مبارك په خپلو ټكو كې بيان كړى دى آيت شريف دا دى (( كل من عليها فان )) تر جمه : هرڅه د دې دنيا فانى كيدونكى دي . د دولسمې پارى په لومړى آيت كې د الله پاك فرمايې چې : (( ومامن دابة فى الارض الاعلى الله رزقها)) ترجمه :(د هرزند سر رزق په الله تعالى دى) حميد بابا دا ايات مبارك په خپل يو شعر كې داسي بيان كړى دى : په سبب د رزق دلګير مه شه حميده ولې شته هغه مســـــــــــبب الاسباب او همداشان بيا په يوه بل بيت كې دقارون سيم وزر، حاتم طايي سخاوت او خپل صبر او قناعت داسې بيانوي: د قارون له بدبويې مې خوا کهيږي ځکه توکړه ددنيا به سيم وزرما د حاتم د دادنغمه ورباندې ناورم چې درانه کړه غوږد صبر په گوهرما"17"   قارون، چې گنجونه يې درلودل حميد وايي، چې له هغه يې خوا کهيږي، يا کانگي ورځي نو په سيم وزر يې توکړى او حاتم طايى له سخاوت نه يې هم ځان په صبر خلاص کړى. د قارون كيسه خو هر مسلمان ته معلومه ده زه به دلته دده د صبر په هكله هغه ايات ذكر كړم چې دصبر لپاره د الله(ج) په كلام كې راغلي: وَ إِنْ تَصْبِرُوا وَ تَتَّقُوا فَإِنَّ ذلِكَ مِنْ عَزْمِ اْلأُمُورِ؛ آل‏عمران/186؛ ترجمه:که تاسې په دې ټولو حالاتو کې د زغم او له خدایه  وېرې په چلن ثابت اوسی؛ نو دا د سترې حوصلې کار دی.  له حميد باباوروسته عبدالرحمن بابا د كلام زياته برخه د اخلاقې او مذهبې ښودنې هينداره ده ، د خپل تاثير له مخې په اوريدونكو او لوستونكو ډير اثر كوىـ په معنوى لحاظ دا ستره ښودنه او روزنه داسي په سوچه پښتو كې بيان شوي دي چې پښتو شاعرۍ كې سارى نه لرى بابا هم د صبر په درجه او فضيلت  شعرونه ويلي او تل صبور پاتې شوئ چې زه به يې ديوه بيت يادونه داسې وكړم: قناعت مې تر خرقي لاندې اطلس دى پټ د درست جهان پادشاه ظاهر گدايم"18" دا بيت هم د پاسيني ايات په استناد ويل شوي. همداشان په يوه بل بيت كې بابا د فاني نړۍ څخه دفنا كيدو او د مرګ د خوند څښلوپه اړه وايي: خان سلطان د دې جهان              اخر درومي خوار حیران دقضا په ځېل تړلى                    په مثال دبندیوان شېرين ځان ورڅخه درومي        نه یې زور رسی نه توان که ښندي مال و ملک دواړه         هیڅ رنګ نه مومی امان نه يې مل نه يې حامي وي           دردیې ورشي په خپل ځان  درمانده ورته ولاړ وي              وزیران او وکیلان  هيڅ دارو يې کړلى نه شي          کوز کوز ګوری حکیمان پادشاهي يې پاتو کېږي                              زړه یې چوي په ارمان"19" بابا دا شعر د قران كريم د هغه ايات نه په اقتباس ويلي چې فرمايي: كل نفس ذائقة الموت سوره ال عمران ايه 185 ژباړه: په پای کې هرڅوک دمرګ دخوند څکونکی دی همداشان ددې پړاو یو بل تکړه شاعر         اشرف خان هجری دی،چې کڼ شمیرشعرونه یې د قران تر تاثیر لاندې یا له دې معتبر کتاب نه په الهام یا اقتباس لیکلي. دبېلګې په توګه یې دغو شعرونو ته ځیر شی: شهریار له تخته کوز ولی په مزکه په سریر باندې قایم دملک ګداکا بې زواله عیش هیچه ته موجود نشه           څو دورونه په خاکی مزکه سما کا"20" هجری دا شعر بیشکه چې د قران کریم د ال عمران له سورې نه په اقتباس ویلی ځکه هلته الله "ج"واضح فرمایی: ترجمه:ووایه ! خدایه! دملک مالکه! ستا،چې چاته خوښه شی حکومت ورکوې اوله چانه چې وغواړې اخلې یې چاته چې دې خوښه شی عزت ورکوې اوڅوک چې وغواړې ذلیله کوې یې ښېګڼه ستا په واک کې ده بیشکه ته په هر څه قادر یې.پاره :۳ سوره ال عمران. ایه۲۶ اویا: دانسان شرف موقوف په زینت نه دی                     هغه کس سړی باله شی چه ادب کا ژباړه: په حقیقت کې دالله په نزد له تاسې نه تر ټولو زیات عزتمند هغه څوک دۍ چې په تاسو کې ترټولو زیات پرهیزګار وی.پاره:۲۶ سوره الحجرات ایه ۱۳ په هر صورت دیادې  دورې دهر شاعر شعر که راواخلو نو خامخا څه په بشپړه توګه او څه نسبی د قران او احادیتو تراغېزې لاندې شاعري ده. په لنډو کې ویلی شو، چې د پښتو ادبیاتو منځنۍ دوره د عرفان او تصوف د لارویانو او دغیر صوفی خو په دین مینو شاعرانو د جوش دوره ده.دهر شاعر شعر، چې ګورې دقران په هدایاتو ولاړ کلام دی. لیکن کله، چې معاصره دوره پیلېږی نو په دې دوره کې هم ګڼ شمیر شاعران د عرفاني شاعرۍ او یا تصوفي شاعرۍ لار خپلوي او د ګڼ شمېر نورو په اشعاو کې سره له دې، چې صوفیان او عارفان      نه دي د قران کریم اغیز لیدل کېږي، چې که د هریوه له شاعرۍ بېلګې وړاندې کړو نو د مقالې له حدودونه به مو لیکنه ډېره وغزېږي نو ځکه دحمزه بابا د نامه په یادولو بسنه کوم او یوازې د ده له اشعاروڅخه یو دوه نمونې وړاندې کوم. دحمزه بابا دتصوفې شعرونونمونې: حمزه که شي حجاب دماسوا دزړه نه دور کثرت عین وحدت دی په کثرت نشته هیڅ ***** زه چې هرڅیزنه قربانیږم په کې یاروینم یارته زما ګوره هسې ماته هرځای وایې  *****                 افسون به په دې څه کړم چې بندي یمه زه داخپل قصورزما دی چي یاغي یمه زه *****                 تانفس له سرکښي چې راته ډک راکړی خودستاپه مدعـــــــــا ځمه عامي یمه زه       "21" او په پاي كې به خپله ليكنه د هغه شاعر په كلام پاي ته ورسوم چې د سوره الرحمان ژباړه يې په پښتو نظم كړې ده، چې دا خپله د قران اغيز په پښتو ادب او پا خاصه توګه شعر كې را ښيي: الله دی مهربان را زده يې دی قران پيدا يې دی انسان قوت يې دی ورکړی د خبرو د بيان که لمر ده که سپوږمۍ ده په نظم دي روان که ستوري دي که ونې سجدې کا د سبحان آسمان يې ودرولی او ميزان يې اويزان دا ځکه چې څوک ونه کا تيری له دې ميزان دا ومنئ په ځان انصاف کوئ په وزن کې نه تله کې تاوان هواره يې ده ځمکه بس له پاره د انسان په ځمکه کې مېوې دي خرماوې يې خوږې دي نورې نورې ډېرې ونې اغوستې يې څرمنې له پاڼو له دانو يې خوشبو کړی دی ريحان نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان د خټو له خميره يې جوړ کړی دی انسان د اور له سرو شغلو يې جوړ پېری په نوم د جان نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان مولا د شرق وغرب دی بې له شکه بې ګومان نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان دوه لوی سمندرونه يې دي څنګ ترڅنک روان دوی نه سره ګډيږي او پرده يې ده تر ميان نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان راوتي له بحرونو مرواريد دي او مرجان نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان روانې يې په بحر کې بېړۍ د غره په شان نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان داڅه چې دي موجود پنا کيدونکي دي دا ټول يوازې به وي پاتې بس الله عظيم الشان نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان سمبال چې په وجود دي که پاس دې په آسمان کې که په ځمکه کې موجود دي پوښتنه د هر کار کوي له ربه هر زمان نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان يه ډلو د پېريانو سره دانسانانو ډېر ژر به در وزګار شو مونږ حساب ته په يو آن نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان پېريانو انسانانو که تاسې تښتېدلی شئ له پولو له بريدونو له ځمکې آسمانونو نو هلئ منډه واخلئ خو نه شئ تښتېدلی مګر وتښتئ په توان نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان نازلې به پر تاسو کړمه سرې لمبې د اور له جوشه خوټېدلي ويلي مس کومک به م ويو بل ته سره ونه رسي هېڅ له ويرې به اخته وئ بس ايله په وير د ځان نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان چې کله څيري ويري يو ناڅاپه شي آسمان چې ښکاري لکه ګل سور لوغړن يا تکه سره څرمن يا سره له جوشه تېل وي خوټيدونکي د ښوون پړقيږي له هيبت د لويې ويرې په طوفان نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان په داسې يوه ورځ به د ګناه او د نقصان پوښتنه چېرې نه شي له پيري او له انسان دا ځکه چې الله ته د دوی هرڅه دي عيان نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان مجرم به په اسانه له څېرې پېژندل کيږي له پښو او له ويښتو به په هيبت شي اويزان نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان هغوی چې په دنيا کې له دوزخه وو منکر بس هغه مجرمان به وي دوزخ ته ورروان يوې خواته به اور وي بلې خواته جوش اوبه په منځ کې به وي ګير د جوش اوبو او د نيران نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان خو چاچې د الله منلی امر او فرمان او ځان يې و ساتلی له ګناه او له عصيان په برخه به يې شي دوه جنتونه عاليشان نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان جنت کې به وي څانګې څانګې ونې د ښکلا له سيوري له ميوو به يې خوند اخلي جنتيان نوکوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان په دې دوو جنتونوکې به دوې چينې بهيږي د کيف ډکې اوبه به يې هر چيرې پيدا کيږي لذت اوبرکت به وي مدام پکې روان نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان جنت کې به دا هر ډول مېوه جوړه جوړه وي خوږوالی به يې حس په دنيا نه وي کوم انسان نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان تکيې د جنتيانوبه وي جوړې له ورېښمو ميوې يې چې زړه غواړي ور رسيږي به په آن نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان مېرمنې د ښکلا قمرجمالې به پکې وي د ښکليو حياناکو سترګو والې به پکې وي پخوا به کوم پيري د دوی جمال نه وي ليدلی اونه به يې لمن ته لاس ور تېر وي د انسان نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان دا ښکلې به ښکاريږي لکه لال اويا مرجان نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان جزا د احسان بل څه نه، مګر چې دی احسان نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان له دې دوو جنتونو شته نورهم د دوی په شان نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان له ډېرې شين والۍ نه به تک تور وي نمايان نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان په دې دووجنتونوک ې به دوې چينې خوټيږي يو بېل شانې لذت به وي مدام پکې روان نو کوم نعمت به وګڼئ دروا غ د رب منان مدام به د خرماوو دانارو، وي دوران نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان او حورې به پکې وې ښايسته د ګل په شان نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان خېمو کې به وي حورو په حيا پټ کړی ځان نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان چې نه به وي لمس کړې کوم پيري يا کوم انسان نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان وڅنګ ته به يې ايښي وي ښايسته شنه بالښتونه په ښکلي فرش به ناستې وي په ډاډ په اطمينان نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان دی ډېر برکتي ستا د رب نوم عظيم الشان څښتن دی د عزت او د جلال او د اکرام"22"       پایله:   د پښتو ادب د نومياليو شاعرانو د ديوانونو او ټولګو له لوستلو دا حقيقت له ورايه ښكاري، چې د دوي په اشعارو  قراني اياتو او نبوي احاديثو رغنده اغيز ښندلى.   قران كريم دا اسماني او معجز كتاب دا د حكمت او هدايت كتاب د هغو اساساتو لرونكى دى، چې انسان د حيواني پليتو شهواني غريزو څخه ژغوري او د انسانيت لوړو پولو ته يې رسوي. قران شريف هغه معتبره كتاب دى چې د ۱۴۰۰ كالو په تېريدو سره بيا هم دمسلمانانو د رګ او پوست سره تړلى او ددوي د لوي لارښود په توګه يې خپل عزمت اولوړوالى ساتلى دى. له هغې ورځې، چې دې نړۍ ته سترګې پرانيزو او تر هغه چې بيرته له دې فاني نړۍ سترګې پټوو په ټولو ښاديو، خواشينيو او دژوند په ټولنيزو او فردي  مسايلو كې له ايات او حديث سره سروكار لرو.په بله وينا دژوند د لومړۍ ورځې تر وروستۍ ورځې د قران په پوهيدلو او نوروته د هغه داحكامو په رسولو، مكلف يو. له بلې خوا وروسته له دې، چې افغانستان د اعرابو لخوا فتح شو او د حق او حقيقت رېښتينوالى د افغانانو تر غوږ شو، نو په ډېر شور او شوق يې دا فرهنګ ومانه او د ودې او پرمختګ په برخه كې يې په ټولوعلمي، سياسي، ټولنيزو، ادبي او هنري برخو كې د نورو مسلمانانو سره څنګ په څنګ يون پيل كړ. زموږ تېر او نننى ادب په خاصه توګه شعر له دې لوړ اسماني كتاب څخه ډېر اغېزمن دى ، ان تر دې، چې په يو شمير شعرونو كې  بشپړ ايات او احاديث موندلى شو.ليكن هېره دې نه وي چې دې حقيقت ته هله رسېدلى شو، چې په قران او احاديثوخبرو. تر څو، چې دا پوهه مو نه وي ترلاسه كړې، ګرانه به وي، چې ديو شمېرشاعرانود شعرونو په ټولو اړخونوپوه شو.   همداشان دا اغيز يوازې د مفاهيمو په محدوده كې ګير نه دي پاتې شوي بلكه ادبي علوم،دكلماتو دكارونې په بڼه او دكلام په كيفيت يې هم اغيز ښندلى. دپښتو ادب او په ځانګړې توګه دشعر په ډګر كې دشاعرانو دشعرونو له لوستلو دا ښكاري چې دپښتو ادب د پانګې يوه لويه زېرمه دهغو شاعرانو شعرونه  جوړوي، چې د دوي اشارې او استدلالونه له قران شريف څخه په الهام يا اقتباس سره ويل شوي دي. دادبياتو تاريخ داحقیقت ثابتوي، چې هر څومره وخت تېرېږي هغومره د قران شريف معنوي نفوذ دمسلمانانو په ادبياتو كې لاډېر ځلېږي. مانا دا،چې داسلام په اوايلو كې، يعنې د اولې او دوهمې پېړۍ په جريان كې دعربو په ادبياتو كې هومره، چې ښايي دقران اغيز نه ترسترګو كېږي ليكن هرڅومره، چې وخت تېرېږي نو دقران شريف نفوذ په كې لاډېر ترسترګو كېږي. لنډه دا،چې په دغه مقاله کې توضیح شول ،چې پښتنو شاعرانو په ډېره ښه توګه دقران کریم د ایاتو مفاهیم په ښکلی انداز،خوند اورنګ ځلولي  او د پښتو ادب په لمنه کې یې خوندي کړي دي. نوهیله ده ،چې ددې ډول مقالو په لیکلو سره به زیاتره شاعران اولیکوالان وهڅېږي، چې رښتینې اوحقیقی مسايل خپلو بدیعي لیکنو کې ځای کړي. اخځلیکونه:   قران کریم. ‍ ۱-هوتک، محمد. ۱۳۵۶:پټه خزانه د عبدالحی حبیبی او زلمی هیواد مل په سریزه څلورم چاپ، کابل: دادبیاتو او بشری علومو پوهنځی۱۲مخ. ۲-هیوادمل زلمی.۱۳۷۹: دپښتو ادبیاتو تاریخ ،لرغونې اومنځنۍ دورې،لومړی ټوګ،  پېښور: دانش خپرندویه ټولنه ۵۹ مخ. ۳-پټه خزانه ۱۵ ۴-دپښتوادبیاتو تاریخ لومړۍ اومنځنۍ دورې،۷۸  مخ. ۵-پټه خزانه۳۶ ۶-همدغه اثر ۵۳ ۷-همدغه اثر ۴ ۸-همدغه اثر ۵۱ ۹-انصاری میرزاخان. ۲۰۰۴ زېږدیزکال: دیوان، د پرویز مهجور خویشکی سمونه او څېړنه،پېښور:پښتو اکاډمی  ۳مخ. ۱۰-همدغه اثر ۶مخ. ۱۱-همدغه اثر ۵مخ. ۱۲-خټک ،خوشال خان.۱۳۶۹لمریز کال: کلیات دویم ټوک ،مهتمم ،مومن پتوال،کابل:علومو اکادیمی ،پښتو ټولنه،۱۳۸مخ. ۱۳-همدغه اثر۱۴۰مخ.               ۱۴-همدغه اثر۱۰مخ. ۱۵-مومند عبدالحمید.۱۳۸۳ لمریز کال: کلیات د محمد اصف صمیم په سریزه او زیار، پېښور:دانش خپرندویه ټولنه، دیوان ۹ مخ.                          ۱۶-همدغه اثر۳ مخ. ۱۷-همدغه اثر۸ مخ. ۱۸- بابا رحمان .۱۳۵۶ لمریز کال:دیوان د حبیب الله رفیع په سریزه او زیار،کابل: پښتو ټولنه،۱۰۱مخ. ۱۹-همدغه اثر   ۱۱۸   مخ. ۲۰-هجری، اشرف خان. ۲۰۰۱ زېږدیزکال:دیوان،دهمیش خلیل په څېړنه ترتیب او سمونه،پېښور:پښتو اکاډمی، ۸ مخ. ۲۱-حمزه بابا ۲۲-انترنت: www.sabawoon.com     * : غونډان غر دکلات او شاه جوی تر منځ موقعیت لری، او دکلات په جنوب شرق کې دترنک دمجرا حوزه ده.

+ليكل شوى لخوا د خموش په 90/09/27 او كړۍ 9:7 |

څېړونكى:پوهندوي عبدالقدير خموش

 سریزه:

انځور په شعر كې يو اساسي توكى منل شوى پرته له انځوره شعر يو بې خونده او بې مالګې څيز بللى شو كه څه هم په ټولنه كې پرته له شاعرانه انځور دانځور نورې بڼې له دكمرې انځور او يا مصور انځور شتون لري خو زموږ ددې ليكنې موخه يوازې په شعر كې انځور جوړول دي. همدې مساله ته په اشارې سره هڅه شوې د انځور په اړه پرېكنده پرېكړې (چې اكثريت ورسره موافق دي) راواخيستل شي اواثبات ورسول شي. كه څه هم ډېرشمير ادبپوهان په شعر كې دوه ډوله انځورونه يادوي ليكن په كلي توګه دې ته راګرزي چې انځور په شعر كې يا په عينيت ولاړ دى يا په ذهنيت. دا ځكه چې پرته له دې دوه لارو موږ نشو كولاى په شعر كې انځور جوړ كړو. كيداي شي شاعر له خپل ماحول نه په الهام خپل شعر ته انځور جوړ كړي چې تر ډېره دا ډول انځورونه عيني دي او هم كېداى شي شاعر په خپل ذهن كې هغه څه چې اتفاق يې يا ريښتينولي يې تر پوښتنې لاندې وي جوړ كړي نو دې ډول انځور ته ذهني انځور وايو. په هر حال په دغه مقاله کې ما هڅه کړې، چې يوازې د انځور په ارزښت او ډولونو باندې وغږيږم، او دا واضع کړم چې انځور دشعر اساسي او بنيادي ستنه ده. لنډه دا،چې راځي داموضوع  په اصله لیکنه کې راوسپړو اود نوموړو انځورونو ډولونه په مستنده توګه په اشعاروكې په ګوته کړو.   په پښتوشعر كې د انځور ارزښت او ډولونه: وړاندې له دې چې په شعر كې د انځور په ارزښت او مقام خبرې وكړو غوره بولم د شعر يو څو لنډې پېژندګلوۍ وړاندې كړم. شعر عربي کلمه ده،چې دعبراني ژبې له شيرنه اخيستل شوې اوپه اصل کې دسندرې په مانا ده.په اصطلاح كې شعر او شاعرته كه څه هم اكثره ادبپوهان او شاعران كوم خاص تعريف نه وركوي او په دې باور دي چې شعر كوم ټاكلى تعريف نه لري او هر څوك  يې د خپل اند او نظر له مخې په بېلابېلو سليقو تعبيروي او تعريفوي. ليكن داسې هم بايد ونه وايو چې شعر اصلا د تعريف وړ نه دى  اويا تر دې دمه شعر يوه نا پېژندل شوې پديده ده، بلكه دا مانا لري چې شعر يو داسې انځور دى  چې ډېرې زاويې لري او هرڅوك د خپل اړخ له زاويې ورته ګوري او په دې توګه د تصوير د تشريح په چاره كي خپله ونډه ادا كوي. ځينې خلك وايي چي شعر د پېغام د لېږدولو يوه اغېزناكه سليقه ده، ځيني وائي : شعردانسان دژوروحسي – عاطفي حالتونودبيان سمبول ياهغه خوندوره وينا ده، چې په هغې كې دويونكي (شاعر) فكر، پوهه، ذوق، دزړه هيجان او دروح آغيزه سره ګډه وي، داحساساتوڅخه راپورته شي اود اوريدونكو احساسات راوپاروي استادسعدالدين شپون بيا وايي ((شعريوه نوې خبره د ژوند يوه واقعي تجربه چې په ويلو وارزي)) كره كتونكي وايي، ښه شعر هغه دی، چې دشاعرد زړه له تل نه را لړزېدلی وي اود لوستوونکي د زړه تل ته کوز شي. اويا! شعر اهنگ لرونکو عبارتونو په واسطه د واقعيت تخيلی او بياځلي انځورو لوته وايي "۱" په همدې ځاي به د شعر په پېژندګلوى بسنه وكړو اوس به راشو خپل اصلي مطلب ته چې په شعر كې انځور څه ارزښت لري، اويا په شعر كې انځور په څوډولونو جوړېږي. موږ دخپلو حسي غړو په واسطه درې ډوله تصوير درك كولاى شو،چې عبارت دي له مصور تصوير، دكمرې تصوير او دشاعرۍ تصوير. د كمرې تصوير موږ ته د يو شي حقيقت راپيژني مانا دا،چې هغه څه، چې په كومه بڼه موجود وي په هماغه بڼه يې را ښيي. په دې ډول تصوير كې د عكاس خپل احساس جذبه او خيالات شريك نه دي. دلته يوازې  دعكاس مهارت هنر او په اصلي زاويه كې دعكاس له خوا دكمرې برابرول شرط دي. دويم ډول  انځور، مصور انځور دى. په دې انځور كې هم د انځورګر خپل احساسات، جذبات، ارمان او خيالات  شامل دي. يعني په دې ډول انځور كې هم، ديو شي يا چا بشپړ حقيقت نشي څرګنديداى،سره له دې، چې دليدونكو او كتونكو دحسي ذوق د راپارولو لپاره په كې له ښوښو رنګونو څخه كار اخيستل كېږي. كله كله په كې له مبالغې نه هم كار اخيستل كېږي،دلته د انځورګر وسايل، رنګ، برس او كاغذ وي. دا انځور هم بشپړ نه دى، ځكه ،چې دانځور دننه احساس نشي ښكاره كولاى. درېيم ډول انځور، هغه دى، چې شاعر يې په شعر كې جوړوي.دا ډول انځور دهغو دواړو ډولونو څخه موثر او ځواكمن دى. ځكه ،چې شاعر دمادي شيانو ترڅنګ غيرمادي شيان هم د خپل ذهني قوت په واسطه انځورولى شي.ليكن كله كله دشاعر تصور هم، دحقيقت څخه لرې وي.دا له دې كبله، چې دشاعر انځور هم ځاي ځاي له مبالغې ډك وي. لنډه دا،چې ويلى شو د درېواړو انځورګرو موخه، جمال اوښكلابرملا كول دي.په دې توپير، چې د عكاس تصوير جامد او غير متحرك وي . مصور تصوير تريوه حده متحرك وي، مانادا،چې دا انځور په يوه وخت كې ليدونكو ته بيلابيل اثرات وركولى شي.خو په دې بڼه، چې دا تحرك يوازې د يوه وخت او زمان اثرات راكولى شى. په داسې حال كې، چې شاعر موږ ته د نن پرون او سبا انځور په يوه وخت كې راكولى شي. شاعر په دې ډول انځورولوكې نه سامته او نه متحركه كمره لري بلكه دا ټول انځورونه د علامو، تورو، نښو، كنايو، تشبيه هاتو او استعارو څخه جوړوي. لنډه دا،چې ويلى شو دشاعر تصوير دعكاس او مصور تصويرڅخه با ارزښته دى او د اثبات لپاره يې د كاظم خان شيدا لاندې بيت كافي ګڼم. دشيرينې نوم په خوله كله څوك اخلي نمكين حسن دې څه رنګ  شور انګيز كړ"2" دشيرينې اصلي مانا خوږ دى، خو مجازاَ د فرهاد د معشوقې نوم دى. شور د مالګين يا د مالګي په رنګ او يوه بله مانا يې غوغا هم ده، زما په اند دلته شورانګيز د شور جوړونكي يا غوغا پيداكوونكي په مانا راغلى حسن صبيح: هغه تك سپين حسن دى، په كوم  كې، چې مالګه نه وي او له هغه څخه سترګوته يو ارام او سكون رسېږي. حسن صليح: هغه غنم رنګه حسن يا جمال دى، په كوم كې، چې مالګه يا نمكينه ترشي شامله وي اودهغه  څخه سترګوته پوره سكون او ارام نه كېږي."3" شيدا پورته بيت كې د خپل محبوب برتري دشيرين يعني بي نمكه يا بي مالګې په ډول ښكاره كړى دى. دى وايي، دشيرينې نوم به اوس څوك په خوله ولې اخلي ځكه، چې ستا نمكين حسن په نړۍ كې شور او غوغا جوړه كړې ده، نو ايا عكاس او مصور ته د دا رنګ تصوير،انځورول يوه مبالغه نه ده؟ دمصور لپاره به څومره ګرانه وي، چې په يوه تصوير كې نمكين يا صبيح حسن، چې د ذايقې دحس سره اړه ولري تصوير كړي.  په هر صورت دشعردانځور په هكله مې له خپل مشر استاد غضنفر صاحب څخه د ماسترۍ د دورې په زده كړو كې اورېدلي وو، چې ويل يې: (دوه داسې شيان، چې تر هغه دمخه يو ځاى نه وي او يو څوک يې يو ځاى کړي او له يو ځاى کولو يې يو درېيم حالت، يو درېيم شي يا يو درېيم وجود او يو درېيم خيال رامنځته شي هغه تصوير دى.)   همداشان ددې ډول انځور په هكله د ادبي تنوير ليكوال شاه عالم څپاند بيا ليكي: تصوير په ساده ژبه كې راټولولو ته وايي،او د شعر په ژبه كې د ذهني ترسيمونواو صورتونو دترتيبولوڅخه عبارت دى."4" نو كه دا تصوير وي ،اوس به راشو، چې په شعر كې انځور په څو ډولونو جوړېدلى شي. انځور د شعر بنسټيز توكى دى .انځوردى، چې شعر ته رنګ خوند او ښكلا وربښي اويا په بله وينا شعر ته شعريت وربښي. انځور که په شعر کې وي او يا په کوم بل هنر کې ، يو لوی هنر او يوه لويه ښکلا ده . انځور د شعر حالت ترسيموي او شعر بې له انځوره يو تش کالبوت  دی .نوځكه دشعر د ويلو په وخت كې ترهر څه وړاندې بايد د شعر په انځور فكر وشي، ځكه انځور د شعر مالګه ده،مالګه خواړه دخوړلو او بې مالګه خواړه د خولې خوند خرابوي.دلته د يوې خبرې يادونه ضرور ګڼم او هغه دا،چې په هنري نثر كې هم همدغه انځورونه جوړېدلى شى ليكن دا، چې نثر زموږ دبحث موضوع نه ده نو ترې تېرېږم. لكه څنګه، چې مخكې مو هم اشاره ورته وكړه يو له هغو ګټورو تكتيكونوڅخه، چې د شاعر شعر اوج ته رسوي او د ټولنې د وګړو ذهن ځانته را كاږي، هغه په شعر كې انځور جوړول دي. په شعر كې د انځور جوړول  د شعر له خاصو تكتيكونو څخه شميرل كېږي، او د شاعر شعر د شعر معنايي ارزښت او اهميت زياتوي. هغه شاعران، چې د ناتوراليسم (يا طبعيت ګرايى) پلويان دي د هغوي په شعر كې له هر بل چا انځور ښه  ځلېږي. په شعر كې انځور جوړول ځانګړى مهارت غواړي، تر هغه، چې شاعر له طبيعت او د طبعيت له ژبې سره اشنا او ملګرى نشي په شعر كې يې  انځور جوړول ناشونې برېښي. په شعر كې  انځورايستلو لپاره شاعر اړ دى، لطيف، هڅاند او پلټونكى حس ولري،له طبعيت او طبعيي اشياو سره مينه ولري او د شعار د ژبې او طبعيت د ژبو ترمنځ اړيكه ټينګه كړاى شي. په شعر كې انځور، په دوه ډوله  موندلى شو، چې يوه ته يې عيني انځور او بل ته يې ذهني انځور وايي. ښاغلى غفور ليوال د دغو انځورونو په هكله ليكي: هرکله، چې په شعر کې د انځور توکي سره راغونډېږي او يو هنري انځور جوړوي همدا جوړښت د پېښېدو يو ځانګړى مکان لري. د دې مکان له مخې انځورونه دوه ډوله دي: ١_ عيني انځور جوړونه ٢_ ذهني انځور جوړونه ١_ که د يوه شعري انځور ټول توکي او د دغو توکيو ترمنځ اړيکې عيني وي او خپل منطقي عينيت ولري، د داسې انځور هنري هستونه عيني بلل کېږي. د داسې انځور بېلګه د ارواښاد ننګيال دغه شعري برخه ګڼلاى شو: لښتي وچ شول ويالې ورانې سين د تورو کاڼو غر شو اوس حېران يم چې د کلي دا هيلۍ به چيرې لامبي؟ مونږ وينو، چې "وچ لښتي"، "ورانې ويالې"، "يو داسې وچ سيند، چې پرته له تورو کاڼو څخه اوبه نه وي پکې" او "د هيليو حېرانتيا د لمبا لپاره" دا ټول واړه تصويرونه د يوه پراخ انځور د جوړولو لپاره کله، چې لاس ورکوي نو د هغوى هر خوځښت او هر تصور لوستونکي ته مخامخ تر سترګو کېږي، په بله ژبه لوستونکي يې عينا لمسوي. شاعر دلته د طبيعت يوه برخه څنګه، چې ده همغسې تر لوستونکي پورې را انتقالوي. ٢_ خو هرکله، چې شاعر داسې انځور ارايه کړي، چې د توکيو اړيکې (او کله کله يې پخپله د توکيو درک) د ذهني ځواک ملګرتيا ته اړتيا پيدا کړي او لوستونکي مجبور شي، چې د داسې هنري انځور کاپي په خپل ذهن کې يو ځل بيا جوړه کړي دا نو يوه ذهني انځور جوړونه ده. راځئ بېلګه يې د خزان په دغه شعر کې وګورو: ستا د ارمان په بڼ کې ستا د امېد په ښاخ کې ستا د ايمان په تاندو، تاندو او تنکيو څانګو ستا د سرو وينو د غوټيو په خوله يو تبسم، يوه موسکا ښکاري..... وګورئ په دغه شعر کې لوستونکى د شاعر په مرسته په خپل ذهن کې په انځورګرۍ پېل کوي. لومړى بايد لوستونکى "د ارمان بڼ"، "د امېد ښاخ"، "د ايمان تاندې او تنکۍ څانګې"، "د سرو وينو د غوټيو خولې" له ځان سره تصوير کړي او بيا په ټولو کې د يو تبسم او موسکا څرک وويني، هر څه يوه ذهني خوندور فعاليت ته اړتيا لري، دغه ټول توکي ذهني دي او په يوه لوى انځور کې د هغوى منطقي راټولونه هم ذهني ځواک ته اړتيا لري."5" يا دابيت: كه ښكاره كړ، شيرينې دسرولبانو شور به ورك شي هغه دم له رستاخېزه "6" رستا د كلي،مسيحي او ځاى په مانا او خېز دپورته كېدو مانا لري، ليكن دلته خېز مجازاََ دقيامت په مانا راغلى ځكه، چې دقيامت په ورځ ټول خلك بېرته ژوندي كېږي او يا درول كېږي. نو په پورته بيت كې شيدا د شيريني يا خوږ په مقابل كې شور يا ترش لفظ راوړى دى او خپلې محبوباته وايي كه ته چېرې دسروشونډو شيريني يا خوږوالى ښكاره كړي نو هغه وخت به دقيامت شور او غوغا  وركه شي يعني خراب حالت به له منځه لاړشي دځمكې شين والى يا زرخېزي دژوند سمبول دى يعنې ديوې علاقي يا سيمې څخه، چې دكښت او زرع وړ هم نه ده او ځمكه يې مالګه يا شوره شوې ده، هغه به دخوږو سرو شنډو په خوږ والي بېرته اباده او سمسوره شي. دلته نو تاسو وليدل چې دشاعر دبيان دژورتيا انداز او نازكخيالي دشاعر هغه كمال  او انځور ګري ده چې د مصور په خوب او خيال كې هم نه شي راتلى. نو ويلى شو چې دا د ذهني تصوير يا انځور ستره بېلګه ده. پوهندوي پشتون اقا شيرزاد* دنوموړي ليكنې دپورتني شعر په اړه په خبروكې راسره دا خبره غبرګه كړه، چې  ځينې ادبپوهان همدې تصويرونو ته حسي تصوير،اثباتي تصوير او يا هم ژور تصوير وايي، ليكن زما په اند دغه درې واړه نومونه په ذهني انځور كې ځايداى شي، يا د ذهني انځور دويم نمونه دى مثلا د حميد پورته بيت كې شيريني او شور يو د خوږ او بل د ترش يا مالګين په مانا واخلو نو د ذايقي حس پورې اړه لري او بيا بايد ووايو، چې دغه بيت كې حسي تصويرموجود دى . ليكن دا وينا يو څه د تامل وړ ده ، خو كه داسې ووايو، چې پورته بيت كې يو بشپړ ذهني انځور موجود دى له حقيقته به لرې نه وي ځكه شاعر خپل ذهني انځور د ذايقې حس په راوړلو سره خوندور كړى دى. اصلي خبره خو داده، چې كه هر ډول شعر وي نو په هغه كې به خامخا دپنځو حسو څخه ديو څو حسو برخه  په كې څرګنده وي. حنان باركزي چې د هندي مكتب فعال غړى دى، دى هم  په دې قانع دى، چې مصور به ستا تصويروكاږي خو ستا ناز او كرشمې به څنګه تصوير كړي؟ كه راشو معاصرې شاعرۍ ته نو معاصره شاعري كې هم موږډېر ................ شاعران لرو، چې اشعار يې له رنګارنګ انځورو نه ډك دي، ليكن وړاندې تر دې، چې په هغو بحث وكړو هېره دې نه وي، چې په لنډيو كې هم ذهني انځورونو شته، لكه: بيلتون په تنګه كوڅه راغى ماوېل سلام دى ده وېل كور دې ورانومه يا: داسې دې مخ په سالو پټ كړ لكه چې شپه پر ورځ خواره كړي توربالونه يا: پرما دېره دغم جوپه ده دجاج كلا د غم بنګلې به جوړومه استاد مجاور احمد زيار دخپل اثر پښتوشعرڅنګه جوړېږي په ۸۲مخ كې دذهني او عيني انځور توپيرداډول كوي:عيني اوذهني انځورسره داسې توپيرېږي، چې اړوند توكي يې نګېرېدونكي(محسوس-ملموس) وي هغه عيني تصوير دى اوكه اړوندتوكي يې نانګريدونكي (نامحسوس- ناملموس) وي ذهني انځور دى."7" دذهني انځور يوه ښكلې بېلګه د ژمن شاعر رحمت الله سايل رااخلو: چې په خــــندا ورته دخـــوږ زړه پــرهارونه نه شي چـــېرې دې هم ســـتا دښـــايست غوټه ګلونه نه شي وړې مـــې دروح جـــنازه چـــېرې دخندا پر اوږو په وينو سره دي چې شينكي شينكي خالونه نه شي مقطع ويــــده دنـــيا يا دســــايل قلـــــــمه مه لــړزوه دفريادي اوښكو مات ستوري تير ورنه نه شي دغه شعردذهني انځور يوه بشپړه نمونه ده ښاغلي ليوال بيا د خپل اثر ادبي ياداښتونه ۱۱ مخ كې تصوير دكچې او اندازې له مخې په دوه برخو و يشلى دى چې يوه ته يې اصلي تصوير اوبل ته يې فرعي تصوير ويلي دى. په دې اثر كې همداشان ليكوال اصلي تصويرداسې راپيژني: اصلي تصويردشعر عمومي تصويردى چې په مجموع كې دشعر پرټولو موضوع حاوي وي. همداشان د فرعي تصوير په هكله ليكي: داهغه تصويرونه دي، چې داصلي انځور په دننه كې دكوچنيوموضوعاتو پر تمثيل تمركز كوي."8" دشعر يو مهم توكى انځور دى اودغه توكي ته ډېروشاعرانو پام اړولى دى. لكه لال پاچا ازمون لاندې شعر، چې د ذهني انځور بېلګه يې ګڼلى شو. له زړه مې مه ځه غمه چې ستا دمينې خوبولى امانت انځورمې چېرته دعشق له ليمو پرې نه وځي درنه بې خوبه نه شي دزړه نه دغم نه ايستل خوبولى امانت انځور دعشق ليمه اوبې خوبه كېدل څومره ښكلي ذهني توكي دي، چې په كډه يې يو ښكلى ذهني انځور جوړ كړى. "9" ښاغلي رودوال دازمون دشاعرۍ په بحث كې وايي: زماله نظره عيني انځورونه هغومره شعر له مانيز پلوه نه پياوړى كوي لكه، چې ذهني انځورونه يې كوي ځكه ذهني انځورونه هغه څه دي چې په ټولنه كې عملاَ شته نوله دې كبله هرسړى كولاى شي دخپل برداشت له مخې هغه ته يو چوكاټ جوړ كړي."10" ليكن ددې ترڅنګ بيا يو شمير ادبپوهان سره له دې چې په شعر كې انځور په دوه ډوله يادوي  ليكن دهغه په هكله بيا وايي، چې په لومړي ډول كې شاعر هڅه كوي په خپل شعر كې داسې الفاظ وكاروي، چې د هغو په اوريدو يا لوستلو،  لوستونكي اړ نه وي قاموسونه وګوري اويا له بل چا مرسته وغواړي مانا دا، چې شاعر په خپله هڅه اوهاند شعر دې كچې ته ورسوي، چې لوستونكى د څه شي په لټه كې نشي او په ساده توګه مطلب ترې واخلي  لكه د رحمان بابا شعرونه، چې په ساده اوروانه ژبه  ويل شوي او په ښكلو انځورونو پسولل شوي دي. رحمان بابا دخپل غزل ژبه دومره خوږه کړې ده، چې په ډيره اسانۍ سره دهر لوستي اونالوستي کس په زړه اوحافظه کې کښيني  تقريبا هر پښتون، چې د رحمان بابا شعر واوري نوپوهيږي پرې، چې دغه شعر درحمان بابا دى همدا د رحمان بابا دکلام اعجازهم دى اوله همدې نه يې الهامي رنګ هم څرګنديږي. چې اسمان یې مخ پټ کړی په سحاب ؤ خدای وماوته ښکاره کړهغه لمر بیا چې رقیب راته تړلی په زنځیر ؤ خپل حبیب راباندې پرانست هغه وربیا په وصال یې منت بار اوسه رحمانه په صدف کې دخل نشته دګوهر بیا"11" دويم ډول دا،چې شاعر هڅه كوي د شعر مفهوم دشعر عمق ته ورسوي  او لوستونكى وهڅوي ترڅو دنوموړي شعر په اړه څېړنه او پلټنه وكړي. دا هغه ډول شعرونه دي چې په لومړي سر كې لوستونكى فكر كوي چې دا شعر هيڅ مفهوم او پيام نه لري ليكن كله چې غور ورباندې كوي ګوري چې دشعر په تل كې ډېر ټكي او انځورونه موجود دي دهمدې پېړي وتلى انګليسي اديب داكتر جانسون په دې عقيدې دى چې شاعر بايد نړۍ له هغه چې ده ښكلې وښايي . له بل ليدلوري ويلى شو چې همدا د انځور جوړولو وړتيا چې د انسان په برخه ده دا موجود يې له نورو موجوداتو بيل او متمايزكړى دى.ځكه انځورله ذهن نه راوځي او په حافظه كې ضبط او ساتل كېږي.  ليكن بيا شاعر دا د خاطرو د ضبط او ساتلو استعداد له نورو نه ډېر لري او هغه څه چې په چاپېريال كې  ويني حافظې ته يې سپاري او بيا په مناسب وخت كې يې نورو ته رسوي.همدا انځورول دي چې دشاعر شخصيت له نورووګړو بيلوي.  كه موږ د خوشحال خان خټك شعرونو ته ځير شو نووبه ګورو چې خوشحال خان خټك هم هغه بيل شخصيت دى چې د انځورولو لوي استعداد او وړتيا لري. که احوال دفراق جنو زړونوغواړې ګوره هغه زاڼې چې جداځي له کتاره"12" دپورته بيت د الفاظوظاهر ته كه وګورو نو دومره په زړه پورې بيت نه ښكاري خو كه باتن د قضيه ته ځير شو نو ګورو چې  خوشحال خټك  يوه ډېره ستونزمنه خبره په ډېره اسانه توګه د انځور په مټ روښانه کړې ده . څنګه کولای شوچا ته ثابته كړو چې په فراق كې دې په ما څه تېرېږي دا مساله خوشحال بابا داسې ترسموي چې زړه له هغې زاڼې سره تشبې کوی،چې له خپل سېل څخه جلاځي . په شعر كې دانځور په هكله يو بل نظر هم موجود دى هغه دا چې  يو شميرنور ادبپوهان وايي، چې انځور په شعر كې په دوه ډوله كارېدلى شي(اثباتي انځور او اتفاقي انځور) اثباتي انځور هغه انځورته وايي چې د شاعر له عقلاني اند او حسي ادراكه را وتلى وي.عقل هڅه كوي د مشبه او مشبه به(په تشبه اواستعاره كې) ترمنځ معنوي علاقه پيدا كړي ددې ډول انځورونو كلمات له ظاهري معنا وو څخه تجاوز نه كوي. يوازې دظاهري معنا يا صرفا دتوصيف او بيان په سطح كې نه پاتې كېږي ددې ډول انځور ابعاد لږ او مفهوم يې واضح او روښانه وي.ځكه د يوې حسي روښانه تجربې لاسته راوړنه بلل كېږي. ليكن بل اړخته يو بل، بيل انځور ګورويعني اتفاقي انځور،دا هغه انځور دى چې په تصادفي توګه لكه يوه برېښنا په ذهن كې د چاپېريال له متغيره حالاتو څخه منځ ته راځي. داډول انځور عقلاني ريښه نه لري.مانا داچې د عقل زېږنده نه ده. دا انځور هغه وخت جوړېږي چې همدا متغيره چارې د شاعر له حواسوتېرېږي. يا په بل عبارت دا د شاعر د روحي تجربو او عاطفي عناصر زېږنده ده.ددې ډول انځورونو د جوړېدا او پاتې كيدو عامل د شاعر ژوندى روح او عاطفه ګڼل كېږي. له بلې خوا دانځور لپاره يوبل ويش هم موجود دى او هغه ته ژور انځور او سطحي انځور ويلى شو.يو ډول انځور د شاعرپه خيال كې  له لږ تصرف او بل ډول يې د ډېر تصرف له مخې جوړېږي. دبېلګې په توګه كه موږ د رحمان بابا او حميد بابا په اشعار و كې د پسرلي ، ونې او باغ انځور ته ځير شو نو له ورايه به ددغودوو تنو شاعرانو په شعر كې د سطحي او ژورو انځورونو توپير پيدا كړى شو. د رحمان بابا پسرلى باغ او ونه د حميد د پسرلي باغ او ونې نه توپير لري ځكه دغه باغ او پسرلى  حسي ادراكو ته محدود باغ او پسرلى نه دى. هلته چې رحمان باغ او پسرلى يادوي مراد يې ظاهري او حسي باغ نه بلكه هغه باغ دى چې ده  له ژورو او رازناكوعارفانه  تجربو لاس ته راوړى. له پورته بحث څخه بلاخره دا ترلاسه كولى شو، چې  كه انځورته هرڅومره ډولونه ومنو ليكن له دې نه يې نشو بيلولى، چې انځور عيني او ذهني زېږنده ده.انځور كه په شعر كې سطحي وبولو يا ژور كه يې اثباتي وبولو يا اتفاقي خوبيا هم را ګرزې دې مسالې ته، چې دا اتفاق يا اثبات يا دا سطحي يا ژور انځور به خامخا يا په عينيت ولاړ وي اويا به په ذهنيت.   پايله: شعر يو داسې انځور دى  چې ډېرې زاويې لري او هرڅوك د خپل اړخ له زاويې ورته ګوري او په دې توګه د تصوير د تشريح په چاره كي خپله ونډه ادا كوي. ځينې خلك وايي چي شعر د پېغام د لېږدولو يوه اغېزناكه سليقه ده، ځيني وائي : شعردانسان دژوروحسي – عاطفي حالتونودبيان سمبول ياهغه خوندوره وينا ده، چې په هغې كې دويونكي (شاعر) فكر، پوهه، ذوق، دزړه هيجان او دروح آغيزه سره ګډه وي، داحساساتوڅخه راپورته شي اود اوريدونكو احساسات راوپاروي.بيشكه چې دا احساسات هغه وخت را پارېدلاى شي، چې شاعر خپل شعر په ښكلو انځورونو پسوللې وي . همدې مساله ته په كتو سره ما هم هڅه وكړه دانځور په پيژندلو ارزښت او ډولونو رڼا واچوم او لوستونكو ته په ډاګه كړم چې  په شعر كې د انځور جوړول  د شعر له خاصو تكتيكونو څخه شميرل كېږي، او د شاعر  د شعر معنايي ارزښت او اهميت زياتوي. لنډه دا چې که موږ دشاعر په شعر كې د انځور په ارزښت هرڅومره ووايو او ويې ليكو نو لیکلی شو. په پاي كې دا چې كومه ليكنه چې تاسو ولسوتله ځينې نیمګړتویاوې ولري زه په ډېره مینه تیار یم چې ستا سو نیوکې واورم او په نورو ليكنو كې ورته پاملرنه وكړم. اخځليكونه:   ۱-   روهی، صديق الله ، 1385،شعر پیژندنه ( دمقالومجموعه )کابل : دصمیم ادبی ټولنه، ۲- لياقت تابان ،۲۰۰۷ م، دشيدا او حنان پرتليز جاج، كوټه: صحاف نشراتي موسسه ،۲۱۳ مخ. ۳- همدغه اثر،۲۱۴مخ. ۴- څپاند، شاه عالم ۱۳۸۴ادبي تنوير، كابل:كورنيوچارو وزارت مطبعه،۳۲  مخ. 5- ليوال، عبدالغفور(په شعر کې د عيني او ذهني انځور جوړونې انډول) مياشتنۍ ګندهارا، پينځمه ګڼه ١٣٧٧ ل زمرى، وږى، ١٩٩٨ جولاى، اګست ۱۵ مخ. 6- لياقت تابان، دشيدا او حنان پرتليز جاج ۲۲۰مخ . 7- زيار،مجاوراحمد۱۳۸۹ل،پښتوشعرڅنګه جوړېږي دويم چاپ پېښور:دانش خپرندويه ټولنه،۱۸۲مخ. 8- ليوال،عبدالفغور۱۳۸۸ ادبي ياداښتونه   كابل:قلم ادبي ټولنه،  ۱۱ مخ. 9- بدر،صديق الله،۱۳۸۳ ، پښتومعاصر ادبيات، پېښور: دانش خپرندويه ټولنه،  ۱۴۳ مخ. 10- ليوال،عبدالغفور، ادبي ياداښتونه،  ۱۴۴ مخ 11- بابا رحمان .۱۳۵۶:دیوان د حبیب الله رفیع په سریزه او زیار،کابل: پښتو ټولنه،۲۷مخ. 12- خټک ،خوشال خان.۱۳۸۴: کلیات ،اوډنه او پرتله عبدالقیوم زاهد مشواڼی،پېښور:دانش خپرندویه ټولنه،۲۵۵.مخ.       * -پوهندوي پښتون اقا شيرزاد دكابل ښوونې او روزنې پوهنتون پښتو څانګې استاد دى.

+ليكل شوى لخوا د خموش په 90/09/26 او كړۍ 20:2 |

                                                                

              څېړونکی:پوهنمل عبدالقديرخموش

 

طنز چې په مختلفو  قاموسونو كې  طعنه، تمسخراو ملڼډې ژباړل شوى  د ادبياتو لويه برخه ده او د نړۍ په اكثره هيوادونوكې د يوې خپلواكې ادبي نوع په بڼه پيژندل كېږي. دا په دې چې طنز وكولى شول د ادبياتو متفاوته او متعدده برخه اوهمدا شان د ژورنالېزم يوه برخه په خپله ولكه كې راولي  او نور هغو پخوانيو څو ځانګړوقالبونو كې ګير پاتې نشي (1).

طنز كولاى شي تمثيلي، تصويري، منظوم ،منثور داستاني او ژورناليستيك واوسي. طنز كولى شي رومان وي اويا د يوې لنډې جملې په قالب كې راشي. مانا داچې هره هغه ليكنه كه منطوم وي كه منثوركه تصويروي كه تمثيل  اويا كه كارتوني فلم  چې، په هغه كې د شخص او يا ټولنې عيبونه نيمګړتياوې او نارسايۍ په هنرمندانه بڼه دخندا او ظرافت په پوښښ كې  راوړل شي طنزي ادبيات دي.خو هدف بايد په نوموړي شخص اويا ټولنه كې  د مثبت بدلون او اصلاح راوستل وي نه يوازې دخلكو خندول .     .

طنز ته كه څه هم يو شميركسان خاص تعريف نه مني اويا نشي كولای تعريف وركړي  خو سره له دې يو شمير څېړونكو ورته بيل بيل تعريفونه وركړي دي چې په دې ليكنه كې  به د يو څو تعريفونو په راوړلو اكتفا وكړو.

وپ د(لرغونې افسانې)داثر نامتو ليكوال او جيمزتوربر( زموږ دزمانې افسانې) داثر ليكوال دواړه د انسانانو حماقتونه او شرارتونه الوتونكيو، ګيدړو او نورو ژوو ته نسبت وركوي. دا ډول بذله ګويي چې د انسان شرارت او حماقت په ملنډو نيسي ، طنزبولي.(2)

محمد رضا اصلاني په خپل كتاب فرهنګ واژه ګان واصطلاحات طنز  كې د طنز دتعريف په هكله ليكلي (ژباړه): په ادبياتو كې طنز يو ډول ځانګړو منظومو او منثورو ادبي اثاروته ويل كېږي چې د بشري ټولني ناخوالې ، اشتباهات، ټولنېز او سياسي فساد او همداشان فلسفي تفكرات دخندا په بڼه په مسخره نيسي. 

 محمود نظري د ( انساني سركس) دطنزي كتاب ليكوال او څېړونكى بيا وايي:طنز په عمومي توګه د عيبونو او نقصونو بيان په خندا لرونکي ډول دى چې، هدف يې د موضوع تحقير او تنبه ده. د طنز وسيله اوهدف يو له بله څخه زماني واټن لري .طنز امکان لري خندا ونه لري يوازي موسکا ولري خو دا خندا او موسکا د خوشالۍ خندا نه وي دا خندا ترخه ،تاثيرناکه او دردناکه وي خندا يې زهرژلي خو اغيږمنه وي(3)

طنز د ليكوال له خوا هغو نيمګړتياوو او بي نظميو ته په ډېرو نومو ادبي الفاظو كې اشاره ده چې په ټولنه كې خلك ترې ناراضي دي دانتقادكولو دغه طريقه يا لاره دخلكو په مغزو باندې زر تر زره اغيزه كولاي شي ځكه چې د انتقاد كولو يا ګوتنيونې دغسې بيان ټوكې ته ورته كېږي او خلك يې خوښوي په طنز كې ژړا دخندا په جامه كې نغښتل شوې وي. (۴)

دپورتنيو څرګندونو په رڼا كې ويلى شو چې  د طنز مبنا شوخي او خندا ده خو خندا يې د خوشالۍ خندا نه ده دا خندا جدي ، ترخه او دردونکې ده. هر طنز خندا لري خو هره خندا لرونکې لېکنه طنز نه دی ممکن هجو ، هزل يا ټوکه وي .كه څه هم طنز د هجو له كورنۍ څخه دى ،خو توپير يې بيا له هجو سره په دې كې دى چې دهجو تندي تېزي او صراحت نه لري،په طنز كې معمولا ټولنيز او اصلاحي مقاصد مطرح كېږي  او موخه يې د چا يا شي له مقام او كيفيته راكمول دي په هغه بڼه چې د خندا او سرګرمۍ سبب شي او كله داسې هم په كې پېښيږي چې  دچا اوياشي تحقيرپه كې وشي.

لكه دا لاندي  طنز:

درس پاك

تاسې ټول خو پنسل پاك ،تخته پاك او لاس پاك ليدلى اوكارولى دى خو درس پاك به مو نه وي ليدلى او نه هم اورېدلى وي.

زه به يې در وښيم:

درس پاك هغه نالايقه او د ټيټې سويې ښوونكي دي چې، ددرس اوسبق سر او بر يې معلوم نه وي او خپله ناپوهي او كم تجربه ګي د زده كوونكو په وهلو ډبولو سره پټوي او له زده كوونكو نه د هغوي د رخصتي په وخت كې زده كړي درسونه ترې هيروي او له دماغونو نه يې زده درسونه پاكوي.

دغه ډول ښوونكو ته زموږ كليوال درس پاك استادان وايي!!

داځكه چې، زموږ دكلي ښوونځى هم يو له دغه ډول ښوونځيو څخه دى چې، زياتره استادان يې د درس پاك كار سرته رسوي. (۵)

دطنز ډولونه

له بله پلوه د طنز په ويش هم  مختلفه نظرونه وړاندې شوي څوك يې په دوه ټوله بولي او څوك  ډېر شمير ډولونه وركوي لكه ټولنيز طنز ، ژورنالستي طنز، سياسي، فلسفي، تور طنزاو داسې نور خو زما په اند هغه ويش چې ښاغلي  محمو نظري په خپله ليكنه طبقه بندي طنزكې  ښودلى سم برېښي . دى ليكي چې طنز ښايي د  موضوع ،قالب ، د بيان د طرز ، هدف او مضمون په اساس  سره وويشل شي. او بيا ليكي چې طنز دموضوع په اساس په شپږ ډوله دى:

ټولنيز طنز.

سياسي طنز.

تاريخي طنز

مذهبي او عارفانه   طنز

فلسفي طنز

تلفيقي طنز

اوبيا د شكل  په اساس  طنز په دوه ډوله  ويشي :

ژبنى طنز

تصويري طنز

همداشان ژبنى طنز بيا په دوه ډوله نثر و نظم ويشل كېږي او بيا كوم طنزونه  چې په نظم ويل شوي اكثرا د قصيدې  قطعه رباعي ترجيع بند تركيب بند مثنوي اوكله  د غزل په قالب كې دي .

او نثري طنز بيا د نمايشنامې فلم نامې داستان او داسې نور په قالب كې  راغلي دي.(۶)

دطنز او كميدي تر منځ توپير:

د طنز او كميدي تر منځ په توپير هم بايد قانع شوځكه كميدي يوازې د خندا لپاره وي  يا په بله وينا په كميدي كې خندا د خندا لپاره كارول كېږي ليكن په طنزكې خندا د استهزا لپاره كارول كېږي .

دطنز ژبه:

همداسې چې هره ليكنه ځانته خاصه ژبه غواړي مثلا د علمي ليكنو ژبه دتاريخي ليكنو ژبه د مقالې ژبه.... طنز هم ځانته ځانګړې ژبه لري او هغه داچې د طنز ژبه بايد ساده او روانه وي كټ مټ لكه د يوه داستان په ليكنوكې چې كه د داستان اتل كليوال او بي سواده وي نو دهغه ژبه هم بايد كليوالي او ساده وي او كه يو ښاري سړى، نو ژبه يې هم بايد لكه ديوه ښاري باسواده غوندي  وي ،نو د طنز په ليكلوكې هم بايد د طنزژبه  دهغو له كړو وړو سره بايد يو شان او برابره وي . همداشان طنز بايد يو خاص طنزي لحن ولري له هرې جملې او عبارت څخه يې بايد د طنز خوند وڅكل شي او حتي تر دې چې كله كله په طنز كې خاص شخص ډله او حتي ټولنه  ورټل شي دهغوي نيمګړتياوي په داسې ژبه په ګوته شي چې لوستونكى ددې تر څنګ چې وخندوي، وې ژړوي هم . مانا دا چې د كومې پېښې كيسه يا شعر ددې تر څنګ چې بايد كميدي وي طنزي هم بايد شي، ليكن د هغه توپير په پام كې نيولو سره چې پاس مويې يادونه وكړه .

دطنز د خوند لپاره دا جواز هم شته چې يوې خاصي موضوع ته ډېرې بڼكې ور نښلوي اويا دا چې طنز ته دطنزي خوند د پيدا كولولپاره له مبالغې كار اخلي له غټ نه كوچنى او له كوچني نه غټ جوړوي (۷)

نو په پاي كې دا ويل پكار دي چې په پښتو ادبياتو كې طنز څه په نثر او څه په نظم  څه اوږد اوڅه په وړو ټوټو موجود دى او دې كار په دې وروستيو كلونو كې يعني وروسته د رومان د ليكنوله دوديدو څخه په لوړه پيمانه رايج شو او  موږ په دې لاره كې د منان ملګري، كاتب پاڅون ،محمود نظري... يادونه كولاى شو او همدا شان هير دې نه وي دپښتو په ادبياتو كې د لومړي ځل لپاره كاتب پاڅون  و چې خپله طنزي ټولګه يې  د ( دشكاياتو صندق) په نامه په ۱۳۶۸ لمريز كال كې چاپ كړ. (۸).خو دا په دې مانا نه چې دى  به په پښتو ادبياتو كې  لومړنى طنز ويونكي وي  له ده نه وړاندې حتي په لرغونې او كلاسيكه دوره كې هم  دليكوالو او شاعرانو په ليكنوكې طنزي  توكي او عناصر موجود دي  چې سترګي ترې پټولى نشو.

 

 

 

 

اخځليكونه:

۱- اهنگ، محمد كاظم، 1381، لمريز كال، طنز و فراورده هاي طنزي ،كابل: مركز نشراتي صبا.

۸- پاڅون، كاتب،۱۳۶۱، لمريز كال، دشكايتونو صندوق، كابل: دافغانستان د ليكوالانو انجمن.

۴- حميدي، ميرزا علم، ۱۳۷۰ ،لمريز كال، دټوكو خورجين ،كابل: دولتي مطبعه.

۵- ننګيار، محمد عارف،۱۳۷۰ ،لمريز كال، نا اشنا،هوصيب،نه صيب، پېښور: دانش خپرندويه ټولنه.

۳- نظري ،محمود: انساني سركس ، سريزه،  انترنت: د توكو تكالو ويبلاگ.

۶- \\           \\           : طبقه بندي طنز  ، انترنت : نشريه فردا، كلوب قلم افغانها . 

۷- نوراني، جلال،1357 ،لمريز كال، داستان هاي طنز، كابل: دولتي مطبعه.

۲- مرادي، رضا،  طنز در ابيات پارسي ، انترنت: ويبلاگ انجمن طنز .

 

+ليكل شوى لخوا د خموش په 90/09/26 او كړۍ 20:1 |

                              پوهنمل عبدالقدير خموش

 

دهايكو شكل:

نن ورځ دنړۍ ټول خلك هايكو دجاپاني شعر په نامه پيژني. واقعت هم همدا دى چې، دهايكو شعردلومړي ځل لپاره په جاپان كې دجاپاني شاعرانو لخوا وويل شو. هايكو دلنډو شعرونو يوه ځانګړې بڼه ده. دومره خوند چې، دجاپاني ژبې په هايكو كې پروت دى په بله ژبه كې نشته سم دم_ كه سهوه شوى نه وم_ هغه خوند چې، دپښتو ژبې په لنډيو كې دى.

هايكو په دريو نيم بيتيو كې ويل كېږي. په دې ډول چې، لومړى او دوهمه نيم بيتي يې پينځه_ پينځه څپې او درېيمه نيم بيتي يې اووه څپې وي. په ټوليزه توګه دټولو څپو شميريې اوولسو څپو ته رسېږي. هايكو د وزن او قافيې له پلوه ازاده ده،مانا دا چې، هايكو نه وزن لري او نه قافيه. خو  په خپل لنډ او ساده انداز كې يو كوچنى خو روڼ انځور زموږ ترمخه ږدي.

دغه شعر معمولا يو ژوندى او ساه لرونكى تصوير او  توصيف مجسموي، د دې خبرې مانا دا ده، چې شاعر پخپله هايكو كې خپل مخاطب ته يوه صحنه شرحه كوي، خو بايد وويل شي، چې پورته ځانګړنې  په هره ژبه كې د هغې ژبې د ژبني جوړښت له مخې توپير لري.

۱۷ څپيزه هايكو يو جاپاني استندرد دى او په نورو ژبو كې كېداى شي څپې يې زياتې او ياكمې شي. اروپايي هايكو ګانې په دريو كرښو كې د لنډ، اوږد او لنډ ترتيب په رعايتولو سره ليكل كېږي.(بدر)

زموږ نوي  هايكو ويونكي هم كله په لنډ او كله په اوږده  انداز هايكوګانې  وايي دبېلګې په توګه دغه لاندې  هايكو ګانو ته ځېر شئ چې  په لنډو او اوږدو مصرو كې ويل شوې خو اهغه عمومي چوكاټ چې درې مصريز دى هغه يې نه دى مات كړى.

يوه خبريال مو له کانديد وپوښته

صايبه ځان مو نومولى څه ته

ده ويل ملي اپارتمان ته کنه

 

په انټرنيټ يي ويل د شپاړسو يم

جينۍ چې راغله د اتيا کالو وه

بيا مي د ځان په ځاى نيکه له وکړه

 

بيا تازه شي

 

لمر وهلي ګلان

 

مازديګر قضا

 

كوټه سره ده

 

كړكۍ ښيښې نه لري

 

ګل يخ وهلى

لكه چې، مخكې هم اشاره ورته وشوه هايكو معمولا په دريو كرښو كې ويل كېږي او داسې چې، بايد دهايكو خبر او اصلي ټكى په وروستۍ كرښه كې  او فعلونه دهرې كرښې  په پيل كې راشي .

 

 

دهايكو شاليد:

داسې هم نه ده چې، هايكو د جاپاني ژبې دلنډو شعرونو لومړنى بڼه ده، دهايكو نه پرته دجاپاني ژبې او ادب نور لنډ شعرونه هم شته، اوهم وو. په ځانګړې توګه همدا هايكو هم دهغو لنډو شعرونو زېږنده ده چې، څه دپاسه دوه زره كاله وړاندې په جاپان كې دود وو او تانكا نومول كيدل. تانكا د نننۍ هايكو لومړنۍ بڼه ده . په دې فورم كې به شاعرانو تر ډېره دسوال او ځواب په بڼه خپلې ويناوې په دوه برخو كې بيانولې. لومړۍ برخه به يې له ۱۷ څپو او دوهمه برخه به يې د۱۴ څپو لرونكې وه. مانا داچې ټوله تانكا به له ۳۱ څپو څخه ترلاسه كيده. تانكا د لنډ شعر په مانا راغلې او په وړاندې يې يو بل ډول شعري فورم دچوكا په نامه هم شته چې، هغه دلوړ شعر په مانا داغلى.

په ۱۶ پېړۍ كې دتانكا ۱۷ څيېز ډول هم دود وموند او هغه يې د هاكايي يا هايكو په نامه ونوماوه او بيا تر همدې نن ورځې پورې په همدې نامه (هايكو) وپيژندل شو . هايكو د خپل لوړ فورم په لرلو نن ورځ په ټوله نړۍ كې خپور شو او خپل ځانګړي مينه وال يې خپل كړل ان تر دې چې زموږ په ګران هيواد افغانستان كې يې هم ګڼ شميې پلويان وموندل او نوو ځوانو شاعرانو خپله شعري تبعه يې په همدې شعري فورم كې وازمويله.

د پخوانيو جاپاني هايكو ګانو  له مطالعې دا څرګندېږي، چې پخوانيو هايكو ګانو طنزي محتوا درلوده، خو له فلسفي افكارو سره تر غاړه غړۍ كېدو وروسته، بدلون په كې رامنځته او په ډېر جدي ژانر واوښت. ساده ګي ، دموضوع  ژوروالى، هنر، انځور او بيا بديع د هايكو له نورو ځانګونو څخه شميدل كېږي.

دجاپاني لومړني او مشهور هايكو ويونكي:

چا چې هايكو لوستلې وي او يا يې د هايكو په هكله څه پلټنه كړې وي نو خامخا به يې د باشو،بوسون،ايسا او شيكي نومونه ترسترګو شوي وي. داهغه څلور ستوري دي چې، دجاپاني هايكو ويونكو په كتار كې اوچت ځاي لري او تلځلانده ستوري يې بولي.

ماتسوئو باشو(۱۶۹۴-۱۶۴۴) :

باشو د جاپان د هايكو ويونكو په كتار كې لومړنۍ څېره ده چې، ښكلي او په زړه پورې هايكو ګانې يې ويلې  او  په هغه  كې يې د انسان دننني او روحاني تمايلات رانغاړلي دي.

باشو د خپل عمر په ۴۰ كلونو كې يو شوخ تبعه شاعر ګڼل كېده ليكن د عمر په وروستې لسيزه كې يې په ناڅپاي توګه هايكو ته مخه كړه او دباشو مكتب يې په هايكو كې پرانيست او ډېر شمير زده كونكي يې وروزل. له ده نه وړاندې دهايكو ويونكو دنده له كلماتو  سره لوبې وي او همدې ناروا باشو ولمساوه چې، دهايكو په ويلو پيل وكړي. دده لومړنۍ مجموعه په هايكو كې(زوړ ډنډ) نومېږي. او دا مجموعه دده دهايكو ويلو په ډګر كې لومړنې مجموعه ده.

يوسا بوسون(۱۷۱۶-۱۷۸۳):

د باشو تر مرګ څه كم وډېر دوه ويشت كاله وروسته بوسون دې ميدان ته راودانګل او هايكو ته يې نوى رنګ او خوند ور په برخه كړ. او د هايكو يو نوى سبك يې پرانيست.بوسون ډېر تكړه انځورګر و د طبيعت سره يې ډېره مينه وه او همدا مينه يې تل په وجود كې ډېره په مستۍ چليده. دده په هايكو ګانو كې دطبيعت ښكلا او د مرغانو له خولې خبرې ډېرې ترسترګو كېږي .

بوسون وروسته له هغه چې، باشو ومړ او دده شاګردانو دهغه لاره پرېښوده نو د هايكو ډګر ته ورننوت او په ښكلو هايكو ګانو يې دمينه والو تنده ورماته كړه او هايكو يې له زواله وژغورله.

كوباياشي(۱۸۲۷-۱۷۶۴):

ايسا هم د جاپان له نامتو هايكو ويونكو څخه شميرل كېږي او تر ډېره يې د باشو او بوسون دسبك پيروي كړې ده ليكن دعمر په ۴۰ كلنۍ د شعر ويلو معراج ته ورسيد او شعر يې پوخ والى ومند ده د ژبې مختلفه محاورې او لهجې په هايكو كې ځاى كړې . ايسا واړه او بې ارزشه شيان څوښول او هغه يې عميقا دركول له هغو شيانو سره يې مينه وه چې، نورو نه خوښول. لكه: څونګښه،چنجي،مچان، مياسې او داسې نور.

ماساوكا شيكي(۱۹۰۲-۱۸۶۷):

شيكي هغه څوك و چې، په دې نوې دوره كې يې د هايكو هغه پخوانى فورم له زواله وژغورله، هايكو ته يې نوې ساه وركړه او د ايسا،بوسون او باشو لاره يې ژوندى وساتله.

په لنډ ډول دا څلورتنه هايكو ليكونكي د بيلابيلو ليد لوريو لرونكي دي، باشو روحاني دى، بوسان هنرمند دى، ايسا انسان پاله او شيكي واقعيت پلوه شاعر دى. بدر

 

 

+ليكل شوى لخوا د خموش په 90/09/26 او كړۍ 19:59 |

                                                                                 څېړونکی:پوهندوي عبدالقدير خموش

 


سريزه:

كومه ليكنه، چې دتاسو په ګوتو كې ده او د لوستلو ليواله يې ياستى،د ناول په پيدايښت څرخي. په دې ليكنه كې هڅه شوې در وښودل شي،چې ناول څه وخت او څنګه پښتو ادبياتو ته لاره ايستلې . چا د لومړي ځل لپاره ناول وليكه. ايا لومړنى ليكل شوى ناول تخليق شوى اوكه ژباړل شوى.

 په هر صورت، ناول، لاتيني كليمه ده، د عجيبه څيزپه مانا او په ادبي اصطلاح کې دهغو انساني جذباتو او احساساتو بيان کوي، چې په اظهاريې د نورو انسانانو همدردي پيداشي.ناول پښتو ادبياتو كې زړې ريښې نه لري.ناول په پښتو ادبياتو كې دژباړې له لارې او هغه هم دشلمې پيړۍ دپيل په لومړيو کلونو کې  لاره را  ايستلې ده.

نو ځكه ويلى شو،چې ناول پښتو ادبياتو كې يو نوى ژانر دى.

په دغه ليكنه كې دهمدې موضوع بشپړه څېړنه شوې او د څېړنې په ترڅ كې له نوو او معتبرو اخځليكونو نه كې كار اخيستل شوى.د سريزې تر څنګ دپايلې خيال هم په كې ساتل شوى.

هيله ده نوموړې ليكنه، چې خامخا له تېروتنو به سوا نه وي وكولى شي ستاسو په معلوماتو يو څه ور زيات كړي.

په درنښت


په پښتوادب کې د ناول بهير:

 

ناول لاتيني کليمه ده د عجيبه څيزپه مانا او په ادبي اصطلاح کي دهغو انساني جذباتو او احساساتو بيان کوي چي په اظهاريې د نورو انسانانو همدردي پيداشي،په ناول کي د انساني ژوند لوړې ژورې، موجودې وي، د انسان له پيدايښت څخه تر پايښت پورې چي کوم واقيعات پيښيږي د ټولو تصويرونه د خپل فن، سکالو (موضوع) ګرځوي، د ناول دنيا د حقيقي دنيا په شان د زمان او مکان او په نړۍ کې دپيښو د رښتيـنوالي پربنا ولاړه وي(1)

ياپه بله وينا:ناول(NAOVLLA) نوې خبره ،داسې يو ژانر دی ،چې غير طبيعی، نادرې او ناڅاپي پېښې په کې انځور شوې وي اوبيا د پېښوپه جريان کې ځينې نورې ضمني پېښې هم راوړل کېږي او په اصطلاح په کيسه کې کيسه منځ ته راځي . ددې ژانر پياوړې کلاسيکه بيلګه د بوچاکو د(کامرون)او په تېره بيا نهم ناول دی.

لكه څنګه، چې نور هنري ادبي ژانرونه ځانته ځانګړى فورم لري دغسې ناول هم د يوه ځانګړي او جلا فورم درلودونكى دى .

ترټولو د مخه د ناول ليكلولپاره يوه په زړه پورې كيسه ، طرحه ، پلاټ او پرسوناژ اړين دي .

د ناول څېرې يا كركټرونه ، پېښې او منظر كشي دلنډې كيسې څخه خورا زياتې وي . په ناول كې د كيسې پيل ، منځ د اوج ټكى يا څوكه او پاى داسې سره پيېل شوي وي چې په هېڅ وجه لوستونكى نه پرېږدي چې ترې تېښته وكړي؛ بلكې ترپايه يې له ځان سره ساتي؛ ځكه داسې تلوسه ، جذبه او غوټه يې په كې ساتلې وي، چې لوستونكي يا اوريدونكي مجبوروي ترپاى پورې يې وګوري، چې څه كېږي ؟

دناول ښه والى دادى، چې ترخيال واقعيت په كې غښتلى وي . ډېر په خيال بافۍ او د اسمان په شنو كې نه ګرځي؛ خو دځينو اړتياو له مخې داسې الفاظ او مبالغې هم راوړي، چې د يوې خوا د واقعيت سره اوږه لګوي اوله بلې خوا ناول ته قوت وربښي

ناول د موضوعاتو او کردارونو له مخې په لاندې ډولونو ويشل کيږي .

١ _ عملي او کرداري ناول : په دې ډول ناول کې کيسه د يوه مرکزي کردار په توګه او نورټول خام مواد د ځانګړي فرد په شاوخوا راټوليږي اوهم عملي جنبه لري .

٢  _ ډرامه يې ناول : په ډرامه يې ناول کې پيښي او واقعات ډېر په بيړه سره بدليږي دغه بدلون او او ښتنې په دومره بيړه سره څرګنديږي  چې لوستونکى په هغو کې ډراماتست محسوسوي .

٣ _مهماتي ناول : په دغه ډول ناول کې هره شېبه يو نوى او غوره څيز را د مخه کيږي په دې ډول ناول کې پوره ازادي شته دا ډول ناول ډېر په زړه پورې وي .

  ٤  _ نظرياتي ناول : په دې ډول ناول کې ناول ليکونکى ځانګړې نظر وړاندې کوي په نظرياتي ناول کې د نظر يې او فن تر منځ بايد پوره خيال وساتل شي .

٥ _ تاريخي ناول : په تاريخي ناولونو کې يوه خاصه موضوع په يوه خاصه زمانه كې انځورېږي او کله کله تاريخي ناول ليکنه ستونزمنه ده .

٦ _ جاسوسي ناول : د جاسوسي ناول بنياد او بنسټ په تجسس او اضطراب باندې ولاړ وي په دې ډول ناول کې حيرانوونکې خبرې وړاندې  کيږي کله کله په جاسوسي ناول باندې د داستان ګو مان هم کيږي

٧ _ اصلاحي ناول : اصلاحي ناول د ټولنې د اصلاح او سمون لپاره ليکل کيږي او اصلاحي ناول او نظرياتي ناول سره دومره توپير نلري اما په نني عصر کې اصلاحي ناول ليکوالان ډېر او اصلاحي ناول ليکل يواځي او يواځي فني ليکوالان کولاى شي .

له دې كه تيرشو او ادبي بهير ته يې مخ را واړوو نو وبه ګورو چې  په تيرو تقريبا دوه پېړيو کې په اروپا او دنړۍ په ځينو نورو برخو کې ناول بې سياله ژانر ګڼل شوی دی . د۱۸ پيړۍ له لومړيو رانيولې بيا تر ننه پورې ناول وار په وار وده کړې ده .

دناول دپيدايښت په هکله تاريخ ليکونکي سره يوه خوله نه دي  ليکن ډېر شمير  د هسپانيا د ۱۶ پيړۍ ددويمې نيمايي مشهور ليکوال "سروانتس" او د "دون کيشوت" دشهکارليکونکی راپه ګوتو کوی.

دوی په دې عقيده دي چې د ۱۶ پيړۍ په وروستيو کلونو کې او غالبآ په محبس کې "سروانتس" د خپل شهکار "دون کيشوت"  ليکل پيل کړی له ده وروسته انګريز ناول ليکونکي دانيل ډفوديادولو وړ دی ، ډيفو خپل مشهور ناول (رابينس کروزو) په ۱۷۱۹ کې خپور کړ.(۲)

همداشان   په اروپا کې ناول د اتلسمې او نولسمې پيړۍ په پيوستون کې ښه وده وکړه  او آلماني ليکوالويې خصوصاً د جرمني لوى او مشهور شاعر هاينه دي ادبي فورم ته په کال ( ١٧٦٣ _١٨٥٦ ) کې زياته وده ورکړه .

 يو بل فرانسوي ليکوال بالزاک په کال ( ١٧٩٩ _١٨٥٠ )  کې ناول نور هم لوړو پوړيو ته وخيژاوه .

له دې چې راتير شو رابه شو د عربي ژبې په ادبياتو کې دناول پيدايښت ته،دپخوا زمانو څخه تر ننه دعربي ادبياتو په ټولو کتابونو کې نامتو مصري ليکوال (حسين هيکل) چې په ۱۹۱۴ کې يې د(زينب)ناول وليکه ،دعربي نړۍ لومړني ناول ليکونکي پېژندل کېږي ليکن په دې وروستيو کې دسوريې دکډوالودچارو وزيره بثينه شعبان چې په دې برخه کې يې نوې څېړنې ترسره کړې دي دا ادعا ردوي او وايي  چې دعربي ژبې لومړنی ناول يوې ښځينه ليکوالې کښلی دی.

دسوريې دکډوالو وزيرې  له يانس نيوز سره په مرکه کې ويلي دعربي ژبې  لومړني ناول اغلې (زينب فواز)کښلی دی .دا ناول حسن الوقيب(ښه پايله)نومېږي .مېرمن شعبان داثابته کړې  چې فواز دا ناول ترحسين هيکل کلونه مخکې په (۱۸۹۸ع ) کې ليکلي اوپکارده چې درست عربي ادبي ټولنې دا حقيقت  ومني .

 ددې دواړوادعاوو په هکله د يوې خوا د نيولو او د بلې خوا د ردولو جراات ځانته نه ورکوم، ځکه پوهه مې په دې برخه  کې نيمګړې ده؛ خو دا يقيني ده ،چې همدا دواړه ناولونه د عربي ژبې په لومړنيو ناولونو کې راتلی شي.

اوس به راشو دې ته، چې پښتو ادبياتو کې ناول څنګه او له کومې لارې رادننه شو؟دپښتو ادبياتودتاريخ په ټولو کتابونو کې څېړونکي په دې سره يوه خوله شوي، چې ناول پښتو ادبياتو ته له اردو ادبياتودژباړې له لارې او هغه هم دشلمې پيړۍ دپيل په لومړيوکلونوکې  لاره را  ايستلې او بيا دهمدې پښتنو لخوا روزل شوی او نن ورځ ګورو،چې ګڼ شمير ناول ليکونکي لرو. 

راحت زاخيلی هغه لومړنی ليکوال دی، چې په پښتو ادبياتو کې دناول ليکلو وياړ ورپه برخه شوي ؛ له ده وروسته يا ترڅنګ بيا يوشمير نورو ليکوالو هم وردانګلي او په دې لاره کې يې دراحت په پله پلونه اېښې دي،  چې له دې ډلې نه په کوزه پښتونخوا کې د    حمزه شينواري، سيدرسول رسا، شيرزمان غمجن ،اشرف دراني ،صاحب زاده محمدادريس ،ميرمهدي شامهدي، سلطان محمدماټوخان ،رشيدعلي دهقان اوداسې نوروپه شان نومونه او په بره پښتونخوا کې برهان الدين کشککی ،محمد رفيق قانع،عبدالرووف قتيل اونورمحمد ترکی يادولى شو.

خو په دې کلونو کې يې چندان دودې شاهدان نه يو ځکه په هغه وخت کې هم لکه نن دنثر په ځاي نظم ته ځانګړې پاملرنه وه او ټولو تقريبا په ګډه دنظم لمنه ټينګه کړې وه . لکه حمزه صاحب چې وايي : (( په پښتوکې دنظم په مقابله کې دنثرکمى دى اوهغه داسې پوره کيداى شي چې زموږليکوال قرباني ورکړي په خپل خرڅ کتابونه چاپ کړي .خرڅيږي هسې هم نه خوبياهم دپښتوذخيره پرې زياتيږي .)) ( ۳ )

همدې ټکي ته په اشارې سره چې وايو ناول پښتو ادبياتو ته دژباړې له لارې راغلي سيد تقويم الحق کاکا خيل داسې کښلي دي:

    (( دې ترجمو ژبه يو خاص معيار ته ورسوله او د اظهار لارې يې آزادې کړې. د بيان انداز يې مقرر کړ او د الفاظو روابط يې محکم کړل. د جملو ساختو نه يې نوي کړل او په هره طريقه يې ژبه د نوي ادب قابله کړه. په دې ترجمو کې زياته حصه د ډپټي نذير احمد د کتابونو ده او دوه کتابه په کې عام پيدا کيږي. د ميا محمد يوسف ( توبه النصوح) او د ميا حسيب ګل کاکا خيل صاحب  ( نقش نګين) دواړو آزاده ترجمه کړې ده. دواړو کتابونه صرف پښتو کړي نه دي ، پښتانه کړي يې هم دي او د دواړو په ژبه ډير قابو دى او په الفاظو يې ګرفت ډير مظبوط دى.))  ( ۴ )

ديادولو وړ ده چې ميا حسيب ګل کاکا خيل د نقش نګين ناول د ډپټی نظير احمد له مرات العروس -چې په ۱۸۱۸ ع کال ليکل شوی- څخه چې په اردو ژبه کښل شوی په کال ۱۲۹۳ هـ -ق (۱۸۷۶ع) پښتو ته وژباړه.

په پښتو ننني ادب کې هم همدې موضوع ته په اشاره سره راغلي :((پښتو ته ناول هم لکه  د نورو  نويو ادبي ژانرونو غوندې د شلمې پيړۍ له پيل سره راغلى او دميلمه يعنې د ترجمې په بڼه يې د پښتو ادب په درشل پل ايښى دى.))  (  ۵  )

له پورته يادونو نه دا جوتېږي چې په پښتو ادبياتو کې لومړني ژباړل شوي ناول د ميا حسيب ګل کاکاخيل  "نقش نګين" دوهم ژباړل شوي ناول د ميا محمد يوسف کاکا خيل  د تو بته النصوح ناول دي چې ميا محمد يوسف کاکا خيل پرکال ۱۹۰۵ ع د ډپټي نذير احمد له هغه ناوله چې په کال ۱۸۷۸ ع يې ليکلی و وژباړه.  ليکن لومړنی په پښتو ليکل شوي ناول د راحت زاخيلي ناول د ماه رخې (نتيجه عشق) دي چې په کال نولس سوه لسم ،نولس سوه يوولسم کلونوپه شاوخواکې کښل شوی

زاخيلی د دې ناول په پيل کې کښلي: (( دا کتاب فياالواقع صحيح قصه ده مګر د يوې وجهې اصلي نوم پرې نه دی ايښى شوى د حال زمانې سرګذشت دى چشم د يد واقعه ده چې په سنه  نولس سوه شپږم _ تر نولس سوه اووم _ نولس سوه اتم _ نولس سوه نهم کې تيره شوې ده )).

دغه ناول دراحت زاخيلي دزوکړې دسلمې کليزې په وياړ دکابل پوهنتون دفرهنګي شورا له خوا د لطيف بهاند په سريزه اوتدقيق په کال ديارلس سوه دري شپيتم کې ددوهم ځل لپاره چاپ شو.

پوهنيارلطيف بهاند ددې اثر په سريزې کې يوځاى ليکي : (( دماه رخې دناول سوژه دليکوال دسترګوليدلى حال دى اوپه مينې کې دلريوالي( بيلتون ) اوپه پاى کې دوصل کيسه راغلې ده چې ديوې پښتنې ټولنې په چاپيريال کې انځورشوې ده )) ( ۶ )

په راحت صاحب پسې دناول ليکلولړۍ روانه شوه . دابراهيم عطايي دمعلوماتوله مخې ورپسې ناول دصاحب زاده محمدادريس د( پيغلې ) ناول دى . ( ۷  )

له دوی وروسته سيدرسول رسااو شيرزمان غمجن هم په خپل وار په ناول ليکلو لاس پورې کړ او ګڼ شمېر ناولونه يې وليکل . درسا په ناولونو کې ترټولو مشهور ناولونه د خودکوشي ، شمۍ ،مامونۍ او مفرور دي په همدې ترتيب غمجن بياد ګل خان، مانت او رحمان کورونه په نامه رومانونه کښلي چې خپل خپل لوستونکي لري .

له دوی چې راتېر شو نو رابه شو حمزه صاحب ته چې ده هم په دې لاره کې مضبوط قدم اېښی ، ښاغلى حيب الله رفيع يې داسې يادونه کوي (( همدارازداستاد حمزه شينواري (( نوې چپې)) ناول دومره خوږ اودفن په ګيڼه پسولل شوى چې قدم په قدم ګنډې اوپوښتنې لري . دبيلابيلوپيښوموزون تړون سره کوي اوبيانويوداسې وخت ته رارسيږي چې ټولې ګنډې او دټولوپوښتونو ځوابونه يوپه بل پسې حل کيږي اوهم دناول موضوع دپښتني ټولنې اشناپيښې دي اوپه دې ټولنه کې دنوي اوزاړه تمدن دسره پيوستون اودکليوالي اوښاري ژوند دسره د لنډون صحنې انځوروي )) (۸)

زموږ په هيواد کې لومړنی معلوم چاپ شوی ناول د برهان الدين کشککي « پټه مينه» ناول دی. ورپسې (( دوه سره مين ورونه  ))محمد رفيق قانع ليکلى چې د پښتنې ټولنې د کورني ژوند د بدو ورځو د دووخويندو کونډتون او بدمرغۍ ډېر ښه انځور وي . چې يود بل پسې په کال ۱۹۳۹ع کې ليكل شوي دي.

دغه راز لومړنى پښتو ژباړلى ناول د وېکتور هوګر((بېچاره ګان )) دى چې ارواښاد علامه عبدالحى  حبيبي ئې ژباړه کړې او د "بېوزلان" په نوم ئې نومولى اود کندهار په طلوع افغان کې د ( ١٣١٠ ) هـ وروسته خپور شويدى .

په ۱۹۵۸ ميلادي کال کې د عبدالروف قتيل « دوه ياران» ناول چاپ شو . د نور محمد تره کي څو ناولونه « دبنګ مسافري » « څړه » « سپين » او « سنګسار » په همدې کلونو کې چاپ شول . نورمحمد تره کی د کميت له پلوه د خپلې زمانې تر ټولو د ډيرو ناولونو ليکوال دی.په حقيقت کې ويلی شو چې زموږپه هېواد کې د ناول پيل له همدې ځايه شوی، خو لنډ  شوی يا همدلته په ټپه درېدلی نه دی ،دې ميدان ته ګڼ شمير ليکوالو را دانګلي او دا ژانر يې پاللى، چې له دوی څخه موږ د يوشمير نومونه په دې ډول يادولی شو: سپوږمۍ - کبرا مظهري  چپه کښ - محمد عيا ن عيان د آسيا په زړه کې توپان - محمد ابراهيم عطايي  لمبې ، ابدالي توره ، د کندهار ناوې او نور - غوث خيبري د تخت غمی - مصطفی جهاد شين ټاغی ،ګټيالی ،د سمڅې ياران ،ګل په جبه زار کې،زمرده دعبدالله محک د مينې ډالۍ د بشير دوديال څانګه دمحمد آجان يار سيوری د اسحق ننګيال بې ځالې مرغه او لټون د ايمل پسرلي غرونه کساتونه د سليمان لايق کوچی ملا داستاد محمد صديق پسرلي ستومانه تيښته او ماته سيپۍ دعارفې عمرلور اوبو وړی داجمل پسرلي پاتې شه باران دی د مصطفی سالک مينه او جګړه - علم ګل سحر بوډا او دليوانو پلونه- او رڼا د نصيراحمد احمدي بنګړيواله د وږمې سبا د تورتم په لور د محمد آصف عمر زبيښاک د صفيې حليم زرګره اوزرلاسی کوډګر- او بنيادمان د محمد انور وفا سمندر د ۲۱ پيړۍ انساني دلالان د حاجي محمد حسن حسام سمندري ياغيان د محمد قاسم عارف عينکي اوښ(طنزیه ناول) د محمد نبي صلاحي د شنو ګټو قاضي د رحيم الله بشارت په سترګو کې ليکل شوې افسانه د طوبی ندا مامه هيروه(يوناول يوحقيقت) نيازی سنګر.


 

 

پايله:

 

 

په پښتو ادبياتو كې دناول بهير تر سر ليك لاندې ليكنه، چې تاسو يې لوستونكي ياست دا ثابتوي، چې ليكنه له ژباړې او هغه هم له اردو ژبې پښتوادبياتوته لاره ايستلې او لومړنى ناول ليكونكى  ميا حسيب ګل کاکاخيل دى، چې "نقش نګين"نومى ناول يې له اردو ژبې ژباړلى دى.  دويم ناول د ميا محمد يوسف کاکا خيل  دى، چې "تو بته النصوح" نومېږي او دا هم  ژباړل شوى. ليكن لومړنی په پښتو ليکل شوي ناول د راحت زاخيلي ناول د "ماه رخې" (نتيجه عشق) دي، چې په( نولس سوه لسم -نولس سوه يوولسم) کلونوپه شاوخواکې کښل شوی.

 زموږ په هيواد کې لومړنی معلوم چاپ شوی ناول د برهان الدين کشککي « پټه مينه» ناول دی. ورپسې (( دوه سره مين ورونه  ))محمد رفيق قانع ليکلى چې د پښتنې ټولنې د کورني ژوند د بدو ورځو د دووخويندو کونډتون او بدمرغۍ ډېر ښه انځور وي . چې يود بل پسې په کال ۱۹۳۹ع کې ليكل شوي دي.

دغه راز لومړنى پښتو ژباړلى ناول د وېکتور هوګو"بېچاره ګان"  دى،چې ارواښاد علامه عبدالحى  حبيبي ئې ژباړه کړې او د "بېوزلان" په نوم ئې نومولى اود کندهار په طلوع افغان کې د ( ١٣١٠ ) هـ وروسته خپور شويدى .

 دا هغه څه دي،چې د نوموړې ليكنې ليكلو او څېړلورا وښودل.هيله ده تاسو ته يې هم يو څه معلومات په ګوتو در كړي وي. 

 


 

ماخذونه:

 

 

1-              اهتمام ،ظفرخان ، لنده کيسه او ناول،انترنت، :///C:/Documents and Settings/Dear-User/Desktop/4.html.

2- سحر، علم ګل ، (په ادبياتو کې د ناول ونډه)انترنت:د داستانونو ويبسايت، http://dastanona.com/pashto/larshod/full.php?

۳ – ساغر،اميرمحمد، ١٩٧٢ کال، نوی کول ، ( په نوي کول دزاړه کول تبصره ، دحمزه          شينواري ) منظورعام پريس ، پيښور، ، د( ج) مخ.

۴ – کاکاخيل ،سيدتکريم الحق ،ب، کال، ( روغ ليونی ) بي بي نوره ، ( يوه نوې لار،  يوه ادبي تجربه ) دسيدتقويم الحق کاکاخيل مضمون ، پبليک ارټ   پريس ، پيښور، ٢٧ مخ.

۵ –بريښ، ١٣٦٠کال)دپښتوننی ادب(دافغان ياد، ،دغلام محي الدين افغان دشپيتم تلين په  وياړ دليکوالو دمقالو مجموعه ،کابل پوهنتون ،دژبواوادبياتوپوهنځي خپرونه ،  ٨٠ مخ

۶ – زاخيلي، راحت ، ١٣٦٣ کال، ناول دماه رخې ، دپوهنيارلطيف بهاندپه سريزه             اوتدقيق ، دکابل پوهنتون دفرهنګي شوراخپرونه ، دکابل پوهنتون    چاپخونه ، د( يج ، يد) مخونه.

۷ –عطايي،ابراهيم١٣٦٠کال )په  اوسني پښتوادب کې ناول،رومان اوداستان (دافغان ياد ، (١٢٠) مخ

۸ – رفيع، حبيب الله ١٣٦٠ کال )دلنډ کيسې تاريخ( دافغان ياد، ۳۵ مخ.

 

+ليكل شوى لخوا د خموش په 90/09/26 او كړۍ 19:52 |

څېړونكى: پوهندوى عبدالقدير خموش

 

سريزه:

طنزپه اصل كې عربي كليمه ده اوپه عربي ادبياتوكې داكليمه د (طنز، يطنز، طنزآ)  په بڼه ذكر شوې ده.په انګليسي ادبياتو كې دا كليمه  ,Satiriker ,Sotiris  , Satire  په نامه راغلې، چې لومړۍ كليمه يې طنز دوهمه يې طنز ويونكى او درېيمه كليمه يې طنزلرونكې معنا افاده كوي.

يوناني ريښه يې (ستوريوز ) لاتيني ريښه يې ( ستورا ) ده (ستار يا)د هغه لوښي نوم و، چې د بيلا بيلو ميوو لرونكى و  او د كروندګرو د خدايانو څخه يوه خداى ته په ډالۍ وركړشوى و . (ستورا)، چې د بشپړې ډوډۍ يا د څو ډولو خوراكو په معنا كارول كېده، په لومړيو كې دولس څپه لرونكو شعرونو او وروسته بيا خندالرونكو او مالګينو شعرونو ته  ويل كيده.

په طنز كې معمولا يوه اصلاح غوښتونكې موخه او غرض نغښتې وي، له ظاهره خو يې داسې ښكاري، چې طنز يوازې دخندا او شوخۍ له پاره دى، مګر له باتنه يې بيا جوتېږي، چې ليكوال د ټولنې له نادودو او بدمرغيو څخه ځوريږي، او د دې په ځاى، چې هغه خپل دغه رنځ دګيلې يا پند او نصيحت په ژبه ووايي، دټوكو ټكالو په كالب كې يې وړاندې كوي. په دغه وسيله ناوړه عمل يا كړنه او دهغو عاملين  ريشخندوي،خوهيره دې نه وي، چې طنز ټوكې نه بلكې ځانګړى فورم دى.

طنز تر ټولو ښه ټكوونكى، ځپونكى او اغېزناك انتقادي اثر ګڼلاى شو. كله، چې  ليكوال په خپل طنزي اثر كې په كركترباندې تمسخر كوي، هدف په كې يوازې ټكول او ځپل نه، بلكه اصلاح وي.

طنز دپښتو ادبياتو په منظوم او منثورو متونو كې خپل ځانګړى ځاي لري، چې په دغه ليكنه كې به هڅه وشي د منظوم طنز په بهيرله پيدايښت نه تر ننه يوه ځغلنده كتنه وشي.

په درنښت

                       
په
پښتو شعر كې دطنز لومړني څركونه

كه موږ تاريخونه و پلټو، نو دا موندلى شو، چې هر قام او هره  ژبه د ادب پانګه لري او بيا د هر قام دادب ذخيره اوپانګه دخپل ادب په ګڼو صنفونو، انواعوو او ژانرونو پورې اړه لري،  چې هر صنف او ژانر بيا ځان ځانته بيلا بيل خصوصيات لري.

 په پښتو ژبه كې،  دادب پيل او ارتقا دنظم  يعنې شعر او شاعرۍ نه شوې ده. شاعري دادب پيل دى ځكه شعر په فطري توګه د انسان په ذهن كې راټوكېږي او په ژبه راځي.

همدې موضوع ته په كتو سره مې د لرغونې زمانې دشاعرانو شعرونه ولوستل اودا مې ترې وموندل، چې طنز په پښتو ادبياتو كې لرغونې ريښې لري . ليكن ددې ترڅنګ دا راته څرګنده شوه، چې په پښتو ادبياتو كې لومړنى اديب او شاعر خوشال خان خټك دى، چې په ځينو شعرونو كې يې د طنز مالګه ليدلى شو.

 ښاغلي حبيب الله رفيع  په خپله ويوه مقاله كې،چې د قلم ټولنې په يوه غونډه كې يې ولوستله وويل، چې طنز په پښتو ادبياتو كې زوړ تاريخ لري او دا ژانر لرغونې زمانې  ته رسېږي. دى په دې باور دى،چې له خوشال خان څخه وړاندې په درېيمه هجري قمري پېړۍ كې  هاشم ابن زيد سرواني له عربي څخه پښتو ته يو شعر ژباړلى، چې د طنز په ګاڼه پسولل شوى.

ژبه هم ښه وينا كاندي چې يې وينه                                   

دخاوند په لاس كې زر او درهمونه

ژبور ورله ورځي وينا يې  اوري

د درهم خاوندان تل وي په وياړونه(۱)

سره له دې، چې دواړه نظرونه معتبر او د منلو وړ دي خو دومره زياتونه هرومرو په كار ده، چې ووايو خوشال خټك په خپلو اشعاروكې طنز تخليق كړى، حال دا،چې هاشم  سرواني  دا كار د ژباړې له لارې كړى نو په ځاى به وي، چې د لومړي نظر ملګرتيا وكړو او طنز خوشال خان خټك ته منسوب كړو.

 

خوشال وايي: 

پښتانه په عقل پوهـــــــه څــه نــــاكس دي

كوټه سپي دقصـــــــابانو دجِِِِـــــــــوس دي

     بادشاهی یې دمغول په ټنګو بایله

     دمغول دمنصبونو په هوس دي

اوښ د باره ســـــــــره كــــــورته ورغلى

                                    په ولجه داوښ دغــــــــــاړې دجرس دي(۲)

همداشان بل ځاى كې بيا له پښتنو څخه ګيله  دطنز په ژبه داسې بيانوي:

 

پښتانــــــــه لكه مګس ورباندې ګرځي

ورته ايښـــــــــى دمغل د حلوا تال دى

همداشان درحمان بابا په اشعاروكې هم ځاي ځاي د طنزيه فكر څركونه ايستلاى شو.لكه:

 

خوشـــالا او دولتا مې غلامان دي

زه رحمان په پښتو ژبه عالمګير يم(۳)

   دحميدمومندپه شاعرۍكې هم ځينې طنزيه بيتونه موندلى  شو.

 

لكه:

نازولــــــى زوي نــــــــــــــــه اخــــــــــلي ادب

   او د سيوري نخــل نه نيــــــــــــــسي رطـــــــب

 ونیو مه شه هغه زویه په خوا پورې

                                    چې یې نه نیولی درس وي نه مکتب

په غـــــوجل كې بـــــــــاري خر او كچر ښه دى

                               نه په خــــــــونه كــــــــې جاهل او بي طلب(۴)  

 

د پورتنيو ويناوو په استناد ويلى شو، سره له دې، چې لرغونې او منځنۍ دوره په ځانګړې توګه منځنۍ دوره د پښتو ادبياتو د ودې او پرمختګ دوره ده، ليكن بشپړطنزيه اثر نشو په كې موندلى.

  پښتو شعر دبل هر وخت نه زيات له۱۹ پېړی نه را پدې خوا نه يواځې د محتوا او مضمون له مخی د سترو بدلونونو شاهد دی، بلکی دبڼې په لحاظ يې هم يو شمېر ښکاره بدلونونه منلی دي. دمحتوا په لحاظ پښتو شعر نور هم په طنز وپسولل شو.

ددې ادعا د اثبات لپاره به په  معاصره دوره كې په ګل پاچاه الفت  تم شو.

استاد گل پاچا الفت ډيرې سياسي او تاريخي ليکنې ، مقالې ، وينا وې او طنزونه لري، چي نه يوازي  په هغه زمانه  کې د ارزښت وړ وو،  بلکې اوس مهال هم د ټولنيزو ستونزو د حل لپاره په هغوباندي پوهېدل ډيرې گټورې پايلې لري .

  گل پاچا الفت د ټولنې د اصلاح اوخير لپاره ځينې سياسي طنزونه په دري او ځينې په پښتو ژبه ويلي . په ١٣٣١ هـ ل کال د اولس اونيزې په ٣٩ مه گڼه کې د استاد يو دري سياسي طنز د (( شرايط وکيل رجب خان )) تر عنوان لاندې خپور شو، چي تر اوسه دپوهانو اوسياسي څېړونکوپر ژبه دي  .

محمودنظري  دالفت صاحب دکنايې اوطنز په هکله پخپله يوه ليکنه کي وايي :

د الفت صاحب شعرونه لږ خواږه او ډېر دترخو طنزونو توکې لري، چې بېله کومې وېرې سيا سي، ټولنيزو بدو کړو ته يې ګوته نيولې ،هغه يې رسوا کړی اوله هغه نه يې کرکه ښوولې ده.

هغه په ظاهر کې چوپ دی، شعرونه يې ساده او روان دي، خو په شعرونه کې يې سکروټې پرتې دي، لکه پر انګار، چې ايرې پرتې وي او په پو کولو سره سره غورځکه ترې پورته کيږی، چې د کږو خلکو ږيرې ا و مخونه سوځي.

هغه له ډول ډول غلاميو څخه پرده پورته کوي او وايي، دا ټول يو دی، يوازې يې وخت او زمان يې نوم بدل کړی دی او بيا د بيان د آزادۍ ګټو ته ګوته نيسي اوولس د هغه په ارزښت پوهوي

 

زه پټی سترګی نه يمه په هرڅه اوس پوهيږم

په خلاصو سترګو باندی ماجهان ليدلى دی

له دامه که دی خلاص کړم په قفس کی دی ايسار کړم

صياده ؟ ماخو څو رنګه زندان ليدلی دی

عمل چی وی ازاد او انتقاد په کی بندی وی

ماهلته د ظلمو نو سخت طوفان ليدلی دی

که هريورانه وژنی خيال او فکر مومه وژنه

په دی کی می وطن ته لوی تاوان ليدلی دی(۵)

خو سره له دې په دې دواړو دورو او دمعاصري دورې په پيل  كې هم موږ داسې څوك ونه موندل، چې طنز ويونكى شاعران يې وبولو او علت يې هم كيداى شي دا وي، چې په دې دورو كې اكثرا شاعران او ليكوالان په ديني، تصوفي اوعرفاني مسايلو بوخت وو ،كله ناكله به يې د طبيعت دښكلا، او ډېرو هم د ملي مبارزينو د وياړنو يادونه كوله. بله دا، چې نننۍ ازادي به هم په دې دورو كې نه وه، چې څوك هوډ وكړي په چا نيوكه وكړي. په هر صورت معاصره دوره او بيا د شلمې پيړۍ دوهمه نيمايي د طنز د روزلو لپاره  مناسب بستر  وو او يو شمير ليكوالو په سر كې كاتب پاڅون راپاڅيد او طنزي نثري ټولګې يې وليكلې اودطنز خوښوونكو تنده يې ماته كړه.

سره له دې، چې په پښتو ادبياتو كې طنز ليكونكي وټوكيدل طنزي ټولګې چاپ شوې، طنز لوستونكي  وموندل، لیکن  بيا هم د منظوم طنز تشه محسوسه وه.  لاهم موږ داسې څوك نه لرل، چې بشپړ طنزيه اشعار ووايي، تر څو، چې په دې وروستيو كې دګوتو په شمير شاعرانو دې درانده كار ته اوږه وركړه او دطنزيه اشعارو ټولګې يې چاپ كړې.             

لنډه دا،چې دپښتو طنز لپاره هم په نثر او هم په نظم كې دمعاصرې دورې دوهمه نيمايي ښه د غوړيدا دوره وه،ډېرو ليكوالو او شاعرانو په بره او كوزه پښتونخوا كې خصوصا د نثر په چوكاټ كې طنزيه اثار تخليق كړل. په معاصره دوره كې ځينو شاعرانو لكه غني خان، اجمل خټك،شاه سعود، درويش دراني،زلمي مينه ناك،مخلص،ډاكټر اسرار او ځينو نوروخپل شعرونه په طنز وپسولل لكه د ښاغلى شاه سعود لاندې بيتونه:

 

زړه مې تاخ كې چيرته پروت و،سترګې ميزلاندې پرتې وې

بيا مــــې شونـــډې راپيـــــدا كــړې دبالښت لاندې پرتې وې

دقلم په ځاى مــــــــــې ګوتـــــــې قــــلمدان كــــــــــــې امانت وې

دڅــــــــــــرمنـــــــــې دوه ټــــــــوټې مې مــــــــوسلې دعبادت وې

رڼــا ورو ورو خـــــــپريد لــــــه ما وجـــــــــــود راټــــــــــولولو

يـــــو انــــــــدام مـــــــــــې بل انـــــــــــــدام سره تـــــــړلو راتړلو

 

اوښاغلى ډاكتر اسرار بيا وايي:

دا زمــــــــــا زړې جـــــرابې                    دازمــــا دتــــورې نـښه

چې ماښام كوټې ته راشم             هره خوا يې غورځومه        

چې سهــار لـه خوبه پاڅم                        ترغــــرمې يې لــــــټومه

همداشان اجمل خټك بيا په اشعاروكې داسې طنز كاروي:

      ديومـــــــلا نه مې ټــــپوس وكړ  

ماوې ملا صاحب جنت به څه وي

هغه په ګــــــيره لاس واهه ويل يې

تازه مــــيوې او دشيـــــدو رودونه

اوښاغلى مينه ناك وايي:

 

     په فروشګاه كې ګرځيدمه       له قرضدارانو پټيدمه

تاوليدم كه نه..........

ښاغلى استاد عبدالله بختانى هم ځينې طنزيه شعرونه لري، چې "د وخت تقاضا"شعر كې يې دطنز هغه تعريف، چې وايي: ځينو طنزونو كې انتقاد په سرچپه ډول مطرح كېږي مطابق مساله مطرح شوې:

 

كه قوم دې خوارو زار وي په بــــلا كې ګرفتار وي

پروا مـــــكړه دځـــــــــان دتـــــــــــېريدلووخت راغلى

دخپل ځان غم دې وكړه چې پخپله ته خوار نه شي

دقوم او د ولــــــــــس دخوارولـــــــو وخت راغـــــــلى

اوبيا درويش درانى وايي:

 

دښمن په زوره ننوت په كور د پښتانه

خو دغه كار يې هم وكړ په زور د پښتانه

چالاكه دښمنان چې يې سر وړي، هغه مهال

مشغول لكه ماشوم كړي په څه ورور د پښتانه

دستي د پښتانه په وجود ولګوي غاښ

چې هر ي خزڼى مار تود شي په اور د پښتانه

وړيا به يې هم دركړي كه يې زړه وي ستا په كار

خو سر په هر حالت كې دى په پور د پښتانه

دروېش ورپسې ټول عمر اخيستى و څراغ

خو چرته يې هم و نه ليد غمخور د پښتانه

همداشان  دځوان شاعر (ځواب) څخه، چې په دې وروستيو كې يې د (د لته هر ګل د وينو رنګ اخيستى) تر سرليك لاندې يوه طنزيه نظمي مجموعه چاپ شوې ده يادونه كولاى شو.

دايې هم بېلګه:

 

زه چې هوښيار شومه نو پوه شوم چې کم عقل شومه

اوس راته لار ښایی ملګرو! ځان ته قهر راځي

دې هوښيار توپ له سړيتوب ځنې ويستلی يمه

زهرو نه تريخ شاتو نه خوږ جانان ته قهر راځي

زه یې د سپين مړوند له خوب ځنې ويستلی يمه

ځکه زړګي کې مې دې هر انسان ته قهر راځي

اويا:

دالته چې راشي فقط راوړي درې څلور خبرې

لکه ماشوم ته چې ور زده کړي خپله مور خبرې

وايي چې سوله راولو کله چې راشي نو بيا

کړي د موټر او څوک د جونو څوک د کور خبرې

عجيبه خلک دي د ژوند له رازه نه دي خبر

چې پرې ترخې لږي زمونږد ټنګ ټکور خبرې

مونږ په همدې اور کې رالوی شو پکې وسوزېدو

ته راته مه کوه د سور دوزخ د اور خبرې

ښکلي ته ښکلی او بدرنګ ويلی نه شو

خاونده څو پورې به وي دلته د زور خبرې

 

دده تر څنګ په كوزه پښتونخوا كې سعدالله جان برق هم د "اناردانې" په نامه يوه طنزي نظمي مجموعه چاپ كړې ده.

 "انار دانې" د پښتو ژبې د تکړه او منلي طنز ليکوال ښاغلي سعدالله جان برق په زړه پورې طنزيه شعري ټولګه ده،چې په زړه پورې خندوونکي شعرونه لري، چې ډېرى يې د نورو شاعرانو پر شعرونو ليکل شوي دي. دا كتاب په ۲۱۱ مخونو كې چاپ شوى دى.(۶)

دايې هم دشعر په ژبه دطنزونو څو بيلګې، چې د "اناردانې" له اثره اخيستل شوې دي:

يه کوکۍ ميراته شې صـــــــــفا خبرې مکوه

هسې بې فضوله دا رښتيـــــــــــا خبرې مکوه

ما نن د شرابو مينه بيا په شوملو ماته کړه

پرېږده چې اوده شمه اشنـــــــــــــــــــــا خبرې مکوه

 

ستا د تورو زلفو ولونه، کــــله داسې کله داسې

په سپين مخ وهي ټالونه، کله داسې کله داسې

دا ستا د کور شوملې مې په شورا منلې دي

سړې سړې ټوکړې مې په حلوا مـــــــــــنلې دي

 

ښارونه بازارونه مونږه وژنــــي په چل چل

راځه چې يوه جوړه کړو جونګړه په ځنګل

امونه دې بيا کم شو نور امونه رالېږه

پښېمانه پرې زه نه يم کرېټونه رالېږه

يار ه عاشقۍ کې، دي داسې وختونه

مينې دې سايکل کړم غواړمه ټېرونه

برېتې دې بمبل دي په بمبل ولونه څه له ږدې

ته پخپله غل يې نو په غل لاسونه څه له ږدې

 

 اوهمداشان ظفرخان ظفردناوې لورپه نامه د هايكو په فورم كې يوه مجموعه چاپ كړې ده، چې كه څه هم دطنز په ځاي پكې د ټوكو خوا درنده ده خو طنزي رنګ هم لري.ددوي ترڅنګ د تېرو دورو په شان متفرق طنزي اشعار هم لرو خو د نثر په پرتله  به يې تله درنه نه وي.

دپورته يادشوو شاعرانو سربيره ډېر نور ښاغلي شاعران هم شته، چې په اشعاروكې يې دطنز خصوصيات ليدلى شو كه د ټولو يادونه يې كوم نو فكر كوم د دې مقالې له حوصلې نه به پورته خبره وي ليكن يوه خبره بايد هيره نه كړم،چې پښتو ادب په دې وروستيو كې يو بل تقليدي فورم هم خپل كړ،چې هغه هايكو نومېږي.هايكو جاپاني ادبياتو ته  منسوبه ده  او نورې نړۍ ته يې د ژباړې له لارې لاره ايستلې   په هر صورت ډېرى خلك دافورم طنز ګڼي حال داچې هايكو طنزنه ده خو دنننۍ هايكوچې مختص د طبيعت ښكلا ته ځانكړې شوې په لومړنيوبڼوكې د طنز څرك لګيده اوكوم شاعران، چې اوس طنزيه مفاهيم  په دريو مسرو كې ځايويي او نوم مزاحيه هايكو پرې اېږدي هايكو نه بلكه د  تانكا   په نامه يادېږي او په هغو كې سره له دې، چې انتقاد،اصلاح او سمون نه ليدل كېږي او يوازې ټوكې ټكالې وي خو ډېرى كسان يې طنز بولي. لكه :

 

نن که د ښځو حقوق اومنو مونږ

سبا به وایی بچي تاسو راوړﺉ

نوبیا به دې ته دچا پلار ټینګېږي (۷)

كيداي شي ځينې داسې په اصطلاح مزاحيه هايكوګانې وي، چې دطنز داصولو سره برابرې وي خو په ټولو هايكو ګانو باندې دطنز ټاپه لګول به د هايكو له نامه نه غلط برداشت وي،چې ماته د منلو وړ نه دى.

 دكوزې پښتونخوا د ليكنو او خپرونو بهير كه څه هم دافغانستان په پر تله ګړندى او ژوندى ښكاري، خو بيا هم هومره وده او پرمختګ چې لنډې كيسې او ناول كړى يا هغسې پاملرنه چې ددغو دوو ادبي ژانرونو ليكلو او خپرولو ته شته، طنز ليكنې ته نشته كه ځينې طنزونه په بيلابيلو خپرونو كې خپريږي دځانګړو ټولګو په توګه يې چاپ ته ډيره پاملرنه نه كيږي. خو ديادونې وړ ده، چې په نورو ادبي ژانرونو، په ځانګړې توګه لنډه كيسه، ناول، ډرامه، او تمثيلي پارچوكې دخوند او رنګ پيدا كولو له پاره په پراخه پيمانه له طنز څخه كار اخيستل كيږي.

په هر صورت ، پښتوطنزي ليكنې دفن له مخې پوره او كره دي او دپښتو معياري طنزونه يې ګڼلاى شو، خو دلاښه والي له پاره نورې پاملرنې ته هم اړتيا لري.

 


پايله:

طنز د ادب مالګه ده، لكه څنګه، چې ادبي صنايع د ادبي هنري اثارو ګاڼه ګڼل كېږي نو همدا شان  طنز د ادبي اثارو مالګه ده،كله، چې يو ادبي اثر طنزيه شي نو د هغه ښكلا هم يوه په دوه شي، په ډوډۍ كې، چې مالګه كمه وي نو بي خونده وي، معنى دا، چې په كومو الفاظو كې، چې طنزيه مزايا او كيفيت وي د هغو اغيز او تاثير يو په دوه وي يعني كله كه موږ يو ښه شعر يا ادبي هنري نثر لولو يا يې اورو نو په موږ كلامي تاثير كوي،خو كه همدغه شعر كې طنزي كيفيت موجود وي، نو بيا د تاثير تر څنګ موږ خندوي هم، معنى دا،چې  تاثير يې يو په دوه شي.

طنزي ادبي اثار، د خپلو ځانګړو مزاياوو او په خلكو يې د اغيز زياتې كچې په درلودلو سره بيا هم په پښتو ادب كې څنګه، چې لازمه ده  خپل ځاي نه دى موندلى.

 

اخځليكونه:

1-هوتک محمد.۱۳۵۶: پټه خزانه ،څلورم چاپ،عبدالحی حبیبی په سریزه، کابل: ادبیاتو او بشری علومو پوهنځی ۳۰مخ.

2-خټک ،خوشال خان.۱۳۸۴: کلیات ،اوډنه او پرتله عبدالقیوم زاهد مشواڼی،پېښور:دانش خپرندویه ټولنه،۲۵۵.مخ.

3- بابا رحمان .۱۳۵۶:دیوان د حبیب الله رفیع په سریزه او زیار،کابل: پښتو ټولنه،۲۷مخ.

4-مومند عبدالحمید.۱۳۸۳: کلیات د محمد اصف صمیم په سریزه او زیار، پېښور:دانش خپرندویه ټولنه، دیوان ۳۵. مخ.

5- نظری محمود. دالفت په اشعاروکې طنزانترنيټ: افغان ادبي بهير

۶-برق سعد الله جان ۱۳۸۶ اناردانې، پاكستان:پېښور،دانش خپرندويه ټولنه ۶۵مخ.

۷-ظفر ظفرخان،۲۰۰۴ ، دناوې لور پاكستان:پېښور،پښتو اكېډمي بك شاب.۱۳۱ مخ.

 

 

  

 

 

 

+ليكل شوى لخوا د خموش په 90/09/26 او كړۍ 19:50 |

ښاغلی جمشېد رشیدي د ښاغلي محمدګل زوی په کال ۱۳۵۳لمریزکال د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ حصارشاهي په سیمه کې په یوه دینداره کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګې پرانستي دي.په هېواد کې دسره ښکېلاک دناورین له امله او په سیمه کې جګړود رشیدي صاحب کورنۍ اړایسته چې کابل ته راکډه شي.

رشیدي د خپل ژوند لومړۍ شپې ورځې په خپله مېنه دحصارشاهي په سمسوره سیمه کې تېرې کړي دي،اود خپل ژوند خوږه او په زړه پورې برخه یانې د ژوند د شپږو پسرلیو ښکلاوې او نندارې یې هم هلته تر سترګوکړي دي.او هېره دې نه وي چې رشیدي مروجه دیني زده کړې هم دهمدې کلي په جومات کې ترلاسه کړي دي.

ښاغلي رشیدي خپلې لومړنۍ زده کړې په کابل کې دنسوان ده کېپک په ښوونځي کې اومنځنۍ زده کړې دنادریې عالي لېسه کې ترسره کړي دي.او د دولسم د فراغت سند یې هم په ۱۳۶۹کال د همدې لېسې څخه لاس ته راوړی .

رشیدي همداشان خپلو زده کړوته دوام ورکړ او دکانکور له ازموینې وروسته د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون(دهغه وخت پيداګوژي انستیتیوت) ته شامل او په ۱۳۷۶کال په بریالیتوب ترې فارغ او دې همدې پوهنتون په کادر کې شامل شو.

رشیدي همداشان د استادۍ ترڅنګ  دخپلو زده ګړو لړۍ ونه دروله او دکابل پوهنتون د ماسترۍ پروګرام کې یې له داخلې وروسته په ۱۳۸۸کال دماستري سند هم ترلاسه کړ.

استاد دکارپه دې تقریباً ۱۲کلنه دوره کې دتدریس ترڅنګ د یو شمېر اثاروپه لیکلو لکه پښتو ادبیاتو کې کره کتنه دی هم لاس پورې کړی او لاهوډ لري چې نور په زړه پورې اوجامع اثار هم ولیکي.

ــ پښتوادبیاتوکې کره کتنه

ــ پښتو ادب کې دقصیدې وده او پرمختګ

ــ ژبه او ادبیات

ــ پښتوادب کې دعروضي اشعارو پيلامه

ــ په انټرنټي خپرونو کې د پښتوادبیاتو ونډه.داستاد لیکلي اثاردي.

دستادتحقیقي مقالي چې په مختلفو مجلو کې خپرې شوې دي:

ــ پښتومعاصر شعر کې خیال اوتصویر

-پښتو ژبه کې دلیکل شویوادبي فنونو څومره والی او څڼګه والی .

-په کلاسیکه دوره کې دمنظومو حکایتي اثارو پیژندنه .

ــ ادبیات اوټولنیز نویوالی

ــ دپښتوډرامو پيلامه اوجوړښت

ــ شعر اوهنر دافلاتون له نظره

ــ پښتوادب کې دمعاصروغزلولوړتیا اوځوړتیا

دعلمي ترفېع داثارولنډه معرفي يې  په دې توګه ده:

۱- پښتو ادب کې دقصیدو پيل اوپراختیا اوسترقصیده ویونکي شاعران:

د استاد جمشېد رشیدي یو تحقیقي او علمي اثردی، چې ۱۳۸۱لمریزکال كې یې دپوهنیاري علمي رتبې ته د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون داستاد محمودساپي تر لارښوونې لاندې په (۷۳)مخونوکې بشپړ کړی دی.

اثرمخکینۍ خبرې هم لري د سریزې په برخه کې هم دموضوع په اړوند معلومات ورکړل شوي دي.دغه اثر(۳)څپرکي لري چې لومړی څپرکي کې(قصیده څه ته وایي،دقصیدې پيلامه،په لرغوني ادبي دوره کې دقصیدې ځانګړتیاوې،دلرغوني دورې قصیده ویونکي شاعران)په موضوعاتو بحث شوی دی.
په دوهم څپرکي کې (په منځنۍ اوکلاسیکه دوره کې قصیده،میرزاخان انصاري،دولت لواڼی،دخوشال خان په ادبي مکتب کې قصیده)چې دده اولاده لکه(خوشال خان،اشرف خان، عبدالقادرخان،سکندرخان)چې دوی قصیده ویونکي دي.

درېیم څپرکي ګې(دپښتوادب په معاصره دوره کې قصیده،عبدالعلي مستغني،شمس الدین مجروح،اسحاق ننګیال،فضل الرحیم ساقي،نصرالله)چې ددرې واړو څپرکو شاعران چې ددوی ټولو ژوندلیک او ورپسې د دوی قصیدې راوړل شوي دي.

داثر په پای کې یوه په زړه پورې پایله هم لري.

دموضوع څېړونکي په خپل دې اثر کې (۲۱)معتبرو ماخذونو څخه ګټه اخیستې ده.

۲- پښتوادب کې دکره کتنې ونډه:

داداستاد جمشېد رشیدي یوبل علمي اوتحقیقي اثر دی چې په ۱۳۸۴لمریزکال یې دکابل د ښوونې اوروزنې پوهنتون استاد پوهندوی محمودساپي تر لارښوونې لاندې په (۸۷)مخونو کې بشپړ کړی دی اوپه همدې اثر یې پوهنملي علمي رتبه ترلاسه کړې ده.اثر مخکنۍ خبرې هم لري د سریزې په برخه کې د کره کتنې په دنده او ګټو باندې خبرې شوې دي چې کره کتنه یانې دښواوبدو خواوو رابرسېره کول دي.

ترسریزې وروسته اصلي موضوع ((پښتوادب کې کره کتنه))څنګه وه اوله کومه ځایه راپيل شوه چې وروسته بیا دادبپوهنې درې څانګې (ادب تاریخ،ادبپوهنه،ادبي کره کتنه)په هکله خبرې شوې اوهم د کره کتنې تاریخ او دهغه ډولونه هم ښودل شوي دي.داثر په پای کې پایله او مناقشه هم لري چې د محترمو استادانو سره په کې مرکې شوې دوړاندیزونو برخه هم لري.

دموضوع څېړونګي په خپل دې اثرکې (۲۲)معتبرو ماخذونو څخه ګټه اخیستې ده.

۳- پښتوادب کې دعروضي او مشترکو نظمونو دپيلامې څېړنه:

د استاد جمشېدرشیدي یوبل علمي اوتحقیقي اثر دی چې په ۱۳۸۷ لمریز کال یې دکابل ښوونې اوروزنې پوهنتون پښتوڅانګې استاد پوهندوی محمودساپي تر مستقیمې لارښوونې لاندې د پوهندوی علمي رتبې دلوړېدو په منظور لیکلی دی.دا اثر(۱۸۶)مخونه لري.

دغه اثر مخکنۍ خبرې هم لري تر سریزې وروسته لومړی دڅېړنې موخې (اهداف) پېژندل شویدي،بیا د لیکنې مواد او روش اود موضوع مخینه(پسمنظر)په هکله خبرې شويدي.چې په((پښتو کې دعروضو او مشترکو اشعارودپيلامې څېړنې)) په تفصیل سره معلومات ورکړل شويدي.د عروضوټول نورمونه(رباعي،قصیده،قطعه،غزل،مثنوي،ترکیب بند،ترجېع بند)او نور په تاریخ باندې بحث کړیدی.

۴- په انټرنیټي خپرونو کې دپښتوادبیاتوونډه:

د استاد جمشېد رشیدي یوعلمي او تحقیقي اثر دي چې دماسترۍ دورې دپای ته رسېدو وروسته یې لیکلی دی.

استادجمشېد رشیدي ۱۳۸۸ لمریز کال کابل پوهنتون ژبواو ادبیاتوپوهنځي پښتوڅانګې ماستري پروګرام په بریالیتوب پای ته ورساوه په ۱۳۸۸ لمریز کال یې دپوهاند سیدنعیم عالمي ترلارښوونې لاندې دماسترۍ تېزس ((په انټرنټي خپرونوکې دپښتوادبیاتو ونډه)) ترسرلیک لاندې په (۹۶) مخونو کې پشپړ کړی دی،په دې اثر لارښود استادتقریظ هم لیکلی دی.د سرخبرې هم لري،سریزه هم لري چې د سریزې په برخه کې د انټرنټ په شالید ،په معاصره نړۍ کې دانټرنټ ارزښت او پرمختګ،وېپ سایټونه او مربوطه موضوعاتو باندې په تفصیل سره څېړنه شوې ده.دااثر په اخر کې پایله،مناقشه او وړاندیزونه هم موجود دي او د(۲۱)معتبرو ماخذونو څخه په کې استفاده شوېده.

 

+ليكل شوى لخوا د خموش په 90/09/26 او كړۍ 19:40 |

پښتو ژبه او ادب څانګه د ښوونكو د روزنې اكادمۍ يوه فعاله څانګه وه او كله ، چې دې اكادمي په ۱۳۶۱ كال په پيداګوژي انستيتوت ارتقاء وكړه نو بيا يې هم د يوې فعالې څانګې په توګه پاتې شوه.همدا شان دې انستيتيوت، چې بيا د پوهنتون كچې ته لوړ شو نو بيا هم دا څانګه د ژبو او ادبياتو د پوهنځي يوه فعاله څانګه وه .

پښتو ژبې او ادب څانګه دمګړۍ ۱۳ استادان لري او څه د پاسه ۳۰۰ محصلينو ته په تدريس بوخت دي. 

ددې څانګې ټول استادان ماستران دي او علمي رتبې يې له پوهنمل نه نيولي بيا تر پوهنوال پورې رسېږي.

 

 

 

+ليكل شوى لخوا د خموش په 90/09/26 او كړۍ 18:39 |

استاد الکوزی تایب په ۱۳۵۲لمریزکال دکابل ولایت د کلکانو ولسوالۍ دزمې په کلي کې زېږدلی دی.لومړنۍ او ثانوي زده کړې یې په پېښور كې دعبدالرحمن بن  ثمره مدرسې کې سرته رسولي ،په ۱۳۷۰ لمریزکال په پېښورکې دسید جماالدین افغان له عالي لېسې نه فارغ او په ۱۳۷۰ لمریزکال د دعوت اوجهاد پوهنتون د ژبواوادبیاتو پوهنځي کې شامل اوپه همدې توګه ۱۳۷۴لمریز کال دنوموړي پوهنتون پښتوڅانګې څخه د ليسانس په سويه فارغ شوي اوپه ۱۳۷۵لمریزکال کې دکابل پيداګوژي انستیتوت روښان پوهنځي پښتوڅانګه کې دنامزاد پوهیالی په علمي رتبه په دنده وګمارل شو.او تراوسه پورې دکابل ښوونې اوروزنې پوهنتون پښتوڅانګه کې داستاد په حیث دنده اجرا کوي.

هېره دې نوي، تايب د دندې په جريان كې د كابل پوهنتون دماسترۍ پروګرام هم پر مخ بېولى او دماسترې ديپلوړم يې په ۱۳۸۸كال تر لاسه كړى دى. دعلمي ترفېع له پاره لیکل شوي اثار یې دادي:

۱- په ګلدسته کې دښوونیزو او روزنیزو مسایلوڅېړنه:

دا د استاد الکوزي تایب علمي اوتحقیقي اثر دی، چې په۱۳۸۵لمریز کال یې دکابل دښوونې او روزنې پوهنتون استاد پوهندوی محمودساپي ترلارښوونې لاندې په(۱۰۰)مخونوکې بشپړ کړی اوپه همدې اثر یې دپوهنیارۍ علمي رتبه ترلاسه کړې ده.دا اثرمخکینۍ خبرې ،سریزه

اواصلي موضوع لري.استاد په خپله دغې څېړنه کې د اثر ارزښت بیان کړی دی اوهم یې په ګلدسته کې ښوونیز اوروزنیز مسایل په ګوته کړي دي.د اثر په پای کې په زړه پورې پایله اومناقشه هم لري.څېړونکي دموضوع په اړوند د(۱۱)معتبروماخذونو څخه ګټه اخیستې ده.

۲- په پښتو ادبیاتو کې ادبي ټوټې:

دا داستاد الکوزي تایب یوبل تحقیقي او علمي اثر دی چې دماسترۍ دورې پای ته رسېدونه وروسته یې په ۱۳۸۷لمریزکال د سرمحقق عبدالواجد واجد ترلارښوونې لاندې په (۱۲۹) مخونو کې بشپړ کړی دی.او پرهمدې اثر یې دپوهنملي علمي رتبه هم ترلاسه کړې ده.داثر په سریزه کې دادبي ټوټې په پېژندنه او فورم باندې لیکنه شوې اوپه دې اړوند دادبپوهانو ترمنځ شته توپيرونه يې په ګوته کړي دي،بیا داصلي موضوع(په پښتوادبیاتو کې ادبي ټوټې)په هکله مفصل معلومات ورکړل شوي دي.اثر په پای کې په زړه پورې پایله او مناقشه هم لري.همداشان په پاى كې  (۱۸)هغه منابع اوماخذونو په ګوته شوي له کومو څخه یې چې د اثر په لیکلو کې استفاده کړې ده.

 

+ليكل شوى لخوا د خموش په 90/09/24 او كړۍ 18:49 |

استاد علام محمد د دادمجمد زوی په ۱۳۳۶لمریز کال د پکتیا دمرکز اړوند دڅلي په کلي کې زېږېدلی،لومړنۍ اومنځنۍ زده کړې یې دعلي هجویري په ښوونځي او ثانوي زده کړې یې دګردېز په لیلیه کې په ۱۳۵۴کال کې پای ته رسولي،دلوړو زده کړو لومړي دوه ټولګي یې د ګردېز د ښوونکودروزنې په عالي موسسه اووروستۍ دوه کلنې زده کړې یې د کابل پيداګوژي انستیتیوت د روښان پوهنځي په پښتوڅانګه کې په ۱۳۷۹کال کې پای ته رسولي، چې وروسته دنوموړې څانګې دعلمي کادر دغړي په توګه ومنل شو.۱۳۸۱ کال دوري د ماشتې په لسمه نېټه له نامزد پوهیالي څخه یې پوهیالي علمي رتبې ته ارتقاء کړې ده.په ۱۳۸۵کال دلړم میاشتې په ۱۵سمه نېټه یې دپوهنیاري رتبې ته ترفېع کړې ده.کله چې یې په۱۳۸۷ لمریز کال په کابل پوهنتون ژبواوادبیاتو پوهنځي پښتوڅانګې کې دماسترۍ پروګرام پای ته ورساوه او خپل تېزس یې ((په افغاني لیدنیو رسنیو کې پښتوخپرونې))تر سرلیک لاندې دفاع کړو نولوړو زده کړو دقانون سره سم یې پوهنمل علمي رتبې ته ارتقاء وکړه،استاد اوسمهال دښوونې او روزنې پوهنتون ژبواوادبیاتو پوهنځي پښتو څانګې برحال استاد دی.اوس به یې دعلمي رتبو پورې اړوند اثارپه لنډ ډول معرفي کړو.

 

۱- په افغاني لیدنیو رسنیوکې پښتو خپرونې:

دا داستا غلام محمد یوعلمي اوتحقیقي اثر دی چې دماسترۍ دورې دپای ته رسېدو وروسته یې لیکلی دی.استاد غلام محمد په ۱۳۸۸ لمریز کال کابل پوهنتون ژبواوادبیاتو پوهنځي پښتوڅانګې کې دماستري پروګرام په بریالیتوب پای ته ورساوه.په۱۳۸۸لمریز کال د پوهاند سیدنعیم عالمي ترلارښوونې لاندې یې دماسترۍ تېزس((په افغاني رسنیو کې پښتوخپرونې))

ترسرلیک لاندې په(۹۴)مخونوکې بشپړکړی دی،په دې اثر لارښوداستاد تقریظ لیکلی دی دغه اثرمخکینۍ خبرې اوسریزه هم لري وروسته یې دموضوع شالید راوړی دی.اوله هغه څخه وروسته په تلویزیونونو او راډیوګانوکې چې پښتوخپرونې خپرېږي دهغوی وخت اودهغوی په هکله په تفصیل سره معلومات وړګړل شوي دي.

دموضوع په پای کې په زړه پورې پایله لري او وړاندیزونه هم ورسره مله دي. څېړونکي ددې موضوع په لیکلو کې د (۱۸)ماخذونو څخه ګټه اخیستې ده.

۲- پښتولیکدود ته دتاریخ په اوږدو کې لنډه کتنه:

دا داستاد غلام محمد یوبل علمي اوتحقیقي اثردی چې په ۱۳۸۵لمریزکال یې ديوهنیار علمي رتبې ته دکابل پوهنتون ژبواوادبیاتو پوهنځي پښتوڅانګې استاد پوهنوال محمد صابر خویشکي(چې اوس دپوهاند علمي رتبه لري)ترلارښوونې لاندې په(۴۷)مخونو کې بشپړ کړی دی.اثرمخکینۍ خبرې اوسریزه لري ترسریزې وروسته لومړی دلیکدود په هکله بحث شوی اوبیا وروسته لرغوني لیکدود،سیمه ییز لرغوني لیکونه،ددوی تشرېح او دهغوی تصویرونه یې رانقل کړي دي بیا دتاریخ په اوږدو کې پښتو لیکدود ته په تفصیل سره کتنه شوېده.په پای کې دموضوع په اړوند پایله اومناقشه شته او وړاندیزونه ورسره مله دي . څېړونکي په دې اثر کې د(۱۰)ماخذونو څخه استفاده کړې ده.

 

۳- په پښتوادب کې دویرنو پيدایښت اوپایښت:

داداستاد غلام محمد یوبل علمي او تحقیقي اثر دی چې په ۱۳۸۸لمریز کال یې دپوهنملي علمي رتبې ته دکابل دښوونې اوروزنې پوهنتون استاد پوهندوی محمود ساپي تر لارښوونې لاندې په (۱۳۷) مخونو کې پشپړ کړی دی.د اثر په لومړۍ برخه کې سریزه اومخکنۍ خبرې هم شته ترسریزې وروسته په خپله دویرنو په هکله په تفصیل سره خبرې شوي دي، بیا په پښتو ادبیاتو کې چې کوموخلکو ویرنې ویلي دي لکه:عبدالقادرخان خټک،بابوجان، بهاوالدین مجروح،یونس خیبري ویرنه،اشرف خان هجري،رحمان بابا،او دهغوی دپيروانو ویرنې خوشال خان اودهغوی دپيروانو ویرنې او ددوی دهریوه لنډ ژوند لیک اودویرنو څخه یې بېلګې راوړل شوي دي.په پای کې ددې موضوع په هکله په زړه پورې پایله چې وړاندیزونه هم ورسره مله دي شتون لري.څېړونکی په دې موضوع کې د(۳۷)معتبرو ماخذونو څخه ګټه اخیستې ده.


 

+ليكل شوى لخوا د خموش په 90/09/24 او كړۍ 18:47 |
استاد هوسا یوسفزۍ نوري په ۱۳۵۰لمریز کال لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ د شمرام په کلي کې زېږېدلې ده،لومړنۍ زده کړې یې دعمراخان ښوونځي او ثانوي زده کړې یې داریانا په عالي لېسه کې ترسره کړې دي،استاد هوسا نوري په ۱۳۷۳ لمریز کال دکابل پیداګوژي انستیتیوت ژبواوادبیاتو پوهنځی پښتو څانګې څخه فارغه شوې دلسانس د دورې پایلیک یې ((درحمان بابا په اشعارو کې څېړنه))ترسرليك لاندې بشپړ کړی دی اوپه ۱۳۷۴ لمریز کال (۹) رتبه او یوکال قدم دکابل په پيداګوژي انستیتیوت کې یې داستاد په حیث دنده اشغال کړې ده.

استادې پرته د علمي اوتحقيقي کتابونوڅخه مقالې هم لیکلي دي چې د بېلګې په ډول( د قلندر مومند اودهغه ادبي هځې،په پښتو لنډیو کې عیني او ذهني انځور ،دپیرمحمد کاکړ او یونس خیبري په اشعارو کې انساني ارزښتونه) یادولی شو.اوس به داستاد دعلمي ترفېع له پاره لیکل شوي اثار په لنډه توګه معرفي کړو.

۱- دحماسي لنډیو ملي او هنري ارزښت:

دا داستا هوسی یوسفزۍ نوري یوعلمي او تحقیقي اثر دی، چې په ۱۳۸۴لمریز کال یې د پوهنیاري علمي رتبې ته دکابل پوهنتون ژبواوادبیاتو پوهنځي پښتوڅانګې استاد پوهنوال محمد صابر خویشکي ترلارښوونې لاندې په(۵۲) مخونو کې بشپړ کړی دی.اثر مخکینۍ خبرې هم لري د اثر په سریزه کې په اولسي ادب ،حماسي لنډیو اوپه پښتوژبه کې ویل شویو لنډیو باندې بحث شوی دی.

کله، چې لیکونکې اصلي موضوع (دحماسي لنډیو ملي اوهنري ارزښت) پيل کړی په ډېر تفصیل سره یې اولسي ادبیات او دهغوی ځانګړنې،وېش،دهغوی راټولول،دلنډیو مختلف نومونه،تقطیع ،اودهغوی استعمال ځایونه په کې بیان شوي دي.ددې ترڅنګ دلنډیو په ادبي اومعنوي وېش،علم،فخراوحماسه،عشق،مدحه اوستاینه،ادب اوحکمت اوداسې نورو موضوعاتو باندې خبرې کړي دي.داثر په پای کې په زړه پورې پایله هم شته.څېړونکې دموضوع په اړوند(۱۵)معتبرو ماخذونو څخه استفاده کړې ده.

۲- دپښتوادب په پرمختیایي بهیر کې داستاد قیام الدین خادم ونډه:

دا داستاد هوسی یوسفزۍ نوري یوبل څېړنیزاثردی ، چې په ۱۳۸۶لمریزکال کله چې یې دکابل پوهنتون ژبواوادبیاتو پوهنځي کې دماستري پرګرام پای ته ورساوه لیکلی دی.آغلې هوسی نوري نوموړی اثر دافغانستان علومواکاډمۍ دژبو اوادبیاتو دعلمي مرکز ریس سرمحقق عبدالواجد واجد ترلارښوونې لاندې په(۹۷)مخونو کې بشپړ کړی دی استاد په همدې تېزس د پوهنملي علمي رتبه ترلاسه کړې ده.

داثر په سریزه کې داستادقیام الدین خادم سیاسي او فرهنګي حالاتو په هکله معلومات ورکړل شوي دي.دغه اثر څلور څپرکي لری په لومړي څپرکي کې (دقیام الدین خادم اثاروته یوه کتنه،منظوم اثار،منثور اثار،ناچاپ اثار) او يو څپرکي يې  د (استادقیام الدین خادم دکورنیو اوبهرنیو پوهانو او لیکوالوله نظره ) ته ځانګړى كړى.په پای کې په زړه پورې پایله هم لري چې وړاندیزونه ورسره مله دي.څېړونکې د موضوع په اړوند د(۳۸) معتبروماخذونو څخه ګټه اخیستې ده.

+ليكل شوى لخوا د خموش په 90/09/24 او كړۍ 18:46 |

استاد صحراعلیزۍ په ۱۳۵۱ لمریزکال دلغمان ولایت په مرکزکې زېږېدلې.لومړنۍ زده کړې یې ترپنځم ټولګي پورې دلغمان ولایت مستورې لېسه کې او پاتې نورې متوسطې زده كړې يې دكابل دپنجصد فامیلي (سنګی) په لېسه کې پاى ته رسولې  او د ثانوي زده كړو لپاره يې دمریم عالي لېسې  غوره كړه او په ۱۳۶۸ کال کې ترې فارغه شوه.

په ‍۱۳۶۹لمریز کال کې دکانکور ازموینې له لارې دکابل پيداګوژي اینستیتیوت پښتو څانګې کې شامله شوه.اوله دغې څانګې څخه په۱۳۷۳لمریزکال کې دلسانس په سويه فارغه شوه. دليسانس د دورې پایلیک يې د((دستارنامې دفارسي شعرونو شننه))ترعنوان لاندې بشپړ کړی دی،او په ۱۳۷۴لمریزکال کې دروښان پوهنځي پښتوڅانګه کې په (۹)رتبه او یوکال قدم داستاد په حیث دنده ترلاسه کړه،او تراوسه پورې دپوهنملي علمي رتبې په درلودلو سره داستادۍ ویاړ لري.استاد په ۱۳۸۴کې د ماستري پروګرام له پاره د کابل پوهنتون ژبواو ادبیاتو پوهنځي پښتوځانګه كې شامله او په ۱۳۸۶ دغه پروګرام يې په بري سره پای ته رسولی.

داستادې ليكل شوي علمي اثار په لاندې ډول  درپېژنو:

۱- دخوشال په دستارنامه کې د دري اشعارو شننه :

پورتنی اثر استاد صحرا علیزۍ دلسانس دورې د پالیک (مونوګراف)په ډول لیکلی دی.

په دې اثر کې یې لاندې موضوعات په تفصیل سره څېړلي دي.

استادصحرا علیزۍ بيا یوبل علمي اوتحقیقي اثر  په ۱۳۸۴لمریز کال كې دکابل پوهنتون دژبواوادبیاتو پوهنځي پښتوڅانګې استاد پوهنوال محمد صابر خویشکي تر لارښوونې لاندې په (۴۲)مخونو کې بشپړکړی او په همدې اثر یې دپوهنیاري علمي رتبه ترلاسه کړې ده. اثرمخکینۍ خبرې لري دسریزې په برخه كې یې دموضوع په اړوند معلومات ورکړي اوکله چې لیکونکې اصلي موضوع(دحمیدباباپه اشعاروکې ټولنیزاړخ)پیل کړی نو لومړی يې  حمید بابا په لنډه توګه راپېژندلی اووروسته بیا دهغه په اشعارو کې يې په ټولنیز اړخ باندې خبرې كړې دي.په پای کې یوه په زړه پورې پایله هم لري.دموضوع څېړونکې په خپل دې اثرکې (۸)معتبرو ماخذونو څخه ګته اخیستې ده.

۲- دعبدالواحد انډیوال ژوند اوشاعري:

دا داستاد صحراعلیزۍ د ماسترۍ  تيزس دي چې د علومو اكادمۍ  دژبواوادبیاتو علمي مرکز ريیس سرمحقق عبدالواجد واجد تر لارښوونې لاندې يې په(۹۰) مخونو کې بشپړ کړی او په همدې تېزس یې پوهنملي علمي رتبه هم ترلاسه کړې ده.

لارښود استاد پرې خپل نظرلیکلی ،اثر مخکنۍ خبرې هم لري او دسریزې په برخه کې دموضوع په اړوند بحث شوی دی.ترسریزې وروسته په خپله لومړی دموضوع په شالید بحث شوی بیا دعبدالواحد انډیوال پېژندنه دهغه سبک،شاعري څېړل شوې اوبيا د شاعر په اشعاردبېلابېلوخواوو په تفصیل سره خبرې شوې اودده په اشعارو کې بدیعي ښکلاوې او ښایستونه په ښه بڼه ښودل شوي ،په پای کې په زړه پورې پایله او وړاندیزونه هم لري اثر په پاى كې(۱۰)هغه منابع او ماخذونه لري له کومو څخه چې داثر په لیکلو کې استفاده  شوې ده.

+ليكل شوى لخوا د خموش په 90/09/24 او كړۍ 18:44 |
  استاد پوهندوی میراجان غوربندی په ۱۳۳۸ لمریز کال د پروان ولایت دغوربند دسیاګرد  ولسوالۍ دقمچاق په سمسوره دره کې د ښاغلي عبدلاحکیم په درنه او علم پروره کورنۍ کې زېږېدلی دی، لومړنۍ زده کړې یې ،د قمچاق په ښوونځي کې کړي دي ،ورپسې یې دچهاردهي غوربند لېسه لوستې ده.لوړې زده کړې یې د روسیې په کوبان دولتي پوهنتون کې ترسره کړې په ژبپوهنه کې یې له نوموړی پوهنتون څخه ماستري اخستې ده.دمګړۍ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ژبواوادبیاتو پوهنځي پښتو څانګه کې د استادۍ سپېڅلې دنده پرمخ بیایي. د نوموړي استاد په لاندې سرلیکونو ځینې مقالې او رسالې  په ځینو خپرونوکې نشر شوي دي. ۱- د لودیځې نړۍ ادبیات ۲- د نړۍ په ژبو کې د پښتو نوعیت او اهمیت ۳- پښتو کې قاموس لیکنې ته یوه لنډه کتنه ۴- فولکلور او فولکلوري موضوعګانو تصنیف ۵- د خوشال په اثارو کې د کوچنیانود ادبیاتو څرک ۶- ژبپوهنه د تاریخ په اوږدو کې ۷- ژبپوهنه او اړیکې یې دنورو علومو سره ۸- د ختیځې نړۍ اوسنۍ پېژندل شوې ادبي څېرې ۹- د معیاري ژبې ځانګړنې ۱۰-د پښتو ژبې اصل او منشا‌‌‌

د علمي ترفېع له پاره د استاد لیکل شوي اثار دادي: ۱- د لوېدیځې نړۍ ادبیات: دا د استاد میراجان غوربندي یو علمي او تحقیقي اثر دی چې په ۱۳۷۷لمریز کال یې د کابل پوهنتون د ژبو اوادبیاتو پوهنځي پښتو څانګې استاد پوهندوی یارمحمد سرتوریزوال تر لارښوونې لاندې په (۱۲۱) مخونو کې بشپړ کړی دی ،او په همدې اثریې د پوهنمل علمي رتبه ترلاسه کړې ده.پوهنمل محمود ساپي هم خپل نظر پرې ليكلى،اثر دمخکینيو خبرو تر څنګ، سریزه هم لري . په سريزه کې د لودیځې نړۍ پر ادبیاتو باندې خبرې شوي. د سریزې وروسته دغه اثر شپږ څپرکي لري،چې لومړی څپرکي کې (دیونان لرغوني ادبیات)،دويم څپرکي کې(د لرغوني روم ادبیات)درېیم څپرکي کې(د انګلستان ادبیات) څلورم څپرکي کې (دامریکا ادبیات) پنځم څپرکي کې (دفرانسې ادبیات) شپږم څپرکي کې(د المان ادبیات)راغلي دي.داثر په پای کې یوه په زړه پورې پایله هم لري. د موضوع څېړونکي د موضوع په اړوند د(۲۱) معتبرو ماخذونو څخه استفاده کړې ده.

۲- دختیځې نړۍ اوسنۍ پېژندل شوې ادبي څېرې: د استاد میراجان غوربندي یوبل علمي او تحقیقي اثر دی چې په ۱۳۸۵لمریز کال یې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استاد پوهنوال محمد صابر خویشکي تر لارښوونې لاندې په (۸۸) مخونو کې بشپړ کړی دی اوپه همدې علمي اثر یې د پوهندوی علمي رتبه ترلاسه کړې ده .اثر مخکینۍ خبرې هم لري د اثر په سریزه کې دموضوع په اړوند(د ختیځې نړۍ لیکوالانو او شاعرانو)په هکله معلومات ورکړل شوي دي په دغه اثرکې د تحقیق اهداف هم په ګوته شوي دي. کله چې لیکونکی اصلي موضوع(د ختیځې نړۍ او سني پېژندل شوې ادبي څېرې)پيل کړي په ډېر تفصیل سره یې  د شاعرانو او لیکوالو پېژندنه کړې او دهغوی د اثارو نثري او شعري بېلګې راوړې دي او دهغوی داثاروشمېر یې ښوولی.په پای کې د موضوع په اړوند په زړه پورې پایله او مناقشه هم لیکل شوې او داستادانو سره په کې مرکې هم شوي دي، او وړاندیزونه هم ورسره مله دي. په پای کې (۳۸)هغه منابع اوماخذونه په ګوته شوي له کومو څخه چې د اثر په لیکلو کې ترې استفاده شوې ده.

+ليكل شوى لخوا د خموش په 90/09/23 او كړۍ 19:40 |

     استاد محمدآقا شېرزاد په ۱۳۳۵لمریز کال ننګرهار ولایت خوږیانوولسوالۍ د قیلغو په قریه کې زېږېدلی.لومړنۍ او ثانوي زده کړې یې د ملکیارهوتک په لېسه کې سرته رسولې او په ۱۳۵۵لمریز کال کابل پوهنتون ژبواوادبیاتوپوهنځي پښتو څانګې څخه فارغ او په ۱۳۵۶لمریزکال په (۹)رتبه او یوکال قدم د هلمند ښوونکو دروزنې عالي موسسه کې د استاد په حیث یې دنده اشغال کړه.



دمطلب ادامه
+ليكل شوى لخوا د خموش په 90/09/23 او كړۍ 18:56 |

    استاد محمود ساپی په ۱۳۱۹لمریز کال د لغمان ولایت د قوال خېلو په کلي کې زېږېدلی دی،او د محمد جان زوی دی.لومړنۍ زده کړې یې د تیرګړو ښوونځي او ثانوي زده کړې یې د روښان په لېسه کې سرته رسولې دي.په ۱۳۴۱لمریز کال کابل پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو څانګې کې شامل او په ۱۳۴۵لمریز کال فارغ شو


 

 


دمطلب ادامه
+ليكل شوى لخوا د خموش په 90/09/23 او كړۍ 18:40 |


Powered By
BLOGFA.COM